تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ سبا سورت سبا سورت په مکه کې نازل شوی او څلورپنځوس (۵۴) آیتونه لري. د سبا قوم داستان چې په دې سورت کې ویل شوی؛ نو د «سبا» په نامه یادېږي او د نورو مکي سورتونو په څېر مباحث یې د اعتقادي چارو په تېره د ‏ مبدأ او معاد په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

سبا سورت

سبا سورت په مکه کې نازل شوی او څلورپنځوس (۵۴) آیتونه لري. د سبا قوم داستان چې په دې سورت کې ویل شوی؛ نو د «سبا» په نامه یادېږي او د نورو مکي سورتونو په څېر مباحث یې د اعتقادي چارو په تېره د ‏ مبدأ او معاد په اړه دي‏.

البته په ترڅ کې یې د ‏حضرت سلیمان داستان او د سبا له قوم سره یې چلن، د الهي نعمتونو یوه برخه او د شکر ایستوونکیو او کافرانو برخلیک پکې بیان شوی دی.

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورين الله په نامه

اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِی لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ ما فِی الْأَرْضِ وَ لَهُ الْحَمْدُ فِی الْآخِرَهِ وَ هُوَ الْحَکِیمُ الْخَبِیرُ«1»= ستاېنه هماغه الله ته ده، څه چې په اسمانونو او څه چې په ځمكه كې دي، د هماغه دي او په [پيل او] آخرت كې (هم) ستاېنه یوازې هماغه ته ده او هغه باخبر حكيم دى.

ټکي:

* په قرآن کې پینځه سورتونه په «الْحَمْدُ لِلّهِ» جمله پېلېږي‏.

*دا آیت د الله تعالی بې قید و شرطه او مطلق مالکیت بیانوي‏، «لَهُ ما فِی السَّماواتِ» او ورپسې آیت مطلق الهي علم ‏«یَعْلَمُ ما یَلِجُ فِی الْأَرْضِ» تردې چې په درېیم آیت کې د معاد منکرینو ته وايي: موږ د سزا او بدلې لپاره قیامت رامنځته کولای شو.

*فخر رازي (رح) وايي: هغه پوهه چې له عمل سره نښتې وي، حکمت دی او هغه ته خبیر وايي چې د چارو پر عواقبو او اسرارو پوه وي[1]‏.

 پېغامونه:

1- د الله تعالی د ستاینې څرنګوالی دې له الله تعالی زده کړو. « اَلْحَمْدُ لِلّهِ الَّذِی. . . »

2- ستاینې باید د کمال، ځواک، مالکیت، اګاهۍ او حکمت په اړه وي‏. « اَلَّذِی لَهُ ما فِی السَّماواتِ وَ. . . »

3- په دنیا کې د غیر الله ستاینه هم کېږي؛ خو په اخرت کې ستاینه یوازې دهغه ده‏. «وَ لَهُ الْحَمْدُ فِی الْآخِرَهِ»

4- ستاېنه د ځانګړيو شرایطو او وخت په چوکاټ کې نه ده‏. «وَ لَهُ الْحَمْدُ فِی الْآخِرَهِ» جنتیان وايي‏: «وَ آخِرُ دَعْواهُمْ أَنِ الْحَمْدُ لِلّهِ رَبِّ الْعالَمِینَ»[2]

5- الهي مالکیّت هم پراخ دی، هم حکیمانه او هم اګاهانه‏. «لَهُ ما فِی السَّماواتِ – هُوَ الْحَکِیمُ الْخَبِیرُ»

6- په دنیا و اخرت کې د هستۍ د نظام چلېدل ‏د الهي حکمت پر بنسټ ده ‏. « لَهُ ما فِی السَّماواتِ. . . وَ لَهُ الْحَمْدُ فِی الْآخِرَهِ وَ هُوَ الْحَکِیمُ »

یَعْلَمُ ما یَلِجُ فِی الْأَرْضِ وَ ما یَخْرُجُ مِنْها وَ ما یَنْزِلُ مِنَ السَّماءِ وَ ما یَعْرُجُ فِیها وَ هُوَ الرَّحِیمُ الْغَفُورُ«2»= څه چې په ځمكه كې ورننوځي، څه چې ترې راوځي، څه چې له اسمانه راكوزېږي او څه چې ورخېژي [دا ټول] ورمعلوم دي او هغه لورين بښونكى دى.

ټکي:

* د کلیاتو تر ویلو روسته، د بېلګو ویل لازم دي. د خبیر تر کلمې روسته چې کلي او ټولیزه وه، الله تعالی د خپلې پوهې بېلګې نقلوي. « وَ هُوَ الْحَکِیمُ الْخَبِیرُ یَعْلَمُ ما یَلِجُ. . . » «یَلِجُ فِی الْأَرْضِ» په خاورو کې د دانې د ننووتنې مصداق، «یَخْرُجُ مِنْها» له خاورې د بوټې راپورته کېدنې مصداق، ‏«یَنْزِلُ مِنَ السَّماءِ» له آسمانه د باران د ورښت مصداق‏ او «ما یَعْرُجُ فِیها» په آسمان کې د مرغیو د الوتنې مصداق دی‏.

* په قرآن کې نهه څلویښت ځل د «غفور» او«رحیم» کلمه یوځای ویل شوې، چې په ټولو ځایونو کې لومړی ‏«غفور» او بیا ‏«رحیم» راغلی؛ خو په دې آیت کې، ښايي له دې کبله وي چې په ټولو ځایونو کې د انسان د کړنو له مخې لومړی باید وبښل شي او بیا الهي رحمت ترلاسه کړي؛ خو په دې آیت کې اصلي پاملرنه الهي پوهې، لورنې او رحمت ته ده او مغفرت د انسان د کړنې په تړاو په ضمني ډول په «یَعْرُجُ» کلمه کې مطرح شوې‏. «الرَّحِیمُ الْغَفُورُ»

 پېغامونه:

1- الله تعالی یوازې د هستۍ مالک نه دی؛ بلکې له ټولو ‏جزئیّاتو یې هم خبر دی‏. « یَعْلَمُ ما یَلِجُ. . . »

2- د پنځونې په نظام کې، څیزونه د تګ راتګ او حرکت په حال کې دي. «یَلِجُ، یَخْرُجُ، یَنْزِلُ، یَعْرُجُ»

3- له آسمانه د باران ورښت یې د رحمت نښه، «یَنْزِلُ» او د انسان د ناوړه کړنو پټول یې د غفران نښه ده‏. «الرَّحِیمُ الْغَفُورُ»

4- سره له دې چې الله تعالی پر هر څه پوهېږي؛ خو څوک نه رسوا کوي. «الرَّحِیمُ الْغَفُورُ»

وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لا تَأْتِینَا السّاعَهُ قُلْ بَلی وَ رَبِّی لَتَأْتِیَنَّکُمْ عالِمِ الْغَیْبِ لا یَعْزُبُ عَنْهُ مِثْقالُ ذَرَّهٍ فِی السَّماواتِ وَ لا فِی الْأَرْضِ وَ لا أَصْغَرُ مِنْ ذلِکَ وَ لا أَکْبَرُ إِلاّ فِی کِتابٍ مُبِینٍ«3»= او كافران وايي: ((موږ ته به قيامت رانشي.)) ووايه: ((هو! پر پالونكي مې قسم، چې هرومرو به تاسې ته درشي (هسې پالونكى) چې له غيبو خبر دى، په اسمانونو او ځمكه كې د ذرې هومره ترې څه نه پټېږي؛ نه تر ذرې كوچنى او نه (ترې) غټ؛ خو داچې (دا ټول د الله د علم) په څرګندوی كتاب كې (ثبت) دي.))

 پېغامونه:

1- د کره کتنې او ابطال لپاره د کفر ډوله کلماتو نقلول مانع نه لري‏. «قالَ – قُلْ»

2- د مخالفینو د نظریاتو په طرح کونې او رد کونې، مؤمنان بیمه کړئ‏. «قالَ – قُلْ»

3- د معاد منکرین یوازې ادعا کوي او د انکار لپاره یې دلیل نه لري. «لا تَأْتِینَا السّاعَهُ»

4- کفر ډوله مطالب دې په کلکه وځوابول شي. « لا تَأْتِینَا السّاعَهُ. . . بَلی وَ رَبِّی. . . »

5- پر هر څه د الله تعالی علمي نغاړنه او احاطه، د قیامت د تحقق ملاتړ دی‏. «لَتَأْتِیَنَّکُمْ عالِمِ الْغَیْبِ»

6- د قیامت وخت له غیبي چارو ځنې دی‏. «عالِمِ الْغَیْبِ»

7- د قیامت محکمه د ناپایه الهي پوهې پر بنسټ ده. «عالِمِ الْغَیْبِ لا یَعْزُبُ عَنْهُ»

8- د الله تعالی په پوهه کې د اشیاوو کوشنیوالی او ستروالی اغېز نه لري. «لا أَصْغَرُ مِنْ ذلِکَ وَ لا أَکْبَرُ» (لکه څرنګه د یوه کوشني میخ او لوړ دنګ برج لیدل سترګې ته یو شی دي او داسې نه ده چې برج ته لیدل به پر سترګې اضافه دباو راوړي، د کوشنیو او سترو اشیاوو په هکله د الله تعالی پوهه هم هغه ته یو رنګ ده‏).

لِیَجْزِیَ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ أُولئِکَ لَهُمْ مَغْفِرَهٌ وَ رِزْقٌ کَرِیمٌ«4»= چې نېکانو مؤمنانو ته بدله وركړي، همدا دوى ته بښنه او ښه روزي ده.

ټکي:

* «رزق کریم» هغه رزق دی چې له وسعت، کرامت او عزت سره یوځای وي، نه له منت سره.

 پېغامونه:

1- قیامت د ثوابونو د ترلاسه کونې لپاره دی. «لِیَجْزِیَ الَّذِینَ آمَنُوا»

2- هغه رښتینې سزا او بدله ورکولای شي چې له هر څه خبر وي. « عالِمِ الْغَیْبِ. . . لِیَجْزِیَ»

3- د الله تعالی رحمت پر غوسه یې ورمخکې ‏دی‏. (په دې آیت کې بدله او په ورپسې آیت کې سزا اوڅار شوې «لِیَجْزِیَ – لَهُمْ عَذابٌ»

4- د بدلې د ترسره کونې لپاره بې له ایمان او نېکې کړنې بله لار نشته. «آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ أُولئِکَ لَهُمْ»

5-بښنه د نعمتونو د ترلاسه کونې سریزه ده ‏. «مَغْفِرَهٌ»

6- اخروي رزق ډېر پراخه، ستر او عزتمن ‏دی. «رِزْقٌ کَرِیمٌ»

7- الهي بدلې هم معنوي دي، «مَغْفِرَهٌ» او هم مادّي. «رِزْقٌ کَرِیمٌ»

وَ الَّذِینَ سَعَوْا فِی آیاتِنا مُعاجِزِینَ أُولئِکَ لَهُمْ عَذابٌ مِنْ رِجْزٍ أَلِیمٌ«5»= او هغوى چې زموږ د آيتونو په [رد او انکار] کې هڅه کړې ده او انګېرله يې، چې زموږ د قدرت له ولكې تښتېداى شي، همدا دوى ته ناوړه دردناک عذاب څارو دى.

ټکي:

* هغه دښمنان چې مقدسات په نښه کوي، «آیاتِنا» او موخه یې د الهي موخو ماتول او بېوسۍ ته راکشول وي؛ الله تعالی هم عذاب ورکوي، عذاب یې ناوړه او دردناک دی.

 پېغامونه:

1- دښمنان سختې هلې ځلې کوي، تاسې هم مه غافلېږئ. «سَعَوْا فِی آیاتِنا»

2- د انسان سرغړونه تر هغه ځایه ده چې الهي آیتونه خنثي او د اغېزو مخه یې ونیسي‏. «مُعاجِزِینَ»

3- د نېکچاريو مؤمنانو بدله له الله تعالی سره ده، «لِیَجْزِیَ» خو د بدکارانو سزا د دوی د خپلو کړنو پایله ده‏. «لَهُمْ عَذابٌ»

4- ګواښنه او هڅونه دې د یو بل په څنګ کې وي‏. « لَهُمْ مَغْفِرَهٌ. . . لَهُمْ عَذابٌ»

وَ یَرَی الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ الَّذِی أُنْزِلَ إِلَیْکَ مِنْ رَبِّکَ هُوَ الْحَقَّ وَ یَهْدِی إِلی صِراطِ الْعَزِیزِ الْحَمِیدِ«6»= او له پوهې برخمن، پوهېږي څه چې ستا د پالونکي له لوري درنازل شوي، حق بولي، چې د بریمن ستایل شوي (الله) لار ته ښوونه کوي.

 پېغامونه:

1- پوهه انسان ته لید او لیدانه ورکوي ‏. «وَ یَرَی الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ»

2- د تېرو د تاریخ په نقلولو کې د ټولو ډلو کړنې بیان کړو، که مؤمنان وي یا کافران‏. «سَعَوْا فِی آیاتِنا – وَ یَرَی الَّذِینَ أُوتُوا الْعِلْمَ»

3- پوهان دې خپله پوهه د الله تعالی له لوري وګڼي‏. «أُوتُوا الْعِلْمَ»

4- د رښتیني پوهې نښه د قرآن د حقانیت ترلاسه کول او منل یې دي. حق پېژندنه بې له علم او معرفته ناشونې ده ‏. «أُوتُوا الْعِلْمَ – هُوَ الْحَقَّ»

5- څه چې د الله تعالی له لوري نازلېږي، حقیقي عالم یې مني. «الَّذِی أُنْزِلَ إِلَیْکَ»

6- د وحې نزول د الله تعالی د ربوبیت له شئونو ده‏. « أُنْزِلَ. . . مِنْ رَبِّکَ»

7- وحې او قرآن د حق کچه ده ‏. « أُنْزِلَ إِلَیْکَ. . . هُوَ الْحَقَّ»

8-د انبیاوو لار د عزت او شرف لار ده. «صِراطِ الْعَزِیزِ الْحَمِیدِ»

9- الهي لار ناماتې او د مخالفینو هڅه بېځایه ده. « سَعَوْا فِی آیاتِنا مُعاجِزِینَ. . . صِراطِ الْعَزِیزِ»

10- معمولاً د دنیا زورواکي ټولمنلي نه وي؛ خو الله تعالی مینه وړی، محبوب بریمن ستایل شوی دی‏. «الْعَزِیزِ الْحَمِیدِ»

وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا هَلْ نَدُلُّکُمْ عَلی رَجُلٍ یُنَبِّئُکُمْ إِذا مُزِّقْتُمْ کُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّکُمْ لَفِی خَلْقٍ جَدِیدٍ«7»= او كافران وايي: ايا تاسې ته داسې يو سړى در و ښيو، چې په دې مو خبروي، چې (مړه شئ او) په بشپړ ډول خواره واره کړاى شئ، بېشکه نوی پنځون [او بڼه]به ومومئ؟!

 پېغامونه:

1- کفّار د دین او مقدساتو پر ضد تبلیغ کوي‏. «قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا» خو بې له سپکاوۍ او ملنډو بل برهان نه لري‏. «هَلْ نَدُلُّکُمْ»

2- کفّار د شخصیّتونو او دیني مقدساتو سپکاوی کوي، چې د خلکو بېلاریتوب ته لاراواری وکړي‏. «عَلی رَجُلٍ»

أَفْتَری عَلَی اللّهِ کَذِباً أَمْ بِهِ جِنَّهٌ بَلِ الَّذِینَ لا یُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَهِ فِی الْعَذابِ وَ الضَّلالِ الْبَعِیدِ«8»= [وايي] ايا [دې سړي] پر الله دروغ تړلي يا پېریانی شوی؟ (داسې نه ده)؛ بلكې له آخرته منکران په عذاب او (له حقه) لرې بېلارېتوب كې پرېوتي دي (او همدا سخت انکار يې د بېلارۍ نښه ده)!

پېغام:

1- ځینې کفار، الله تعالی مني او سره له دې چې معاد نه مني؛ خو په الله تعالی پورې دروغ تړل بد ګڼي‏. «أَفْتَری عَلَی اللّهِ»

2- کافران پر ټولو انحرافي لارو ځي؛ خو ایمان نه راوړي‏. «أَفْتَری – أَمْ بِهِ جِنَّهٌ – لا یُؤْمِنُونَ»

3- پر اخرت ایمان نه درلودل یو ډول عذاب دی، هم په دنیا کې او هم په اخرت کې. (له پوچۍ اندېښنه، له مړینې وېره، او د هڅو تویېدنه ستر دنیوي عذاب دی‏.) «فِی الْعَذابِ»

4- څوک چې قیامت و نه مني، ژغورنې ته یې هېڅ لار نشته ‏. «الضَّلالِ الْبَعِیدِ»

أَ فَلَمْ یَرَوْا إِلی ما بَیْنَ أَیْدِیهِمْ وَ ما خَلْفَهُمْ مِنَ السَّماءِ وَ الْأَرْضِ إِنْ نَشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَیْهِمْ کِسَفاً مِنَ السَّماءِ إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیَهً لِکُلِّ عَبْدٍ مُنِیبٍ«9»= ايا د اسمان او ځمكې هغه څه ته یې پام نه دی، چې د دوی وړاندې روسته دي (چې پر هر څيز د الله له واکمنۍ خبر شي)؟! كه وغواړو په ځمكه كې یې ورښخو [لکه قارون] يا له اسمانه (د ډبرو) يوه ټوټه پرې راغورځوو [ لکه چې د لوط پر قوم مو ډبرې وورولې]، بېشكه په دې (ګواښنه) كې هر توبه ايستونكي بنده ته (د الله د قدرت) يوه نښه ده.

پېغام:

1- پر معاد او نورو غیبي چارو د ایمان لپاره له محسوساتو مرسته واخلئ. د هستۍ په عظمت کې فکر پر معاد د ایمان سرچینه ده. په تېر آیت کې یې وویل: «لا یُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَهِ» په دې آیت کې وايي ‏: « أَ فَلَمْ یَرَوْا إِلی ما بَیْنَ. . . » هغه څه ته یې پام نه دی، چې د دوی پر وړاندې او تر شا یې دي؟

2- د الله تعالی لاس د هستۍ په نظام کې د هر ډول بدلون لپاره پرانستی دی‏. «إِنْ نَشَأْ»

3- د منطق په څنګ کې ګواښ هم اړین دی‏. «أَ فَلَمْ یَرَوْا – نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ»

4- د هستې په اړه تفکّر، د بندګۍ سرچینه او د الله تعالی درشل ته توبه ده. «أَ فَلَمْ یَرَوْا. . . عَبْدٍ مُنِیبٍ»

وَ لَقَدْ آتَیْنا داوُدَ مِنّا فَضْلاً یا جِبالُ أَوِّبِی مَعَهُ وَ الطَّیْرَ وَ أَلَنّا لَهُ الْحَدِیدَ«10»= او په رښتيا داوود ته مو له خپل لوري نعمتونه او ځانګړتیاوې وركړې وې؛ (و مو ويل:) ای غرونو او مارغانو! [په تسبيح کې] ورسره همغږي شئ او اوسپنه مو ورته پسته كړه.

 

ټکي:

* ښايي له حضرت داوود سره د غرونو توبه او کوکې، د دوی هماغه تسبیح وي‏. «إِنّا سَخَّرْنَا الْجِبالَ مَعَهُ یُسَبِّحْنَ بِالْعَشِیِّ وَ الْإِشْراقِ»[3]

* الله تعالی داوود علیه السلام ته دولس فضیلتونه ورکړي‏:

  1. الهي پوهه. «وَ لَقَدْ آتَیْنا داوُدَ وَ سُلَیْمانَ عِلْماً»[4]
  2. نبوّت او رسالت. «آتاهُ اللّهُ الْمُلْکَ وَ الْحِکْمَهَ»[5]
  3. آسماني کتاب. «آتَیْنا داوُدَ زَبُوراً»[6]
  4. خلافت. «یا داوُدُ إِنّا جَعَلْناکَ خَلِیفَهً فِی الْأَرْضِ» [7]
  5. د حکومت ټینګښت‏. «شَدَدْنا مُلْکَهُ[8]
  6. پرېمانه امکانات. «أُوتِینا مِنْ کُلِّ شَیْءٍ»[9]
  7. حکمت. «آتَیْناهُ الْحِکْمَهَ وَ فَصْلَ الْخِطابِ»[10]
  8. قضاوت. «فَاحْکُمْ بَیْنَ النّاسِ بِالْحَقِّ[11]
  9. په لاس کې یې د اوسپنې پستېدل‏. «أَلَنّا لَهُ الْحَدِیدَ»
  10. د مارغانو پر خبره پوهېدل. «عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطَّیْرِ» [12]
  11. له هغه ‏سره د غرونو او مارغانو همغږي کېدنه‏. «یا جِبالُ أَوِّبِی مَعَهُ وَ الطَّیْرَ»
  12. د سلیمان په څېر زوي. «وَ وَهَبْنا لِداوُدَ سُلَیْمانَ» [13]

* په یوه حدیث کې وایو: الله تعالی، حضرت داوود ته وویل: « ته ښه بنده یې که له بیت الماله یې مصرف نه کړې! هغه څلویښت ورځې وژړل تردې چې الله تعالی یې په لاس کې اوسپنه پسته کړه او د زرې پر جوړولو بوخت شو او هره ورځ یې یوه زرې په زر درهمو جوړوله او تر درې سوه شپېتو زرو یې جوړې کړې». [14]

 پېغامونه:

1- الله تعالی خپلو ځانګړو بندګانو ته ځانګړې ډالۍ ورکوي‏. «وَ لَقَدْ آتَیْنا داوُدَ مِنّا فَضْلاً»

2- هستي، شعور لري او الله تعالی ورته خطاب کوي‏. «یا جِبالُ أَوِّبِی»

3- د موجوداتو مناجات مجازي نه؛ بلکې حقیقي چار دی‏. «أَوِّبِی مَعَهُ»

4- دنیا او آخرت د یوځای کېدو وړ دي‏. (د حضرت داوود لپاره په هستۍ کې نبوّت او تصرّف سره یوځای شول‏). «أَلَنّا لَهُ الْحَدِیدَ»

5-د الله تعالی اولیاء تکویني ولایت او په هستۍ کې د تصرف ځواک لري‏. «أَلَنّا لَهُ الْحَدِیدَ»

6- له طبیعت ګټنه ارزښت دی ‏. « فَضْلاً. . . وَ أَلَنّا لَهُ الْحَدِیدَ»

7- څوک چې الله تعالی ته زړه نرم کړي، الله تعالی هم اوسپنه ورپسته کوي‏. « أَوِّبِی. . . أَلَنّا لَهُ الْحَدِیدَ »

8-د اوسپنې ویلې کېدنه، پخوانۍ مخینه لري‏. «أَلَنّا لَهُ الْحَدِیدَ»

9- د الله پاک اولیاوو له صنعت سره اړیکه درلوده ‏. «أَلَنّا لَهُ الْحَدِیدَ»

أَنِ اعْمَلْ سابِغاتٍ وَ قَدِّرْ فِی السَّرْدِ وَ اعْمَلُوا صالِحاً إِنِّی بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ«11»= (او ورته مو وويل:) چې ارتې زغرې جوړوه او اندازه یې سمه نيسه (چې كړۍ يې سره برابرې وي) او ښه كارونه كوئ؛ (ځكه) زه مو د کړنو لیدونکی یم.

ټکي:

* «سابِغاتٍ» د ‏سابغ جمع د ارتې او پوره زرې په مانا ده.

* د «سرد» کلمه د جوړونې په مانا ده. «وَ قَدِّرْ فِی السَّرْدِ» یعنې اندازه یې سمه نیسه.

 پېغامونه:

1- صنعت باید د نېکو کسانو د سنبالنې یا مدیریت له لارې د خلکو په ګټه وي‏. «أَنِ اعْمَلْ سابِغاتٍ»

2- باید د الله تعالی د مېړنو تولیدات کامل وي‏. «أَنِ اعْمَلْ سابِغاتٍ»

3- صنعت باید له ځېرنې، کیفیت او څرنګوالي سره وي‏. «قَدِّرْ فِی السَّرْدِ»

4- پوځي صنایع باید د نېکې کړنې لپاره وي‏، ( نه د هېوادونو د نېونې، ظلم او ستم لپاره‏.) « أَنِ اعْمَلْ سابِغاتٍ. . . وَ اعْمَلُوا صالِحاً »

5- د آهنګرۍ صنعت او د فلزي اوزارو جوړونه او پښتوب خورا پخوانۍ مخینه لري‏. « أَنِ اعْمَلْ سابِغاتٍ. . . »

6- پر الهي پوهې ایمان، د نېکې کړنې ترسره کولو لپاره انګېزه ده. «وَ اعْمَلُوا صالِحاً إِنِّی بِما تَعْمَلُونَ بَصِیرٌ»

وَ لِسُلَیْمانَ الرِّیحَ غُدُوُّها شَهْرٌ وَ رَواحُها شَهْرٌ وَ أَسَلْنا لَهُ عَیْنَ الْقِطْرِ وَ مِنَ الْجِنِّ مَنْ یَعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَ مَنْ یَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنا نُذِقْهُ مِنْ عَذابِ السَّعِیرِ«12»= او سليمان ته مو باد (اېل كړ، چې ورسره مسافرت وكړي)، چې د سهار تگ يې د يوې مياشتې مزل و او د مازيګر بېرته راتگ يې (هم) د يوې مياشتې مزل و او د ويلې شويو مسو چينه مو وروبهوله او يو شمېر پېريانو د پالونكي په حكم د ده په مخكې كار كاوه او چې هر يو یې زموږ له فرمانه سرغاړی کاوه (؛ نو) د سوځونده اور عذاب مو ورڅاكه!

ټکي:

* «غدو» د سهار د تګ په مانا او ‏«رواح» د مازیګر د تګ په مانا دی او د ‏«عین» له کلمې مراد هغه لوښی دی چې مس پکې ویلي کېږي‏.

* الله تعالی، حضرت سلیمان ته هم لکه د پلار په شان یې ځانګړې لورنې ورکړې وې‏.

* د قرآن په وینا پیرې، یو مکلف، عاقل، ټاکوونکی، ځواکمن او زیارکښ موجود دی‏.

* په ‏«ص» سورت کې وایو: پېریان د هر ډول ماڼيو جوړوونكي او (د سمندر) ماڼکي وو. [15]

* حضرت سلیمان ته د باد اېلېدل؛ یعنې د وریځو په حرکت، د بېړیو په حرکت، د بوټو تلقیح او د هوا په پاکونه کې ترې ګټنه‏. «وَ لِسُلَیْمانَ الرِّیحَ»

* (تحریف شوي) تورات حضرت سلیمان یو جبار، د بوتخانو جوړونکی او د ښځو هوسونو ته تسلیم یو باچا معرفی کړی، چې دا هر څه د قرآن پر خلاف دي‏. [16]

 پېغامونه:

1- انبیا پر هستۍ او “عالم تکوین” ولایت لري‏. «وَ لِسُلَیْمانَ الرِّیحَ»

2- د طبیعت د اېل لپاره یوازې په طبیعي شننو بسیا مه کوئ. ( د باد حرکت د الله تعالی په اراده د الله تعالی ولي ته اېل شو)‏ «وَ لِسُلَیْمانَ الرِّیحَ»

3- د هر څه لپاره د الله تعالی ځواک یو رنګ دی‏. (حضرت ‏داوود ته یې اوسپنه او ‏حضرت سلیمان ته باد اېل کړ.) «وَ لِسُلَیْمانَ الرِّیحَ»

4- الله تعالی، حضرت ‏داوود ته د اوسپنې د ویلې کېدنې او حضرت سلیمان ته یې د مسو د ویلې کېدنې ځواک ورکړی و‏. «وَ أَسَلْنا لَهُ عَیْنَ الْقِطْرِ»

5-انسان، پېری ځان ته اېلولای شي‏. «وَ مِنَ الْجِنِّ مَنْ یَعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ»

6- پیری د الله تعالی په حکم د انسان د کارونو ترسره کونې لپاره ګومارل کېږي‏. «مَنْ یَعْمَلُ بَیْنَ یَدَیْهِ بِإِذْنِ رَبِّهِ»

7- مدیریّت، ځواک او پرېکنده توب ته اړتیا لري. « وَ مَنْ یَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنا. . . نُذِقْهُ»

8- پیری اختیار لري او له الهي حکمه سرغړونه کولای شي، «وَ مَنْ یَزِغْ مِنْهُمْ عَنْ أَمْرِنا» چې په دې صورت کې به سزا ورکړه شي. «نُذِقْهُ مِنْ عَذابِ السَّعِیرِ»

یَعْمَلُونَ لَهُ ما یَشاءُ مِنْ مَحارِیبَ وَ تَماثِیلَ وَ جِفانٍ کَالْجَوابِ وَ قُدُورٍ راسِیاتٍ اعْمَلُوا آلَ داوُدَ شُکْراً وَ قَلِیلٌ مِنْ عِبادِیَ الشَّکُورُ«13»= څه چې (سلیمان) غوښتل، پېریانو ورته جوړول: عبادتځايونه، انځورونه، د تالاو په څېر لوى لوی لګنونه او پر نغریو ولاړ دېګونه (او ورته مو وويل:) د داوود كورنۍ! (ددې ټولو نعمتونو) شكر پر ځاى كړئ او له بندګانو مې ډېر لږ منندوى دي.

ټکي:

* «مَحارِیبَ» د «محراب» جمع، د عبادت د ځای په مانا دی او یا د جګړې او حرب د ځای پر مانا؛ ځکه د ماڼیو له پاسه د دفاع لپاره ځانګړي ځایونه جوړېږي‏. [17]

* «تَماثِیلَ» د تمثال جمع د مجسمې په مانا دی‏. ښايي مراد ترې د سینګاریزو اشیاوو جوړونه لکه طبیعي شیان وي. امام باقر (رح) وايي: له تماثیل مراد د ونو او بوټو مجسمې او انځورونه دي، نه د انسان او څاروي [18]

«جفان» د «جفیه» جمع هغه لوی لوی لګنونو ته وايي چې د تالاو ‏په شان وي. «جَواب» د «جابیه» جمع د تالاو په مانا دی. «قدور» د «قِدر» جمع د دیګ په مانا دی. «راسیات» د ‏«راسیه» جمع د ثابت په مانا دی.

* ډېر خلک شکر کوي او منندویان وي؛ خو شکور لږ وي؛ یعنې هغه چې تل شکر ایستوونکی وي‏. «قَلِیلٌ مِنْ عِبادِیَ الشَّکُورُ»

حضرت سلیمان او نعمتونه ‏

  1. هغه له الله تعالی د نعمتونو د شکر ایستنې توفیق وغوښت ‏. «رَبِّ أَوْزِعْنِی أَنْ أَشْکُرَ نِعْمَتَکَ» [19]
  2. نعمتونه یې ازمېښتوزلې ګڼلې. «هذا مِنْ فَضْلِ رَبِّی لِیَبْلُوَنِی أَ أَشْکُرُ أَمْ أَکْفُرُ»[20]
  3. پردیو ډالیو ته ورمات نشو‏. «أَ تُمِدُّونَنِ بِمالٍ»[21]
  4. له ځانګړي علمي پوهېدنې برخمن و‏. «فَفَهَّمْناها سُلَیْمانَ» [22]
  5. د مارغانو په ژبه پوهېده ‏. «عُلِّمْنا مَنْطِقَ الطَّیْرِ» [23]
  6. د لښکریانو، پرېټ، رسم ګذشت او سان یې لیده ‏. «وَ حُشِرَ لِسُلَیْمانَ جُنُودُهُ»[24]
  7. الوتونکي یې په چوپړ کې وو‏. «وَ تَفَقَّدَ الطَّیْرَ»[25]
  8. له ټولو امکاناتو یې د دین د تبلیغ لپاره ګټنه کوله‏. ( په یوه مارغه (هُد هُد) د لیک استول) «اذْهَبْ بِکِتابِی هذا» [26]
  9. تر لاس لاندېو یې، طیّ الارض درلود ‏. «قالَ الَّذِی عِنْدَهُ عِلْمٌ مِنَ الْکِتابِ أَنَا آتِیکَ بِهِ قَبْلَ أَنْ یَرْتَدَّ إِلَیْکَ طَرْفُکَ»[27]
  10. بېساری حکومت یې درلود‏. «هَبْ لِی مُلْکاً لا یَنْبَغِی لِأَحَدٍ»[28]
  11. د الله په نزد د لوړې رتبې خاوند او د ښې پايلې درلودونکى و. «وَ إِنَّ لَهُ عِنْدَنا لَزُلْفی وَ حُسْنَ مَآبٍ»[29]
  12. پېریان یې په چوپړ کې وو‏. «وَ الشَّیاطِینَ کُلَّ بَنّاءٍ وَ غَوّاصٍ[30]

پېغام‏:

1- پیری ‏هنرمند او صنعتگر موجود دی. « یَعْمَلُونَ لَهُ. . . مَحارِیبَ وَ تَماثِیلَ»

2- کارگر باید د کار د خاوند تر نظر لاندې کار وکړي‏. «یَعْمَلُونَ لَهُ ما یَشاءُ»

3- ‏ معنویّاتو ته تر مادیاتو مخکې پاملرنه وکړئ‏. «مَحارِیبَ» تر «تَماثِیلَ» مخکې راغلی‏.

4- مسگري خورا پخوانۍ مخینه لري‏. (د حضرت سلیمان په وخت کې یې له مسو لوښي جوړول.) «جِفانٍ»

5-امکانات باید له الله تعالی څخه د منندوۍ زمینه وي. «اعْمَلُوا آلَ داوُدَ شُکْراً»

6- شکر یوازې په ژبه نه؛ بلکې یو عمل دی ‏. « اِعْمَلُوا. . . شُکْراً»

فَلَمّا قَضَیْنا عَلَیْهِ الْمَوْتَ ما دَلَّهُمْ عَلی مَوْتِهِ إِلاّ دَابَّهُ الْأَرْضِ تَأْکُلُ مِنْسَأَتَهُ فَلَمّا خَرَّ تَبَیَّنَتِ الْجِنُّ أَنْ لَوْ کانُوا یَعْلَمُونَ الْغَیْبَ ما لَبِثُوا فِی الْعَذابِ الْمُهِینِ«14»= (د سلیمان له دې ټولې دبدبې سره) نو چې موږ یې د مرګ پرېكړه وكړه، له مرګه یې دوی چا خبر نه کړل؛ خو یوې وینې (چینجي) یې کونټۍ خوړه؛ نو چې [تنه یې] راوغورځېده، پېريانو ته څرګنده شوه، كه پرغيبو (څه چې له حسه پټ دي) پوهېداى؛ نو په سپكوونكي تكليف (سختو کارونو) كې به (پوره يوكال) پاتې شوي نه وو.

 

ټکي:

* حضرت علي کرم الله وجهه وايي: «فلو ان احدا یجد الی البقاء سلما او الی دفع الموت سبیلا لکان ذلک سلیمان ابن داود الذی سخر له ملک الجن و الانس مع النبوه و عظیم الزلفه[31] = که د همېشه ژوند لپاره، څه لاره چاره يا له مرګه تېښته واى؛ نو هرومرو سليمان بن داوود عليهما السلام دغسې کول، هغه ته خداى پر پیريانو او انسانانو پر واکمنۍ سربېره، نبوت او لوړ عزتمن مقام ورکړى وه.

* «منسأه» د کونټۍ په مانا او د روایاتو له مخې، له «الْعَذابِ الْمُهِینِ» مراد هغه سخت کارونه وو چې پېریانو به کول ‏. [32]

 پېغامونه:

1- د مړینې وخت د الله تعالی په لاس کې دی ‏. «قَضَیْنا»

2- مړینه، ان هغو ته هم ورځي چې د نبوت او سلطنت دواړو خاوندان وه‏. «قَضَیْنا عَلَیْهِ الْمَوْتَ»

3- څاروي ‏د الله تعالی مامورین دي ‏. «دَلَّهُمْ. . . دَابَّهُ الْأَرْضِ »

4- پیری پر غیبو نه پوهېږي‏. ( پر ځمکه باندې د حضرت سلیمان د راغورځېدو له کبله هم خپله پیری پوه شو چې پر غیبو نه پوهېږي او هم خلک پوه شول چې دا یوه هسې او چټي خبره ده، چې پیری ادعا کوي له غیبو خبر دی) « تَبَیَّنَتِ. . . لَوْ کانُوا یَعْلَمُونَ الْغَیْبَ. . . »

5- پېریان د عزت او ذلت ننګېروونکي او له سخت کاره تښتېدوني دي‏. «ما لَبِثُوا فِی الْعَذابِ الْمُهِینِ»

 

څاروي د الله تعالی مأمورین دي‏

  1. د غوا د بدن یوه ټوټه، مقتول راژوندی کوي او خپل قاتل معرفي کوي ( د بني اسرئیلو د غوا په پېښه کې) «إِنَّ اللّهَ یَأْمُرُکُمْ أَنْ تَذْبَحُوا بَقَرَهً»[33]
  2. غڼه په غار کې د پېغمبر ساتنه کوي‏. «إِلاّ تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللّهُ» [34]
  3. کارغه د بشر ښوونکی کېږي‏. «فَبَعَثَ اللّهُ غُراباً» [35]
  4. ملاچرګک، بلقیس ته د لیک رسونې ‏مأمورېږي‏. «اذْهَبْ بِکِتابِی هذا» [36]
  5. توتکۍ پیل سواره ځپي‏. «وَ أَرْسَلَ عَلَیْهِمْ طَیْراً أَبابِیلَ» [37]
  6. ښامار د حضرت موسی د حقانیت وزله کېږي‏. «هِیَ ثُعْبانٌ مُبِینٌ»[38]
  7. کب د حضرت یونس د تنبیه ‏مأمور کېږي‏. «فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ»[39]
  8. وینې د حضرت سلیمان د مړینې د معلومولو وسیله کېږي‏. «تَأْکُلُ مِنْسَأَتَهُ» [40]
  9. د اصحاب کهف سپی د ساتنې ‏مأمور کېږي. «وَ کَلْبُهُمْ باسِطٌ ذِراعَیْهِ بِالْوَصِیدِ» [41]
  10. څلور مرغۍ د حضرت ابراهیم د ډاډ لاملېږي‏. «فَخُذْ أَرْبَعَهً مِنَ الطَّیْرِ»[42]
  11. خر، پر معاد د حضرت عُزیر د یقین لامل کېږي‏. «وَ انْظُرْ إِلی حِمارِکَ» [43]
  12. اوښ، غوا او پسه په حج کې الهي شعایر کېږي‏. «وَ الْبُدْنَ جَعَلْناها لَکُمْ مِنْ شَعائِرِ اللّهِ»[44]
  13. څاروی د الله پېژندنې وزله کېږي‏. «أَ فَلا یَنْظُرُونَ إِلَی الْإِبِلِ کَیْفَ خُلِقَتْ»[45]
  14. څاروی، د انسان ازمېښت وزله کېږي‏. «تَنالُهُ أَیْدِیکُمْ وَ رِماحُکُمْ» [46]
  15. څاروی، الهي معجزه کېږي‏. «هذِهِ ناقَهُ اللّهِ»[47]
  16. حیوان، د الهي پرغز- قهر وسیله کېږي ‏. «الْجَرادَ وَ الْقُمَّلَ وَ الضَّفادِعَ» [48]

* په قرآن کې څو سورتونه د څارویو په نامه دي: ‏‏ بقره (غوا)، انعام، نحل (مچۍ)، نمل (مېږی)، عنکبوت (غڼه) و فیل.

لَقَدْ کانَ لِسَبَإٍ فِی مَسْکَنِهِمْ آیَهٌ جَنَّتانِ عَنْ یَمِینٍ وَ شِمالٍ کُلُوا مِنْ رِزْقِ رَبِّکُمْ وَ اشْکُرُوا لَهُ بَلْدَهٌ طَیِّبَهٌ وَ رَبٌّ غَفُورٌ«15»= په يقين (د) “سبا” (خلکو) ته د دوی په هېواد كې (د الهي قدرت) يوه لويه نښه وه: ښي او كيڼ لوري ته دوه (ستر او پراخ) باغونه (لوى سيند، له ډېرو مېوو سره او ورته مو وويل:) د خپل پالونكي له روزۍ وخورئ او شكر يې وباسئ؛ ځکه هم ښار ګوټی مو ښه دی او هم پالونکی (مو) ډېر بښونكى دى.

ټکي:

* «سبأ» د یمن د حاصلخیزې ځمکې نامه ده‏. سبأ د سیمې د ستر شخصیت نامه وه، چې پر هغې سیمې یې ایښې وه‏.

* خلک تمدن ته د رسېدنې او له الهي نعمتونو له ګټنې په باب دوه ډوله چلن لري:

ځینې ‏د سلیمان علیه السلام په څېر د ټول ځواک له درلودنې سره بیا هم له الله تعالی د شکر ایستنې توفیق غواړي‏. «أَوْزِعْنِی أَنْ أَشْکُرَ»

ځینې لکه د ‏سبأ ‏قوم په څېر، سره له دې چې پاک او زړه پورې ښار یې درلود؛ خو بیا یې هم کفر ته ورمخه کړه‏.

* په قرآن کې چېرې چې د خوړو حکم راغلی، ورسره په څنګ کې یې مسولیت هم راغلی‏:

کُلُوا. . . وَ اشْکُرُوا[49]فَکُلُوا. . . أَطْعِمُوا [50]

کُلُوا. . . وَ اعْمَلُوا صالِحاً [51]

کُلُوا. . . لا تُسْرِفُوا [52]

 پېغامونه:

1- د سبأ هېواد سرگذشت د عبرت وړ دی ‏. « لَقَدْ کانَ لِسَبَإٍ. . . آیَهٌ»

2- د سبأ سیمې ښیرازه باغونه استثنايي وو. «آیَهٌ»

3- طبیعي ښکلاوې له الهي آیاتو ځنې دي‏. « آیَهٌ جَنَّتانِ. . . »

4- د سبأ سیمه له هر راز آفاتو، ناامنۍ، فحشا او سوکړې پاکه وه‏. «بَلْدَهٌ طَیِّبَهٌ»

5- باید د الهي نعمتونو پر وړاندې شاکر ووسو؛ خو انسان کله هم د شکر حق نه ادا کوی او الله تعالی یې بښي‏. « وَ اشْکُرُوا لَهُ. . . رَبٌّ غَفُورٌ»

6- د هستوګنې په ټاکنه کې د ښار آبادۍ او پاکوالي ته پام وکړئ‏. « مَسْکَنِهِمْ. . . بَلْدَهٌ طَیِّبَهٌ »

7- روزي ورکونه او بښنه د ربوبیت له شئونو دي‏. « رِزْقِ رَبِّکُمْ. . . رَبٌّ غَفُورٌ »

فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ سَیْلَ الْعَرِمِ وَ بَدَّلْناهُمْ بِجَنَّتَیْهِمْ جَنَّتَیْنِ ذَواتَیْ أُکُلٍ خَمْطٍ وَ أَثْلٍ وَ شَیْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِیلٍ«16»= خو دوی (له الله) مخ واړاوه؛ نو موږ زورور نېز پرې ورولېږه او دوه باغونه يې مو پر داسې باغونو ورواړول، چې مېوې يې ترخې او د غز ونې او ډېرې لږې د بېرې (ونې) پكې وې.

ټکي:

* د «عرم» کلمه د تاوتریخوالي په مانا ده او «سَیْلَ الْعَرِمِ» د زورور نېز یا د بند په مانا دی، یعنې هغه نېز چې د بند ماتېدنې له کبله وران شي‏.

*«أُکُلٍ» د «مأکول» مانا او خوراک دی‏.

«خَمْطٍ» تریخ بوټي ته وايي او «أَثْلٍ» بېره او اغزنه ونه ده.

* په قرآن کې څو ځل د خلکو د مخ اړونې‏خبره راغلې ‏:

کله د الله تعالی له یاده مخ اړونه. «وَ مَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِکْرِی» [53]

کله د الله تعالی له آیاتونو مخ اړونه ‏. «وَ إِنْ یَرَوْا آیَهً یُعْرِضُوا» [54]

کله د الله تعالی له نعمتونو مخ اړونه ‏. (همدا آیت) او دا آیت ‏«إِذا أَنْعَمْنا عَلَی الْإِنْسانِ أَعْرَضَ»[55]

او کله له رسول اکرم (ص) مخ اړونه ‏. «هُوَ نَبَأٌ عَظِیمٌ. أَنْتُمْ عَنْهُ مُعْرِضُونَ»[56]

 پېغامونه:

1- مخ اړونه او ناشکري، الهي قهر لري. «فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنا»

2- نېز، سیلاب، ‏زلزله، توپان او د اسمان برښنا ‏تصادفي نه دي‏. «فَأَرْسَلْنا. . . سَیْلَ الْعَرِمِ »

3- طبیعت د الهي قهر مأمور کېږي‏. «سَیْلَ الْعَرِمِ»

4- نعمتونه کله نا کله اضافه کېږي، «فِی کُلِّ سُنْبُلَهٍ مِائَهُ حَبَّهٍ» [57] کله کمېږي‏، «نَقْصٍ مِنَ الْأَمْوالِ وَ الْأَنْفُسِ وَ الثَّمَراتِ» [58]او کله هم بدلېږي‏. «بَدَّلْناهُمْ. . . »

ذلِکَ جَزَیْناهُمْ بِما کَفَرُوا وَ هَلْ نُجازِی إِلاَّ الْکَفُورَ«17»= دا [سزا] مو د دوی د ناشکرۍ له لامله وركړه او ايا موږ بې له ناشكرو چا ته سزا وركوو؟

 پېغامونه:

1- د بدمرغیو سرچینه زموږ خپلې ناسمې کړنې دي‏. «ذلِکَ جَزَیْناهُمْ بِما کَفَرُوا»

2- الهي سزاوې د ګناهګارانو لپاره یو قانون دی او د سبا په قوم پورې ځانګړی نه دی‏. «هَلْ نُجازِی إِلاَّ الْکَفُورَ»

3- څه چې د الهي قهر لامل ګرځي، هغه پر کفر ټینګار او تلتیا یې ده‏. «هَلْ نُجازِی إِلاَّ الْکَفُورَ»

وَ جَعَلْنا بَیْنَهُمْ وَ بَیْنَ الْقُرَی الَّتِی بارَکْنا فِیها قُریً ظاهِرَهً وَ قَدَّرْنا فِیهَا السَّیْرَ سِیرُوا فِیها لَیالِیَ وَ أَیّاماً آمِنِینَ«18»= او موږ د دوى او هغو اباديو ترمنځ، چې بركت مو پکې اچولی و، (نور) ښكاره كلي مېشت كړي ول او د دوی ترمنځ مو په ټاکل شويو ځايونو کې منزلونه وټاکل (او ورته مو وويل:) په دې کې شپه و ورځ په پوره امن ځئ راځئ.

فَقالُوا رَبَّنا باعِدْ بَیْنَ أَسْفارِنا وَ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ فَجَعَلْناهُمْ أَحادِیثَ وَ مَزَّقْناهُمْ کُلَّ مُمَزَّقٍ إِنَّ فِی ذلِکَ لَآیاتٍ لِکُلِّ صَبّارٍ شَکُورٍ«19»= خو (دې ناشكره خلكو) وويل: ((پالونكيه! منزلونه مو اوږده كړه)) (چې بېوسې له وسمنو سره يو ځاى سفر ونشي كړاى او په دې توګه) یې پر خپلو ځانونو تېرى وكړ او دوى مو (نورو ته د عبرت) داستانونه كړل او بېخي مو سره وشیندل، په رښتيا په دې (پېښه) كې هر زغمناک منندوى ته د عبرت نښې دي.

ټکي:

* «أَحادِیثَ» د ‏«احدوثه» جمع، هغه خبر دی چې خلک یې د ساتیرۍ او یا د مثال په توګه یو بل ته وايي.

* الله تعالی د سبا قوم ته څو ځانګړي نعمتونه ورکړي وه‏:

الف: برکتناکې او حاصلخیزه سیمې. «بارَکْنا فِیها»

ب: یو له بل سره نږدې او د لېدنې وړ کورونه او هستوګنیزې سیمې. «قُریً ظاهِرَهً»

ج: د سفر آسانوالی، داسې چې د شپې و ورځې پکې د تګ راتګ شونتیا وه. «سِیرُوا فِیها لَیالِیَ وَ أَیّاماً»

د: د امنیت نعمت. «آمِنِینَ»

د سبأ قوم داستان

* لکه څرنګه چې له دې آیتونو او ځینو روایتونو ګټنه کېږي د سبا قوم هغه خلک وه، چې د عربستان د ټاپوزمې په سویل کې یې ژوند کاوه، ستر او ځلاند تمدن یې درلود‏.

دې سیمې سیند نه درلود او د باران اوبه په بېدیاوو کې ضایع کېدې؛ نو خلکو ته فکر ورغی چې یو لوی بند جوړ کړي او اوبه یې تر شا زېرمه کړي. د یوې درې په انتها د «مَارِب» ښار په څنګ کې یې لوی خاورین بند جوړ کړ، چې په همدې نامه هم مشهور شو.

 له بنده د راوتلو اوبو په دواړو خواو کې ګڼ کلي، باغونه او ښکلي پټي را پیدا شول. دې کلیو یو له بله سره کم واټن درلود او تقریبا یو له بل سره نښتي وه، له امنیت سره یوځای د نعمتونو پراخوالي دا ځای د ژوند لپاره یو سوکاله ځای وه. دوی الله تعالی هېر کړ، ویاړنې یې پیل کړې او طبقاتي اختلافاتو ته یې لمن ووهله. ماړه دې ته لېوال نه وو چې د لږې ګټې وټې خلک دې ورسره په یوې سیمې کې تګ راتګ وکړي او دوی دا امتیاز د ځان لپاره غوښته.

لکه څرنګه چې په تاریخ کې راغلي بېدیانۍ مږو ددې بند په دیوالو کې سوړې جوړې کړې او له دننه یې سست کړ او د یو زورور نېز په راتګ د دې بند دیوال مات شو او د سبا دا ستر تمدن یې تر خټو لاندې ښخ کړ. دا داسې نېز و، چې د قرآن په وینا: نو موږ زورور نېز پرې ورولېږه او دوه باغونه يې مو پر داسې باغونو ورواړول، چې مېوې يې ترخې او د غز ونې او ډېرې لږې د بېرې (ونې) پكې وې[59] «فَأَرْسَلْنا عَلَیْهِمْ سَیْلَ الْعَرِمِ وَ بَدَّلْناهُمْ بِجَنَّتَیْهِمْ جَنَّتَیْنِ ذَواتَیْ أُکُلٍ خَمْطٍ وَ أَثْلٍ وَ شَیْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِیلٍ»

 پېغامونه:

1- د سبأ قوم پر الله تعالی ګروهن / معتقد وه او په دعا کې یې د ربنّا کلمه کارولې‏. «رَبَّنا باعِدْ»

2- ناشکري، پر ځان ظلم دی. «باعِدْ بَیْنَ أَسْفارِنا وَ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ»

3- د سبا د قوم تس نس او پوپنا کېدنه، د خلکو او ناستو ضرب المثل شو‏. «فَجَعَلْناهُمْ أَحادِیثَ»

4- ناشکري، د انسان ژوند پوپناه کوي. «کُلَّ مُمَزَّقٍ»

5- هغه وګړي او ملتونه له تاریخه عبرت اخستلای شي او پایښتي پاتېږي چې ډېر زغمناکه او منندوی وي. «لَآیاتٍ لِکُلِّ صَبّارٍ شَکُورٍ»

وَ لَقَدْ صَدَّقَ عَلَیْهِمْ إِبْلِیسُ ظَنَّهُ فَاتَّبَعُوهُ إِلاّ فَرِیقاً مِنَ الْمُؤْمِنِینَ«20» = (هو!) او په رښتيا، د ابليس خپل ګومان پرې رښتيا شو، او بې له لږ شمېر مؤمنانو (نور ټول) ورپسې ولاړل.

 

 پېغامونه:

1- د نعمت ناشکري، د ابلیس د نفوذ او بریالیتوب لار ده. « رَبَّنا باعِدْ بَیْنَ أَسْفارِنا. . . وَ لَقَدْ صَدَّقَ عَلَیْهِمْ إِبْلِیسُ ظَنَّهُ »

2- ابلیس د خلکو په بېلارې کولو کې پر خپل بریالیتوب یقین نه لري‏. «ظَنَّهُ»

وَ ما کانَ لَهُ عَلَیْهِمْ مِنْ سُلْطانٍ إِلاّ لِنَعْلَمَ مَنْ یُؤْمِنُ بِالْآخِرَهِ مِمَّنْ هُوَ مِنْها فِی شَکٍّ وَ رَبُّکَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ حَفِیظٌ«21»= او پر دوی د (ابليس) کوم زور نه و؛ خو موږ معلومول، چې څوك پر آخرت ايمان لري او څوك يې په اړه شكمن دي او ستا پالونكى پر ټولو څيزونو څارن دى.

ټکي:

* ددې په پامنیوي چې الله تعالی پر هر څه عالم، حافظ، څارن او ګواه دی؛ نو له « لِنَعْلَمَ. . . » مراد، مشخصول او بېلول دي، چې انسان او نورو ته جوت کړو چې مؤمن څوک دی او کافر څوک دی، یا له مؤمنانو د ابلیس پلویان بېل کړو‏.

 پېغامونه:

1- شیطان، انسان نشي اړ کولای او د ابلیس لاروي د خلکو ‏د خپل اختیار او هوډ پر بنسټ ده‏. «وَ ما کانَ لَهُ عَلَیْهِمْ مِنْ سُلْطانٍ»

2- پر قیامت ایمان، د شیطان پر وړاندې ستر ډپ او بند دی. «لِنَعْلَمَ مَنْ یُؤْمِنُ بِالْآخِرَهِ»

3- د شیطان د شتون او وسوسو فلسفه یې دا ده چې انسان ته څو لارې رامخې ته کړي چې انسان پکې د ټاکنې ځواک ولري او وازمېیل شي‏. « إِلاّ لِنَعْلَمَ. . . »

4- انسان د شکمنۍ او دوه زړۍ، تردید، تزلزل له لارې، پر ځان د شیطان لاسبرۍ ته لار هواروي. « ما کانَ لَهُ عَلَیْهِمْ مِنْ سُلْطانٍ. . . مِمَّنْ هُوَ مِنْها فِی شَکٍّ »

5-انسان د لارې او عمل په ټاکنه کې اختیار لري‏. «مَنْ یُؤْمِنُ بِالْآخِرَهِ مِمَّنْ هُوَ مِنْها فِی شَکٍّ»

6- شک چې څومره لږ هم وي، د بېلاریتوب سریزه کېږي. «فِی شَکٍّ» ( تنوین د سپکاوۍ او ټیټ لیدو لپاره دی)

7- د الله تعالی په علم کې نسیان، هېر او سهوه نشته. «حَفِیظٌ»

قُلِ ادْعُوا الَّذِینَ زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ لا یَمْلِکُونَ مِثْقالَ ذَرَّهٍ فِی السَّماواتِ وَ لا فِی الْأَرْضِ وَ ما لَهُمْ فِیهِما مِنْ شِرْکٍ وَ ما لَهُ مِنْهُمْ مِنْ ظَهِیرٍ«»22= ووايه: ((د الله پر ځای مو انګېرلي (معبودان) راوبلئ! (هېڅكله مو يوه غوټه هم نشي درسپړلاى؛ ځكه) دوى د يوې ذرې هومره په اسمانونو او ځمكه كې د كوم څيز څښتنان نه دي او نه یې (په پنځون او مالكيت كې) برخوال دي او نه (په پنځون كې) د الله مرستندوى ول.

 پېغامونه:

1- غیر الله، تش یو خیال دی ‏. «زَعَمْتُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ»

2- مشرک، منطق نه لري. «زَعَمْتُمْ»

3- غیرالله، نه د آسمانونو او ځمکې مالکان دي، نه هم د الله تعالی سیال، شریک او مرستندوی‏. «لا یَمْلِکُونَ – مِنْ شِرْکٍ – مِنْ ظَهِیرٍ»

وَ لا تَنْفَعُ الشَّفاعَهُ عِنْدَهُ إِلاّ لِمَنْ أَذِنَ لَهُ حَتّی إِذا فُزِّعَ عَنْ قُلُوبِهِمْ قالُوا ما ذا قالَ رَبُّکُمْ قالُوا الْحَقَّ وَ هُوَ الْعَلِیُّ الْکَبِیرُ«23»= او د الله په درشل کې هېڅ سپارښت ګټور نه دى؛ خو هغه چاته، چې هغه اجازه ورکړي. (پر هغه ورځ ټول په وېره كې وي؛ خو) چې د دوی له زړونو وېره لرې شي (او دهغه له لوري حكم وشي؛ نو په دې وخت كې مجرمان سپارښتګرو ته) وايي: ((ستاسې پالونكي څه وويل؟)) ورته وايي: ((حق (يې ووايه او مستحقينو ته يې د سپارښت اجازه راكړه)، او هغه لوړ مقامى ستر دى.))

ټکي:

* د «فُزِّعَ» کلمه چې کله هم له «عَنْ» سره یوځای وي، د چغو چوپولو په مانا دی‏، [60]

خو که بې له دې وي، د چغو ایستنو په مانا دی.

* د «إِلاّ لِمَنْ أَذِنَ لَهُ» جمله دوه ډوله مانا کولای شو‏:

الف: د الله تعالی په درشل کې هېڅ سپارښت ګټور نه دی؛ خو د انبیاوو، اولیاوو او هغو سپارښتګرو سپارښت چې د الله تعالی له خوا د سپارښت اجازه ولري‏.

ب: د الله تعالی په درشل کې سپارښت ګټور نه دی؛ خو دهغو ګناهګارانو په اړه چې الله تعالی یې اولیاوو ته د سپارښت اجازه ورکړې وې‏.

* په اطیب البیان تفسیر کې تر بحث لاندې آیت داسې مانا شوی: په قیامت کې به بې له هغو کسانو چې الله تعالی یې اجازه ورکړي، سپارښت ګټه ونلري او مجرمان به پر هغه ورځ بوږنوړي یا وحشت ځپلي وي او چغې او کوکې به وهي تردې چې ستونې یې وچ او له زړونو یې چغې کوکې راپورته شي. پرښتې یا مؤمنان دا مجرمان پوښتي: ستاسې پالونکي په دنیا کې څه درته وویل؟ وايي: ویې ویل؛ خو غوږونه مو کاڼه کړل.

 پېغامونه:

1- خیالي معبودان د خپلو لارویانو د سپارښت اجازه نه لري. «لا تَنْفَعُ الشَّفاعَهُ»

2- سپارښت یا شفاعت په دې مانا نه دی چې ګنې سپارښتګر تر الله تعالی خورا لوراند دي؛ ځکه دا الله تعالی دی چې سپارښتګرو ته د د سپارښت اجازه ورکوي‏. «لِمَنْ أَذِنَ لَهُ»

3- سپارښت د الله تعالی د ارادې په مقابل کې ‏یو خپلواک او حتمي کار نه؛ بلکې د الله تعالی د ارادې په لړ کې دی. «أَذِنَ لَهُ»

4- په قیامت د ښپارښت شونتیا شته؛ خو د الله تعالی په اجازې‏. «لا تَنْفَعُ الشَّفاعَهُ عِنْدَهُ إِلاّ لِمَنْ أَذِنَ لَهُ»

5- هغه اجازه چې الله تعالی یې وګړیو ته ورکوي چې سپارښت وکړي یا یې سپارښت وشي، د یوه حق پر بنسټ دی؛ یعنې سپارستګر، الله تعالی ته د نږدېوالي له کبله دې مقام ته رسي او سپارښت شوي کسان په دې پار د سپارښت د ترلاسه کونې وړ ګرځي چې د الله تعالی له لارې سره یې اړیکه ساتلې وه. «قالُوا ما ذا قالَ رَبُّکُمْ قالُوا الْحَقَّ»

قُلْ مَنْ یَرْزُقُکُمْ مِنَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ قُلِ اللّهُ وَ إِنّا أَوْ إِیّاکُمْ لَعَلی هُدیً أَوْ فِی ضَلالٍ مُبِینٍ«24»=  ووايه: ((څوك له اسمانونو او ځمكې تاسې ته روزي دركوي؟)) (خپله ورته) ووايه: ((الله! او بېشکه موږ یا تاسې یا پر سمه لار يو يا په څرګند بېلارېتوب كې!))

 پېغامونه:

1- په ښوونه او روزنه کې دې د پوښتنې د طریقې په ګټنه د مخاطبینو وجدانونه راويښ کړو چې سرونه په ګرېوان کې ښکته کړي ‏. « قُلْ مَنْ یَرْزُقُکُمْ. . . »

2- روزي ورکوونکي ته پام، د عبادت له لاملونو ځنې دی، په ګریوان کې سر ښکته کړئ چې څوک روزي درکوي؟ «مَنْ یَرْزُقُکُمْ»

3- رڼا، تودوخه، باران، باد او وریځې د اسمان روزي ده او د ځمکې روزي؛ ټولې مېوې او د ځمکې برکتونه دي. «یَرْزُقُکُمْ مِنَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

4- ټول اسمانونه مو په رزق او روزۍ کې اغېزمن دي‏. «یَرْزُقُکُمْ مِنَ السَّماواتِ»

5- له نورو سره په غوره خبرو اترو او بحث کې انصاف مراعات او ورسره ګوذاره وکړو. «إِنّا أَوْ إِیّاکُمْ»

6- هدایت کړای شوي دهغو کسانو په څېر دي چې د یوه دنګ غره پر هسکه څوکه ناست وي او پراخ لید او اند لري‏، «لَعَلی هُدیً» خو ورک لاري دهغو په څېر دي چې د ناو په تل یا د سمندر په ژورو کې ګېر شوي او انحرافي عواملو رانغاړلي وي‏. «فِی ضَلالٍ مُبِینٍ»

قُلْ لا تُسْئَلُونَ عَمّا أَجْرَمْنا وَ لا نُسْئَلُ عَمّا تَعْمَلُونَ«25»=ووايه: ((زموږ د كړيو ګناهونو په پار به ونه پوښتل شئ (؛ لكه چې څنګه) موږ هم ستاسې د كړنو په اړه پوښتېدوني نه يو.))

قُلْ یَجْمَعُ بَیْنَنا رَبُّنا ثُمَّ یَفْتَحُ بَیْنَنا بِالْحَقِّ وَ هُوَ الْفَتّاحُ الْعَلِیمُ«26»=ووايه: ((زموږ پالونكى موږ او تاسې (پرېکړې ته) راغونډوي، بيا مو ترمنځ په حق پرېكړه كوي (او د مجرمانو ليكې له نېكانو بېلوي) او هغه ښه پوه پرېکندوى دى.))

ټکي:

* د «فتح» کلمه د کړکېچ لرې کونې په مانا دی، که څه په ظاهره هم وي؛ لکه د قلف خلاصول او یا داچې په باطن کې وي لکه شخړې ته د پاي ټکی ایښودل‏. [61]

«فتاح» د الله تعالی له اسما الحسنی ځنې دی ‏. [62]

 پېغامونه:

1- د خلکو ښیون/ هدایت ته د انبیاوو ټینګار د دوی د زړه سواندۍ له کبله دی، نه داچې د خلکو د ګناه جبران به د انبیاوو پر غاړه وي یا اپوټه. ‏«قُلْ لا تُسْئَلُونَ عَمّا أَجْرَمْنا»

2- تواضع او ادب د بریالیتوب وزله ده ‏. ( خپل کار «جرم» او د بل کار «عمل» معرّفي کوي) «أَجْرَمْنا – تَعْمَلُونَ»

3- که هدایت مو په دنیا کې اغېزمن نه و؛ نو مه اندېښمنېږئ؛ ځکه په قیامت کې به له ټولو سره حساب وشي‏. «قُلْ یَجْمَعُ بَیْنَنا رَبُّنا»

4- د قیامت ورځ هم یوم الجمع ده ‏، ( د ټولو خلکو د راټولونې ورځ ‏) «یَجْمَعُ بَیْنَنا» او هم یوم الفصل. (له نېکانو د مجرمانو د بېلتون ورځ) «ثُمَّ یَفْتَحُ»

5-په قیامت کې پرېکړه د حق پر بنسټ ده ‏. «یَفْتَحُ بَیْنَنا بِالْحَقِّ»

6- معاد ته پاملرنه په دریځونو او کړنو کې د انسان ساتنه کوي‏. «یَفْتَحُ بَیْنَنا بِالْحَقِّ» (د ټولو ټګیو برګیو، نفاقونو، ګوندونو، سیاسي او ټولنیزو کړکیچونو دوسیې به یوه ورځ راپرانستل او و به پوښتل شي‏.)

7-بې له الله تعالی، بل څوک نه د کړکېچونو د پرانستنې وس لري او نه له دې ټولو خبر دی. «هُوَ الْفَتّاحُ الْعَلِیمُ»

قُلْ أَرُونِیَ الَّذِینَ أَلْحَقْتُمْ بِهِ شُرَکاءَ کَلاّ بَلْ هُوَ اللّهُ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ«27»= ووايه: ((هغوی راوښيئ، چې د شريكانو په توګه مو له هغه ‏سره نښلولي دي! داسې نه ده! (هغه شريك او ساری نه لري)؛ بلكې هغه ناماتى حكيم الله دى.))

ټکي:

* په دې آیت او تېرو شویو آیتونو کې له مخالفینو سره د تدریجي او قدم په قدم او ګوذارې د خبرو اترو طریقه بیانوي چې له دې جملې ځنې‏:

لومړی: په ۲۴ ام آیت کې تفکر ته بلنه کوي. «څوك له اسمانونو او ځمكې روزي دركوي؟»، «مَنْ یَرْزُقُکُمْ مِنَ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ» نو فکر وکړئ ‏.

دویم: په انصاف وچلېږو او ووایو: « او بېشکه موږ یا تاسې یا پر سمه لار يو يا په څرګند بېلارېتوب كې»، «إِنّا أَوْ إِیّاکُمْ» په بحث کې مقابل لوری سملاسي او په غوڅ ډول و نه غندو.

درېیم: په ۲۵ ام آیت کې وايي: هر څوک د خپل فکر او عمل ځواب ورکوونکی دی‏. زموږ ټینګار دې د زړه سواندۍ له لامله وي.

څلورم: په ۲۶ام آیت کې وايي: په بحثونو کې قیامت ته اشاره وکړو، چې د حق ښکاره کېدو ورځ ده. « یَفْتَحُ بَیْنَنا بِالْحَقِّ. . . »

پنځم: په بحث او خبرواترو کې له مقابل لوري دلیل او سند وغواړئ. « هغوی راوښيئ، چې د شريكانو په توګه مو له هغه سره نښلولي دي!». (همدا آیت)

 پېغامونه:

1- له رټنې سره پوښتنه د ویده وجدانونو د راويښونې وزله ده. «قُلْ أَرُونِیَ»

2- یو معبود هم ( که حضرت عیسی وي، پرښتې یا بوتان) ځانونه له الله تعالی سره شریک نه ګڼي، دا تاسې یئ چې د شریک په توګه یې ورسره نښلوئ. «أَلْحَقْتُمْ بِهِ شُرَکاءَ»

3- د الله تعالی عزت او حکمت، له الله تعالی سره د هر راز خیالي او جوړ کړای شویو معبودانو د ورنښلونې په لار کې خنډ دی. «هُوَ اللّهُ الْعَزِیزُ الْحَکِیمُ»

وَ ما أَرْسَلْناکَ إِلاّ کَافَّهً لِلنّاسِ بَشِیراً وَ نَذِیراً وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ«28»= او موږ ته ټولو خلكو ته (د الهي مكافاتو) زېرګری او (له عذابه يې) گواښگرندى ورلېږلى یې؛ خو ډېر خلك نه پوهېږي.

ټکي:

*د «کَافَّهً» کلمه یا د جمیع (ټولو) په مانا دی‏، یعنې د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله د ټولو خلکو لپاره پېغمبر دی چې دا مانا پر نورو آیتونو او روایتونو هم تاییدېږي یا هم د ژغورندوی په مانا دی؛ یعنې پېغمبر، خلک له کفر، شرک او ګناه ژغوري او که په «کَافَّهً» کلمه کې خبره د ټینګار لپاره وي، چې له دې دواړو ماناګانو، لومړی یې غوره ده. [63]

 پېغامونه:

1- د پېغمبر رسالت نړیوال دی. « أَرْسَلْناکَ. . . کَافَّهً لِلنّاسِ»

2- د خلکو په هدایت کې د انبیاوو تر ټولو مهمه ونډه ګواښګرندي او زیرګري ده. « ما أَرْسَلْناکَ إِلاّ. . . بَشِیراً وَ نَذِیراً»

وَ یَقُولُونَ مَتی هذَا الْوَعْدُ إِنْ کُنْتُمْ صادِقِینَ«29»=او وايي: ((كه رښتوني ياست؛ نو دا ژمنه (قيامت) به كله وي؟))

قُلْ لَکُمْ مِیعادُ یَوْمٍ لا تَسْتَأْخِرُونَ عَنْهُ ساعَهً وَ لا تَسْتَقْدِمُونَ«30»=ووايه: ((له تاسې سره هغه ورځ وعده ده، چې يوه ګړۍ روسته وړاندې کېدای ترې نشئ.))

ټکي:

* په ګڼو آیتونو کې لولو: بې له الله تعالی، بل هيڅوک د قیامت پر وخت نه پوهېږي او دا له الهي حکمتونو ځنې دی، چې انسان تل د تیارسۍ په حال کې وي. پر دې سربېره، پر جزئیاتو نه پوهېدل پر کلیاتو د ایمان خنډ نه دی. لکه: د کور د وره زنګ وهل کېږي یا دروازه ټک ټک کېږي؛ نو تاسې پوهېږئ چې د دروازې تر شا یو څوک دی که څه د ددې شخص له جزئیاتو خبر نه یې چې سړی دی که ښځه، عمر او زده کړه یې څومره ده پر دې ځانګړتیاوو نه پوهېدل ستاسې هغې پوهې ته کوم زیان نه رسوي چې په ترڅ کې یې پوهېږئ چې د دروازې تر شا کوم کس دی. هو پر قیامت پوهېږو، که څه له وخته یې نه یو خبر.

د طه سورت په ۱۵ ام آیت کې لولو: «إِنَّ السّاعَهَ آتِیَهٌ أَکادُ أُخْفِیها» په رښتيا قيامت راتلونكى دى؛ خو غواړم (د راتلو وخت) يې پټ کړم.

 پېغامونه:

1- اړینه نه ده چې د هرې پوښتنې پر ځواب پوه شو. ويې پوښتل: قیامت به کله وی؟ «مَتی هذَا الْوَعْدُ» ووایه: له وخته یې خبر نه یم. «مِیعادُ یَوْمٍ»

2- قیامت یوه مهمه ورځ ده. (د «یَوْمٍ» کلمه چې له نکرې او تنوین سره یوځای وي، د عظمت او ستروالي نښه ده.)

3- د قیامت د پېښېدو په نېټه کې ادلون بدلون نه راځي. «لا تَسْتَأْخِرُونَ عَنْهُ ساعَهً وَ لا تَسْتَقْدِمُونَ»

وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لَنْ نُؤْمِنَ بِهذَا الْقُرْآنِ وَ لا بِالَّذِی بَیْنَ یَدَیْهِ وَ لَوْ تَری إِذِ الظّالِمُونَ مَوْقُوفُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ یَرْجِعُ بَعْضُهُمْ إِلی بَعْضٍ الْقَوْلَ یَقُولُ الَّذِینَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا لَوْ لا أَنْتُمْ لَکُنّا مُؤْمِنِینَ«31»= او كافرانو وويل: ((موږ به هېڅكله پر دې قرآن ایمان را نه وړو او نه پر هغو (کتابونو) چې ترې مخكې وو)) كه ته دا ظالمان (پر هغه وخت) ووينې، چې د خپل پالونکي په حضور کې (د حساب او جزا لپاره) درول شوي وي، پر هغه وخت به يو پر بل پړه اچوي (نو له حاله به يې حيران شې)! کمزوري كړاى شوي (مستضعفین) به لويي خوښيو (مستکبرینو) ته ووايي: ((كه تاسې نه واست (؛ نو) موږ به هرومرو مؤمنان وو.))

 پېغامونه:

1- کفّار د ځېل او اینډه مارۍ له کبله، کله هم ایمان راوړنې ته چمتو نه دي. «وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لَنْ نُؤْمِنَ»

2- کفّارو په رښتینه کې یو اسماني کتاب هم نه مانه‏. «لَنْ نُؤْمِنَ بِهذَا الْقُرْآنِ وَ لا بِالَّذِی بَیْنَ یَدَیْهِ»

3- تر قرآن مخکې پر اسماني کتابونو د ایمان په اړه د اسلام پېغمبر هم سپارښتنه کوله؛ خو کفارو دا سپارښتنه نالېدلې ګڼله. «وَ لا بِالَّذِی بَیْنَ یَدَیْهِ»

4- د قیامت محاکمه ډېره سخته ده. «وَ لَوْ تَری»

5-مشرکان پر ځان ظلم کوي. «إِذِ الظّالِمُونَ»

6- د مشرکانو سروکار له الله تعالی سره دی‏. «مَوْقُوفُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ»

7- د قیامت د سختو نندارو انځورونه، روزنې ته غوره وزله ده‏. «مَوْقُوفُونَ عِنْدَ رَبِّهِمْ»

8-هغه کمزوري کړای شوي به هم مواخذه او محاکمه شي چې‏ د لويي خوښیو لارویان دي‏. «یَقُولُ اَلَّذِینَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا»

9- د قیامت ننداره، د خبرواترو او ناندریو ننداره ده. « یَقُولُ الَّذِینَ. . . »

10- په قیامت کې به مجرمان د ځان د مخونې په اړه خپلو مشرانو ته وايي: که تاسې نه وای، موږ به دومره ګناهونه نه کول. «لَوْ لا أَنْتُمْ»

11- په قیامت کې، ایمان د ژغورنې لامل دی. «لَکُنّا مُؤْمِنِینَ»

قالَ الَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا لِلَّذِینَ اسْتُضْعِفُوا أَ نَحْنُ صَدَدْناکُمْ عَنِ الْهُدی بَعْدَ إِذْ جاءَکُمْ بَلْ کُنْتُمْ مُجْرِمِینَ«32»= (خو) ستر چاري به نتليو ته ځواب وركړي: ((چې ښیون ته وبلل شوئ، ایا موږ منع کړئ؛ بلكې پخپله ګناهګاران وئ)).

 پېغامونه:

1- فاسده ټولنه او ستر چاري، انسان انحراف ته نه اړ کوي. « أَ نَحْنُ صَدَدْناکُمْ. . . بَلْ کُنْتُمْ مُجْرِمِینَ»

2- په قیامت کې، ستر چاري هم پوهېږي چې د انبیاوو لار حق ده. «صَدَدْناکُمْ عَنِ الْهُدی»

3- حقّ، ټولو ته رسي او هر څوک یې باید پخپله ومني‏. «جاءَکُمْ»

4- په قیامت کې خپله ګناه پر بل نشو وراچولای. «بَلْ کُنْتُمْ مُجْرِمِینَ»

5- تر ټولو لویه رسوايي دا ده چې لوی مجرمان خپل تر لاس لاندې انسانانو ته مجرم ووايي‏. «بَلْ کُنْتُمْ مُجْرِمِینَ»

وَ قالَ الَّذِینَ اسْتُضْعِفُوا لِلَّذِینَ اسْتَکْبَرُوا بَلْ مَکْرُ اللَّیْلِ وَ النَّهارِ إِذْ تَأْمُرُونَنا أَنْ نَکْفُرَ بِاللّهِ وَ نَجْعَلَ لَهُ أَنْداداً وَ أَسَرُّوا النَّدامَهَ لَمّا رَأَوُا الْعَذابَ وَ جَعَلْنَا الْأَغْلالَ فِی أَعْناقِ الَّذِینَ کَفَرُوا هَلْ یُجْزَوْنَ إِلاّ ما کانُوا یَعْمَلُونَ«33»= او نتلي به ستر چارو ته ووايي: (((داسې نه ده؛) بلكې ستاسې د شپې او ورځې درغليزې وسوسې ( زموږ د بېلارۍ لامل شوې) چې هڅولو مو، له الله منكر شوو او نور یې سيالان وانګېرو.)) او هغوى چې (الهي) عذاب وويني؛ نو خپله پښېماني پټوي (چې ډېر رسوا نشي) او د كافرانو په غاړو كې به ځنځيرونه ورواچوو، ايا بې له كړنو يې جزا وركول كېږي؟

 

ټکي:

* په دې آیت کې لولو چې مجرمان خپله پښېماني پټوي؛ خو په نورو آيتونو او روایتونو کې راغلي چې دوی خپله پښېماني ښکاره کوي. دا توپیر له دې کبله دی چې د قیامت تمځایونه توپیر کوي.

* که څه په مفردات کې د راغب په وینا، «أَسَرُّوا النَّدامَهَ»، هم د پښېمانۍ ښکاره کولو په مانا او هم د پښېمانې د پټونې په مانا ده؛ خو د امام صادق (رح) د وینا له مخې، مراد ترې هماغه د پښېمانۍ پټول دي. په زړه کې د پښېمانۍ د پټولو مانا څه ده؟ په ځواب کې یې امام صادق (رح) وویل: دا ځکه چې د نورو له رټنې لرې پاتې شي. [64]

 پېغامونه:

1- ستر چاري یا مستکبران د شپې و ورځې هڅې کوي. «بَلْ مَکْرُ اللَّیْلِ وَ النَّهارِ»

2- د کفر مخکښان، د مکر او تدبیر له مخې حکم کوي‏. « مَکْرُ اللَّیْلِ. . . إِذْ تَأْمُرُونَنا»

3- د ټولنې فکري او فرهنګي انحراف، د سترچارو یا مستکبرو دښمنانو همیشنی کار دی‏. «مَکْرُ اللَّیْلِ وَ النَّهارِ إِذْ تَأْمُرُونَنا»

4- ترلاس لاندیو سره د ستر چارو چلن، د امر و نهې چلن دی، نه د بلنې او هدایت ‏. «تَأْمُرُونَنا أَنْ نَکْفُرَ»

5-په قیامت کې پښېماني ګټه نه لري. «أَسَرُّوا النَّدامَهَ. . . جَعَلْنَا الْأَغْلالَ»

6- الهي عذابونه د کفارو له کړنو سره انډول او متناسب دي. «هَلْ یُجْزَوْنَ إِلاّ ما کانُوا یَعْمَلُونَ»

وَ ما أَرْسَلْنا فِی قَرْیَهٍ مِنْ نَذِیرٍ إِلاّ قالَ مُتْرَفُوها إِنّا بِما أُرْسِلْتُمْ بِهِ کافِرُونَ«34»=او موږ چې کومې سيمې ته کوم ننګوونکى (پېغمبر) ورلېږلى؛ نو شتمنو مخورو يې (چې په مزو چړچو مست ول) ويل: ((هډو راوړی پيغام دې نه منو.))

وَ قالُوا نَحْنُ أَکْثَرُ أَمْوالاً وَ أَوْلاداً وَ ما نَحْنُ بِمُعَذَّبِینَ«35»=او ويې ويل: (((تر ټولو) زموږ شتمني او اولادونه ډېر دي (او دا راسره د الله د مينې نښه ده) او جزايي به نشو.))

 پېغامونه:

1- د اسلام له پېغمبر سره مخالفت څه نوې خبره نه ده، له نورو پېغمبرانو سره هم مخالفت کېده. (الله تعالی، خپل پېغمبر ته ډاډګېرنه ورکوي.) «وَ ما أَرْسَلْنا فِی قَرْیَهٍ مِنْ نَذِیرٍ إِلاّ قالَ مُتْرَفُوها»

2- بې درده شتمن د انبیاوو د دښمنانو په لومړۍ لیکه کې وه. «قالَ مُتْرَفُوها»

3- اسوده حالي انسان بې توپیره او سخت زړی کوي او کفر ته یې راکاږي‏. « قالَ مُتْرَفُوها. . . کافِرُونَ»

4- له پېغمبرانو سره مخالفت، شخصاً له دوی سره مخالفت نه؛ بلکې د دوی له پېغام سره مخالفت دی. «بِما أُرْسِلْتُمْ بِهِ کافِرُونَ»

5-د انبیاوو خوځښت د شتمنو ګټې له خطر سره مخامخ کوي‏. « مُتْرَفُوها. . . کافِرُونَ»

6- کفّارو په دنیا کې مړه خواتوب د اخرت د مړه خواتوب سبب ګاڼه‏. «أَکْثَرُ أَمْوالاً. . . وَ ما نَحْنُ بِمُعَذَّبِینَ»

7- شتمن پر خپلو اولادونو او مالونو نازېږي‏. «نَحْنُ أَکْثَرُ أَمْوالاً وَ أَوْلاداً»

8- شتمن، ځان ته بېل څه وايي ‏. «ما نَحْنُ بِمُعَذَّبِینَ»

قُلْ إِنَّ رَبِّی یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَشاءُ وَ یَقْدِرُ وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ«36»= ووايه: ((په حقیقت کې زما پالونكى چې چاته وغواړي، روزي پراخوي او (يا یې) تنګوي، (دا يې درشل ته په نږدېوالي پورې اړه نه لري)؛ خو ډېر خلك (پردې حقيقت) نه پوهېږي.))

 پېغامونه:

1- پېغمبر باید د خلکو د انحرافي ګروهو یا عقائدو سمونه وکړي چې دا ګومان و نه کړي چې د الله تعالی نعمتونه یې تل د لورنې او مینې نښه ده. « قُلْ إِنَّ رَبِّی. . . »

2- د نعمت ورکول او اخستل د الهي پرغز/ قهر او مینې نښه نه ده. (ممکن له مؤمن یې واخلي او کافر ته یې ورکړي‏.) «إِنَّ رَبِّی یَبْسُطُ الرِّزْقَ»

3- د رزق ورکړه او اخستل د ربوبیت له ‏شئونو دي‏. «إِنَّ رَبِّی یَبْسُطُ»

4- خلک، واسطې، تدبیرونه او خپل کار د رزق لامل ګڼي او له الله تعالی غافل دي. «وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النّاسِ لا یَعْلَمُونَ»

5- په دیني ټولنه کې اقتصاد هم باید معنوي او الهي اړخ ولري‏. « قالُوا نَحْنُ أَکْثَرُ أَمْوالاً. . . قُلْ إِنَّ رَبِّی یَبْسُطُ»

وَ ما أَمْوالُکُمْ وَ لا أَوْلادُکُمْ بِالَّتِی تُقَرِّبُکُمْ عِنْدَنا زُلْفی إِلاّ مَنْ آمَنَ وَ عَمِلَ صالِحاً فَأُولئِکَ لَهُمْ جَزاءُ الضِّعْفِ بِما عَمِلُوا وَ هُمْ فِی الْغُرُفاتِ آمِنُونَ«37»= او ستاسې شتمني او اولادونه ما ته د رانژدېدو لامل نه دي؛ خو نېکانو مؤمنانو ته یې د كړنو دوه ګرايه بدله ده او (په جنتي) دنګو دنګو ماڼيو كې به ډاډمن وسي.

ټکي:

* الله تعالی، ایمان، نېکې کړنې، انفاق او اخلاص ځان ته د رانږدې کېدنې وزله کړي؛ خو ځینې مال، اولاد، خېل او نژاد د قرب، نژدېوالي، نېکمرغۍ او سعادت لامل ګڼي‏.

* د تغابن سورت په ۱۵ام آیت کې لولو: ‏ «إِنَّما أَمْوالُکُمْ وَ أَوْلادُکُمْ فِتْنَهٌ وَ اللّهُ عِنْدَهُ أَجْرٌ عَظِیمٌ» = بېشکه ستاسې مالونه او اولادونه يوازې [د] ازمېښت [وزلې] دي او دا الله دى، چې ستره بدله ورسره ده.

البته د مال او اولاد یادونه د مثال په توګه دي، که نه بې له ایمان او نېکې کړنې هر څه چې وي، د قرب یا نږدې والي وزله به نه وي‏.

* هغوی چې پر مال او اولاد ډېر ویاړي، پوه دې شي چې د مال او اولاد ډېروالی تل د رزق د پراختیا نښه نه وي؛ بلکې الله تعالی ځینو ته په شتمنۍ عذاب ورکوي‏. «فَلا تُعْجِبْکَ أَمْوالُهُمْ وَ لا أَوْلادُهُمْ إِنَّما یُرِیدُ اللّهُ لِیُعَذِّبَهُمْ بِها»[65]

 پېغامونه:

1- د دښمنانو غلط تبلیغات، اندنې او تفکّرات وځوابوئ‏. کفّارو (په ۳۵ ام آیت کې) ویل: (تر ټولو) زموږ شتمني او اولادونه ډېر دي (او دا راسره د الله د مينې نښه ده) او جزايي به نشو‏. «نَحْنُ أَکْثَرُ أَمْوالاً وَ أَوْلاداً وَ ما نَحْنُ بِمُعَذَّبِینَ»، دا آیت ځواب ورکوي: مال او اولاد مو له عذابه نشي ژغورلای‏. « وَ ما أَمْوالُکُمْ وَ لا أَوْلادُکُمْ. . . »

2- الله تعالی ته نږدې والی، تل انسان ته یوه موخه ده؛ خو کله نا کله انسان دې موخې ته د رسېدو لپاره ناسمې لارې او وزلې ټاکي؛ لکه بوت پالي. «ما نَعْبُدُهُمْ إِلاّ لِیُقَرِّبُونا إِلَی اللّهِ زُلْفی»[66]، « وَ ما أَمْوالُکُمْ. . . عِنْدَنا زُلْفی»

3- د مال او اولاد او نور امکاناتو درلودل د ودې او کمال نښه نه؛ بلکې سمه ګټنه ترې کمال دی‏. « وَ ما أَمْوالُکُمْ. . . إِلاّ مَنْ آمَنَ وَ عَمِلَ صالِحاً » (هو، مال او اولاد که د ایمان او نېکې کړنې په لار کې وي، د نږدې کېدنې یا قرب وسیله ده.) «وَ ما أَمْوالُکُمْ. . . إِلاّ مَنْ آمَنَ وَ عَمِلَ »

4- که څه بدله دوه ګرایه ورکول کېږي؛ خو بیا هم د کړنې یا عمل په مقابل کې ‏ده. «جَزاءُ الضِّعْفِ بِما عَمِلُوا»

5- د هستوګنې په ټاکنه کې پر امنیت سربېره نورې ځانګړتیاوې هم په پام کې ونیسئ:

د غرفې او پورته پوړ درلودل، غوره لید، ښه رڼا او هوا‏. «فِی الْغُرُفاتِ آمِنُونَ»

6- په جنت کې هيڅ ډول ناروغي، وېره، خپګان او اندېښنه نشته‏. «آمِنُونَ»

وَ الَّذِینَ یَسْعَوْنَ فِی آیاتِنا مُعاجِزِینَ أُولئِکَ فِی الْعَذابِ مُحْضَرُونَ«38»= او هغوى چې زموږ د آيتونو په (رد او انکار) کې هڅې كوي او انګېري، چې زموږ د قدرت له منګولو به وتښتي(؛ نو) په عذاب كې به نېغ ولاړ وي

 پېغامونه:

1- هغه شتمن چې تل یې خپله شتمني د حق راپرځونې او حق بېوسه ښودنې لپاره کارولې، سزا به ورکړه شي. (تېر آیت او دې آیت ته په پامنیوي) ‏. «یَسْعَوْنَ فِی آیاتِنا»

2- دښمن تل د حق منځه وړنې لپاره هڅه کوي‏. «یَسْعَوْنَ فِی آیاتِنا»

قُلْ إِنَّ رَبِّی یَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَنْ یَشاءُ مِنْ عِبادِهِ وَ یَقْدِرُ لَهُ وَ ما أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَیْءٍ فَهُوَ یُخْلِفُهُ وَ هُوَ خَیْرُ الرّازِقِینَ«39»= ووايه: ((په حقيقت کې زما د پالونكي، چې له خپلو بندګانو چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي)، روزي يې پراخوي او (يا يې) ورتنګوي او څه چې (د الله په لار كې) ولګوئ؛ نو بدله یې دركوي (او ځاى يې ډكوي) او هغه غوره ((روزي)) وركوونكى دى.))

ټکي: ‏

* امام صادق (رح) یې وپوښت: څه چې انفاق شي الله تعالی یې تشه ډکوي، څومره چې انفاق کوم، ولې یې تشه نه ډکېږي؟! امام: « که مال حلال وي او حلال مصرف ته انفاق شي، هرومرو به جبران شي ». [67]

پردې سربېره، شونې ‏ده چې جبران یې په اخرت کې وي یا د بلا د دفع له لارې یا راروان کهول یا نسل ته یې په همدې دنیا کې بدله او یا بې د مال له لارې جبران شي‏.

* د «یَقْدِرُ» کلمه له‏ «قدر» څخه د اندازه ګیرئ او هم د سخت ګیرۍ په مانا ده. ‏ [68] خو دلته د کلمې په قرینه «یَبْسُطُ» د سخت ګیرۍ په مانا دی.

* په ۳۶ ام آیت کې هم د رزق د پراخوالي او تنګوالي مساله مطرح شوه؛ خو هلته مخاطب کفار او ددې آیت مخاطب مؤمنین دي‏.

* یو سوداګر چې وینې پانګه یې د منځه تلنې په حال کې ده، چمتو دی چې یا خپل توکي ارزانه وپلوري یا یې په نسیه وپلوري او که ښه پېرودونکی ورته پیدا شو او ویې نه پلوره؛ نو کم عقل به وي. عمر مو هم پانګه ده که د منځه تلنې په حال کې وي او الله تعالی یې رانه ګرانبیه اخلي؛ نو له الله تعالی سره معامله نه کول به کم عقلي وي‏.

* رسول الله ‏صلی الله علیه و آله وايي‏: «هره شپه غږ کوونکی غږ کوي‏: «هب للمنفق خلفاً و هب للمسک تلفا» (خدایه!) انفاق کوونکي ته بدله ورکړې او د بخیل شتمني توی کړې‏». [69]

الله تعالی غوره رازق دی‏. «خَیْرُ الرّازِقِینَ» ځکه ‏:

الف: هر څه یې په لاس کې دي او بښلای یې شي‏.

ب: بخل نه لري ‏.

ج: ټولو ته یې بښي.

د: بښنه یې بې منته او بې تمې ده ‏.

ه: تلپاتې ده ‏.

و: پر اړتیاوو پوهېږي.

ز: داسې څیزونه بښي چې نور یې د بښنې وس نه لري.

 پېغامونه:

1- د رزق توپیر دهغه په لاس کې او د انسان د روزنې او تکامل سبب دی. ( د رزق تنګوالی او پراخوالی د الله تعالی د ربوبیت له غوښتنو دی)‏ « رَبِّی یَبْسُطُ. . . وَ یَقْدِرُ»

2- انفاق مهم دی، نه مقدار یې‏. «ما أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَیْءٍ»

3- انفاق یوازې په مال نه دی؛ بلکې هر نعمت چې الله تعالی، انسان ته ورکړی، انفاق ترې کړای شي‏. «ما أَنْفَقْتُمْ مِنْ شَیْءٍ»

4- داچې د ورکړې بدله شته؛ نو دا د سخاوت لامل دی‏. ما أَنْفَقْتُمْ. . . فَهُوَ یُخْلِفُهُ

5- د رزق د اختلاف یو دلیل، د وګړیو ازمېښت دی‏. «یَبْسُطُ، یَقْدِرُ، ما أَنْفَقْتُمْ»

6- انفاقونه جبرانېږي. «فَهُوَ یُخْلِفُهُ» او الله تعالی د جبران ضامن دی‏. «فَهُوَ یُخْلِفُهُ»

7- انفاقونه په غوره توګه جبرانېږي‏. «خَیْرُ الرّازِقِینَ»

وَ یَوْمَ یَحْشُرُهُمْ جَمِیعاً ثُمَّ یَقُولُ لِلْمَلائِکَهِ أَ هؤُلاءِ إِیّاکُمْ کانُوا یَعْبُدُونَ«40»= او (درياد كړه) پر كومه ورځ، چې الله دوى ټول راغونډ كړي، بيا به پرښتې وپوښتي: ((ايا دوى تاسې لمانځلئ؟))

 پېغامونه:

1- د قیامت پر ورځ به، عابدین او خیالي معبودان یوځای راحاضرېږي‏. «یَحْشُرُهُمْ جَمِیعاً»

2- د تاریخ په یوه پېر کې پرښتې لمانځل کېدلې او ډېری بوتان د پرښتو تمثال وه‏. « لِلْمَلائِکَهِ. . . إِیّاکُمْ. . . یَعْبُدُونَ »

3- الله تعالی په قیامت کې د مشرکانو پر رټنې سربېره، معبودان پوښتي: آیا تاسې خلک شرک ته رابلل؟ چې ثابت شي، خپله معبودان هم د دې کار غندنه کوي. ‏«یَقُولُ لِلْمَلائِکَهِ أَ هؤُلاءِ إِیّاکُمْ کانُوا یَعْبُدُونَ» لکه څرنګه چې ‏عیسی علیه السلام وايي ‏: «أَ أَنْتَ قُلْتَ لِلنّاسِ اتَّخِذُونِی وَ أُمِّی إِلهَیْنِ»[70] ايا خلكو ته تا ويلي وو، چې د ((الله)) پر ځای ما او مور مې د دوو خدایانو په څېر ولمانځئ؟

قالُوا سُبْحانَکَ أَنْتَ وَلِیُّنا مِنْ دُونِهِمْ بَلْ کانُوا یَعْبُدُونَ الْجِنَّ أَکْثَرُهُمْ بِهِمْ مُؤْمِنُونَ«41»= (پرښتې) وايي: ((ته (له دې) پاك يې (چې كوم سيال ولرې)! يوازې (همدا) ته زموږ پالندوى يې، نه دوى، (موږ یې نه لمانځلو)؛ بلكې پېريان يې لمانځل او ډېرو يې ایمان پرې درلود.))

ټکي:

* ځینو مشرکینو به د خیرات ترلاسه کونې په هیله پرښتې لمانځلې؛ خو دوی زیاترو له شر ځنې د خوندي ساتنې په موخه پیریان لمانځل‏. [71]

* ښايي له جن څخه په دې آیت کې مراد شیطان وي؛ یعنې دوی به د پرښتو د لمانځنې پر ځای د شیطان لاروي کوله‏.

 پېغامونه:

1- له الله تعالی سره د خبرو ادب دې له پرښتو زده کړو‏. «سُبْحانَکَ أَنْتَ وَلِیُّنا»

2- د الله تعالی په اړه ‏”تولّی” او له غیرالله ‏”تبرّی” یو د بل په څنګ کې دي‏. «أَنْتَ وَلِیُّنا مِنْ دُونِهِمْ»

فَالْیَوْمَ لا یَمْلِکُ بَعْضُکُمْ لِبَعْضٍ نَفْعاً وَ لا ضَرًّا وَ نَقُولُ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا ذُوقُوا عَذابَ النّارِ الَّتِی کُنْتُمْ بِها تُکَذِّبُونَ«42»= (هو!) نو نن هېڅوك يو بل ته څه ګټه او زيان وررسولاى نشي او موږ [مشرکو] ظالمانو ته وايو: ((د هغه اور عذاب وڅكئ، چې دروغ مو ګاڼه.))

 پېغامونه:

1- په قیامت کې حکومت او مالکیّت یوازې د الله تعالی دی. (یو معبود – پیری، پرښته او نور- هم هېڅ ځواک نه لري، نه معبود د عابد لپاره څه کړای شي او نه عابد د معبور لپاره‏). «فَالْیَوْمَ لا یَمْلِکُ بَعْضُکُمْ لِبَعْضٍ»

2- په غېر الله پسې تګ، پر ځان ظلم دی‏. «نَقُولُ لِلَّذِینَ ظَلَمُوا»

3- څه چې د الله تعالی د لوی قهر لاملېږي، همیشنی ‏او مغرضانه دروغ ګڼل او تکذیب دی‏. «کُنْتُمْ بِها تُکَذِّبُونَ»

وَ إِذا تُتْلی عَلَیْهِمْ آیاتُنا بَیِّناتٍ قالُوا ما هذا إِلاّ رَجُلٌ یُرِیدُ أَنْ یَصُدَّکُمْ عَمّا کانَ یَعْبُدُ آباؤُکُمْ وَ قالُوا ما هذا إِلاّ إِفْکٌ مُفْتَریً وَ قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لِلْحَقِّ لَمّا جاءَهُمْ إِنْ هذا إِلاّ سِحْرٌ مُبِینٌ«43» = او چې زموږ څرګند آيتونه ورولوستل شي وايي: ((هغه يوازې يو سړى دى، چې غواړي موږ له هغه څه واړوي، چې پلرونو مو لمانځل)) او وايي: ((دا (قرآن خو) يوازې (په الله پورې) ورتړل شوي دروغ دي.)) او كافرانو ته چې كله هم حق ورغلى، ويلي يې دي: ((دا خو ښكاره كوډې دي.))

ټکي:

* د «بَیِّناتٍ» کلمه د‏ «بینه» جمع هغه دلیل ته ویل کېږي، چې حق والی یې څرګند ‏ دی. او د ‏«إِفْکٌ» کلمه هغه څه ته ویل کېږي چې اپوټه او سرچپه اړول شوي وي او له آریزې ‏بڼې اوخوتې وي.

 پېغامونه:

1- الهي آیتونه څرګند ‏دي او د کفارو نټه یې د ځېل او اینډه مارۍ له کبله ده‏. «بَیِّناتٍ»

2- د کفاور د انکار طریقې دا دي‏:

الف: د مشر سپکاوی ‏. «ما هذا إِلاّ رَجُلٌ»

ب: تور ‏. «یُرِیدُ أَنْ یَصُدَّکُمْ»

ج: د پلرونو او پخوانیو خلکو پر طریقې تکیه کول ‏. «یَعْبُدُ آباؤُکُمْ»

3- کفّارو د خپلو ورکلارو نېکونو د فکري او عملي تګلارې په مطرحولو سره نور دې ته لمسول چې د انبیاوو پر وړاندې ودرېږي‏. «یُرِیدُ أَنْ یَصُدَّکُمْ عَمّا کانَ یَعْبُدُ آباؤُکُمْ»

4- د پټو سترګو پېښې یا تقلید د انسان د پرمختګ خنډ دی ‏. «یَعْبُدُ آباؤُکُمْ»

5- کفّار هم له پېغام سره مخالف دي او هم له پېغام راوړنکي سره‏. «ما هذا إِلاّ رَجُلٌ – ما هذا إِلاّ إِفْکٌ»

6- کفّار، د خپلې بریا لپاره، له هر ډول منفي تبلیغ او ټینګاره ګټنه کوي ‏. «ما هذا إِلاّ رَجُلٌ – ما هذا إِلاّ إِفْکٌ – إِنْ هذا إِلاّ سِحْرٌ»

7- کفر، د شناخت یا پېژندنې خنډ دی‏. « قالَ الَّذِینَ کَفَرُوا لِلْحَقِّ. . . إِنْ هذا إِلاّ سِحْرٌ »

وَ ما آتَیْناهُمْ مِنْ کُتُبٍ یَدْرُسُونَها وَ ما أَرْسَلْنا إِلَیْهِمْ قَبْلَکَ مِنْ نَذِیرٍ«44»= او موږ (مخكې) دوی ته کوم اسماني كتاب وركړى نه و، چې و يې لولي او زده يې کړي او موږ تر تا وړاندې (هم) دوی ته کوم گواښگرندى [=پېغمبر] ورلېږلى نه و.

ټکي:

* د آیت مفهوم دادی چې: تر تا مخکې مو د مکې مشرکانو ته کتاب او پېغمبر نه دی ورکړی چې په لاسوند یې ستا حق او باطل تشخیص کړي. د دوی دروغ ګڼل د جهل، ځېل، اینډه مارۍ له ځاني غوښتنو او پلرونو د لاروۍ پر بنسټ دی‏.

 پېغامونه:

1- د هر مطلب نفې یا زباد باید په علم او وحې مستند وي او بې له دې دریځه، هسې تش هوس دی‏. «وَ ما آتَیْناهُمْ. . . »

2- آسماني کتابونه د تدریس او ښوونې لپاره دي‏. «کُتُبٍ یَدْرُسُونَها»

وَ کَذَّبَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَ ما بَلَغُوا مِعْشارَ ما آتَیْناهُمْ فَکَذَّبُوا رُسُلِی فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ«45»= او تر دوى مخکې کسانو (هم الهي آيتونه او پېغمبران) دروغ ګنلي ول، حال دا، دوی (ستا د قوم کافران) لا د هغه څه (قدرت او شونتیاوې) لسمې برخې ته هم نه دې رسېدلى، چې پخوانيو ته مو ورکړي وو (هو!)؛ نو زما استازي يې دروغجن وګڼل؛ نو (وګوره) چې د انکار (سزا مې) څنګه وه؟

ټکي:

* دې ته ورته آیت د غافر سورت په ۲۱ام آیت کې هم دی چې وايي: «أَ وَ لَمْ یَسِیرُوا فِی الْأَرْضِ فَیَنْظُرُوا کَیْفَ کانَ عاقِبَهُ الَّذِینَ کانُوا مِنْ قَبْلِهِمْ کانُوا هُمْ أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً وَ آثاراً» ايا (دوى) په ځمكه کې ګرځېدلي نه دي، چې تر دوى وړاندې د تېر شويو خلكو پاى يې لېدلى واى؟ تر دوى ډېر ځواكمن وو او پر ځمكه يې (مهم لرغوني) آثار پرېښي دي.

د روم سورت په ۹ ام آیت کې هم لولو: « ‏. . . کانُوا أَشَدَّ مِنْهُمْ قُوَّهً وَ أَثارُوا الْأَرْضَ وَ عَمَرُوها أَکْثَرَ مِمّا عَمَرُوها= تر دوى ډېر ځواکمن ول او تر دوى يې ځمکه (د كرنې او ابادۍ لپاره) ښه راسپړلې او ودانه كړې وه او استازيو يې څرګند دلايل ورته راوړي وو (؛ خو ترې منكر شوي او خپله سزا يې وليده) »

هو، تمدن، ځواکونه، شتمنۍ او تحولات تل د پرمختګ په حال کې نه وي؛ بلکې کله د تېرو خلکو امکانات او ځواک هم ډېر و‏.

 پېغامونه:

1- له تاریخ څخه خبرېدنه، سترې ستونزې آسانه برېښوي او زغمل یې آسانوي. « کَذَّبَ الَّذِینَ مِنْ قَبْلِهِمْ. . . فَکَذَّبُوا رُسُلِی »

2- کله نا کله باید د دښمن سپکاوی وشي. « وَ ما بَلَغُوا مِعْشارَ. . . »

3- کفّارو پر خپل ځواک او شتمنۍ د ملاتړ له لارې له حقه انکار کاوه او الله تعالی وویل: ستاسې شتمني دهغوې لسمې برخې ته هم نه ده وررسېدلي‏‏. « وَ ما بَلَغُوا مِعْشارَ. . . »

4- ستر تمدنونه او خلک د انبیاوو د دروغ ګڼلو له وجې پوپناه شول. (د مکې مشرکان خو هېڅ هم نه دي، مه اندېښمنېږه‏.) «فَکَذَّبُوا رُسُلِی فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ»

5- د ټولو اقوام په اړه الهي قانون یو شانته دی. «فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ»

6- باید کله نا کله په روزنه او هدایت کې له ګواښه (هغه هم مبهم ګواښ) ګټنه وشي‏. «فَکَیْفَ کانَ نَکِیرِ»

قُلْ إِنَّما أَعِظُکُمْ بِواحِدَهٍ أَنْ تَقُومُوا لِلّهِ مَثْنی وَ فُرادی ثُمَّ تَتَفَکَّرُوا ما بِصاحِبِکُمْ مِنْ جِنَّهٍ إِنْ هُوَ إِلاّ نَذِیرٌ لَکُمْ بَیْنَ یَدَیْ عَذابٍ شَدِیدٍ«46» = ووايه: ((زه يوازې د يوې خبرې نصيحت درته كوم چې: تاسې د الله لپاره دوه دوه يا يو يو راپاڅئ، بيا غور او فكر وكړئ، چې دا ستاسې ملګرى [= محمد صلی الله علیه و آله و سلم] هېڅ لېونتوب نه لري، هغه خو یوه د سخت (الهي) عذاب وړاندې تاسې ته گواښگرندى دى.))

 پېغامونه:

1- د انبیاوو یوه دنده، خلکو ته موعظه کول و‏. «أَعِظُکُمْ»

2- تش په خبرو بسیاینه مه کوئ، راپاڅئ. «تَقُومُوا»

3- څه چې مهم دي د الله تعالی لپاره نږه/ خالصانه پاڅون دی، د کسانو شمېره پکې اصلي ونډه نه لري‏. «تَقُومُوا لِلّهِ مَثْنی وَ فُرادی»

4- پاڅون درې عنصرو ته اړتیا لري‏:

خلوص، «لِلّهِ» مشر‏، «بِصاحِبِکُمْ» فکر او کړلار. «تَتَفَکَّرُوا»

هغه خوځښتونه او انقلابونه چې د الله تعالی لپاره نه وي او د کینو، عقدو او هوسونو او شتمنۍ لاس ته راوړنې لپاره وي، تر مقصده نه رسي. که انقلاب له فکر او پراخې کړلارې سره نه وي او یا داچې الهي مشر له انقلابيونو سره، ملګری او مصاحب نه وي، کومې پایلې ته نه رسي او پایښت او برکات به و نه لري.

5-پېغمبر د روحي کمزورتیا کوشنی ټکی هم نه لري. هغه کلونه ستاسې په منځ کې ژوند کړی او ټول یې په عقل او درایت پېژنئ او لیونی ورته ویل بې فکري ده ‏. «تَتَفَکَّرُوا ما بِصاحِبِکُمْ مِنْ جِنَّهٍ»

6- الهي مشر له خلکو سره همناستی او همژبی دی ‏. «بِصاحِبِکُمْ»

7- الله تعالی د پېغمبرانو ملاتړی دی او تورونه ترې لرې کوي‏. «ما بِصاحِبِکُمْ مِنْ جِنَّهٍ»

8- سره له دې چې د پېغمبرانو کار زیرګري او ګواښګرندي ده؛ خو ګواښګرندۍ ته د قرآن ډېره پاملرنه ده؛ ځکه غافلین ګواښګرندۍ ته ډېره اړتیا لري‏. «إِنْ هُوَ إِلاّ نَذِیرٌ»

9- د انبیاوو ګواښګرندي د خلکو په ګټه ده‏. «نَذِیرٌ لَکُمْ»

10- عذاب مو مخې ته پروت دی، که د الله تعالی په لار کې پاڅون و نه کړئ، هم به په دنیا کې راګېر شئ او هم قیامت لرې نه دی‏. «بَیْنَ یَدَیْ عَذابٍ»

قُلْ ما سَأَلْتُکُمْ مِنْ أَجْرٍ فَهُوَ لَکُمْ إِنْ أَجْرِیَ إِلاّ عَلَی اللّهِ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ«47»= ووايه: ((که کومه بدله مې درنه غوښتې وي؛ نو هغه دې همدا ستاسې وي؛ اجر مې يوازې پر الله دى او هغه پر هر څه شاهد دى.))

ټکي:

* په قرآن کې څو ځل دا خبره راغلې چې انبیاوو له خلکو بدله نه غوښته. په شعرا سورت کې له ۱۰۰ ام څخه تر ۱۸۰ام آیت پورې دا مطلب د بېلابېلو پېغمبرانو له ویناوو تکرار شوی دی؛ خو د اسلام پېغمبر په دوه ځایونو کې د بدلې او اجر غوښتنه کړې ده: یو ځل یې وویل: «قُلْ لا أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ أَجْراً إِلاَّ الْمَوَدَّهَ فِی الْقُرْبی»[72] ((په دې چار (رسالت) هېڅ بدله درځنې نه غواړم؛ خو د خپلوانو (په باب) مینه [/اهلبیت مې])) او بل ځل د فرقان سورت په ۵۷ ام آیت کې یې وویل: «قُلْ ما أَسْئَلُکُمْ عَلَیْهِ مِنْ أَجْرٍ إِلاّ مَنْ شاءَ أَنْ یَتَّخِذَ إِلی رَبِّهِ سَبِیلاً» ووايه: ((زه په دې (= د دين په رسونه) هېڅ ډول بدله درځنې نه غواړم؛ خو (بدله مې داده) چې که څوک غواړي (؛ نو) د خپل پالونكي لوري ته دې لار غوره کړي.))

تر بحث لاندې آیت د پورتنیو آیتونو ټولون دی چې پېغمبر ‏اکرم صلی الله علیه و آله دا اعلانول غواړي چې: که بدله درنه غواړم چې له اهل بیتو سره مینه وکړئ، له دې کبله دي چې ددې بدلې ګټه خپله تاسې ته درګرځي. «فَهُوَ لَکُمْ» ځکه څوک چې د پېغمبر اکرم (ص) د اهل بیتو مینوال وي او لاروي یې وکړي؛ نو د الله تعالی د لارې لاروي به یې کړې وي. «إِلاّ مَنْ شاءَ أَنْ یَتَّخِذَ إِلی رَبِّهِ سَبِیلاً»؛ نو ددې بدلې ګټه تاسې ته درګرځي مثال یې د هغه ښوونکي په څېر دی چې خپلو زده کړیالانو ته ووايي چې له تاسې بدله نه غواړم؛ خو بې له دې چې درس مې ښه زده کړئ، چې ددې خبرې ګټه خپله زده کړیالانو ته وررسي.

 پېغامونه:

1- باید الهي مبلّغان، خلکو ته خپله ‏بې تمي اعلان کړي‏. ( په درېیو آیتونو کې چې د رسالت په بدلې پورې اړوند ده د «قُلْ» په کلمه پېغمبر یې پر څرګندونې‏ مأمورېږي‏.) « قُلْ. . . إِنْ أَجْرِیَ إِلاّ عَلَی اللّهِ »

2- څه چې ناوړه دي د بدلې غوښتنه ده؛ خو که خپله خلکو په مینه او رضا د الله تعالی د دین مبلغ ته ډالۍ ورکړه؛ نو دا بېل حساب لري. وايي: ‏«ما سَأَلْتُکُمْ» او نه وايي: نه یې اخلم. ‏

3- د خبرې د اغېز شرط دادی چې خلک، مشر زړه سواندی او مخلص وګڼي. «إِنْ أَجْرِیَ إِلاّ عَلَی اللّهِ» (که مشر له خلکو مادي توقع ولري، ټولنه به یې و نه زغمي: «أَمْ تَسْئَلُهُمْ أَجْراً فَهُمْ مِنْ مَغْرَمٍ مُثْقَلُونَ» يا داسې مزدوري ترې غواړې، چې وركړه يې ورته درنه ده. ‏)

4- د الله تعالی د لارې ټاکل او د اهل بیتو مودت او مینه چې د رسالت بدله ده‏، په حقیقت کې خپله د خلکو پر ګټه ده، نه د پېغمبر اکرم (ص) ‏. «فَهُوَ لَکُمْ»

5- څوک چې الله تعالی پر خپلو اعمالو ناظر او شاهد وګڼي، بې له هغه بل ته هیلمن نه وي. «إِنْ أَجْرِیَ إِلاّ عَلَی اللّهِ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ»

6- د ناوړه ګومانونو د له منځه تلنې لپاره، الله تعالی دې پر خپل صداقت ګواه ونیسو. «إِنْ أَجْرِیَ إِلاّ عَلَی اللّهِ وَ هُوَ عَلی کُلِّ شَیْءٍ شَهِیدٌ»

قُلْ إِنَّ رَبِّی یَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلاّمُ الْغُیُوبِ«48»= ووايه: ((په حقيقت كې زما پالونكى (د خپلو پېغمبرانو پر زړونو) حق وراچوي او (هغه) په پټو (خوالو) ډېر ښه خبر دى.))

 پېغامونه:

1- د حق تحقّق او د باطل له منځه تګ د الله تعالی د ربوبیت له شئونو ځنې دی. «إِنَّ رَبِّی یَقْذِفُ بِالْحَقِّ»

2- حقّ باید پر باطل یرغل وکړي او له منځه یې یوسي. ( «یَقْذِفُ» د توغونې او یرغل په مانا دی‏.)

3- پر باطل د حق بریا له الهي قوانینو ده‏. «إِنَّ رَبِّی یَقْذِفُ بِالْحَقِّ»

4- د حق احقاق او د باطل ابطال پراخو معلوماتو ته اړتیا لري‏. «عَلاّمُ الْغُیُوبِ»

قُلْ جاءَ الْحَقُّ وَ ما یُبْدِئُ الْباطِلُ وَ ما یُعِیدُ«49»= ((حق (اسلام) راغی او باطل (معبودان) نه ( د کوم نوي څیز) پیلوونکي دي او نه ( د تېر حالت سنبالنې ته) ورستنېدونکي)).

قُلْ إِنْ ضَلَلْتُ فَإِنَّما أَضِلُّ عَلی نَفْسِی وَ إِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِما یُوحې إِلَیَّ رَبِّی إِنَّهُ سَمِیعٌ قَرِیبٌ«50»= ووايه: ((که بېلارې شوى وسم؛ نو زيان يې زما پر غاړه دى او که پر سمه لار يم؛ نو د هغې وحې برکت دى، چې زما پالونکى يې راته کوي، چې هغه نژدې اورېدونکى دى.))

ټکي:

* حضرت ابن مسعود (رض) وايي: په مکه کې ۳۶۰ بوتان وه چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د مکې د سوبې پر ورځ یو په بل پسې پر ځمکه راګوزارول او دا آیت یې لوسته: « قُلْ جاءَ الْحَقُّ. . . » [74]

* پوښتنه: د قرآن او حق پېغمبر په راتګ سره، باطل ولې لا تراوسه پاتې دی؟‏

ځواب: منطقي او علمي حاکمیت بې له عملي او اجرايي حاکمیته دی، څه چې په الله تعالی پورې اړه لري د حق رالېږل دي او څه چې په موږ پورې اړه لري پر حق عمل او اجرا کول دي، چې داسې مو نه دي کړي. هو د ناروغ روغوالی په سمې نسخې او د درملو په خوړلو پورې تړلي، چې یوه د ډاکتر دنده ده او بله د ناروغ دنده.

 پېغامونه:

1- حقّ پر باطل بریالی دی‏. «جاءَ الْحَقُّ وَ ما یُبْدِئُ الْباطِلُ وَ ما یُعِیدُ»

2- قرآن له غیبو او راتلونکې خبر ورکوي. «وَ ما یُبْدِئُ الْباطِلُ وَ ما یُعِیدُ»

3- بې الهي وحې ان پېغمبر هم د انحراف په درشل کې دی. «إِنْ ضَلَلْتُ فَإِنَّما أَضِلُّ عَلی نَفْسِی وَ إِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِما یُوحې»

4- د انحراف ناوړه خطرونه او اغېزې خپله انسان ته ورګرځي. «أَضِلُّ عَلی نَفْسِی»

5-الله تعالی هم وحې لېږي او هم یې پر ابلاغ څارنه کوي. «فَبِما یُوحې إِلَیَّ رَبِّی إِنَّهُ سَمِیعٌ قَرِیبٌ»

وَ لَوْ تَری إِذْ فَزِعُوا فَلا فَوْتَ وَ أُخِذُوا مِنْ مَکانٍ قَرِیبٍ«51»=او كه (كافران) هغه مهال ووينې، چې وېرې اخستې او (له الهي عذابه) تښتېداى نشي او له نژدې ځايه (چې ان انتظار يې هم نه درلود) نيول كېږي (؛ نو له بېوسۍ به يې حيران شې)!

وَ قالُوا آمَنّا بِهِ وَ أَنّی لَهُمُ التَّناوُشُ مِنْ مَکانٍ بَعِیدٍ«52»=او وايي: [اوس] ((موږ په دې (حق = قرآن، قيامت، پېغمبر) ايمان راوړ))؛ خو دوى به له (دغسې) لرې ځايه څنګه (ايمان ته) لاسرسی پيدا کړي؟

ټکي:

* په دې آیت کې د سورت تر پایه د مشرکانو د ځنکدن بوږنوړې وضع انځور شوې ده.

* د «تناوش» کلمه له ‏«نوش» څخه په اسانه توګه د یوه څیز اخستل دي.

* د شیعه او سنّی په تفاسیرو کې داسې روایتونه راغلي چې ‏رسول اکرم صلی الله علیه و آله دا آیتونه د حضرت مهدي د پاڅون پر مهال پر سفیاني خروج تفسیر کړي، چې الله تعالی یې له نږدې ځایه پوپناه کوي‏.

* له «مَکانٍ قَرِیبٍ» ځنې مراد دنیا او له «مَکانٍ بَعِیدٍ» ځنې مراد آخرت دی.

 پېغامونه:

1- د مشرکانو نارې سورې، مرسته غوښتنه، د دوی ستونزه نه هواروي‏. «فَزِعُوا فَلا فَوْتَ» مشرکان سرپناه نه لري‏.

2- هر کافر د خطر احساسونې په شېبه کې ایمان راوړي؛ خو څه ګټه ورته نه لري‏. ( انتخابي ایمان ارزښت لري نه اضطراري ایمان ‏.) «أُخِذُوا مِنْ مَکانٍ قَرِیبٍ – قالُوا آمَنّا»

3- مړینه چې چېرې راشي، سملاسي انسان رانیسي. «مَکانٍ قَرِیبٍ»

4- د مشرکانو عذاب او عقوبت له همدې نړۍ پېلېږي‏. «مَکانٍ قَرِیبٍ»

5- دنیا ته ستنېدل او د تېرو جبرانول یوه لرې او ناشونې لار ده. «مَکانٍ بَعِیدٍ»

وَ قَدْ کَفَرُوا بِهِ مِنْ قَبْلُ وَ یَقْذِفُونَ بِالْغَیْبِ مِنْ مَکانٍ بَعِیدٍ«53»=او حال دا، ړومبی (چې په پوره ازادۍ كې ول) پرې کافران شوي وو او دوی( بې غوره) له لرې لرې په ناليدليو د انکار غشي ورايشتل.

وَ حِیلَ بَیْنَهُمْ وَ بَیْنَ ما یَشْتَهُونَ کَما فُعِلَ بِأَشْیاعِهِمْ مِنْ قَبْلُ إِنَّهُمْ کانُوا فِی شَکٍّ مُرِیبٍ«54»=او (په پاى كې) د دوى او هيلو ترمنځ يې [د بېلتون] پرده اچول كېږي؛ لكه چې لا ړومبی یې په ورته ډلو کې دا کار شوى و؛ (ځكه) چې هغوى [هم د قيامت په اړه] سخت شكمن وو.

 پېغامونه:

1- هغوی چې پرون په پېغمبر او قرآن پورې تور پورې کاوه، نن په سختۍ کې راګېر دي او ایمان راوړي؛ خو څه ګټه ورته کوي؟ «وَ قَدْ کَفَرُوا – وَ یَقْذِفُونَ»

2- کفّارو له پېغمبر او قرآن څخه سمه پېژندنه نه درلوده، تورونه یې په تپه تیاره کې له لرې د غشي ایشتنې په شان وه. «یَقْذِفُونَ بِالْغَیْبِ مِنْ مَکانٍ بَعِیدٍ»

«و الحمد لِلّه ربّ العالمین»

[1]. تفسیر کبیر فخر رازي

[2] -. یونس، 10

[3] – ص، 18.

[4] – نمل، 15

[5] – بقره، 251

[6] – اسراء، 55

[7] – ص، 26.

[8] -. ص، 20

[9] – نمل، 16

[10] – ص، 20.

[11] – ص، 26.

[12] – نمل، 16

[13] – ص، 30.

[14] – کافي ۵ټ، ۷۴ مخ، او نورالثقلین تفسیر، ۳ټ، ۴۴۶ مخ له راهنما تفسیر اخستل شوی

[15] – ص، 37.

[16] – نمونه تفسیر له تورات څخه په نقل، لومړی کتاب‏

[17] – راهنما تفسیر

[18] – المیزان تفسیر

[19] -. احقاف، 15

[20] – نمل، 40

[21] – نمل، 36

[22] – انبیاء، 79

[23] – نمل، 16.

[24] – نمل، 17.

[25] – نمل، 20.

[26] – نمل، 28

[27] – نمل، 40.

[28] – ص، 35.

[29] – ص، 25.

[30] – ص، 37

[31] – نهج البلاغه، ۱۸۲ مه خطبه

[32] – مجمع البیان

[33] – بقره، 63-73

[34] – توبه، 40

[35] – مائده، 31.

[36] -. نمل، 28

[37] – فیل، 3.

[38] – اعراف، 107

[39] – صافات، 142

[40] – سبأ، 14

[41] – کهف، 18.

[42] – بقره، 260

[43] – بقره، 259

[44] – حج، 36.

[45] – غاشیه، 17

[46] – مائده، 94.

[47] – اعراف، 73

[48] – اعراف، 133

[49] – بقره، 172

[50] – حج، 28.

[51] – مؤمنون، 51

[52] – اعراف، 31

[53] – طه، 124

[54] – قمر، 2

[55] – اسراء، 83

[56] – ص، 67-68

[57] – بقره، 261

[58] – همان، 155.

[59] – نمونه تفسیر

[60] – مفردات راغب

[61] – نمونه تفسیر

[62] – المیزان تفسیر

[63] – مجمع البیان

[64] – بحار، ۷ټ، ۱۸۸ مخ.

[65] – توبه، 55.

[66] – زمر، 3

[67] – نورالثقلین تفسیر او کافي ۲ټ، ۴۸۶ مخ

[68] – مفردات راغب

[69] – مجمع البیان

[70] – مائده، 116

[71] – المیزان تفسیر

[72] – شوری، 23

[74] – مجمع البیان

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
​
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست