تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه پينځګونې فقه حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري ليکوال: محمد جواد مغنيه      ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد موضوع : تیمم تيمم جايزوونكي دلايل،تيمم په څه څه پكار دى؟ د تيمم څرنګوالى او ځانګړي احكام يې. د تيمامه اسباب : د هغه روغرمټ او حاضر سړى په باب چې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

پينځګونې فقه

حنفي،شافعي،مالکي،حنبلي، جعفري

ليکوال: محمد جواد مغنيه     

ژباړن: ارواښاد محمد انور وليد

موضوع : تیمم

تيمم جايزوونكي دلايل،تيمم په څه څه پكار دى؟ د تيمم څرنګوالى او ځانګړي احكام يې.

د تيمامه اسباب :

د هغه روغرمټ او حاضر سړى په باب چې په خپل استوګنځي كې اوبه ونۀ مومې، مذهبونه سره ويشلى دي،چى تيمم ووهي كه نه؟ يعنې كه اوبه ونۀ مومي ايا په سفر او رنځورۍ كې تيمم مباح دى او كه په هر حال كې؟ حتى په روغتيا او اقامت يا حضر كې هم؟

ابوحنيفه ويلي دي: كه يوه روغرمټ سړي په خپل استوګنځي كې اوبه ونۀ موندې، تيمم  دې نۀ وهي او لمونځ دې نۀ كوي. (1) د مائدې سورت په (9) ايت كي وايي:

” و ان كنتم مرضى او على سفر او جا‌ء احدكم من الغائط او لا مستم النسا فلم تجدوا ماء فتيمموا”

( كه ناروغ يا په سفر كې وي او يا مو كوم يوه ته اودس ماتى (غټ يا وړوكى) درغى او يا مو پر ښځه (د شوق له مخى) لاس ولګېده، او اوبه مو ونه موندې؛ نو تيمم ووهئ.)

د دې ايت په حكم څرګندېږي،چې كه اوبه نۀ وي او ناروغ او مسافر نۀ وى، نو تيمم مو نۀ كېږي، نو پر روغرمټ او مېشت (مقيم) سړي د اوبو په نشتوالي كى لمونځ فرض  ندى؛ ځكه بې اودسه دى او لمونځ بې له اوداسه نۀ كېږي.

نور مذهبونه پردې يوه خوله دي،چې كه چا اوبه ونۀ موندې، واجب دي،چى تيمم ووهى. او لمونځ وكړي. مسافر وي، كه نۀ وي، روغ وى كه نۀ وي، په ټولو مذهبونو كى د متواتر حديث “ان الصعيد الطيب طهور المسلم، و ان لم يجد الماء عشر سنين”

له دې امله چى په پخوانيو سفرونو كې به زياتره د اوبو نشتوالى و، له ايته يې د سفر خبره ايستلې ده.

له امام ابوحنيفه چې څه رانقل شوي، بشپړ دي، د مسافر او ناروغ حال تر هغه مېشت (مقيم) روغ بتر دى، پر هغوى دواړو (مسافر او ناروغ) لمونځ فرض دى او پر دغو (ناپاكو) ندى.

شافعيانو او حنبليانو ويلي دي: كه پوره اوداسه ته اوبه نۀ وې، واجب دي چې څومره اودس پرې كېږي،ودې شي او پاتې غړيو ته دي تيمم وشي؛يعنى كه د مخ د وينځلو هومره اوبه ورسره وي، ودې وينځي او پاتې ته دې تيمم ووهي.

نورو مذهبونو ويلي دي: كه اوبه ټول اوداسه ته بسنده نۀ وي؛نو ټول تيمم دې وشي. په هر حال نن سبا د اوبو د نشتوالي انديښنه بيځايه ده.ځكه نن سبا په هر ځاى او هر چاته مسافر وي كه مېشت، اوبه پرېمانه دي. كه نن سبا د فقهاوو دا ټينګار له منځه وتلې خبره ده، ځكه د اوبو شتوالي، يا د نشتوالي په صورت كې د اوبو اندازې او لټون،يا د ځان، مال، پت، غلو، ځناورو پرې يا د اوبو پر لټون كې د څاه شتوالى؛ خو د بوكې (سلواغې) نشتوالي،يا له عادلانه بيې د اوبو د بيې ګرانوالي د اوبو په تر لاسه كولو كې د مسافر ستونزې زياتولې.

روغتيا ته پاملرنه :

ټول مذهبونه يوه خوله دي، چې كه د اوبو كارول روغتيا ته زيانمن او پرې د زيان شك كېدونكى وي، يا دا چې څوك د ناروغۍ له سختېدو،يا اوږدېدو، يا د درملنې (معالجې) له ګرانوالي وېره لري؛ نو له زيانه ژغورنى ته دې تيمم ووهي.

مساله- كه له اوبو د ګټې اخيستنې وخت كم وي، لكه دا چې سهار ناوخته راپاڅېدلى وي، كه اودس كوي لمونځ ترې قضا كېږي؛ خو په تيمم د لمانځه وخت لاندې كولاى شى؛ ايا تيمم ووهى كه اودس وكړي؟

مالكيانو او اماميانو ويلي دي: لمونځ دې په تيمم وكړي؛خو راودې يې ګرځوي.

شافعيانو ويلي دي: د اوبو په شتوالي كې په هيڅ حال كې تيمم جايز ندى.

حنبليان سفر او نۀ سفر سره جلا كوي او وايي چې، كه داسې پيښه په سفر كې وشي، لمونځ دې په تيمامه وكړي او راګرځول (اعاده) نلري؛خو په اقامت (حضر) كى روا ندي.

حنفيانو ويلى دي: د موقتو نفلي لمونځونو لكه تر ماسپښين او ماښام وروسته لمونځونو ته تيمم جايز ندى؛خو په ورځينو لمونځونو كې د اوبو له شتوالي سره، كه وخت هم وي، تيمم مباح ندى، بلكې اودس دې وكړي او لمونځ دې قضا كړي. كه د لمانځه د وخت د لاندې كولو يا رانيولو ته يې تيمم وواهه؛ نو لمانځه اعاده يې پرې واجب ده.

تيمم په څه څه كېږي؟

مذهبونو منلى ده، چې تيمم پر پاكه خاوره واجب دى،ځكه الله تعالى فرمايلي دي: “فتيمموا صعيدا طيبا” ( پر پاكه خاوره يا ځمكه تيمم ووهئ) او د دې حديث “خلقت الارض سجدا و طهورا” (ځمكه پاكه او سجده ځاى شته شوېده) له مخى “طيب” په اّيت كى همدا اودس دى او “طهور” هغه دى،چې پليتي او ناولتيا نۀ وي وررسېدلې؛خو د “صعيد” په معنى كې سره وېشلي دي.

حنفيانو او يو شمېر اماميانو دا پايله را ايستلى ده،چې “صعيد” د ځمكې مخ ته وايي او وايې چې: تيمم پر خاوره، ريګ او تيږه جايز دى او پر كاني موادو لكه چونه،مالګه او نورو مخلوطو معدني موادو ندې روا.

حنبليانو صعيد يواځې خاورې ته ويلى دى او د نورو په نزد پر شګه او تيږه تيمم روا نۀ وى؛خو له دې ټولو سره سره اماميانو ويلي دي: د اړتيا پر وخت تيمم پر شګه او غټو تيږو روا دى.

مالكيانو “صعيد” له خاورې شګې، لويو تيږو كنګل او هغو كانونو سره چې ځاى پر ځاى شوې نۀ وي، سره يو شان ګڼلى دى او پر سرو او سپينو زرو او جواهرو تيمم يې ګرد سره ناروا ګڼلى دى.

څرنګ تيمم :

مذهبونو منلې ده، چې تيمم بى نيته نۀ كېږي؛خو حنفيانو ويلي دي: نيت د تيمم شرط دى. حال دا چى نيت په اوداسه كى شرط ندى.دهغوى په نزد تيمم هم د اواسه او غسل په څېر حدث(ناولتيا) لرې كوونكى دى؛ نو جايزه يې ګڼلې،چې نيت ناولتيا لرې كوونكى اوسي. لكه په لمانځه كې چې نيت مباح دى.

نورو مذهبونو ويلي دي: تيمم مباحوونكى دى؛خو ناولتيا لرې كوونكى ندى؛نو پر تيمم وهونكى ده، چى د هغو څيزونو د مباح كېدو نيت وكړي،چى پاكوالى د هغو شرط وي. او د ناولتيا لرى كولو نيت ونكړي؛خو يو شمېر اماميانو ويلي دي:په دې پوهې سره چې تيمم ناولتيا لرې كوونكى دى،د ناولتيا لرې كولو نيت جايز دى؛ځكه دهغوى په نزد د ناولتيا لرې كولو نيت، د مباحولو نيت لازموي.

د ټولو ويناوو د راغونډولو غوره لار دا ده،چې خداى ته د نژديكت او  د تيمم په باب د امر منلو ته نيت وكړي، ځكه امر په ابتدا يا پيل پورې اړوند وي او كه پر لمانځه يا داسې نورو باندى امر د تيمم له هدفونو وي يو برابر دى.

لكه د “صعيد” په معنى كى چى سره وېشلي دى. په ايت كې د “وجه وايدى” كلمو په مراد كې هم سره وېشلي دي. داسې چې څلور ګونو مذهبونو او د اماميانو “ابن بابويه” ويلي دي: له ” وجه” موخه ټول مخ او ږيره او يا يې هم يوه برخه ده. او له “ايدى” مراد دواړه ورغوي،مړوندونه،دواړه څنګلې دي؛نو د تيمم اندازه كټ مټ د اوداسه اندازه ده؛ نو تيمم وهونكى دوه ځله دواړه ورغوي پر ځمكه وهى،يو ځل ټول مخ او بيا پرې دواړه لاسونه د ګوتو له څوكو نيولې، تر څنګلو مسح كوي.

مالكيانو او حنبليانو ويلي دي: د دواړو لاسو مسح تر مړوندونو واجب ده او تر څنګلو سنت.

اماميانو ويلي دي: له “وجه” مراد يوه برخه مخ دى، نۀ ټول. ځكه (ب) پدې ايت كې:  ” فامسحوا بوجوهكم” پر مفعول د راتلو له امله ” بېلتون او جلا والې راولي؛خو كه جلا والى ته نۀ وي؛ نو زايده ده؛ځكه مسح پخپله متعدى ده او په (ب) نۀ متعدي كېږى او  د نۀ زياتوب قاعده او اصل دى.

او د ويښتانو د شنه كېدوله ځايه يې د پوزې او مجولى تر پورتنۍ برخې پورې يې د مخ د مسح د وجوب اندازه راكمه كړېده او ويلي يې دي: له دواړو لاسو مراد يواځې دوه ورغوي دي. ځكه “ايدى”  د عربو په ژبه كې پر څو معناوو دی، يعنى ورغوى يواځې د ګوتو له سرونو تر مړوندونو دى. (2)

لنډه دا چې كه ووايې، چې دا زمالاس دى؛ له دې ورغوى مرادېږي؛نو د اماميانو په نزد تيمم داسې كېږي،چې د دواړو ورغوي پر ځمكه وهل كېږي او د ويښتو د شنه كېدو له ځايه د پوزې تر پاسنۍ برخې اوټنډې پر مخ راكښل كېږي. بيا دوه ځله پر ځمكه وهل كېږي او ښې ورغوى د كيڼ لاس پر خپړه او ټول كيڼ لاس د ښي لاس پر خپړه راكښل كېږي.

اماميانو ترتيب واجب ګڼلى دى كه د ورغويو مسح تر مخ مخكې شي، تيمم ماتېږى او همدارنګه يې له پاسه لاندې خوا ته پيل واجب ګڼلى؛خو كه پر عكس شي، تيمم ماتېږي. او زياتره اماميانو ويلي دي: دوه ځله ځمكه وهل واجب دي، يعنى كه لاسونه (غلي) پر ځمكه كېږدئ تيمم به باطل وي.

حنفيانو ويلي دي: كه پر مخ ګرد پروت وي او لاس پرې راكښل شي او مسح وكړي، پرځمكه له لاسونو وهلو خلاصېږي.

ټول مذهبونه په تيمم د غړيو پاكوالى مني. مسح كوونكى غړى وى، كه مسح كېدونكى او همدارنګه همغه څه پاك ګڼي،چې تيمم پرې وهل كېږي او همداراز د تيمم پر وخت د ګوتې يا كړۍ د ايستلو پر وجوب يوه خوله دي.او د اوداسه پر وخت د ګوتې يواځې تاوول بسنده نۀ ګڼي.

د غړيو د مسح په پرله پسې والي او د فاصلې د نشتوالي په لزوم كې هم مذهبونه سره يوه خوله ندي.مالكيان او اماميان د غړيو يا اجزاوو ترمنځ د نۀ فاصلې وجوب مني، يعنى كه د غړيو په مسح كې فاصله راشي، تيمم نۀ كېږي.

حنبليانو ويلي دي: كه دواړه اودس ماتي (متيازو) ته تيمم وي، پرله پسې والى او ترتيب واجب دى؛خو په لوى اودس ماتي (ډكې متيازې) كى واجب ندى.

شافعيان د ترتيب وجوب مني؛ نۀ د موالاتو (پر له پسې والى).

حنفيان وايي: نۀ ترتيب واجب دى او نۀ پر له پسې والې.

د تيمم احكام :

د تيمم په احكامو كې څو مسالې دي:

1، مساله: ټول مذهبونه مني، چې د لمانځه له وخته مخكې تيمم روا ندۍ، يواځې حنفيانو ويلي دي، چې د لمانځه له وخته مخكې تيمم روا دى.

اماميانو ويلى دي: كه چا يوه كار ته چى تيمم ورته پكار دى،تيمم وكړ او بيا د لمانځه وخت شو،كه تيمم يې نۀ وي مات كړي؛ لمونځ پرې كولاى شي.

اماميانو او حنفيانو په يوه تيمم د دوو لمونځونو يوځاى كول روا ګڼلي دي.

شافعيانو او مالكيانو ويلي دي: په يوه تيمم هره ورځ د دوو لمونځونو يوځاى كول جايز دي.

حنبليانو ويلي دي: د دوو قضايي لمونځونو يو ځاى كول جايز دي، نۀ په فريضه!

2-مساله: تر هغې وروسته چى تيمم كوونكى په شرعي توګه تيمم وواهه، داسې پاك دى لكه په اوبو د اوداسه خاوند، څه چى په اوداسه او غسل مباح وى، په تيمامه هم مباح دي او كومه لويه يا وړه ناولتيا چې اودس اوغسل ماتوي،تيمم هم ماتوي او د اوبو د نشتوالي او ناروغۍ د غذر په لرې كېدو تيمم باطل دى.

3- مساله: دا ټولو منلې ده،چې كه څوك پر لمانځه له درېدو مخكې اوبه ومومي. تيمم يې ماتېږي.ځينو اماميانو ويلي دي: كه د لومړي ركعت تر ركوع وړاندې يې اوبه وموندې تيمم او لمونځ ماتېږي؛ خو كه تر ركوع وروسته وي، نو لمونځ كېږي.

شافعيانو،مالكيانو او حنفيانو له دوی د يو دوو روايتو له مخې او يو شمېر اماميانو ويلي دي: كه تر لومړي تكبير (يا تحريمه تكبير) وروسته اوبه پيدا شوې، تېر دې شي، لمونځ دې بشپړ كړي، د خداى تعالى ددې ارشاد له مخى يې لمونځ كېږي چې:

و لا تبطلوا اعمالكم “كړنې او چارې مو په اوبه مه وړئ)

حنفيانو ويلي دي: لمونځ  ماتېږي.

د ټولو مذهبونو اجماع ده چې كه د لمانځه تر بشپړونې وروسته عذر لرې شو او وخت هم ډېر و،د لمانځه راګرځول (اعاده) واجب نده.

4- مساله: كه جنب د غسل بدلي تيمم وكړ؛ خو وړه ناولتيا ترې ووته او دومره اوبه يې هم وموندې، چې اودس پرې كېداى شو، ايا اودس واجب دى، كه نه د غسل بدلي تيمم بيا له سره وكړي؟

مالكيانو او زياترو اماميانو ويلي دي: د غسل بدلي تيمم دې وكړي.

حنفيانو، شافعيانو، حنبليانو او يو شمېر اماميانو ويلي دي: اودس دې وكړي،ځكه تيمم جنابت ته و او له جنابت پرته په بل څه مات شوى دى، او پخپله جنابت ته ندى ورغلى او خالى وړه ناولتيا ترې وتلى ده، اودس ورته پكار دى.

5- مساله حنبليان له نورو مذهبونو پېل شوي، وايي: پر بدن له ناولتيا بدلي تيمم ارزښت او اعتيار لري.(3)

6- مساله: كه اوبه او خاوره په لاس كې نۀ وو، د مثال په ډول يو څوك په هغه وچ او ويجاړيو ځاى كې بندى شو، چې ده پكې تيمم كاوه،يا د ناروغۍ له امله اودس او تيمم ونكړاى شي او داسې څوك يې ونۀ موند، چې اودس يا تيمم ورته وكړي؛نو ايا بې اودسه لمونځ ورته روا دى؟ او كه فرض كړه، لمونځ يې وكړ، ايا پر اوبو تر لاسبري وروسته اودس له سره وكړي كه څنګه؟

مالكيانو ويلي دي: لمونځ فرضي وي، كه قضايي، غاړه يې پرې خلاصېږي.

حنفيانو او شافعيانو ويلي دي: نۀ يې له فرضي او نۀ له قضايي لمانځه غاړه خلاصېږي. د حنفيانو په نزد د لمانځه د ادا‌ء كولو معنى دا ده، چې ځان د لمونځغاړو په څېر كړي. شافعيان بيا وايي: په خپله لمونځ دې وكړي؛نو كه عذر يې لرې شو، له شرعې سره سم دې يې راوګرځوي.

زياتو اماميانو ويلي دى: اداء ساقطه او قضا واجب ده.

حنبليانو ويلي دي: فريضه واجب او قضا ساقطه ده.

مذهبونه او د تيمم اّيت:

له هغه څه چې د مضافو اوبو او د اوداسه او تيمم ماتوونكيو په باب مو ويل، ښكاري، چى د اسلامى مذهبونو زياتره اختلافات د تيمم داّيت په الفاظو كې دي: (و ان كنتم مرضى او على سفر او جا‌ء احد منكم من الغائط او لامستم النساء فلم تجدوا ماء فتيمموا صعيدا طيبا فامسحوا بوجوهكم) (4)

فقها په دې كې چې د اوبو په نشتوالي كې پر چا تيمم واجب دى، سره وېشلي دي. اّيا پر ناروغ او مسافر واجب دى ( چى تيمم ووهى) او كه نۀ (دا كار) عام دى او مېشت (مقيم) او روغمن هم پكې راځي؟ ايا له لګېدو (لمس) كوروالى مراد دى، كه لاس لګونه هم؟

ايا له اوبو مراد مطلقى اوبه دي، كه مضافې؟ ايا له صعيد يواځې خاوره مراد ده، كه د ځمكې د مخ خاوره، شګه او لويې تيږې دي؟ ايا دا ټول ترې مراد دي، كه يوه اندازه؟ له لاسه مراد ورغوى دى،كه ورغوى او څنګل دواړه؟ د خبرو لنډيز مو وړاندې نقل كړى.

1_ ابوحنيفه ويلي دي: كوم روغ مېشت (سالم مقيم) چى اوبه ونۀ مومي، تيمم ورته روا ندى.او لمونځ پرې نشته،ځكه نوموړى ايت پر ناروغ او مسافر د اوبو په نشتوالي كې تيمم واجب كړېدى.

نورو مذهبونو ويلي دي:پر نامحرمو ښځو لاس وهل يا لاس لګېدل د نورو اودس ماتوونكيو په څېر دى.

اماميانو ويلي دي: جماع (كوروالى) اودس ماتوي؛ خو موټك (استمنا) نه.

2_ حنفيانو ويلي دي: له “لم تجدوا ماء فتيمموا” هغه اوبه مراد دي،چې مطلقې يا مضافې وي.

3_ حنفيانو او ځينو اماميانو ويلي دي: په پورتني ايت كې له “صعيد” مراد خاوره او پسته شګه او تيږه ده.

شافعيانو ويلي دي: له صعيد مراد يواځې خاوره او شګه ده.

حنبليانو ويلي دي: صعيد يواځې خاوره ده.

مالكيانو ويلي دي: خاوره، شګه تيږه، كنګل، كاني توكي په صعيد كې راځي.

څلورګونو مذهبونو : په ايت كې له “وجه” ټول مخ مراد دى.

اماميانو: يوه برخه مخ مراد دى.

4_ څلورګوني مذهبونو: له “ايدى” مراد دواړه ورغوي، مړوندونه او څنګلي دي.

اماميانو : يواځې ورغوى مراد دى.

نو په پورتنيو مواردو كې د مذهبونو وېشلو (اختلاف) ته په پاملرنه جوتېږي چې دا اختلاف د خولې يا لفظي دى، نۀ حقيقي او معنوي او دا داسې دی، لكه د معنى پر سر د ژبوالو او يا د يوه بيت پرمعنى او سپړنه د اديبانواختلاف، د يوه مذهب فقها پر يوه مساله له يو مخې داسې اختلاف كوي، لكه هر مذهب چې له بل سره د نظرونو توپير لري.

========================================

يادداښتونه:

(1) _ الفقه على المذاهب الاربعه – پر مړي لمانځه ته د مستحقو بحث

(2) _ شافعيانو، مالكيانو ويلىدىْ: مړی لمانځه ته پر خاورى،لاس پر لاس (په هوا) يا پر اوږو ايښوول روا دي.

(3) _ البدايه والنهايه، ابن رشد، اټ، 63مخ، 1925- او د ابن قدامه مغنى-اټ، 234-مخ درېم چاپ (4) _ البدايه والنهايه-ابن رشد- اټ 66مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست