تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  له بديو د منع يوه قرآني بېلګه حضرت ابراهيم عليه السلام خپل تره پر”بوت لمانځنې” وليد او ورته يې وويل : إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ (انبیاء/۵۲) = چې كله يې [په نیوکه] خپل پلار (ازر) او خپل قوم ته وويل :(( دا انځورونه څه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

له بديو د منع يوه قرآني بېلګه

حضرت ابراهيم عليه السلام خپل تره پر”بوت لمانځنې” وليد او ورته يې وويل :

إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ (انبیاء/۵۲) = چې كله يې [په نیوکه] خپل پلار (ازر) او خپل قوم ته وويل :(( دا انځورونه څه دي،چې تل يې نمانځنې ته ټینګ ولاړ یاست؟!))

په دې آيت کې پر نېکيو د امر او له بديو د منع په هکله د پام وړ ټکي لاس ته راځي چې دا دي: څوک چې پر نېکيو امر کوي بايد د ځانګړې ودې او کفايت خاوند وي .په امر او منع کې عمرشرط نه دى [قَالَ لِأَبِيهِ].امر او منع له نږدې خپلو خپلوانو پيل کړئ (قَالَ لِأَبِيهِ).له بديو په منع کې لومړى بايد تر ټولو ستر بد منع شي (مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ)په امر او منع کې د خلکو پاملرنه دهغوى کرامت او وګړې- شخصيت ته واړوئ (أَنتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ). له بديو په منع کې بايد کله نا کله يوکس د يوې ډلې پر وړاندې ودرېږي (لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ). په امر او منع کې د پوښتنې له لارې وجدانونه راويښ کړئ(مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ). امر او منع بايد په غوڅه او څرګنده توګه ترسره شي(انتم واباءکم) .

پر نېکيو امر او له بديو د منع اغېزې او برکتونه

 الف_د خداى له غوسې ژغورنه : حضرت علي (ک) وايي:(( چا چې يوګناه وليده او په زړه کې پرې خپه شو؛نو د خداى له غوسې به ژغورل شوى وي او که څوک په ژبه بل له ګناه منع کړي ؛نو د اجر خاوند به شي .))

ب_د خداى له لورنې ګټنه: څوک چې د کلمة الله د عزت لپاره په تورې،ځواک او قوت راپاڅي؛نو په واقعيت کې الهي پېرزوينو ته به رسېدلى وي.[1]

د غوره والي نښه :

پېغمبراکرم (ص) وايي:(( هغه غوره دى،چې خلکو ته پر نېکيو امر وکړي.))[2] ((او پرعکس که څوک د بديو او ښو چارو پر وړاندې هېڅ ډول غبرګون ونه ښيي؛نو په انسانيت کې به يې بدلون راغلى وي او هېڅ د خير خبره به پرې اغېز نه کوي.)) [3]

په انسان کې پر نېکيو د امر اغېزې

حضرت علي خپل زوى ته وويل: (( پر نېکيو امر کوه،چې په نېکانو کې راشې . )) هو!که څوک جامې وينځي؛نوخپل لاس يې هم پکې پاکېږي.که څوک نورو خلکو ته د خېر بلنه ورکوي؛نو څرګنده ده چې هغه به خپله هم ددې خير په پلې کېدو کې زيار وکاږي .

په ټولو ثوابونو کې ګډون:

په ګڼو روايتونو کې راغلي : څوک چې نورو خلکو ته د خېر بلنه ورکوي او په دې لار کې ورته لارښوونه هم کوي او که خلک يې ومني او هغه نېک کار پلى کړي، بې له دې چې د نورو اجر کم شي؛نو په اجر و ثواب کې به ورسره بلوونکى هم شريک وي او که څوک نور خلک ګناه ته راوبولي؛نو د مفاسدو په عذاب کې به ورسره شريک وي .

پر نېکيو امر او له بديو د منع وټیز- اقتصادي برکتونه

که د ځمکې خلک ايمان راوړي او تقوى خپله کړي [پر نېکو امر او له بديو منع د تقوى له مصدقاتو ځنې ده ]په غوڅه توګه به له اسمان او ځمکې برکتونه نازل شي قرآن کریم وايي:

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ (اعراف/۹۶) = ((او كه د ښارونو او اباديو خلكو ايمان راوړى واى او تقوى يې درلودای؛ نو موږ د اسمان او ځمكې د بركتونو ورونه پرې پرانستل؛ خو (زموږ آیتونه او پېغامونه يې) دروغ وګڼل؛ نو موږ هم دوى د خپلو كړنو په سزا كې راونیول))

امام باقر (رح) وايي :(( پر نېکيو امر او له بديو د منع له کبله کارونه حلالېږي او ځمکې ابادېږي.))[4] ((د اورښت کچه هر کال يو شان وي؛خو که خلکو ګناه وکړه؛نو خداى د اورښت لار بدلوي.)) روسته امام باقر د هرې ګناه لپاره ځانګړې نښې بيانوي چې دادي:(( که په ټولنه کې زنا زياته شي؛نو سکته،د زړه او ماغزو له کاره لوېدل او ناڅاپي مړينې به پکې ډېرې شي. که ډنډې وهل ډېر شي؛نو قحطي به پيدا شي.که زکات ور نه کړاى شي؛نو د ځمکې برکتونه به لږ شي.که تړون ماتوونې او په ژبه نه ودرېدل زيات شي؛نو دښمن به واکمن شي.که زړه سوي ته شا شي؛نو مالونه به د نا اهلو لاس ته ورشي .که پر نېکيو امر او له بديو منع ته شا شي؛نو اشرار به پر خلکو واکمن شي او تبليغات به هم بې اغېزې وي.)) [5]

پر نېکيو امر او له بديو د منع ټولنيز برکتونه

قرآن هغه ټولنه بريالى ويني،چې پکې پر نېکيو د امر او له بديو د منع لپاره يوه ځانګړې ډله وي:

وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ (آل عمران/۱۰۴) = ((او بايد له منځه مو يوه ډله وي،چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي او یوازې همدوی بريالي دي))

په قرآن کې راغلي:

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (آل عمران/۱۱۰) = ((تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه رادبره شوي یاست، (داچې) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر خداى ايمان لرئ او كه كتابوال (پر دغسې کړلار او ځلاند دين) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده (؛ خو يوازې) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېری يې (د الله له فرمانه) سرغړاندي دي))

په هر نمانځه کې موږ ((السلام علينا وعلى عبادالله الصالحين)) وايو. دا ((صالحين)) هغه کسان دي، چې پر نېکيو امر او له بديو منع کوي.

يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُوْلَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ (آل عمران/۱۱۴) = ((پر خداى او لويه ورځ ايمان لري، پر نېكيو امر او له بديو منع كوي او د نېكو چارو په سر ته رسولو كې تلوار كوي او دوى له صالحانو ځنې دي))

 د عذاب پر وخت به يوازې له بديو منع کوونکي وژغورل شي او پاتې نور؛يعنې ګناه کاران،چوپ خوله او بې پروا کسان به د خداى په قهر ککړ شي:

قرآنکریم وايي :

وَإِذَ قَالَتْ أُمَّةٌ مِّنْهُمْ لِمَ تَعِظُونَ قَوْمًا اللّهُ مُهْلِكُهُمْ أَوْ مُعَذِّبُهُمْ عَذَابًا شَدِيدًا قَالُواْ مَعْذِرَةً إِلَى رَبِّكُمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَّقُونَ (اعراف/۱۶۴) = او(درياد كړه) چې کله یې يوې ډلې (بلې ته) وويل :(( تاسې ولې (ګناهګار) ټولي ته نصيحت كوئ، چې الله يې هلاكوونكى يا د سختې سزا وركوونكى دى؟ (پرخپل حال يې پرېږدئ، چې ورک شي.) ځواب يې وركړ: موږ (دا پندونه) ستاسې پالونكي ته د خپل عذر پيدا كولو (او پازوالۍ لرې كولو) لپاره كوو او (پردې سربېره) ښايي (ويې مني او له ګناه لاس واخلي او) د تقوا لار خپله كړي. ))

امام باقر (رح) پر نېکيو د امر او له بديو د منع په هکله وايي: (( که څوک له دې دوو څيزنو سره مرسته وکړي؛نو خداى به ورته عزت ورکړي او که څوک ورته سپک وګوري؛نو خداى به يې هم سپک کړي.)) [6]

پر نېکيو امر او له بديو د منع سياسې برکتونه

حضرت علي وايي: (( پر نېکيو امر او له بديو منع د مومنانو ملاتړ او د کفارو د سپکاوۍ وسيله ده.))[7] (( که پر نېکيو امر او له بديو منع ونشي؛نو د وخت په تېرېدو به پر تاسې اشرار واکمن شي او خبره به دې ځاى ته ورسي چې که ښه خلک هرڅومره نارې سوري ووهي؛نو ځواب به يې وانه وري.))[8] روايت دى:(( که له بديو منع و نه کړئ او د پېغمبر اکرم (ص) له کورنۍ لاروي ونه کړئ؛نو خداى به پر تاسې اشرار واکمن کړي او دومره کړاوونه به درباندې راشي، چې که ستاسې ښه خلک څومره دعا ګانې هم وکړي؛نو قبولې به نشي.[9]

پر نېکيو امر او له بديو د منع پولې

ځينې ګومان کوي چې امر او منع په شخصي ګناهونو کې يو ډول وګړنۍ يادونه او پند دى؛خو دا دواړه په داسې مدار کې ګرځي چې کچه يې د ټول دين د پراخوالي هومره ده؛نو ځکه ټول وزارتونه،سازمانونه،ارګانونه،ستره محکمه،څارنوالي او راډيو ټلويزون؛پر نېکيو د امر او له بديو د منع ډګرونه دي. دا ستره کړۍ موږ له دې حديث څخه لاس ته راوړو چې وايي :(( د فرايضو شته والى پر نېکيو د امر او له بديو د منع له کبله دي)). نمونځ ته د خلکو رابلل پر نېکيو امر دى، په هره لمانځه کې وايو: ((حى على الصلواة ؛يعنې په بيړه نمانځه ته راشئ) که له هېواده په دفاع کې تبليغات،بلنې او هڅونې پلي کېدونکې کړلار نه وي؛نو د پاسوالۍ او دفاع ليکې به تشې پرتې وي. په زکات کې هم که پرله پسې تبليغات نه وي؛نو د زکات او خمس د ورکړې روحيه او نيت به له منځه ولاړ شي.پر نېکيو امر او له بديو منع د پلي کېدو له کبله به د لارو امنيت خوندي وي، پر سړکونو لګول شوې ټرافيکي نښې د زرګونو ترخو پيښو مخه نيسي،که په لارو کې پوليس نه وي او له ګواښونو او جريمو له لارې يې پر موټرو څارنه نه درلودلاى؛نو هره ورځ به موټر غلا کېدل،خلک به لوټ کېدل،موټر به پر سړکونو ډېر تېز تلل، کراګانې به يې ډېرې اخېستې،په لارو او کوڅو کې به ګډوډي رامنځ ته شوې واى او که څوک له کوره بهر وته؛نو ټول به ورپسې خپه وو.

 پر نېکيو امر او له بديو د منع له کبله ګټې حلالېږي. که پلورونکي خراب توکي بازار ته راوړي او د ټولو خلکو چغې پورته شي او نيوکه پرې وکړي؛نو دولت به هغه پلورونکي ته سزا ورکړي او بازار به سم شي. که د ډنډې وهلو،ګرانۍ،سود او ټګيو پر وړاندې خلک غبرګون وښيي؛ نو په بازار کې به سم سمکى راشي.

 حضرت علي به له دورې سره بازار ته راوته؛ چا به چې په پلور کې ټګي کوله، ښه توکې به يې لاندې او خراب به يې د پاسه ايښى وو؛نو ورته به يې ګوتڅنډنه کوله.

 پېغمبر اکرم (ص) وايي:((له ګناهګارانو سره راکړه ورکړه مه کوئ.)) که مسلمانان پر همدې وينا عمل وکړي او د سرغړاندي سوادګر پر ضد راپاڅي؛ نو هغه اړ دى چې خپله سودا سمه کړي. په هر حال پر نېکيو امر او له بديو منع ګټې حلالوي او انسان له حرامو ژغوري،چې د ډول ډول مفاسدو او بې لاريو لامل دى.

۱_حق حقوال ته رسي :

پر نېکيو امر او له بديو منع “قضائيه” يا”عدليه” قوه هم سموي او له دې لارې حقوال خپل حق ته رسي. هو که خلک په لېینه – شاهدۍ کې قاضي او محکمې ته سم معلومات وړاندې کړي؛نو ډېرو حق والو ته به حق ورسي. که هر څوک د ظلم پر وړاندې پر خپله دنده عمل وکړي؛نو ظالم به کله هم تېرى ونه کړي او پخپله به يې حق خاوند ته ورسي.

 امام صادق خپل ملګري ته وويل:(( که تاسې د عباسيانو پر شاوخوا نه وائ راټول شوي؛نو موږ به يې پر کور نه وو کېنولي، موږ ستاسې چوپتيا پر کور کېنولو.))[10]

٢_ځمکې ابادېږي :

پر نېکيو امر او له بديو د منع له لارې ځمکې ابادېږي؛ځکه ابادول، پيسو،کارپوهۍ،مينې او يو ځاى کېدو ته اړتيا لري او ټول په نېکيو کې راځي ورانول پر ځمکه فساد،جنګ او بې روزګاري،د پانګو پر ټپه ودرول او عياشي دا ټول له بديو ځنې دي او مخه يې بايد ونيول شي .

۳_له دښمنه غچ:

پر نېکيو امر او له بديو د منع له لارې له دښمنه غچ اخيستل کېداى شي؛ خو د حق بېرته اخېستل پوهې، ځواکمنۍ، ارادې ، يووالي ، زړورتيا ، تبليغاتو او پر نېکيو له امره لاس ته راځي .

۴_په هېواد کې د نظام ټينګښت او ثبات:

پر نېکيو امر او له بديو منع زموږ د نظام ستنې ټينګوي؛ځکه که نظام څومره هم غوره وي او څارنه او ملاتړ يې ونشي؛ نو ړنګ او نسکور به شي؛پر نېکيو امر د نظام ستنې ټينګوي او له نېکانو ملاتړ کوي، چې دا چار د هېواد د دښمنانو ملا ماتوي.

 

[1] وسايل ١١\٤٥٩

[2] نهج الفصاحه ٨٤٩٩ جمله

[3] بحار ٩٧\٧٢

[4] تفسيرنمونه ٣\٣٨

[5] بحار ٩٧\٧٢

[6] بحار ٩٧\٧٥

[7] دنهج البلاغه ٣١ ام حکمت

[8] تهذيب ٦\ ١٧٦

[9] بحار٩٧\٧٢

[10] وسايل ١٢\١٤٤

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست