تبلیغات

له رسول الله (ص) سره د حضرت علي مقام     په ((ولا)) که د ((علي)) رافضــــــــــي کېږي سکه خوشحال يې په ((ولا)) کې مشخص دى [ ارمغان ٦٢٣مخ]                               (صحيح نسائي؛لومړى ټوک،١٧١ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن نجي څخه او هغه هم له خپل پلار روايت کړى،چې و يې ويل : […]

له رسول الله (ص) سره د حضرت علي مقام

 

 

په ((ولا)) که د ((علي)) رافضــــــــــي کېږي
سکه خوشحال يې په ((ولا)) کې مشخص دى

[ ارمغان ٦٢٣مخ]                              

(صحيح نسائي؛لومړى ټوک،١٧١ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن نجي څخه او هغه هم له خپل پلار روايت کړى،چې و يې ويل : حضرت علي راته وويل : د خداى له رسول سره مې داسې منزلت او مقام درلود،چې هېڅ مخلوق نه درلود؛زه به هر سهار ورتلم او ورته مې ويل : السلام عليک يا نبي الله ! که اجازه به يې راکړه؛نو کور ته به ورننووتم او که را به يې نه کړه؛ نو راستون به شوم .

دا روايت نسائي د خپلو خصايصو په ٣٠ مخ کې هم راوړى او ورته يې يو بل روايت هم په ٢٩ او ٣٠ مخ کې راوړى دى او احمد بن حنبل هم د خپل مسند د لومړي ټوک په ٨٥ مخ کې هم راوړى دى.

(کنزالعمال؛٦ټوک،٣٩٣ مخ ) له شعبي روايت کړى : حضرت ابوبکر،حضرت علي وليد او ورته يې وويل :څوک چې غواړي د خداى پر رسول تر ټولو ګران او ورته تر ټولو نږدې او ورسره د لوړ مقام خاوند وګوري؛ نو دې سړي ته دې وګوري( د حديث تر پايه) بيا وايي : دا حديث ابن ابي الدنيا د الاشراف په کتاب کې له ابن مردويه او حاکم نه نقل کړى دى .

محب طبري هم دا روايت د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦٣ مخ کې راوړى دى او ويلي يې دي،چې ابن اسمان هغه نقل کړى دى او ابن حجر هم د صواعق په ١٠٦ مخ کې راوړى او دار قطني او شعبي ته يې نسبت ورکړى دى .

( رياض النضره :دويم ټوک،٢١٣ مخ ) او کنزالعمال شپږم ټوک،٤٠٢ مخ وايي : له حضرت عبدالله بن حارث نه روايت دى،چې ويې ويل : حضرت علي ته مې وويل : په هغو فضيلتونو کې کوم تر ټولو غوره دى،چې تا له رسول الله مبارک سره درلود ؟ له رسول الله کره ويده وم او هغه مبارک پر لمانځه و او تر لمانځه وروسته يې راته وويل : علي ! له خدايه مې داسې څه نه دي غوښتي،چې تا ته مې ترې نه وي غوښتي او له هېڅ شره مې خداى ته پناه ته نه ده وړې؛خو داچې تا ته مې ترې له خدايه پناه غوښتې وي . بيا وايي : محاملي دا روايت راوړى دى .

ليکوال :دا روايت هيثمي هم په مجمع (نهم ټوک،١١٠ مخ) کې راوړى او په پاى کې يې وايي : و يې ويل : ما چې هر څه له خدايه غوښتي؛خو يوازې يې راته ويلي : تر تا وروسته به بل پېغمبر نه راځي(اوسط طبراني )

متقي هم دا روايت د کنزالعمال د شپږم ټوک په ١٥٩ او ٣٩٢ مخ کې راوړى او په دواړو ځايونو کې يې ويلي : ابونعيم د فضايل الصحابه د کتاب په ٤٠٦مخ کې نقل کړي او وايي : ابن عاصم، ابن جرير _هغه دا حديث صحيح ګڼلى _طبراني په اوسط کې، ابن شاهين او نسائي هم د خصايص په ٣٧ او ٣٨ مخ کې له دوو لارو نقل کړى دى .

(رياض النضره :دويم ټوک،١٦٣ مخ ) وايي : حضرت ابوبکر او حضرت علي، رسول اکرم (ص) ته راغلي ول، چې حضرت علي،حضرت ابوبکر ته وويل: مخکې شه ! ابوبکر (رض) ورته وويل : زه به هېڅکله له هغه چا مخکې نه شم ،چې د خداى رسول يې په اړه ويلي دي : ( علي ما ته داسې دى ؛ لکه زه چې خداى ته يم ) نه مخکې کېږم . بيا وايي :دا حديث ابن سمان د موافقت په کتاب کې راوړى دى . دا روايت ابن حجر هم د صواعق په ١٦ مخ کې راوړى دى .

(د بغداد تاريخ : شپږم ټوک،١٢ مخ) وايي : له براء روايت دى،چې وايي : رسول الله مبارک وويل : علي راته داسې دى؛لکه زما سر چې ما ته دى .

دا حديث شبلنجي هم د نورالابصار په ٧٢ مخ کې راوړى او وايي : ديلمي هغه له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى او همداراز ابن حجر په صواعق،مناوي په فيض القدير( څلورم ټوک،٣٥٧ مخ ) کې له خطيب له براء له ديلمي او حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .

( مستدرک الصحيحين؛درېم ټوک،١٣٠ مخ ) په خپل سند له ام سلمه بي بي روايت کړى،چې وايي : پېغمبر اکرم به چې غوسه شو؛ نو په موږ کې به بې له علي هيچا ورسره خبرې نه شوې کړاى . ددې روايت سند صحيح دى .

ليکوال :دا روايت ابونعيم د حلية د نهم ټوک په ٢٢٧مخ کې او مناوي د فيض القدير د پينځم ټوک په ١٥٠ مخ کې راوړى او په شرح کې يې ورته راوړي دي : طبراني هغه له ام سلمه بي بي نقل کړى دى .

( ابن حجر عسقلاني؛اصابه : لومړى ټوک،څلورم قسم،٢١٧ مخ) د خطيب له مولف په خپل سند له حضرت انس بن مالک څخه يو حديث نقل کړى او وايي : موږ به چې څه د خداى له رسوله پوښتل؛نو هغه به له علي،سلمان او يا ثابت بن معاذ (رضى الله عنهم) سره مخامخولو؛ځکه په اصحابو کې دوى د نورو په پرتله د خداى رسول ته ډېر ورنږدې ول .

(صحيح ترمذي :دويم ټوک،٢٩٩ مخ ) په خپل سند له حضرت عبدالرحمان بن عبدالله روايتوي، چې وايي : حضرت علي وويل : هر څه به مې چې د خداى له رسوله غوښتل؛نو راکول يې او که چوپ به شوم؛نو په خپله به مخکښ شو .

(طبقات؛ابن سعد، ١٠١ مخ ) وايي : يو سړي حضرت علي ته وويل : څنګه ده،چې ستا د حديثو پوهه د نورو اصحابو په پرتله غوره او ډېر ده؟ حضرت علي وويل : يوازې زه وم،چې تل د خداى له استازي سره وم او پردې سربېره،هره پوښتنه مې،چې ترې کوله ؛نو ځواب يې راکاوه او که پوښتنه به مې ترې نه کوله؛نو په خپله پر خبرو کېده او پوهه يې رازده کوله .

دا راويت يې په ١٠٦ مخ کې هم راوړى، چې پکې راغلي : حضرت علي ته مو وويل : اميرالمؤمنينه ! د خپل ځان په اړه راته يو څه ووياست . و يې ويل : څه مې،چې له رسول الله پوښتل؛ نو هرومره يې ځواب راکاوه او چې چوپ به شوم؛ نو پخپله يې زما پوهه زياتوله. دا روايت په همدې مضمون د حلية الاولياء د لومړي ټوک په ٦٨ مخ او د څلورم ټوک په ٣٨٢ مخ کې راغلى دى .

( فخر رازي په کبير تفسير کې ) د ( و اما بنعمة ربک فحدث ؛ الضحى : ١١) آيت تر تفسير لاندې يو روايت راوړى : حضرت علي ته وويل شول : موږ ته د ځان په اړه يو څه ووايه . چوپ شئ ! رسول اکرم له ځان ستاينې منع کړي يو . يو سړي ورته وويل : مګر خداى نه دي ويلي : (وَأَمَّا بِنِعْمَةِ رَبِّكَ فَحَدِّثْ)؛يعنې کوم نعمتونه،چې خداى درکړي،خلکو ته يې ووايه .حضرت علي وويل : د نعمتونو په اړه له خبرو نه وېرېږم او بيا يې وويل :هر څه مې چې د خداى له استازي پوښتل؛نو ځواب يې راکاوه او چې چوپ به شوم؛نو پخپله يې راته پوهه راکوله؛نو پايله يې داده،چې اوس خورا پوهه لرم او هر څه چې پوښتئ،ځواب به يې درکړل شي .

 

((مَنْ كُنْتُ مَوْلاهُ، فَهذا عَلِىٌّ مَوْلاهُ د چا چې زه سرور او مولا يم؛نو علي يې مولا دی[1] ))

[1]  امام محمد حنبل ١/٨٤مخ

سنن ترمذی: زید بن ارقم عن النبی(ص) قال: من کنت مولاه فعلی مولاه. [ترمذی، محمد بن عیسی، بیروت، دارالفکر، ج12، ص175]

مصنف ابن ابی شیبه: حدثنا مطلب بن زیاد عن عبدالله بن محمد بن عقیل عن جابر بن عبدالله قال: کنّا بالجحفة بغدیر خم إذا خرج علینا رسول الله فأخذ بید علی فقال: من کنت مولاه فعلی مولاه.[ المصنف، ابن ابی شیبه، ج7، ص495، بیروت، دارالفکر، 1409]

المعجم الکبیر للطبرانی: عن أبی إسحاق الهمدانی قال سمعت حبشی بن جناده یقول: سمعت رسول الله(ص) یقول یوم غدیر خم: اللهم من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه و انصر من نصره و اعن من اعانه.[ معجم الکبیر، طبرانی، ج4، ص4]

الدر المنثور عن ابی هریره: لما کان یوم غدیر خم و هو یوم ثمانی عشر من ذی الحجة قال النبی (ص): «من کنت مولاه فعلی مولاه فانزل الله الیوم اکملت لکم دینکم

تفسیر ابن کثیر: (یا ایها الرسول بلغ ما انزل الیک…) د شان نزول په باب وايي: و قد روی ابن مردویه من طریق ابی هارون عن ابی سعید خدری انها نزلت علی رسول الله(ص) یوم غدیر خم حین قال لعلی: «من کنت مولاه فعلی مولاه» ثم رواه عن أبی هریره و فیه انه الیوم الثامن عشر من ذی الحجه یعنی مرجعه من حجة الوداع. [تفسیر اللباب، ابن عادل، ج15، ص456؛ ارشاد العقل السلیم، محمد بن محمد العمادی (ابوالسعود) ج6، ص376]

آلوسی تفسیر: عن ابن عباس (رضی الله تعالی عنه) قال: نزلت هذه الایة فی علی (کرم الله وجهه) حیث امر سبحانه ان یخبر الناس بولایته فتخوف رسول الله أن یطعنوا فی ذلک علیه فاوحی الله تعالی الیه هذه الایة فقام بولایته یوم غدیر خم و أخذ بیده. فقال (علیه الصلاة و السلام): «من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه؛ [الدر المنثور، جلال الدین سیوطی، ج3، ص323]

فتح القدیر: قال رسول الله(ص) إلی بریده: یا بریده ألست بالمؤمنین من أنفسهم؟ قلت: بلی یا رسول الله. قال: «من کنت مولاه فعلی مولاه».[ تفسیر القرآن العظیم، ابن کثیر، محقق سامی بن محمد، ج3، ص28، دارطیبه للنشر، 1420]

رازای تفسیر: نزلت الایة فی فضل علی بن ابی طالب(ع) و لما نزلت هذه الایة أخذ بیده و قال: «من کنت مولاه فعلی مولاه، اللهم وال من والاه و عاد من عاداه». فلقیه عمر فقال: هنیئاً لک یا بن ابی طالب أصبحت مولای و مولی کل مؤمن و مؤمنة. و هو قول ابن عباس و البراء بن عازب و محمد بن علی [مفاتیح الغیب، فخر رازی، ج6، ص113.]

امالی، المحاملی: قال سعید بن جبیر عن ابن عباس: قال رسول الله(ص) : «من کنت مولاه فعلی مولاه [امالی، المحاملی(235 ـ 330)، اسماعیل بن محمد، ج1، ص36، دار ابن القیم و المکتبه الاسلامیه، 1991م.]

لاندې علماې کرامو د دې حدیث (غدیر) پر تواتر باندې اعتراف کړی:

1 . شمس الدين ذهبي (مړ748هـ)
شرح حال ذهبي
2 . ابن حجر عسقلاني (مړ 852 هـ )
شرح حال ابن حجر عسقلاني
3 . ابن حجر الهيثمي (مړ974هـ)
شرح حال ابن حجر هيثمي
4 . جلال الدين سيوطي (مړ 911هـ)
شرح حال سيوطي
5 . أبو حامد غزالي (مړ505هـ)
شرح حال أبو حامد غزالي
6 . ملا علي قاري (مړ1014هـ)
شرح حال ملا علي قاري
7 . علامه شمس الدين الجزري الشافعي (مړ833هـ)
شرح حال علامه جزري
8 . سبط بن جوزي (مړ 654هـ)
شرح حال ابن جوزي
9 . علامه اسماعيل بن محمد العجلوني الجراحي (مړ 1162هـ)
شرح حال العجلوني
10 . محمد بن اسماعيل صنعاني (مړ1182هـ)
شرح حال صنعاني
11 . محمد بن جعفر الكتاني (مړ1345هـ)
12 . محمد ناصر الباني (1332هـ . 1914م ؛ 1420هـ – 1999م)
شرح حال الباني
13 . شعيب الأرنؤوط (معاصر)

لاندې علماوو د دې حدیث (غدیر) پر سموالي او صحت باندې اعتراف کړی دی :

 1 . ترمذي  له أبو طفيل څخه
2 . ابن ماجه قزويني له سعد بن أبي وقاص (رض) څخه
3 . ابن ماجه قزويني از له براء بن عازب(رض) څخه
4 . ابن حجر عسقلاني له حضرت علي څخه
5 . امام احمد بن حنبل له رياح بن الحرث څخه
6 . امام احمد بن حنبل له أبي طفيل څخه
7 . امام احمد بن حنبل له سعيد بن وهب او زيد بن يسع څخه
8 . امام نسائي له زيد بن أرقم (رض) څخه
9 . امام نسائي له سعد بن أبي وقاص (رض) څخه
10 . حاكم نيشابوري له زيد بن أرقم (رض) څخه
11 . بزار له زيد بن يثيع څخه
12 . بزار له سعد بن أبي وقاص (رض) څخه
13 . ابن أبي عاصم له حضرت علي څخه
14 . طبراني له زيد بن أرقم (رض) څخه

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!