تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې موضوع : حیا شرم او حیا، ښکلې ده. شرم و حیا، د ټولو نېکیو کونجي ده. حیا (کله) له ناکامۍ سره مل وي. حیا او شرم، سترګې پټول دي. حیا او شرم، پوره ستریا ده دروغجن، حیا نه لري. شرم و حیا، له پاکلمنۍ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت علي کرم الله وجهه وېناوې

موضوع : حیا

شرم او حیا، ښکلې ده.

شرم و حیا، د ټولو نېکیو کونجي ده.

حیا (کله) له ناکامۍ سره مل وي.

حیا او شرم، سترګې پټول دي.

حیا او شرم، پوره ستریا ده

دروغجن، حیا نه لري.

شرم و حیا، له پاکلمنۍ سره مل ده.

حیا و شرم، ښه خوی دي

حیا خورا اوچته نېکچاري ده.

پست و پرېوتی انسان، شرم و حیا نه لري

عقل هغه ونه ده، چې مېوه یې سخا، ورکړه او حیا ده.

حیا، د بدو چاریو مخنیوی کوي.

له الله تعالی حیاء، ډېری ګناهونه له منځه وړي.

څوک چې د حیا جامې واغوندي، له خلکو یې نیمګړنې پټېږي.

څوک چې په خپلې وینا کې شرم و حیا وکړي، کړنې یې سمېږي.

څوک چې سخاوت او حیا و نه لري، مرګ تر ژوند ورته غوره دی.

څوک چې له خلکو حیا او شرم و نه کړي؛ نو له الله تعالی هم نه شرمېږي.

له ځانه حیا کول، د شخصیت کمال دی.

شرم و حیا، سخاوت ته ښه ملګرې ده.

شرم و حیا، ایمان ته ښه اړم دی.

د ناوړه تړاو په څېر، بې حیایي نشته.

ایمان یوه ونه ده، چې بېخ یې ډاډ، څانګه یې تقوا، غوټۍ یې حیا او مېوه یې سخا او ورکړه ده.

مؤمن؛ حیاناک، مړه خوا، ډاډمن او متقي دی.

ریاکار او منافق؛ بې حیا، ناپوه، غوړه مال او بدمرغه دی.

له الله تعالی شرم و حیا کول، انسان د اور له عذابه ساتي.

سخا او حیا، غوره اخلاق دي.

د شرم و حیا په څېر، ښه خوی نشته.

حرص، شرم و حیا نه لري.

د شرم (حیا) او سخاوت په څېر، ایمان نشته.

ځیرک هغه دی، چې د حیا جامې واغوندي او زغم ډال کړي.

څوک چې په اطاعت، الله تعالی ته ورنژدې شي، په حیا ښکلی کېږي.

له الله تعالی ډارېږه، که څه لږ وي او له الله حیا کوه که څه لږه وي.

الله درکړې ژمنې به هرومرو درسي؛ خو چې وړ یې شئ او ورته د ستنېدا په پار ترې حیا وکړئ.

خورا باحیا مو، ښه زغمناک دی

خورا پاکلمنی مو، ښه حیاناک دی.

حیاناک، خورا عقلمن انسان دی

حیا او شرم، د دین غوره جامې دي

د مړانې آر، حیا او مېوه یې پاکلمني ده.

غوره حیا، له الله تعالی حیا ده.

ښه حیا دا ده، چې له ځان وشرمېږې

حیا غوره مړانه ده، چې پایله یې پاکلمني ده.

شرم و حیا، د پاکلمنۍ لامل دی

شرم و حیا کوه، چې د ستریا نښه ده

ډېره حیا، د ایمان نښه ده.

د شرم و حیا مطلب دا دی، چې انسان له ځانه حیا وکړي.

څوک چې له خلکو حیا نه کوي؛ نو څنګه له الله تعالی سره مینه کوي.

درې څیزونه د دین ټولګه ده: پاکلمني، پرهېزګاري او حیا.

که پر څه نه پوهېږئ؛ نو حیا مه کوئ، چې ووایئ: ((نه پوهېږم)).

رښتیا، الله تعالی، پاکلمنی، حیاناک او (د الله تعالی په قضا) راضي خوښوي.

رښتیا، حیا (شرم) او پاکلمني، د ایمان خویونه دي او رښتیا چې دا دواړه د احرارو خوی او د نېکانو روږد دی.

حیا جامه کړه، وفا خپل ډال کړه، روري پاسوالي کړه او له ښځو سره لږې خبرې کوه؛ نو لوړ مقامي به دې پوره شي.

د شرم و حیا پایله؛ پاکلمني ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست