تبلیغات
|

  جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ(مایده/۹۷) د تاريخ د فلسفې يو آر دى ،چې وایې ((تېر د ګاندې – راتلونکي په جوړولو کې ستره ونډه لري ))؛نو ددې آر له مخې اوس وينو، چې د مستضعيفنو نړيواله مرکزي هډه به چيرته وي؟ اړنګ- شک نشته ،چې د نړيوال (( مرکزيت = سنتراليزم )) […]

 

جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ(مایده/۹۷)

د تاريخ د فلسفې يو آر دى ،چې وایې ((تېر د ګاندې – راتلونکي په جوړولو کې ستره ونډه لري ))؛نو ددې آر له مخې اوس وينو، چې د مستضعيفنو نړيواله مرکزي هډه به چيرته وي؟

اړنګ- شک نشته ،چې د نړيوال (( مرکزيت = سنتراليزم )) اندنه – مفکوره له زرګونو کلونو راهیسۍ لرغونى ده او د نړيوال مرکزيت فکر له ((فطرت)) څخه راولاړ شوى او څرنگه،چې دا اندنه فطري اصالت لري او د خلقت له ناموس سره يو ځاى پيدا شوى؛نو کله به چې د هر وخت او کهول مستضعفینو د نورو شعارونو په څېر دا شعار د وخت د مستکبرينو له خولې په دې نيت واوريد ،چې گنى ((نړيوال مرکزيت)) به واقعيت پيدا کړي ځانونه به یې جلادو ظالمانو ته وقف کړل،چې په دې توگه به د ((شرک)) له ((نړيوال مرکزيت)) ځنې پرگنى پرگنى ولسونه او انسانان ځار شول .

امپراتورۍ منځ ته راغلى او لويو لویو ځواکونو تمرکز پيدا کړ؛خو څرنګه چې بنسټ یې پر شرک، خيانت او ذلت ولاړ و؛نو د تل لپاره پاتې نه شوى، ويجاړې او له منځه ولاړې.

په نننې زمانه کې د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د گردو مستکبرينو د راټوليدو ځاى دى.د سازمان ماڼى په ميلياردنو ډالرو د مستضعيفنو له وينو څخه جوړه شوی ، چې د يو دردمند درد هم پرې نه دى دوا شوى.

دا سازمان د ټولنوالۍ- سوسيالستي ،پرګنوالۍ- کمونستى ،پانگوالۍ ،ولسپالۍ – نشنالستي سکولرستي او صيهونستي ټولو شيطاني افکارو اصلى چينه ده او د ټولو ښکاره او پټو ابليسي لاسونو مرکزي نړيواله هډه ده .

د دې سازمان اصلي ((کارگرځى )) پنځه ستر شيطانان دى ،چې پکې د ((وتو)) حق لري .

د مسکو،واشنگتن ،پيکنگ ،لندن او پاريس ماڼى ددې سازمان اداري شبکې دي .

د ملگرو ملتونوسازمان د نننې زمانې د ((حزب الشياطين ) مرکزي دفتر دى .

د تاريخ په اوږدو کې د قدرتونو د نړېوال مرکز د منځ ته راتگ لپاره زياتې هڅې شوي ،چې د ملگرو ملتونو اوسنى سازمان د تېرو وختونو د سترو شيطاني قدرتونو د زيارېیبره – محصول ده .

نو دا دى ،چې له ((مکې)) سره په سيالۍ کې څو څوځلې په بېلابېلو نومونو د ((نړيوال مرکزيت)) لپاره سازمانونه منځ ته راغلي . په يمن کې د يمن د پاچا د مصنوعي کعبې جوړول او د ابراهيم پرکعبه د ابرهه د تور لښکربريد دهمدى نيت د سر ته رسولو لپاره و.

په هر صورت د مستضعفينو د حرکت لوری د کعبى پر خوا دى ؛ځکه د کعبې لومړى ډبره د((خلکو د پېغمبر)) په لاس ايښودل شوى او د تاريخ په اوږدو کې د خلکو((قبله)) او د ټولى نړۍ د مسلمانو پرگنيو د اعتکاف ځاى او د برابرۍ او ورورولۍ غوره بېلګه و او ده .

سبا به دټولى نړۍ مستضعفين د ابراهيم عليه السلام پر توحيدي کعبۍ اډانه وکړي ؛دا ځکه ،چې د ((پاړکیزې – طبقاتي اروا پوهنې)) له مخې د (( ملگرو ملتونو)) د سازمان موقعيت د مستکبرينو له مزاج سره اړخ لګوي او د دې پروړاندى د ((مکې)) موقعيت د مؤمنو او ژمنو مستضعفينو له مزاج سره اړخ لگوي.

د(( ملگرو ملتونو سازمان )) د ماشيني انسانانو،صنعتي، پانگوالۍ او توکیزو- مادي پریوتو سياستونو نړيواله هډه ده.

او دلته :

حج له ځان سره دميعاد ځاى دى .

حج د عزت، ځواک، پوهۍ، آگاهې ،ايمان ،یووالي ،ګډوالۍ،جهاد،سياسي تقوى ،اوښتونیز-انقلابي صبر، قسط ،عدل ،خلافت او آزادۍ ځاى دى .

حج د ملگرو ملتونو د سازمان پرضد د مؤمنينو واحد مرکزيت دى .

حج د مستکبرينو پرضد د مستضعيفنو نړيوال ستره غونډه ده؛ نو ځکه د مستضعيفنو خداى د خلکو د نړيوال پاڅون لپاره کعبه د امن او سولى کور گرځوالى دى .

جَعَلَ اللّهُ الْكَعْبَةَ الْبَيْتَ الْحَرَامَ قِيَامًا لِّلنَّاسِ

او ډير ژر به ((بيت الحرام)) د مستضعيفنو نړيواله مرکزي هډه وگرځي.

کعبه د ځمکې د عاصيانو((معبد ځای)) دی .

نو ځکه به مستضعفين،

هر ډول استعباد وغندي .

او نور به کله هم ونه غولېږي.

او ترهغه به په مخ ځى ،چې د ټولى ځمکې وارثين شي. برى د اسلام دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست