تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د توحيد ډولونه ١_ذاتي توحيد؛يعنې خداى ته ورته بل نشته . ٢_صفاتي توحيد؛يعنې د خداى علم،قدرت،حيات او … په څېر ‏صفات د هغه د ذات په څېر دي : ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ. اللَّهُ الصَّمَدُ. لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ. وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ)) (١٩) ٣_عبادي توحيد؛يعنې بې له څښتنه بل […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د توحيد ډولونه

١_ذاتي توحيد؛يعنې خداى ته ورته بل نشته .

٢_صفاتي توحيد؛يعنې د خداى علم،قدرت،حيات او … په څېر ‏صفات د هغه د ذات په څېر دي : ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ. اللَّهُ الصَّمَدُ. لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ. وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ)) (١٩)

٣_عبادي توحيد؛يعنې بې له څښتنه بل د عبادت وړ نه دى : ((وَمَا أَرْسَلْنَا مِن قَبْلِكَ مِن رَّسُولٍ إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ)) (٢٠).

٤_افعالي توحيد؛يعنې داچې په هستۍ کې ټول کارونه د څښتن په امر کېږي،چې دا توحيد دوه ډوله دى :

الف: د خالقيت توحيد؛يعنې د ټولو موجوداتو پنځوونکى خدای (ج) دى: ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ هَلْ مِنْ خَالِقٍ غَيْرُ اللَّهِ)) (٢١) ((ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ)) (٢٢)

ب: د ربوبيت توحيد؛يعنې د پيدايښت اداره او تدبير د خداى په لاس کې ده : ((قُلْ أَغَيْرَ اللّهِ أَبْغِي رَبًّا وَهُوَ رَبُّ كُلِّ شَيْءٍ )) (٢٣) ((قُلْ مَن يَرْزُقُكُم مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ أَمَّن يَمْلِكُ السَّمْعَ والأَبْصَارَ وَمَن يُخْرِجُ الْحَيَّ مِنَ الْمَيِّتِ وَيُخْرِجُ الْمَيَّتَ مِنَ الْحَيِّ وَمَن يُدَبِّرُ الأَمْرَ فَسَيَقُولُونَ اللّهُ فَقُلْ أَفَلاَ تَتَّقُونَ )) ( ٢٤ )

 د خداى توصيف

١_خداى بې سارى دى : ((لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ البَصِيرُ)) (٢٥).

٢_خداى مطلق بې اړې دى؛خو ټول ورته اړين دي : ((يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنتُمُ الْفُقَرَاء إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ)) (٢٦).

٣_خداى په ظاهري سترګو نه ليدل کېږي : ((لاَّ تُدْرِكُهُ الأَبْصَارُ)) (٢٧)

٤_خداى له هر څه خبر دى : ((إِنَّ اللّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا)) (٢٨).

٥_خداى پرهر څه واک لري : ((تَبَارَكَ الَّذِي بِيَدِهِ الْمُلْكُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ )) (٢٩)

٦_خداى په هر ځاى کې دى : ((فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ)) (٣٠).

٧_خداى د ټولو له ذهنونو خبر دى : ((وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ)) (٣١).

٨_خداى د ورمېږ تر رګه انسان ته ډېر نږدې دى : ((وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ)) (٣٢ ).

٩_خداى پر خپل ذات قايم دى : ((اللّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ)) (٣٣).

١٠_څښتن سپک او دروند ټينګ ولاړ او خوب نه وړي : ((لا تخذه سنة ولا نوم)) (٣٤).

١١_د ټولې هستۍ خالق دى : ((لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ خَالِقُ كُلِّ شَيْءٍ)) (٣٥).

١٢_د ټولې هستۍ مالک دى : ((لِلّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا فِيهِنَّ)) (٣٦) .

١٣_ د ټولو موجوداتو ښوونه او روزنه يې په لاس کې ده:(( فَلِلَّهِ الْحَمْدُ رَبِّ السَّمَاوَاتِ وَرَبِّ الْأَرْضِ رَبِّ الْعَالَمِينَ)) (٣٧).

١٤_مرګ او ژوند د خداى په لاس کې دى:((وَاللّهُ يُحْيِي وَيُمِيتُ)) (٣٨).

١٥_ د هستۍ ټول نظام ورته تسليم دى : ((وَلَهُ أَسْلَمَ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ طَوْعًا وَكَرْهًا وَإِلَيْهِ يُرْجَعُونَ)) (٣٩).

١٦_شريک او سارى نه لري:((لَمْ يَتَّخِذْ وَلَدًا وَلَم يَكُن لَّهُ شَرِيكٌ.)) (٤٠).

١٧_ټول ورته اړين دي : ((يَسْأَلُهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ)) (٤١).

١٨_عزت او ذلت يې په لاس کې دى:((قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ)) (٤٢).

١٩_ټولو ته روزي ورکونکى دى : ((إِنَّ اللَّهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ )) (٤٣) او ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ إِلاَّ عَلَى اللّهِ رِزْقُهَا)) (٤٤) .

 توسل

آيا له پېغمبر (ص) او اهل بيتو سره يې توسل شرک دى ؟

که خپل شاوخوا ته پام وکړو؛نو پوه به شو،چې د هستۍ د چارو ترسره کېدل پر اوزارو ،وسايلو او په بله وينا توسل دى. که باران ورېږي؛نو په ورېځ دی او ورېځ د اوبو له بخاره په لمر رامنځ ته کيږي.

په يو روايت کې راغلي:څښتن له دې مخ اړوي،چې چارې بې له سبب او علته وشي او څښتن هر کار ته واسطه او علت ټاکلى دى (٤٥).

که څه هم شفا او درملنه د خداى له لوري ده : ((وَإِذَا مَرِضْتُ فَهُوَ يَشْفِينِ)) (٤٦)؛خو همدا شفا څښتن په شاتو کې ايښې ده : ((فِيهِ شِفَاء لِلنَّاسِ)) (٤٧)

که هم څه د چارو تدبير د خداى په لاس کې دى ((يُدَبِّرُ الأَمْرَ)) (٤٨)؛خو پرښتې د تدبير واسطې دي : ((فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا )) (٤٩) .

د توسل په هکله قرآن شريف وايي:(( وَابْتَغُواْ إِلَيهِ الْوَسِيلَةَ)) (٥٠) خداى ته د نږدېدو لپاره وسيله پيدا کړئ. اوس پوښتنه دا ده،چې دا وسيله څه ده؟ خداى په دې آيت کې د وسيلې ډول نه دى ټاکلې او په مطلق ډول يې ويلي دي؛ځکه وسيله هر څه کېداى شي،چې موږ خداى ته نږدې کوي .

 د پېغمبرانو او اولياو واسطه کول

ځينې وايي :که د چا نوم د خداى د نوم په څنګ کې واخلئ؛نو شرک دې کړى دى .

که دا خبره سمه وي؛نو نعوذباالله پخپله خداى مشرک دى؛ځکه د توبې د سورت په ٧٤ آيت کې وايي : ((وَمَا نَقَمُواْ إِلاَّ أَنْ أَغْنَاهُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ مِن فَضْلِهِ))؛يعنې خداى او استازي يې هغوى مړه خوا کړل او په بل ځاى کې وايي : ((اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنفُسَ)) (٥١)؛يعنې خداى ساه ګانې اخلي او بيا وايي : ((يَتَوَفَّاكُم مَّلَكُ الْمَوْتِ)) (٥١) ملک الموت له تاسې ساه اخلي؛نو واسطه درلودل نه يوازې شرک نه دى؛بلکې د هستۍ بنسټ پرې ولاړ دى .

 په پېغمبر اکرم (ص) او اهل بيتو يې توسل

ځينې وايي :پېغمبر (ص)،چې ومړ ؛نو مړ شو،ښخ شو او خاورې شو.

په ځواب کې وايو : وړومبى داچې موږ دا خبره نه منو او دويم داچې که فرض مهال و مو منله؛نو موږ خو د خداى د استازي (ص) مقام ته توسل کوو او مقام مړينه او ژوند نه لري . د “ابوعلي سينا بلخي” مقام خوندي دى؛که ژوندى وي که نه وي. پردې سربېره،ګروهمن يو،چې پېغمبر (ص) او دولس امامان ژوندي دي .قرآن شريف وايي: ((وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتًا بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ )) (٥٣) .

 د توسل جواز ته بل دليل

د قرآن شريف پر آيتونو سربېره ،چې توسل يې جايز ګڼلى،د حاجتونو پوره کېدل هم په تجربي توګه د توسل جواز ته دليل دى. په مليونو مؤمن انسانان ګروهمن دي،چې اهل بيتو او پېغمبر (ص) ته په توسل يې خپل حاجتونه لاس ته راوړي؛نو که دا چارې شرک وي؛نو ولې حاجتونه له دې لارې پوره کېږي او داسې دعاګانې قبلېږي؟ولې راسره مرسته کوي؟ آيا هغوى او خداى موږ شرک ته رابولي؟

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست