تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حضرت علي (ک)، خپل زوی امام حسن ته وايي : و امر بالمعروف تكن من اهله و انكر المنكر بيدك و لسانك و باين من فعله بجهدك. و جاهد فى الله حق جهاده و لا تاخذك فى الله لومه لاثم. «پر نېکیو امر کوه چې له نېکانو اوسې. په لاس او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حضرت علي (ک)، خپل زوی امام حسن ته وايي :

و امر بالمعروف تكن من اهله و انكر المنكر بيدك و لسانك و باين من فعله بجهدك. و جاهد فى الله حق جهاده و لا تاخذك فى الله لومه لاثم.

«پر نېکیو امر کوه چې له نېکانو اوسې. په لاس او ژبه د بدو کارونو مخه نیسه او بدرنګی یې یاد کړه او له بد چاري ښه ځان بچوه او څنګه چې وړ وي د خدای په لار کې جهاد کوه، هسې نه چې د ملامتوونکیو پړه دې په حق لار او جهاد فی سبیل الله کې له کوښښه واړوي.»

پر نېکیو امر او له بدیو منع د «جهاد فی سبیل الله» یوه مرتبه ده

په دې عباراتو کې پر نېکیو امر او له منکره د نهې توصیه شوې او ورپسې د الله په لار کې د جهاد خبره شوې ده؛ ځکه پر نېکیو امر او له منکره نهې د خدای په لار کې یوه مرتبه او د هڅو یوه برخه ده او یو ډول جهاد شمېرل کېږي.

د امت یووالی او له تفرقې ازادېدل پر نېکیو د امر او له منکره د نهې یو له ډېرو مهمو اغېزو ځنې دي. که خلک یو د بل چارو ته بې اعتنایي ونکړي، یو د بل لاسنیوی وکړي؛ نو اړیکې او پیوستونونه به ښه ډېر شي. انسان که د بدیو په لرې کونې کې هڅه وکړي او د ښو په خپرولو کې مټې رابډ وهي؛ نو د داسې یووالي او اتحاد لامل به شي چې په بله لار نه تر ګوتو کېږي. دا یووالی، د بدانو او اشرارو استیلا او لاسبري ناشونې کوي چې دا پر نېکیو د امر او د بدیو له منع یو بل اغېز دی. د آل عمران سورت په دوو نژدې ځایونو کې پر نېکیو د امر او د بدیو له منع ویینه شوې:

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ (آل عمران/۱۱۰) = تاسې غوره امت ياست، چې د انسانانو په ګټه رادبره شوي یاست، (داچې) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ.

بل یې:

وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ ( آل عمران/۱۰۴) = او بايد له منځه مو يوه ډله وي،چې (خلك) نېكيو ته وروبولي او پر ښو چارو امر ورته وكړي او له بديو يې راواړوي.

همدا راز په قرآن کې د منافقانو په اړه راغلي چې کار یې اپوټه دی:

يَأْمُرُونَ بِالْمُنْكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ ( توبه/۶۷) = هغوى پر بديو امر كوي او له نېكيو منع كوي.

علي (ک) هم د نهج البلاغې په څو ځایونو کې له «سلبي او ایجابي» پلوه د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په باب خبرې کړي دي. له سلبي پلوه یې ویلي چې هسې نه پر نیکو له امره او د بدیو له منع وډار شئ؛ ځکه:

و ان الامر بالمعروف و النهى عن المنكر لا يقربان من اجل و لا ينقصان من رزق (نهج‏البلاغه، كلمات قصار، 374)

«پر نېکیو امر او له بدیو منع نه د چا مرګ رانژدې کوي او نه یې رزق کموي.»

کله د نورو ښو چارو ته رابلنه او په تېره له بدو چارو یې منع د یو لړ دوستانه عادي اړيکو د سړښت لاملېږي؛ خو په هستۍ کې د چارو تنظیم او سمون داسې دی، که د هستۍ د رښتوني بهیر له مخې حرکت وشي، علی العموم کوم لویی کمښت به رامخې ته نشي؛ که څه شونې ده په نادرو ځایونو کې د دې ډول پیکه بې برخېتوبونو موجب او موجد شي.

بلخوا علي (ک) له «ایجابي» پلوه وایي:

لا تتركوا الامر بالمعروف و النهى عن المنكر فيولى عليكم شراركم ثم تدعون فلا يستجاب لكم (نج البلاغه، ۴۷ ام شمېره لیک)

«هسې نه پر نېکیو امر او له بدیو منع پرېږدئ؛ ځکه په دې حال کې بدان درباندې لاسبري او واکمنېږي؛ نو په دې وخت کې چې څومره دعاګانې وکړئ نه قبلېږي.»

د دعا نه قبلېدو یو ځای همدا دی. له آره په هغو چارو کې چې لار يې معلومه ده او انسان پوهېږي چې باید پر کومه لار ولاړ شي چې پایله ترلاسه کړي، دعا کول روا نه دي، او که دعا هم وکړي، دعا يې نه اورېدل کېږي. دعا د اندېښمنو ده؛ یعنې په هغه ځای کې روا ده، چې د ستونزې د حل او هواري لار ښکاره نه ده.

هغوی چې دعا یې نه قبلېږي

په روایاتو کې لرو چې خدای د څو کسانو دعا نه قبلوي: یو هغه چې په کور کې ناست دی، کار نه کوي او له خدایه رزق غواړي، د دې وګړي دعا نه قبلېږي؛ ځکه د دې کار لار معلومه ده او دا هم مؤظف دی چې حلال رزق ترلاسه کړي. بل هغه دی چې په کور کې ناسازګاره مېرمن لري او ترې جلا کېدای شي ؛ خو دعا کوي چې خدای دې دا شر رانه لرې کړي، دا دعا هم نه قبلېږي. اوس له علي (ک) اورو، یوه بله ډله هم شته چې دعا یې نه قبلېږي او دوی هغه کسان دي چې پر نېکیو امر کول یې له لاسه ورکړی او بدان ورباندې واکمن شوي او واګې یې ترې اخستي او په دې وخت کې خدای ته دعا کوي چې د دې واکمنو سپېره سیوری رانه لرې کړي. په بله وینا د دې سپېره سیوري د لرې کولو لار بیا هم پر نېکیو امر او له بدیو منع ده او کوم کسان چې په دې لار ولاړ نشي، مطلوبې موخې ته به ونه رسي.

پر نېکیو امر او له بدیو منع مهم فقهي مسایل دي

همدغسې فقهاوو هم له فقهي پلوه پر نېکیو د امر په هکله خبرې کړې دي. ځکه دا یو جوت «شرعي- فقهي» مکلفیت دی او باید مسلمانان یې په هکله حساسیت ولري. افسوس له یو څه وخت راهیسي ډېر دغسې مسایل زموږ له عملي رسالو حذف شوي او د حج، لمونځ، غسل، تیمم او …. په څنګ کې پر نېکیو د امر عنوان نشته. خو دا مطلب، د دې مهمې دیني مقولي له اهمیته څه نه کموي او فقیهانه نظر پکې کړای شو.

پر نېکیو د امر او د بدیو له نهې مرتبې

موږ دلته همدومره اشاره کوو چې پر نېکیو امر مرتبې او درجې لري: د دې فرضو پوره کول له زړه پیلېږي او ورپسې د خولې (ژبې) ورپسې د لاس او احیاناً په پای کې د وسلې وار هم رسي. همدغسې پر نېکیو امر د عام ولس په تړاو او هم پر نېکیو امر د چارواکیو په اړه هر یو (جلا جلا) احکام لري. فقهیانو په دې اړه ویینه کړې چې مسلمان امت د چارواکیو په باب تر کومه ځایه پر نېکیو د امر کولو حق لري او له کومه ځایه روسته یې نلري او البته دا د ټینګې پاملرنې وړ یوه مساله ده. او په هر حال، لاس ترې اخستای نشو او چارواکي له منکره د نهې او نقد له نعمته بې برخې کولای نشو. کله هم مو هېر نشي چې پر نېکیو د امر نه کولو له لامله بدچاري چارواکي شوي دي.

د «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» په کولو کې د خلکو د لټۍ په باب د علي (ک) خبره

علي (ک) په خپلو ځینو کلماتو کې وایي، پر نېکیو د امر له مراتبو ړومبی مرتبه چې مغلوب او څنډې ته کېږي، په لاس د نېکیو امر کول دي. تر دې روسته په خوله (ژبه) پر نېکیو کولو امر ته وررسي او خلک ورو ورو په دې چار کې هم لټي کوي او ان په خوله هم منکر نه لرې کوي یا نهې نه کوي او په درېیمه مرتبه کې په زړه نټه هم له منځه ځي؛ یعنې د منکر له لیدو زړه هم اندېښمن او کرکجنېږي نه. او په پایله کې ورو ورو ښه او بد، معروف او منکر، له ارزښتي پلوه په یوه کچه کې واقع کېږي او ډېر لږ زړنه د منکراتو په پېښېدو بوږنېږي او دا د یوې ټولنې د مړیني حالت راښیي. څه چې تراوسه وویل شو، د نېکیو د امر په باب کلیات ول. ښه ده چې په دې اړه دقیقې ویینې وکړو او د موضوع یو لړ کونجونو ښه راوسپړو.

پر نېکیو امر کول پخپله یو ښه چار دی

د علي (ک) له څرګندونې هم معلومېږي چې پر نېکیو امر، پخپله یو ښه چار دی او له عباداتو ګڼل کېږي؛ نو ځکه وایي:

«پر نېکیو امر کوه چې خپله هم له نېکانو اوسې»

یعنې نیکي وپېژنه چې خپله هم له نېکانو ځنې شې. همدغسې څرګنده ده چې له منکر څخه نهې نه کول انسان د بدانو جرګې ته ورټېل وهي؛ ځکه له منکر څخه د نهې پرېښوول پخپله یو منکر او بد چار دی چې نباید پرې اخته شو.

د «امر بالمعرؤف او نهې عن المنکر» په اړه یو شمېر بحث راولاړوونکي پوښتنې

 ډېرې ویینې شوي چې څوک پر نېکیو د امر کولو حق لري او څوک یې نلري. ایا ټول خلک ان فاسقان، فاجر او بد چاري هم حق یا وظیفه لري چې «امر بالمعروف او نهې عن المنکر» وکړي؟ یا دا کار یوازې د نېکانو پر ذمه دی؟ په داستانونو کې راغلي چې یوه ډله خلک د یوې زانیه رجم ته راټول شوي ول او حضرت عیسی علیه السلام ډلې ته وویل، څوک چې خپله ناپاکه وي، یوې خوا ته دې شي؛ نو څوک رجم ته پاتې نشول. ایا په رښتیا مساله همداسې ده؟ ایا ناپاکان له ناپاکیو د نهې حق نلري؟ د دې پوښتنې په ځواب کې ډېری ګروهن دي، چې دا وظیفه پر ګردو مؤمنانو واجب ده، که څوک پخپله یو بد کار کوي، په واقع کې ګناه یې کړې ده؛ خو دا ګناه نه لاملېږي چې نوموړی یو بل کار هم وکړي؛ یعنې له منکر څخه نهې ونکړي.

همدغسې بحث شوی، هغوی چې د یو چار په اړه پوه دي او له علمي پلوه د اجتهاد درجې رسېدلي وي، پر نېکیو د امر کولو حق لري یا مقلدان او لارویان هم پر نېکیو د امر کولو حق لري؟ دغسې که څوک د امر اغېز ته هیلمن وي؛ باید پر نېکیو امر وکړي یا نباید د اغېز او نه اغېز څه پروا ولري او په هرو شرایطو کې مکلف دی چې پر خپل تکلیف عمل وکړي؟ ځینو دلته اغېز شرط کړی او ویلي یې دي چې نباید عبث او خوشې کار وکړو. همدغسې که پر نېکیو امر کولو، آمر ته یا له منکر څخه نهې کولو ناهي ته کوم زیان وراړېدونکی وي، بیا هم د دې کار کول پرې واجب دي؟ شونې ده چې له منکر څخه نهې، یو څوک دومره خپه کړي چې له ځانه زیانمن غبرګون وښیي، ایا دلته هم «امر بالمعروف و نهی عن المنکر» جایز دی؟ په تېره، د واکمنو له منکر څخه منع کول څنګه دي؟ آیا د واکمنو پر ضد وسلوال پاڅون یا ځیګه خبره کول ورته جایز او واجب دي که نه؟ په دې ټولو مواردو کې د نظر اختلاف شته او دا مطلب دومره تنوع، ډولا ډولي او ژورتیا لري چې حدود یې په ریاضي محاسبو او پوره توګه ټاکلای نشو؛ خو مهمه او بنسټیزه خبره دا ده چې «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» په ساده پلمو خوشی کولای نشو. دا خورا مهم او برخلیک سازی چار دی.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!