تبلیغات

آيا شناخت شونى چار دى؟ په دې هکله دا لومړۍ پوښتنه ده او تل نوموتې وه او ده. ډېرى پوهان حقيقي شناخت ناشونى چار ګڼي او انسان په ((نشناختن))،پر واقعيت او څه چې په نړۍ کې دي، په نه پوهېدو حکوم ګڼي او يقين ( د واقع له مخې پرېکنده پوهه،چې اړنګ پکې نه وي) […]

آيا شناخت شونى چار دى؟

په دې هکله دا لومړۍ پوښتنه ده او تل نوموتې وه او ده. ډېرى پوهان حقيقي شناخت ناشونى چار ګڼي او انسان په ((نشناختن))،پر واقعيت او څه چې په نړۍ کې دي، په نه پوهېدو حکوم ګڼي او يقين ( د واقع له مخې پرېکنده پوهه،چې اړنګ پکې نه وي) ناشونى چار ګڼي.

خو دا چې قرآن د خداى،نړۍ،انسان او د تاريخ شناخت او پوهېدو ته رابللي يو او دا چې د لومړي ادم په کيسه کې يې آدم د ټولو الهي اسماوو (د عالم حقايق) د ښوونې وړ ګڼلى او دا چې په ځينو ځايونو کې پر يو څيز د بشر پوهه د پالونکي پوهه _ چې عين حقيقت دى _ ګڼل کېږي ((وَلاَ يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلاَّ بِمَا شَاء (بقره/٢٥٥)= څوك يې له علمه نه خبرېږي؛ خو دا چې هغه پخپله د كوم شي علم وركول وغواړي.))

نو شناخت يې شونى چار ګڼلى دى.

 

٢- د شناخت سرچينې څه دي؟

د اسلام له پلوه د شناخت سرچينې دادي :

(١)طبيعت يا آفاقي آيتونه .

(٢)انسان يا انفسي آيتونه.

(٣) تاريخ .

(٤) عقل يا د لومړني فطري اصول.

(٥) زړه د چاڼ او پاکۍ تر بريده .

(٦) د تېرو علمي او ليکلي آثار.

قرآن په خورا آيتونو کې د طبعيت،ځمکې او اسمانو مطالعې ته رابللي يو :

((قُلِ انظُرُواْ مَاذَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَمَا تُغْنِي الآيَاتُ وَالنُّذُرُ عَن قَوْمٍ لاَّ يُؤْمِنُونَ (يونس/١٠١)=ووايه :(( په اسمانو او ځمكې كې چې څه (د خداى آيتونه او د توحيد نښې) دي،( په غړېدلو سترګو) يې وګورئ ؟))؛خو دا نښې او ننګونې (هغوى ته ګټورېداى نشي، چې (ځېل يې نيولى وي او) ايمان نه راوړي.))

د انفسي آيتونو يا داچې پخپله انسان د شناخت سرچينه ده. د ذاريات د سورت (٢٠) او (٢١) آيتونه دي :

همداراز د ښوونې لپاره يې د تېرو قومونو د تاريخ مطالعې ته رابللي يو:

((وَفِي الْأَرْضِ آيَاتٌ لِّلْمُوقِنِينَ . وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (ذاريات/٢٠-٢١) = او په ځمكه كې باور كوونكيو ته نښې دي. او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟! ))

((أَفَلَمْ يَسِيرُوا فِي الْأَرْضِ فَتَكُونَ لَهُمْ قُلُوبٌ يَعْقِلُونَ بِهَا أَوْ آذَانٌ يَسْمَعُونَ بِهَا فَإِنَّهَا لَا تَعْمَى الْأَبْصَارُ وَلَكِن تَعْمَى الْقُلُوبُ الَّتِي فِي الصُّدُورِ (حج/٤٦)= ايا په ځمكه کې نه ګرځي،چې زړونه يې پرحقيقت پوهېدونكي اوغوږونه يې(د حق د اواز) اورېدونكي شوي واى؟!ځكه (ظاهري) سترګې نه دي،چې ړندېږي؛ بلكې په سينو كې پراته زړونه ړندېږي.))

همداراز عقل او فطري عقلي اصول معتبر ګڼي او پخپلو استدلالونو کې پرې ډډه کوي:

((لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ (انبياء/٢٢)=كه په اسمان او ځمكه كې بې له ” الله ” نور خدايان هم واى؛ نو هرومرو به “( د اسمان او ځمكې) د واړو( نظام ) ويجاړ شوى واى؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى، چې مشرکان يې وايي!))

همداراز وايي :

((مَا اتَّخَذَ اللَّهُ مِن وَلَدٍ وَمَا كَانَ مَعَهُ مِنْ إِلَهٍ إِذًا لَّذَهَبَ كُلُّ إِلَهٍ بِمَا خَلَقَ وَلَعَلَا بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ( مؤمنون/٩١) = نه الله کوم اولاد نيولى او نه ورسره کوم معبود شته . كه داسې واى؛نو هر خداى به خپل مخلوق اداره كاوه او هرومرو ځينې پر ځينو نورو برلاسېدل (او د كايناتو نظام وېجاړېده؛نو) الله له دغو خبرو پاک دى، چې دوى يې جوړوي. ))

همداراز قرآن زړه د يو لړ الهي الهامونو او تلقينو مرکز ګڼي او هر بشر، چې د خداى په عبادت،اخلاص او ورته په پام ددې مرکز په پاک ساتلو کې کوښښ کړى وي؛نو هومره به له يو لړ الهامونو او تلقينو برخمن وي. د انبياوو وحې ددې ډول معرفت لوړه درجه ده.

همداراز قرآن د “قلم”،”کتاب” او “د ليکلو پر اوزار” خورا ټينګار کوي او په ځينو ځايو کې يې پرې قسم هم خوړلى دى.

((ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ(قلم/١) = نون، سوګند پر قلم او څه چې ليكي !))

 

٣- د شناخت اوزار څه دي؟

د شناخت اوزار دادي :

(١) حواس.

(٢)د تفکر او استدلال ځواک .

(٣)د نفس پاکي او چاڼ.

(٤)د نورو د علمي آثارو مطالعه.

((وَاللّهُ أَخْرَجَكُم مِّن بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ لاَ تَعْلَمُونَ شَيْئًا وَجَعَلَ لَكُمُ الْسَّمْعَ وَالأَبْصَارَ وَالأَفْئِدَةَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ (نحل/٧٨)= خداى تاسې د خپلو ميندو له ګېډو په داسې حالت كې راوايستئ،چې په هېڅ نه پوهېدئ او تاسې ته يې غوږونه او سترګې او عقلونه دركړل؛دا ځكه چې( د خداى د نعمت) شكر وكاږئ )).

په دې آيت کې د “افلاطون” د څرګندونې پر خلاف په ډاګه شوي،چې انسان،چې زېږي؛نو يو ډول شناخت هم نه لري او خداى انسان ته حواس ورکړي،چې نړۍ پرې مطالعه او څېړنه پکې وکړي . انسان ته يې د شننې،کره کتنې او ضمير ځواک ورکړى،چې په بل پړاو کې په هغه څه کې ډوب فکر وکړي،چې په حواسو يې ترلاسه کړي دي؛له ظواهرو تېر شي او د څيزونو دننه او پرې واکمنو قوانينو ته ځان ورسوي.

[ليکوال : افلاطون وايي : د انسان اروا په ((عالم مُثُل)) کې پخوانى وجود درلود او دې نړۍ ته چې راځي؛نو په هر څه پوهېږي؛خو هېر کړي يې وي بيا چې په دې نړۍ کې له حقايقو سره اشنا کېږي؛ ((تذکر)) دى؛ نه نوې پوهه. هغه څه چې په دې آيت کې راغلي،د فطرت له نظريې سره منافات نه لري،چې په قرآن کې هم راغلې؛ځکه د قرآن په څرګندنه دا فطري چارې په دې مانا نه دي،چې انسان د زوکړې پر مهال،بالفعل پر يو لړ کارونو پوهېږي؛بلکې په دې مانا دي،چې د انسان جوهر د ودې او تکامل په حال کې دى او د ژوند په ترڅ کې، پر هغو څيزونو سربېره،چې په حواسو يې رابرسېروي،يو لړ لومړني اصول ورته رابرسېرېږي، چې پرېکنده او الزامي تصديق ته يې انګېرنه بسيا ده او داچې په قرآن کې پر ښوونې سربېره ((تذکر)) هم ياد شوى،پر فطرت تذکر دى؛نو د فطرت او تذکر تر منځ له يوه اړخه او د نحل د سورت او د نورو آيتونو د مضمون ترمنځ تضاد او تناقص نه ليدل کېږي.]

په دې آيت (نمل/٧٨) کې حواس (چې البته ((سمع)) او ((بصر))،چې تر ټولو لوړ حواس دي،بېلګې ته يې راوړي دي) د شناخت اوزار ( په اصطلاح رغى شناخت او د شناخت لومړى پړاو) او همداراز ضمير (فؤاد) هم د شناخت او پوهې موندلو (او په اصطلاح منطقي او ژور شناخت) اوزار ښوول شوي دي.

ددې ترڅنګ په دې آيت کې د شناخت په هکله يوې بلې مسئلې ته هم اشاره شوې او هغه د شناخت پړاوونه دي.

لکه څنګه چې قرآن حواس او د تفکر ځواک د شناخت اوزار ګڼي؛د نفس تزکيه او تصفيه،تقوا او پاکي هم د شناخت وسيلې ګڼي.په ډېرى آيتونو کې دې مطلب ته اشاره شوې ده:

((يِا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إَن تَتَّقُواْ اللّهَ يَجْعَل لَّكُمْ فُرْقَاناً وَيُكَفِّرْ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ وَاللّهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِيمِ (انفال/٢٩)= مؤمنانو! كه د خداى (د فرمان له   مخالفته) ووېرېږئ؛نو د حق او باطل د بېلوالي وسيله به در په برخه كړي (ځانګړې پوهه چې په رڼا كې به يې حق له باطله وپېژنئ ) او ګناهونه به مو لرې كړي او و به مو بښي او خداى د ستر فضل او بخشش خاوند دى.))

((وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا . فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا . قَدْ أَفْلَحَ مَن زَكَّاهَا . وَقَدْ خَابَ مَن دَسَّاهَا (شمس/٧-١٠)= پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم! نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)،چې كه څوك خپل نفس (له ګناه او بدكارۍ) پاك وساتي؛نو په يقين،چې بريالى شو او چا چې خپل نفس په ګناه ككړكړ؛ نوپه يقين چې و يې بايلله!))

“ښوونه”،”زده کړه” او “کتاب لوستل” نورې وسيلې او اوزارونه دي،چې اسلامي ښوونو ورته پام کړى او په رسميت يې پېژندلي دي . زموږ د خبرې پخلي ته همدومره بسيا دي،چې د وحې پېل د ((اقراء=ولوله)) په ټکي شوى دى . قرائت د متن (کتاب) له مخې د يو څه لوستو ته وايي.

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ . خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ . اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ . الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ . عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ (علق/٥-١)= ولوله ! د خپل پالونكي په نامه،چې (هرڅه يې) شته كړي دي،انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيداكړ. ولوله،چې ستا پالونكى (ترټولو) ډېر عزتمن دى؛هغه [پالونكى]،چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده .))

 

٤- د شناخت موضوعات

څه څيزونه پېژندوکي دي او بايد وپېژندل شي ؟

د پېژندلو موضوعات دادي : خداى،نړۍ،انسان،ټولنه،زمان .

 

ب : د نړۍ ليد له پلوه

دا کتاب چې “پر اسلامي نړي ليد سريزه” ده،په لومړي پړاو کې همدا مطلب رانغاړي؛خو ددې لپاره،چې د مطلب لړ پرې نشي؛په لنډو دې ځانګړنو ته اشاره کوو :

١- نړۍ ” له هغه ده” ماهيت لري؛يعنې د نړۍ واقعيت “له هغه ده” واقعيت دى. دا توپير لري،چې يو څيز د يوه څيز وي، بې له دې،چې ټول واقعيت يې “له هغه دى” واقعيت وي؛لکه موروپلار ته د اولاد تړاو،چې له هغوى دى؛خو وجودي واقعيت يې بې له اضافه واقعيته او بې د موروپلار له تړاوه دى[له دې سره توپير لري،چې يو څه د يو څيز وي او ټول واقعيت يې “له هغه وي”؛لکه د نړۍ تړاو خداى ته.]

نړۍ ((له هغه ده)) واقعيت لري؛يعنې له خپل ټول واقعيت سره حق ته منسوب ده؛واقعيت يې اضافه، حق ته تړاو يې يو دى.د مخلوقتوب مانا همدا ده او که بې له دې وه؛نو توليد به و؛نه تخليق (لم يلد و لم يولد) او په دې بڼه کې توپير نه لري،چې نړۍ زماني پيل ولري که و يې نه لري . که نړۍ زماني پيل ولري، (( له هغه ده)) يو محدود واقعيت دى او که و يې نه لري، ((له هغه ده)) نامحدود واقعيت به وي.

زماني محدودوالى او نامحدودوالى د نړۍ پر پيدايښتي واقعيت او ((له هغه ده)) اغېز نه لري.

٢- نړۍ،چې ((د هغه ده)) واقعيت لري او په اصطلاح کې ذاتي حادث ده،پردې سربېره زماني حدوث هم لري؛يعنې يو متغير او متحرک واقعيت دى؛بلکې عين حرکت دى او داچې عين حرکت دى، يو مستمر حدوث دى او تل د پنځونې په حال کې دى؛تل د حدوث او فنا په حال کې ده او داسې شېبه به نه وي،چې نړۍ پيدا او فاني نشي.

٣- ددې نړۍ واقعيات د ((غيبو د نړۍ)) راټيټه او کوزه درجه واقعيات دي. څه چې په دې نړۍ کې د مقدر او محدود چار په بڼه دي،د غيبو په نړۍ کې د نامقدر او نامحدود دي او د قرآن د تعبير له مخې د خزانو او سرچينو په بڼه دي:

((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ (انعام/٥٩)= او (له حسه د پټو سرچينو) کونجيانې يوازې له هغه سره دي،چې بې له هغه بل څوك پرې نه پوهېږي او څه چې په وچې او لمدې كې دي،خداى پرې خبر دى او هره پاڼه چې رالوېږي،پر هغې (هم) خبر دى او هر دانه،چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لامده او وچ په څرګند كتاب [=د خداى د علم كتاب ] كې ليكل شوي دي .))

وګ : د الميزان تفسير تر پورتني آيت لاندې.

((وَإِن مِّن شَيْءٍ إِلاَّ عِندَنَا خَزَائِنُهُ وَمَا نُنَزِّلُهُ إِلاَّ بِقَدَرٍ مَّعْلُومٍ (حجر/٢١)= او د ټولو څيزونو سرچينې يوازې له موږ سره دي؛خو هر څيز په يوه ټاكلې اندازه راښکته کوو.))

٤-دا نړۍ ((د هغه پر لور)) ماهيت لري؛يعنې لکه څنګه چې “له هغه ده”؛د هغه پر لور روانه هم ده؛نو نړۍ په خپل ټوليز کې نزولي سير درلود او د هغه پر لور د صعودي بهير د وهلو په حال کې ده.ټول د خداى دي او خداى ته ورستنېدونکي دي:

((إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ(بقره/١٥٦)= موږ د الله يو او د هغه لوري ته ورستنېدونکي يو!))

((أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الأمُورُ(شورى/٥٣)=خبر اوسئ، چې (ټولې) چارې يوازې د خداى لوري ته ورګرځي!))

((إِلَى رَبِّكَ مُنتَهَاهَا (نازعات/٤٤)

٥- نړۍ ټينګ علي او معلولي،سببي او مسببي نظام لري. هر موجود ته الهي فيض او قضا و قدر يې د هغه ځانګړو عللو او اسبابو له لارې جاري کېږي.

٦- د علت او معلول،اسباب او مسبباتو نظام يوازې په مادي او جسماني معلولاتو او عللونو پورې ځانګړى نه دى.په توکيز اړخ کې د نړۍ علي او معلولي نظام توکيز دى او په مانيز او ملکوتي نظام کې يې علي او معلولي نظام غير مادي دى او د دواړو نظامونو ترمنځ تضاد نشته او هر يوه خپله وجودي مرتبه نيولې ده. پرښتې،اروا،لوح، قلم او اسماني او ملکوتي کتابونه هغه وسيلې او اوزار دي،چې د پالونکي په اجازه الهي فيض د همدوى له لارې جاري کېږي.

٧- پر نړۍ يو لړ لايتخلف قوانين او سنن واکمن دي،چې د نړۍ د علي او معلولي نظام غوښتنه ده.

٨-نړۍ يو ښيون شوى واقعيت دى.د نړۍ تکامل ښيون-هدايت شوى ښيون دى. د نړۍ ټول ذرات په هره مرتبه کې،چې دي، د ښيون له رڼا برخمن دي. غريزه،حس،عقل،الهام او وحې ټول د نړۍ د عمومي ښيون مراتب دي :

((قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/٥٠)= ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))

٩- په نړۍ کې هم خير دى او هم شر، هم سازګاري ده او هم ناسازګاري، هم جود شته او هم منع او همساک،هم رڼا ده هم تياره،هم حرکت دى او تکامل دى او هم سکون او تمېدل؛خو خير،سازګاري، جود،رڼا،حرکت اصيل دي او شر،تضاد او تياره تبعي او طفيلي وجودونه دي؛خو همدا تبعي او طفيلي چارې د خيراتونو،رڼاګانو، حرکتونو او تکاملونو د ورونو په پرانېستو کې بنسټيزه ونډه لري.

١٠-دا چې نړۍ يو ژوندى واحد دى؛يعنې باشعوره ځواک يې تدبيروي ((فَالْمُدَبِّرَاتِ أَمْرًا (نازعات/٥)= او هغوى چې چارې سمبالوي،)) د نړۍ او انسان د اړيکې له پلوه،د عمل او غبرګون نړۍ ده؛يعنې د نړۍ غبرګون د انسان د بدو او ښېګڼو پر وړاندې يو شان نه دى او پر هغه نړۍ سربېره،په دې نړۍ کې هم سزا او ثواب شته او شکر او کفر يو شان نه دى :

((وَإِذْ تَاجازه رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ (ابراهيم/٧)= او (همداراز دريادكړه) چې کله ستاسې پالونكي اعلان كړه؛((كه شكر وباسئ ؛نو (خپل نعمتونه) به در زيات كړم او كه ناشكري وكړئ؛ نو بېشكه چې زما سزا سخته ده !))

حضرت علي (نهج البلاغه/٢٠٤ حکمت) وايي :

(( لاَ يُزَهِّدَنَّكَ فِي الْمَعْرُوفِ مَنْ لاَ يَشْكُرُهُ لَكَ، فَقَدْ يَشْكُرُكَ عَلَيْهِ مَنْ لاَ يَسْتَمْتِعُ بِشَيْءٍ مِنْهُ، وَقَدْ تُدْرِكُ مِنْ شُكْرِ الشَّاكِرِ أَكْثَرَ مِمَّا أَضَاعَ الْكَافِرُ، .و الله يحب المحسنين) =که له چا سره دې مرسته وکړه؛خو هغه منندوى نه شو؛نو دا دريځ دې لامل نشي،چې ته له چا سره له نېکۍ لاس پر سر شې،حال دا چې د هغه پر ځاى به داسې څوک له تا منندوى شي،چې تا به ورسره هېڅ مرسته نه وي کړي او له هغه حق لا ورډېر به ترې برخمن شې،چې هغه نامنونکي پرې سترګې پټې کړې وي. خداى نېکچاري خوښوي.

يعنې نړۍ په خپله ټولګه کې يوه مرتبطه دستګاه-غونډال او يو ژوندى ارګانيسم دى؛ته مه په تمه کېږه،چې په هماغه ځاى کې د نېکۍ ځواب درکړ شي،چې نېکي دې پکې کړې ده؛احياناً په يو ځاى کې به نېکي وکړې او په بل داسې ځاى کې به يې ځواب درکړ شي،چې ستا تمه به هم نه وي؛ولې؟؛ځکه نړۍ خداى لري او نېکچاري د خداى ښه ايسي.

متل دى : “نېکي وکړه او په درياب کې يې واچوه .”

١١-تردې نړۍ وروسته يوه بله نړۍ ده؛هغه نړۍ د ابديت او د کړنو د سزا او ثواب نړۍ ده.

١٢-د انسان اروا تلپاتې حقيقت دى. انسان نه يوازې په قيامت کې ژوندى راپاڅېږي؛بلکې د دنيا او قيامت ترمنځ له “برزخي” ژونده هم برخمن دى،چې تر دنيوي ژوند خورا پياوړى او خورا بشپړ دى،چې په دې اړه په قرآن کې شل آيتونه راغلي دي.

١٣- د ژوند لومړني اصول او بنسټونه؛يعنې د انسانيت او اخلاقو اصول ثابت او همېشني دي او يوازې فروعات بدلېدونکي او نسبي دي؛نه اصول او داسې نه ده،چې انسانيت په يو پېر کې يو شان او په بل پېر کې بېخي سرچپه وي.

١٤-حقيقت هم تلپاتې دى . يو علمي حقيقت،چې بشپړ حقيقت دى؛د تل لپاره حقيقت دى او که تېروتنه ده؛د تل لپاره تېروتنه ده او که يوه برخه يې حقيقت او بله برخه يې تېروتنه وي؛نو حقيقت يې تل حقيقت او تېروتنه يې تل تېروتنه ده . واقعيت دى،چې بدلېدونکى دى؛هغه هم توکيز واقعيتونه؛خو حقيقت؛يعنې د بشر فکري او ذهني ګروهې،له واقعيت سره د انطباق او اړخ لګونې او عدم انطباق له مخې ثابت او يو شان وضع لري.

١٥-نړۍ،ځمکه او اسمان پر حق او عدل ولاړه دي .

((مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنذِرُوا مُعْرِضُونَ(احقاف/٣)= (موږ) اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي،يوازې په حق او (تر) ټاكلې مودې پورې پيدا کړي دي؛خو كافران له هغه څه مخ اړونکي دي چې پرې وېرول شوي دي.))

١٦-په نړۍ کې الهي سنت داسې دى،چې باطل به حق ته په ګونډو کېږي؛حق او حقوال بريالي دي:

((وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ . إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنصُورُونَ .وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ (صافات/١٧١-١٧٣)= او په يقين زموږ د لېږل شويو بندګانو(د بريا) ژمنه لا له پخوا شوې ده : بېشكه يوازې له هغوى سره به مرسته كېږي او بېشكه همدا زموږ لښكر بريالى دى.))

١٧- انسانان د خلقت له مخې مساوي پنځول شوي دي . هېڅ انسان پر بل انسان حقوقي غوراوى نه لري.کرامت او غوراوى په دريو څيزونو کې دى :

١- پوهه :

((هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ (زمر/٩)= ايا هغوى چې پوهېږي او هغوى چې نه پوهېږي، يو شان دي؟!))

٢- د خداى په لار کې جهاد :

((لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُـلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/٩٥)= (هېڅكله له جهاده ) بې عذره ناست مؤمنان، له هغه مجاهدينو سره برابر نه دي،چې د خداى په لار کې يې پخپلو مالونو او ځانونو(جهاد کړى)،خداى پر كور ناستيو(=چې جهاد يې پرېښى دى) د مجاهدينو درجه لوړه كړې، چې په مال و سر يې جهاد كړى او خداى له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې وعده وركړې ده؛خو مجاهدين يې (له جهاده) پر كور ناستيو په سترې بدلې سره غوره كړي دي .))

٣-تقوا :  

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُم مِّن ذَكَرٍ وَأُنثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ (حجرات/١٣)= خلكو! په واقع كې موږ تاسې له يوه نارينه او يوې ښځې پيدا كړي ياست او موږ تاسې څانګې (او خېلونه) او ټبر ټبر وګرځولئ، چې يو بل وپېژنئ (خو دا د امتياز كچه نه ده) په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ستاسې ډېر عزتمن، ستاسې ډېر پرهېزګار دى، په رښتيا چې خداى پوه (او) خبر دى.))

١٨- انسان د خلقت د اصل له مخې يو لړ فطري استعدادونه لري،چې يو يې ديني او اخلاقي فطرت دى. د انسان د وجدان اصلي تومنه “خداى ورکړى فطرت” دى؛نه طبقاتي دريځ،ټوليز ژوند، کار يا له طبيعت سره مبارزه،چې دا ټول د انسان پر اکتسابي وجدان اغېزمن دي . داچې انسان انساني فطرت لري؛نو کړاى شي واحد فرهنګ او ايديولوژي ولري؛کړاى شي د طبيعي او ټولنيز چاپېريال او تاريخي او وراثتي لاملونو پر خلاف راپاڅي او ځان ددې ټولو له بنده خلاص کړي.

١٩- دا چې د فطرت له مخې هر وګړى انسان زيږېږي؛په هر انسان کې –که څومره هم په ګناه ککړ وي- د توبې او بياستنېدو استعداد او وړتيا شته؛نو ځکه پېغمبرانو ته دنده ورکړه شوې،چې په لومړي پړاو کې خورا ناپاکو وګړيو ته بلنه او نصيحت وکړي او انساني فطرت يې راويښ کړي او که ګټه يې و نه کړه؛نو ورسره دې وجنګېږي. له “فرعون” سره په لومړۍ کتنه کې حضرت موسى عليه السلام ته داسې سپارښتنه کېږي:

((فَقُلْ هَل لَّكَ إِلَى أَن تَزَكَّى . وَأَهْدِيَكَ إِلَى رَبِّكَ فَتَخْشَى (نازعات/١٩-١٨)= نو ورته ووايه : (( آيا غواړې،چې پاك شې؟! او زه تا ته ستا د پالونكي پر لوري لار دروښيم چې ترې ووېرېږې (او له سرغړنې لاس پر سر شې)؟! ))

٢٠-سره له دې،چې انسان يو حقيقي مرکب او حقيقي واحد دى، د طبيعي، جمادي او نباتي مرکبات پر خلاف_چې د ترکيب په حال کې ترکيبېدونکي عناصر خپل هويت او خپلواکي له لاسه ورکوي او تضاد يې پر همغږۍ بدلېږي- کوم متضاد عناصر يې،چې په پنځونه کې کارول شوي؛خپل ټول هويت له لاسه نه ورکوي او تل يوه دنننۍ ربړه يې له دې خوا هاخوا راکاږي او دا دنننى تضاد هماغه دى،چې په ديني ژبه کې د عقل او ناپوهۍ يا عقل او نفس او د اروا او بدن تضاد نومېږي.

٢١-دا چې انسان “روحاني خپلواک جوهر” لري او اراده يې له روحاني حاق ذاته سرچينه اخلي؛مختار او ازاد دى او هېڅ جبر او اړتيا يې ازادي او اختيار نشي اخستاى؛نو د خپل ځان او ټولنې مسوول دى.

٢٢-د انسان ټولنه هم د انسان وګړي په څېر،سره له دې،چې يو حقيقي مرکب دى او خپل قوانين،نظام او دودونه لري او ټولنه په خپل ټوليز کې د تاريخ په ټول کې د انسانانو له وګړيو د ځانګړي وګړي د ارادې تابع نه ده؛کوم متضاد عناصر يې،چې په جوړښت کې کارېدلي (؛يعنې فکري،صنفي،سياسي او اقتصادي ) په ټوليزه توګه خپل هويت له لاسه نه ورکوي او سياسي،وټيزې،فکري او ګروهيزې شخړې او بالاخره د انسانيت کمال ته د رسېدليو انسانانو د لېواليتاوو او د څاروي ډوله او پرېوتو انسانان د لېوالتياوو ترمنځ به تر هغه جګړه او شخړه روانه وي،چې ټولنه د انسانيت لوړې څوکې ته نه وي رسېدلي.

٢٣-خداى د کوم قوم او خلکو برخليک نه بدلوي؛خو دا چې هغه خلک يې په خپله بدل کړي .

((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ(رعد/١١)= په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي،څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى .))

٢٤- متعال خداى،چې د نړۍ او انسان پنځوونکى دى،بالذات غني دى،بسيط من جميع الجهات دى،مطلق بشپړ دى،منتظره حالت نه لري، حرکت او تکامل ورته ناشونى دى،صفات يې عيناً د ذات په څېر دي،ټوله نړۍ يې فعل دى،ټوله هستي يې د ارادې او مشيت ښکاروندى ده،اراده يې سيال نه لري . د هغه د لامل او ارادې په لړ کې دي؛نه داچې پر وړاندې يې وي.

٢٥-داچې د نړۍ مبداء يوه ده او د همغږۍ پر لور يې ور روانه ده او داچې د مدبر ځواک تر اغېز لاندې خپل حرکت کوي؛نو له يو ډول وحدته برخمنه ده؛لکه څنګه چې د ژوندي موجود ارګانيک وحدت دى.

 

ج_د ايديولوژۍ له پلوه

د ايديولوژۍ له پلوه د اسلام د ځانګړنو بيانول ځانته يو کتاب غواړي؛خو په لنډو ورته اشاره کوو:

١-هر اړخيزتوب : د نورو اديانو په پرتله د اسلام يو غوراوى هر اړخيزتوب دى او په سم تعبير د لومړنيو بڼو په پرتله د خداى د دين د بشپړ او جامع دين ځانګړنه جامعيت او هراړخيزتوب دى.

اسلامي علماوو ته څلورګونې اسلامي سرچينې بسيا دي،چې د هر څه په اړه څرګندونه وکړي . اسلامي علماء يوه موضوع هم بلاتکليفه نه ګڼي.

٢- اجتهاد منونکى: اسلامي کليات داسې تنظيم شوي،چې اجتهاد منونکي دي . اجتهاد؛يعنې پر متغيرو او جزيي اصولو د کلي او ثابتو اصولو تطبيق او برسېرنه او پردې سربېره، په اسلامي سرچينو کې د عقل شتون د اجتهاد چار خورا اسان کړى دى.

٣-سماحت او سهولت : د رسول اکرم (ص) د وينا له مخې،اسلام د ((سمحه او سهله)) شريعت دى او ستونزمنه او کړوونکې دنده پکې نشته.رسول اکرم وايي : بعثت على الشريعه السمحةو السهلة.

و ګ : (کافي٥/٤٩٤) جامع الصغير،د خطبيب تاريخ،کنوز الحقايق او ترمذي .

((وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ(حج/٧٨)= او په دين (اسلام) كې يې پر تاسې څه سختي او دروند كار نه دى ايښى))

په کوم ځاى کې،چې د ديني دندې په باب انسان ته کړاوو پېښېږي؛نو مسووليت ترې لرې کېږي .

٤-ژوند ته لېوالتيا : اسلام ژوند ته لېوالتيا لري؛نه داچې له ژوند تښتي؛نو ځکه يې له ((رهبانيت)) سره په کلکه مبارزه کړې ده:

(( لا رهبانية فى الاسلام= په اسلام کې رهبانيت نشته ))

وګ :ابن اثير؛نهاية ٢/٢٨٠)

په لرغونو ټولنو کې تل يو له دې دوو ول : يا آخرتپالي او له ژونده تېښته (رهبانيت) او يا دنياپالي او له آخرته تېښته (تمدن او پراختيا) . اسلام آخرتپالي،دنياپالي ته رادننه کړه.د اسلام له نظره،د آخرت لار پر دنيوي ژوند تېرېږي .

٥-ټولنيزتوب:اسلامي قوانين ټولنيز ماهيت لري؛ان په تر ټولو وګړيزو قوانينو؛لکه لمونځ او روژه کې يې هم ټولنيزه مالګه اچولې ده او د اسلام خورا ټولنيز،سياسي،وټييز،حقوقي او جزايي قوانين له دې ځانګړنې سرچينه اخلي؛لکه څنګه چې د جهاد او “پر نېکيو امر او له بديو منع” له اسلامي ټولنيز مسووليته سرچينه اخلي .

٦- وګړيز حقوق او ازادي : سره له دې،چې اسلام ټولنيز دين دى او د ټولنې په فکر کې دى او وګړى د ټولنې مسوول ګڼي؛د وګړي حقوق او ازادي ناليدي نه ګڼي او وګړي نااصله نه شمېري؛د اسلام له پلوه له حقوقي،سياسي،وټييزې،ټولنيز او قضايي پلوه حقوق لري؛له سياسي پلوه د سلامشورې او ټاکنې حق لري او له اقتصادي پلوه د خپل کار د محصول د مالکيت،معاوضې،مبادلې،صدقې،اجارې، مزارعې او مضاربې حق لري او له قضايي پلوه د دعوا،حق غو‌ښتنې او د شهادت حق لري.له ټولنيز پلوه د دندې،هستوګنې او تحصيلي رشتې د ټاکنې او… حق لري او له کورني پلوه د همسر ټاکنې حق لري.

٧-د ټولنې حق د وګړي پر حق لومړيت لري : په کوم ځاى کې،چې د ټولنې او وګړي حقوق سره په ټکر کې شول؛نو د ټولنې حق د وګړي پر حق لومړيت مومي او په دې هکله شرعي واکمن هوډ نيسي.

٨- د شورا اصل : د اسلام له پلوه په ټولنيزو چارو کې د شورا اصل معتبر اصل دى . په هغه چارو کې،چې “اسلامي نص” نه وي؛نو مسلمانان بايد د شورا کړنلار خپله کړي.

٩-چا ته ضرر نشې رسولاى : اسلامي احکام،چې مطلق او عام دي، تر هغه بريده د پلي کېدو وړ دي،چې چا ته زيان و نه رسول شي. په اسلام کې د ضرر قاعده يوه ټوليزه قاعده ده او د هر قانون په اړه د ((وتو)) حق لري.

١٠- د ګټې اصالت :د اسلام له پلوه په ټولو وګړيزو او ټولنيزو چارو کې په لومړۍ درجه کې پايله او ګټه يې په پام کې ونيول شي او د اسلام له پلوه هغه کار ((لغو)) او ممنوع ګڼل کېږي،چې ګټه و نه لري .

((وَالَّذِينَ هُمْ عَنِ اللَّغْوِ مُعْرِضُونَ (مؤمنون/٣)= او چې له بې ګټې (ويناوو او كړنو) مخ اړوي؛))

١١-په راکړه ورکړه کې خير : د شتمنۍ لېږد رالېږد او راکړه ورکړه بايد له هر ډول چټيتوبه پاک وي.په هر لېږد رالېږد کې بايد يا مادي ګټه وي يا مانيزه او که داسې نه وي؛نو د شتمنۍ چورلول باطل او منع دي او په جوارۍ د شتمنۍ لېږد رالېږد حرام دى.

((لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُم بَيْنَكُم بِالْبَاطِلِ وَتُدْلُواْ بِهَا إِلَى الْحُكَّامِ لِتَأْكُلُواْ فَرِيقًا مِّنْ أَمْوَالِ النَّاسِ بِالإِثْمِ وَأَنتُمْ تَعْلَمُونَ (بقره/١٨٨)= او تاسې په خپلو منځونوكې د يو بل مال په ( ناحقه او) ناروا مه خورئ او مه هغه و اكمنو ته ( د رشوت په توګه ) وړاندې كوئ،چې د خلكو د شتمنيو يوه برخه په ګناه وخورئ ، چې په ګناه يې پوهېږئ هم.))

١٢-په اسلام کې ربا حرامه ده.

١٣-هره معامله او د شتمنۍ چورلول بايد د طرفينو له پوره پوهې سره وي او بايد د معاملې په هکله مخکې له مخکې پوره اطلاعات ورکړ شوي او که داسې نه وي؛نو جاهلانه،غرر او باطله معامله ده. (( نهى النبى عن الغرر )) وګ : صحيح مسلم ٣/١١٥٣.

١٤_د عقل له ضد سره ضديت : اسلام عقل ته په درنه سترګه ګوري او د انسان باطني پېغمبر يې شمېري . ديني اصول يوازې په عقلاني څېړنه منل کېږي.د دين په فروعو کې عقل د اجتهاد يوه سرچينه ده. اسلام عقل يو ډول طهارت، پاکوالى او د عقل زوال يو ډول ((مُحدَث)) کېدل ګڼي؛نو مستي او لېونتوب هم د ډکو او تشو متيازو او ويدېدو په څېر اودس ماتوي.اسلام ځکه مطلقاً له هر ډول مستۍ او مستوونکي سره مخالف دى،چې د عقل له ضد سره ضديت لري.

١٥-د ارادې له ضد سره ضديت : لکه څنګه چې عقل محترم دى او د اسلام ځينې احکام عقل ساتنې ته دي؛اراده،چې د عقل پلي کوونکى ځواک دى،هم محترمه ده؛نو ځکه کوم څيزونه،چې اراده سستوي او مخه يې نيسي په اسلام کې ورته ((لهو)) وايي او حرام او ممنوع ده.

١٦-کار : اسلام د بېکار او بېکارۍ دښمن دى.دا چې انسان له ټولنې ګټنه کوي او دا چې کار د وګړي او ټولنې تر ټولو رغنده لامل دى او بېکاري تر ټولو ستر د فساد لامل دى؛نو انسان بايد ګټور کار وکړي. په اسلام کې پر هغه لعنت ويل شوى،چې د ټولنې او د نورو پر اوږو پېټى وي . (ملعون من القى کله على الناس )وګ: وسائل ١٢/١٨.

١٧-د دندې او مسلک سپېڅلتيا:کسب پردې سربېره،چې يومکلفيت دى؛د جهاد په څېر سپېڅلى چار دى او د خداى ښه ايسي. په روايت کې راغلي:(( مسلکي او کسبګر مؤمن د خداى ښه ايسي .))

وګ :وسايل١٢/١٣.

په بل روايت کې راغلي: ((څوک چې د کورنۍ لپاره زيار باسي؛لکه د خداى د لارې مجهاد.)) وګ :وسايل١٢/٤٣.

١٨- زبېښاک منع دى : اسلام زبېښاک؛يعنې له نورو بلاعوضه ګټه اخستنه په هره بڼه ناروا ګڼلې ده او د يو کار نامشروعوالي ته دومره بس،چې جوته شي زبېښاکي منځپانګه لري .

١٩- اسراف او تبذير : وګړي پر خپلو اموالو د اسلام په چوکاټ کې د تصرف اجازه لري؛نه هاخوا. په هره بڼه د مال ضايع کول،ګوزارول که تر اړتيا ډېر کارول يې وي که د لوکسو او فاسدوونکيو تجلمي څيزونو کارول، چې اسلام ورته ((اسراف)) او ((تبذير)) وايي،منع او حرام دي.

٢٠_په ژوند کې پراخي : ژوند ته د کورنۍ د سوکالۍ لپاره پراخي ورکول که د بل د حق د لتاړلو،اسراف،تبذير او يا د يوې دندې يا حکم د پرېښودو په بيه نه وي؛نو نه يوازې روا؛بلکې ستايل شوى چار دى.

٢١- بډې : په اسلام کې بډې اخستونکى او ورکوونکى په کلکه غندل شوي او په اور کې د سوځولو وړ ګڼل شوي دي او له دې لارې لاس ته راغلې شتمني هم حرامه ده.

٢٢- احتکار : توکي په دې نيت ساتل،چې ګران به شي او په لوړه بيه به يې وپلورم؛دا کار په اسلام کې حرام او منع دى او د شرعي حاکم دنده ده، چې دا توکي بازار ته راوباسي؛که د مالک يې خوښه وي که نه وي، بايد په عادلانه بيه په بازار کې وپلورل شي.

٢٣-در آمد د مصلحت پر بنسټ نه د مطلوبيت پر بنسټ : اسلام د درآمد مشروع سرچينه يوازې د وګړيو غوښتنې او لېوالتياوې نه ګڼي؛بلکې له مصلحت سره اړخ لګول يې هم شرط ګڼي.په بله وينا: اسلام د عرضې د مشروعيت لپاره يوازې د تقاضا شتون بسيا نه ګڼي؛نوځکه په اسلام کې ځنې کار و کسبونه حرام ((مکاسب محرمه)) نومول شوي دي،چې څو ډوله دي :

الف _د ناپوهيو د تثبيت او په ناپوهيو د اغراء د موجباتو مبادله : هغه څيزونه حرام دي،چې عملا ددې لامل شي،چې وګړي ناپوهۍ،فکري او عقيدتي کږلارۍ ته وهڅول شي،که څه هم په کافي اندازه تقاضا يې وي؛ نو بوت ،صليب،بربنډ او غير اخلاقي فيلمونه،عکسونه او پوسټرونه پلورنه او د هغه چا ستاينه کول،چې وړ يې نه دى او له دې لارې لاس ته راوړې شتمني حرامه ده.

ب_ د اضلال او اغفال د موجباتو مبادله : د هغو څيزونو پېر پلور حرام دى،چې ټولنه بې لارې کوي.

ج_ هغه کار،چې د دښمن د پياوړي کېدو لامل شي : له هرې هغې لارې شتمني لاس ته راوړل حرام دي،چې دښمن له اقتصادي،سياسي، پوځي،فرهنګي او يا استخباراتي پلوه پياوړى کوي، که دا چار د وسلې پېرولو له لارې وي او که د نورو توکيو او استخباراتو د پېر له لارې وي، چې په عمل کې پورتنۍ پايلې ولري او پر پرديو د خپل هېواد لرغوني آثار او پخواني کتابونه پېرل هم همدا حکم لري.

د_له هغې لارې شتمني ګټل،چې وګړي يا ټولنې ته پکې تاوان وي : د شرابو،چرسو،هيروينو،د جوارۍ د وسايلو د پلور له لارې شتمني ګټل حرام دي او همداراز د ظالم انسان د اداري پوسټ منل هم حرام دي.

يو شمېر چارې شته،چې شتمنۍ پرې لاس ته راتلاى شي؛خو بيت المال بايد د چلوونکيو د ژوند لګښت يې پر غاړه واخلي؛لکه افتاء،قضاء، د دين د اصولو او فروعو خپرول،د دين تبليغول او داسې نور.دا لړ چارې خورا سپېڅلي دي،چې نه ښايي د شتمنۍ د لاس ته راوړو وسيله شي.دا يو لړ واجبات دي،چې بايد بلاعوض ترسره شي او د مسلمانانو بيت المال بايد ددې سپېڅليو چارو ترسره کوونکيو ته تنخوا ورکړي.

٢٤-له حقوقو د دفاع سپېڅليتا : له حقوقو دفاع _که وګړيزه وي که ټولنيزه _ او له يرغلګر سره مبارزه فرض او سپېڅلې ده :

((لاَّ يُحِبُّ اللّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوَءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلاَّ مَن ظُلِمَ وَكَانَ اللّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا (نساء/١٤٨)= خداى دا نه خوښوي،چې څوك په ښكاره بد ويلو خوله پرانځي؛خو که پر چا تېرى شوى وي او خداى اورېدونكى (او) پوه دى .))

رسول اکرم (کافي ٥/٦٠) وايي : (( تر ټولو غوره عبادت د ظالم واکمن پر وړاندې پر عدالت خبره کول دي.))

حضرت علي د مصر والي مالک اشتر ته ليکي :

((يو ملت هله د سپېڅليتا مقام ته رسي،چې کمزورى بې له کومې وېرې له زوروره خپل حق وغواړي.))

٢٥- سمونه او له فساد سره همېشنۍ مبارزه : په اسلام کې د ” پر نېکيو امر او له بديو منع” هغه اصل دى،چې د نورو اسلامي فرايضو سټه دى. دا آر مسلمانان په همېشني فکري پاڅون،سمونه او له فساد سره په مبارزه کې ساتي :

((كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ (آل عمران/١١٠)= تاسې غوره امت ياست،چې د خلكو ګټې ته رادبره شوي يئ ( داچې ) پر نېكيو امر او له بديو منع كوئ او پر خداى ايمان لرئ او كه كتابوال ( پر دغسې کړلار او ځلاند دين ) ايمان راوړي؛ نو ورته غوره ده ( خو يوازې ) لږ شمېر يې ايمانوال دي او ډېر شمېر يې فاسقان ( او د خداى له فرمانه سر غړوونكي) دي .))

رسول اکرم (کافي٥/٥٦) وايي : (( بايد پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ؛ګنې ستاسې بد وګړي به پر تاسې واکمن شي او که بيا نېکچاري مو دعا هم کوي؛نو نه به منل کېږي.))

٢٦- اسلام تر هر څه د مخه د توحيد دين دى: په توحيد کې هېڅ ډول ټکه –که نظري توحيد وي که عملي_ نه مني. اسلامي فکر او کړنې له خدايه پېلېږي او په خداى پاى ته رسي؛نو ځکه هر ډول ثنويت،تثليث او تکثير يې شاته اچولى،چې دا آر ټکنى کوي؛لکه د خداى او شيطان ثنويت،يا خداى او انسان او يا خداى او خلک. هر کار بايد د خداى په فکر، د خداى پر لور او خداى ته د نږدېدو لپاره پېل او پاى ته ورسي او بې له دې هر څه چې دي، له اسلامه نه دي. په اسلام کې ټولې لارې توحيد ته رسي؛اسلامي اخلاق له توحيده سرچينه اخلي او په توحيد پاى ته رسي او همداراز اسلامي روزنه،سياست،اقتصاد،ټولنه او …..

په اسلام کې هر کار د خداى په نامه او له هغه په مرسته غوښتو پېلېږي ((بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمـَنِ الرَّحِيمِ )) او د خداى په نوم او ستاينه پاى ته رسي ((الْحَمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ = ستاېنه يوازې نړۍ پال خداى ته ده.)) او د خداى په نوم او ډاډ او پر ډډه يې جريان مومي ((إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللّهِ رَبِّي وَرَبِّكُم مَّا مِن دَآبَّةٍ إِلاَّ هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ(هود/٥٦)=   ما پر ” الله ” توكل كړى دى،چې زموږ او ستاسې پالونكى دى، د هر خوځنده واګي ورسره دي، په رښتيا چې پالونكې مې پرسمه لار دى.))

((وَعَلَى اللّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ (آل عمران/١٢٢)= او مومنان بايد يوازې پر خداى توكل وكړي .))

د واقعي مسلمان توحيد يوازې فکر او وچه ګروهه نه ده؛لکه څنګه چې د احديت ذات له مخلوقاتو يې بېل نه دى؛له ټولو سره دى او پر ټولو راچاپېر او محيط دى،هر څه له هغه پېلېږي او پر هغه پاى ته رسي؛ توحيدي فکر هم د واقعي موحد پر وجود بشپړه راچاپېر دى او جهت ورته ورکوي؛نو ځکه د واقعي مسلمان د کار پېل،منځ او پاى خداى دى او هېڅ څه ورسره نه شريکوي .

٢٧- د وسائطو الغاء : سره له دې،چې اسلام د فيض په راکوزېدو کې وسائط مني او د علت او معلول نظام _هم په توکيزو چارو کې او هم په مانيزو چارو کې_ حقيقي او واقعي شمېري؛خو د نمانځنې او عبادت په مقام کې ټول وسائط الغاء کوي؛لکه څنګه چې پوهېږو په اديانو کې اړونه شوې او وګړي پکې له خداى سره د نېغ په نېغه اړيکې ارزښت له لاسه ورکړى دى او د خداى او انسان ترمنځ بېلتون فرض شوى دى او يوازې “پالي” او “روحاني” کړاى شي،چې نېغ په نېغه له خداى سره په اړيکه کې شي او بايد د نورو خلکو پيغام نورو ته ورسوي،چې په اسلام کې دا کار يو ډول شرک ګنل کېږي.قرآن کريم په ډاګه وايي : که بندګان مې دې زما په باب وپوښتي،ورته ووايه: نږدې يم او د دعا کوونکي دعا منم…

٢٨- له توحيدوالو سره د ګډ ژوند امکان : د اسلام له پلوه مسلمانان کړاى شي په خپل هېواد کې د هغو اديانو له لارويانو؛يهودو،نصاراوو او مجوس سره په ټاکليو شرايطو کې ګډژوند وکړي،چې توحيدي ريښه لري؛که څه هم بالفعل له توحيده کاږه شوي؛خو نشي کړاى،چې په اسلامي هېواد کې له مشرک سره ژوند وکړي . مسلمانان کړاى شي د اسلامي لوړو موخو پر بنسټ له مشرکو هېوادو سره د سولې او د نه يرغل او يا په ځانګړې موضوع کې تړون وکړي.

٢٩_ مساوات : مساوات او د تبعيض نفې د اسلامي ايديولوژۍ له اصولو ځنې دي.د اسلام له پلوه انسانان په ذات او ګوهر کې مساوي دي او خلک له دې نظره څو ډوله نه دي پنځول شوي؛رنګ،وينه، توکم او قوميت د غوراوي کچې نه دي.”قريشي سيد” او “حبشي سيد” سره برابر دي. په اسلام کې ازادي،ولسواکي او عدالت د انسانانو د مساوات زوکړه ده.

د اسلام له پلوه يوازې په محدودو او ټاکليو شرايطو کې،د وګړي او ټولنې د يو لړ مصالحو په پار،د لنډ مهال لپاره ځنې حقوق له ځنې وګړيو اخستل کېږي او دا خبره د انسان له ګوهر،ذات،وينې او توکم سره هېڅ تړاو نه لري.د مريانو د مرينې لنډمهال پېر_چې د اسلام له پلوه په فرهنګي،ښوونيزو او روزنيزو مقولو کې راځي؛نه په اقتصادي او زبېښاک کې او د اسلامي روزنې لپاره لنډ مهاله دالان دى_ هم له دې مقولو ځنې دى.

٣٠_ په اسلام کې حقوق،سزاګانې او دندې دوه جنسي دي؛يعنې لکه څنګه چې ‌نارينه او ښځمنه په انسانيت کې مشترک دي ؛خو جنسيتونو يې له فرعي ځانګړنو سره دوه جنسه ګرځولي دي. حقوق، دندې او سزاګانې تر هغه مساوي،مشترکې او يو جنسي دي،چې د دوو جنسونو په مشترکاتو پورې اړوند دي؛لکه د علم د زده کړې حق،د نمانځنې او عبادت حق،د مېړه او مېرمنې د ټاکنې حق،د مالکيت حق، په مايملک کې د تصرف حق او داسې نور… او په هغه ځايو کې،چې په جنسيت او فرعي ځانګړنو پورې يې اړوند دي؛وضع برابره او متساوي ده؛خو يورنګه نه،نامتشابه ده او دوه جنسي ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست