تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ خوشحال خان خټک مشک ګلاب دواړه سره کړه خوله صفا په غرغره کړه ورک د خپلې خولې بوی بد کړه بیا ثنا د محمد کړه چه د دوه کونو بادشاه دی محمد دَ عبدالله دی د ده حکم په هر جنس دی که ملک که جن که انس دی دی په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

خوشحال خان خټک

مشک ګلاب دواړه سره کړه

خوله صفا په غرغره کړه

ورک د خپلې خولې بوی بد کړه

بیا ثنا د محمد کړه

چه د دوه کونو بادشاه دی

محمد دَ عبدالله دی

د ده حکم په هر جنس دی

که ملک که جن که انس دی

دی په ځان د علم کان دی

نازل شوی پرې قرآن دی

دی منذر دی، دی بشیر دی

شریعت یې بې نظیر دی

که توریت که انجیل ښکلی

په وار وار به راغله ښکلی

په وار وار پرې قرآن راغی

نجم نجم شان شان راغی

دا په دا چې دی کامل وو

درست قوت د ده حاصل وو

هر آیت به چې نازل شه

درست به ځای د ده په دل شه

د نسیان ویره یې نه وه

د نقصان ویره یې نه وه

د موسی که دا قوت وی

د عیسی که دا فطرت وی

څله توریت و انجیل دواړه

کښلی ولی راتله دواړه

درست قرآن واړه اعجاز دی

چې تربی تر سینه ساز دی

چې هوښیار د درست جهان دی

په قرآن پورې حیران دی

تَبَعّ که د قرآن کا

په آیت به رسوا ځان کا

محمد په علم ډېر و

تر موسی تر عیسی تیر وو

د ده علم ډک قلزم وو

درست و شیش علم ترې کم وو

تر لک زیات پېغمبران دي

ریزه خوار د ده د خوان دي

په هر شان محمد ستایه

خو یو خدای ورته مه وایه

 

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!