نعت شریف محمد مصطفی، دا زمونږ رهنما بالا دې تر هر چا خاتم الانبیاء د لولاک تاج پر سر، معجزې د نبي محبوب دې د الله منور په رڼا خالق جوړ کړې جهان په قدرت او کمال محبت و ښکاره د رسول خدا منل شوی حدیث د رسول مقبول ښایسته آراسته په کردار دی […]
نعت شریف
محمد مصطفی، دا زمونږ رهنما
بالا دې تر هر چا خاتم الانبیاء
د لولاک تاج پر سر، معجزې د نبي
محبوب دې د الله منور په رڼا
خالق جوړ کړې جهان په قدرت او کمال
محبت و ښکاره د رسول خدا
منل شوی حدیث د رسول مقبول
ښایسته آراسته په کردار دی پیشوا
پر حق ټینګ و ولاړ، په شهرت شو امین
په اخلاق حمیده، مودب په وینا
اسلام دین دی د راستی محبت، صداقت
میراث پاتې له ده صدق صفا
مهربان پر امت دا زموږ مربي
هم شافع هم رویدار دی په ورځ د جزا
لویه خدایه ربه! توفیق غواړم له تا
ګویان ژبه مې وي په درود، په ثنا
پوهیار ویاړي مدام په نامه د نبي
افتخار د امت په دنیا په عقبا
سرچینه : ګلونه رنګارنګ، شاعر: الحاج راز محمد پوهیار فاریابي