تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ قرآني زده کړې په قيامت كې د بدن د غړيو شهادت حَتَّى إِذَا مَا جَاءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿ فصلت۲۰﴾ = چې هلته ورشي (؛ نو) غوږونه، سترګې او (د بدن) پوټكي به يې پر كړنو ګواهي لي. وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنْطَقَنَا اللَّهُ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

قرآني زده کړې

په قيامت كې د بدن د غړيو شهادت

حَتَّى إِذَا مَا جَاءُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿ فصلت۲۰﴾ = چې هلته ورشي (؛ نو) غوږونه، سترګې او (د بدن) پوټكي به يې پر كړنو ګواهي لي.

وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدْتُمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنْطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنْطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ ﴿فصلت۲۱﴾ = او د خپل (بدن) پوټكيو ته وايي: ((ولې مو پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي: ((هغه الله پر خبرو راوستوو، چې هر شى په خبرو راولي او هماغه پر ړومبي ځل پيدا كړي یاست او يوازې هغه ته ورګرځول كېږئ.))

بې له دې آيته، د يس سورت په 65 آيت او د نور سورت په 24 آيت كې هم په قيامت كې د بدن د غړيو د لېینې – ګواهۍ خبره شوې ده. هو! پر هغه ورځ، د بدن غړي د انسان غوښتنو ته تسليم نه دي. دوى خپل حساب د انسان له ټولو وجوده جلا كړى، پالوونكي ته غاړه ږدي او په خپله لېینه – ګواهۍ حقايق رابربنډوي او څه هېښنده محکمه ده، چې ګواهان یې، پخپله د انسان د بدن غړي دي؛ هماغه وزلې، چې ګناهونه یې پرې كړي دي.

ښايي د بدن د غړيو لېینه په دې پار وي، چې كله مجرمانو ته ويل كېږي، دوزخ مو د كړنو پايله او سزا ده؛ نو نټه – انکار كوي، په دې ګومان، چې د دنيا د محکمې په څېر كېداى شي، حقايقو ته په شا كولو نټه ترې وكړو. هلته د خداى په حكم د بدن غړي په خبرو راځي او په خپلو كړیو ګناهونو منښته یا اعتراف كوي او په دې توګه د ګناهګار د تېښتې ټولې لارې بندېږي. داچې غړي څنګه په خبرو راځي، مفسرانو څو احتمالات وركړي دي:

 1_ خداى پر هغه ورځ د بدن په هر غړي كې درك، شعور او د خبرو واک پنځوي او په رښتيا خبرې كوي؛ نو دلته څه د هېښنې – تعجب ځاى دى؟ هماغه چې دا واک يې د ژبې په نامه يوې ټوتې غوښې يا مغزو ته وركړى، په نورو غړيو كې يې هم پيدا كولاى شي.

 2_ هغوى له درك او شعوره نه برخمنېږي؛ خو خداى يې خبرو كولو ته اړ باسي. په حقيقت كې، غړي به د خبرو د راښکاره كېدو ځاى وي او د خداى په حكم حقايق راښكاره كوي.

 3_ د هر انسان د بدن غړي؛ چې په ژوند كې یې څه كړي، اغېزې به يې ورسره وي؛ ځكه په نړۍ كې يوه كړنه هم له منځه نه ځي. بېشكه اغېز به يې د بدن په هر غړي او د چاپېريال په تشیال – فضاء كې پاتېږي. هغه ورځ، چې د راښكاره كېدو ورځ ده، دا اغېزې هم پر لاسونو او پر نورو غړيو راښكاره كېږي، چې دا به يې د شهادت په توګه وي؛ لكه چې په خپلو كې وايو: ((د مخ له رنګه يې د زړه حال معلومېږي)). (نمونه تفسیر، 18ټ: 431 مخ)

حضرت علي (ك) په دې باب وايي: (( د خداى بندګانو پوه شئ، له تاسې يې درته، څارونكي او ستاسې له غړيو ځنې، ځري او رښتوني پاسوالان ګومارلي دي، چې كړنې مو ليكي او د ساه ايستو شمېر مو ثبتوي. د تكو تورو شپو تيارې مو ترې پټولاى نشي، يا كه د ورونو تر شا پټ شئ؛ نو له سترګو به يې پټ نشئ)) (تفسير موضوعي، 4 ټ: 420 مخ)

 البته د غړيو ګواه، په كفارو او ګناهګارانو پورې اړوند ده؛ كه نه د مؤمنانو برخليك خو څرګند دى. امام باقر (رح) وايي : (( د انسان د تنې غړي، د مؤمن پر ضد لېینه – ګواهي نه وركوي؛ بلكې د هغه پر ضد لېینه وركوي، چې د عذاب حكم پرې پرېكونى شوى وي؛ خو مؤمن ته يې كړنليك په ښي لاس وركول كېږي، خداى تعالى وايي: [يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُوْلَئِكَ يَقْرَؤُونَ كِتَابَهُمْ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا(اسراء/71 ) = (درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله یې له مشرانو سره راوبولو؛نو چا ته یې چې خپل کړنليک په ښي لاس كې وركړ شي؛نو خپل کړنليک به (په خوښۍ او خوشحالۍ) لولي او د نري تار هومره به ظلم پرې ونشي.] (نمونه تفسیر، 18 ټ: 433 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!