تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ حَتَّى إِذَا مَا جَاؤُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (فصلت/۲۰) ژباړه : چې هلته ورشي(؛نو) غوږونه، سترګې او (د بدن) پوټكي به يې پر كړنو شاهدي ووايي .   وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ(فصلت/۲۱) ژباړه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

حَتَّى إِذَا مَا جَاؤُوهَا شَهِدَ عَلَيْهِمْ سَمْعُهُمْ وَأَبْصَارُهُمْ وَجُلُودُهُمْ بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (فصلت/۲۰)

ژباړه : چې هلته ورشي(؛نو) غوږونه، سترګې او (د بدن) پوټكي به يې پر كړنو شاهدي ووايي .

 

وَقَالُوا لِجُلُودِهِمْ لِمَ شَهِدتُّمْ عَلَيْنَا قَالُوا أَنطَقَنَا اللَّهُ الَّذِي أَنطَقَ كُلَّ شَيْءٍ وَهُوَ خَلَقَكُمْ أَوَّلَ مَرَّةٍ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ(فصلت/۲۱)

ژباړه : او د خپل (بدن) پوټكيو ته وايي : (( تاسې ولې زموږ پر زيان شاهدي وويله)) (پوټکي) وايي : (( هغه خداى پر خبرو راوستوو، چې هر شى په خبرو راولي او هماغه پر ړومبي ځل پيدا كړي یاست او يوازې هغه ته ورګرځول كېږئ .))

 

 

بې له دې آيتونو، د يس سورت په 65 آيت او د نور سورت په 24 آيت كې هم په قيامت كې د بدن د غړيو د لېینې – ګواهۍ خبره شوې ده. هو، پر هغه ورځ، د بدن غړي د انسان غوښتنو ته تسليم نه دي. هغوى خپل حساب د انسان له ټولو وجوده جلا كړى، پالوونكي ته غاړه ږدي او په خپله لېینه – ګواهۍ حقايق رابربنډوي او څه هېښنده نياوتون – عجیبه محکمه ده، چې ګواهان یې، پخپله د انسان د بدن غړي دي؛ هماغه وزلې، چې ګناهونه یې پرې كړي دي. ښايي د بدن د غړيو لېینه په دې پار وي، چې كله مجرمانو ته ويل كېږي، دوزخ مو د كړنو پايله او سزا ده؛ نو نټه- انکار كوي په دې ګومان، چې د دنيا نياوتون په څېر كېداى شي حقايقو ته په شا كولو نټه ترې وكړو. هلته د خداى په حكم د بدن غړي په خبرو راځي او په خپلو كړو ګناهونو اعتراف كوي او په دې توګه د ګناهګار د تېښتې ټولې لارې بندېږي. دا، چې غړي څنګه په خبرو راځي، مفسرانو څو احتمالات وركړي دي: 1_ خداى پر هغه ورځ د بدن په هر غړي كې درك، شعور او د خبرو واک پنځوي او په رښتيا خبرې كوي؛ نو دلته څه د هېښنې – تعجب ځاى دى؟ هماغه، چې دا واک يې د ژبې په نامه يوې ټوتې غوښې يا مغزو ته وركړى، په نورو غړيو كې يې هم پيدا كولاى شي. 2_ هغوى له درك او شعوره نه برخمنېږي؛ خو خداى يې خبرو كولو ته اړ باسي. په حقيقت كې، غړي به د خبرو د راښکاره كېدو ځاى وي او د خداى په حكم حقايق راښكاره كوي. 3_ د هر انسان د بدن غړي؛ چې په ژوند كې یې څه كړنې كړي، اغېزې به يې ورسره وي؛ ځكه په نړۍ كې يوه كړنه هم له منځه نه ځي. بېشكه اغېز به يې د بدن په هر غړي او د چاپېريال په تشیال – فضاء كې پاتېږي. هغه ورځ، چې د راښكاره كېدو ورځ ده، دا اغېزې هم پر لاسونو او پر نورو غړيو راښكاره كېږي، چې دا به يې د شهادت په توګه وي؛ لكه، چې په خپلو كې وايو: ((د مخ له رنګه يې د زړه حال معلومېږي))[1]. حضرت علي ) په دې باب وايي: (( د خداى بندګانو پوه شئ، پخپله يې درنه، تاسې ته څارونكي، او ستاسې له غړيو، ځري او رښتوني پاسوالان ګومارلي دي، چې كړنې مو ليكي او د ساه ايستو شمېر مو ثبتوي. د تكو تورو شپو تيارې مو ترې پټولاى نشي، يا كه د ورونو تر شا پټ شئ؛ نو له سترګو به يې پټ نشئ))[2]. البته د غړيو ګواه، په كفارو او ګناهګارانو پورې اړوند ده؛ كه نه د مؤمنانو برخليك خو څرګند دى. له امام باقر (رح) په يو روايت كې لولو: (( د انسان د تنې غړي، د مؤمن پر ضد لېینه – ګواهي نه وركوي؛ بلكې د هغه پر ضد لېینه وركوي، چې د عذاب حكم پرې پرېكونى شوى وي؛ خو مؤمن ته يې كړنليك په ښي لاس وركول كېږي، چې خداى تعالى وايي: [يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ فَمَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَأُوْلَئِكَ يَقْرَؤُونَ كِتَابَهُمْ وَلاَ يُظْلَمُونَ فَتِيلًا (اسراء/71 ) = (درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله یې له مشرانو سره راوبولو؛نو چا ته یې چې خپل کړنليک په ښي لاس كې وركړ شي؛نو خپل کړنليک به (په خوښۍ او خوشحالۍ) لولي او د نري تار هومره به ظلم پرې ونشي.] [3]

[1] نمونه تفسیر، 18ټ: 431 مخ

[2] تفسير موضوعي، 4 ټ: 420 مخ

[3] نمونه تفسیر، 18 ټ: 433 مخ.

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!