تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه نور تفسیر  الشرح سورت تفسیر   بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه أَ لَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ«1» وَ وَضَعْنا عَنْکَ وِزْرَکَ«2» اَلَّذِی أَنْقَضَ ظَهْرَکَ«3» وَ رَفَعْنا لَکَ ذِکْرَکَ«4» فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً«5» إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً«6» فَإِذا فَرَغْتَ فَانْصَبْ«7» وَ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

نور تفسیر

 الشرح سورت تفسیر

 

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

أَ لَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ«1» وَ وَضَعْنا عَنْکَ وِزْرَکَ«2» اَلَّذِی أَنْقَضَ ظَهْرَکَ«3» وَ رَفَعْنا لَکَ ذِکْرَکَ«4» فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً«5» إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً«6» فَإِذا فَرَغْتَ فَانْصَبْ«7» وَ إِلی رَبِّکَ فَارْغَبْ«8»=ايا سينه مو درپراخه نه كړه، او ستا له [اوږو] مو دروند پېټى کوز نه کړ؟! (هماغه پېټى) چې ستا ملا یې ماتوله. او اوازه دې مو لوړه کړه؛ نو په حقيقت كې له (هرې) سختۍ سره یوه اساني شته،په رښتینه كې له (هرې) سختۍ سره یوه اساني شته؛ نو چې (له مهم كاره) وزګار شوې؛ نو [په عبادت کې] هڅې وکړه (یا د یو بل کار لپاره هاند پیل کړه)، او یوازې د خپل پالونکي لوري ته څوبمن شه.

 

ټکي:

* په تېر سورت (ضُحی) کې یې وویل: الله ته نه یې پرېښی: «ما وَدَّعَکَ رَبُّکَ». په دې سورت کې ورته وايي: څنګه یې ته پرېښی، چې تر ټولو ستره پېرزوېنه او پانګه، چې د سینې پراختیا ده، در یې کړه. «أَ لَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ»

* «شرح صدر»؛ یعنې د سینې پراختیا او د انسان د ظرفیت او وړتیا لوړاوی دی، چې ناخوالې وزغملای شي او په ستونزو کې له صبر او زغمه کار واخلي.

 *هغه مهال چې الله (ج) حضرت موسی رسالت ته وټاکه، د هغه لومړۍ غوښتنه د سینې پراختیا وه او و یې ویل: «رَبِّ اشْرَحْ لِی صَدْرِی[1]»پالونکيه! سینه مې راپراخه کړې. خو د اسلام پر پېغمبر، بې غوښتو لورنه او پېرزو وشوه او الله یې سینه ورپراخه کړه. «أَ لَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ»

* له درون پېټي، چې د پېغمبر اکرم پر اوږو یې درونوالی کاوه او الله د سینې پراخوالي په ورکولو ترې اوچت کړ، د رسالت پازوالي، توحید ته د خلکو بلنه او له شرک، فساد او کږنو انګېرنو سره مبارزه ده.

 *داچې خپګانونه او کړاوونه نشو کمولای؛ نو ظرفیت او وړتیا دې ورته لوړ شي، چې ستونزې وزغملای شو او پاتې ورته رانشو. سینه پراختیا ځانګړې الهي پېرزو ده: «فَمَنْ یُرِدِ اللّهُ أَنْ یَهْدِیَهُ یَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلامِ[2]» یعنې چا ته چې الله اراده وکړه، ښیون – هدایت به شي او اسلام منلو ته به یې سینه پرانستل شي.

* له اروايي پلوه، چې کله له یوې ستونزې سره مخ شوئ؛ نو ټول ذهن مه وراړوئ؛ بلکې هغو الهي ژمنو او دود ته مو دې هم پام وي، چې ترې روسته راځي.

 * عُسرونه د یُسرونو لامل دي. شونې ده د «مع» کلیمه د سبب په مانا وي؛ یعنې هره ستونزه په خپل ځان کې تجربې او پخونې لري. «إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً»

* په دویمه غونډله – جمله کې د (ف) توری «فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً ، إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً» ددې څرګندونکی دی، چې دا آر عمومي دی او پېغمبراکرم ته ځانګړی نه دی.

*حق مشران، چې له توپانونو، مخالفتونو، ستونزو، کړاوونو، ګواښنو، دسیسو، تورونو، ځېلونو او جګړو سره مخېږي؛ نو تر هر څه ډېره دې یې سینه پراخه وي.«أَ لَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ»

*د روایتونو له مخې، چې دیني مجتهدینو هم فتوا پرې هم ورکړې، دا سورت او ضحی سورت یو سورت شمېرل کېږي؛ لکه د فیل او قریش سورت او په فرض لمونځونو کې چې تر حمد سورت روسته، تر یوه د ډېر سورت لوستل جایز نه دي؛ خو دا دوه سورتونه دې یو ځای وویل شي. ددې دوو سورتونو د یووالي شاهد یې د مخکې سورت د روستي آیت او ددې سورت د لومړي آیت همغږي او تړاو دی،چې وايي:«أَ لَمْ نَشْرَحْ لَکَ صَدْرَکَ»

*هغه د سینې پراختیا چې د اسلام پېغمبر ته ورکړه شوه، لامل شوه، چې آنحضرت د خپل له هومره کړاوونو سره سره بیا هم ښېرې ونکړي او ویل یې: «اللهم اهد قومی فانهم لا یعلمون[3]؛یعنې ای الله! دې خلک ته ښیون – هدایت وکړه؛ ځکه ناپوهه دي او د مکې په سوبه کې یې عمومي عفوه اعلان کړه او و یې ویل: «لا تَثْرِیبَ عَلَیْکُمُ الْیَوْمَ» نن پر تاسې کومه پړه نشته او ټول مې وبښلئ؛ لکه څنګه چې حضرت یوسف په دې غونډله – جمله خپل ټول روڼه وبښل.

* د «وَضَعْنا عَنْکَ وِزْرَکَ .. وَ رَفَعْنا لَکَ ذِکْرَکَ» بېلګه دا وه، چې خلک ډلې ډلې د الله دین ته راننوتل«یَدْخُلُونَ فِی دِینِ اللّهِ أَفْواجاً[4]»او په بدر، خندق او حنین جګړو کې اسلام بری وموند او اسلام مخ په ودې و.

په ډېری ځایونو کې دا درون پېټی ترې حضرت علي کرم الله وجهه اوچتاوه، هغه په بدر، خیبر او احد غزاګانو کې مېړنی وجنګېد.

البته په ځینو ځایونوکې به د پېغمبر اکرم له اوږو دا درون پېټی، غیبي مرستو او د پرښتو راتګ[5] او د دښمن په زړه کې وېرې اوچتاوه[6].

* الله د خپل پېغمبر نامه او یاد لمانځلی دی. په قرآن کې یې پر خپل پېغمبر د درود حکم کړی دی: «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَیْهِ وَ سَلِّمُوا تَسْلِیماً[7]»په ډېری آیتونو کې یې نامه د خپلې نامې ترڅنګ راوړې ده، «یا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا أَطِیعُوا اللّهَ وَ أَطِیعُوا الرَّسُولَ[8]»په اذان کې یې پر خپل وحدانیت د شهادت ترڅنګ د هغه پر رسالت شهادت ایښی دی. «اشهد أن لا اله الا الله و اشهد ان محمدا رسول الله» او د لمانځه په تشهد کې هم دا شهادتین تکرار شوي دي.

*یوې ښځې حضرت علي کرم الله وجهه ته ګیله وکړه، چې نشتمن مېړه یې نفقه نه ورکوي، آنحضرت یې مېړه بندي نه کړ او و یې ویل: «إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً[9]»

 

پېغامونه:

1-د سینې پراختیا د رسالت د درنو کړلارو د ترسره کولو زمینه چمتوکوونکې ده. (أَ لَمْ نَشْرَحْ … وَضَعْنا عَنْکَ وِزْرَکَ)

2-د اسلام راتلونکي ته اندېښنه مه کوئ. «وَ رَفَعْنا لَکَ ذِکْرَکَ»

3- له ګږنو او انګېرنو- خرافاتو او د جاهلیت له آدابو او دودونو سره مبارزه خورا درون چار دی. «وِزْرَکَ»

4-د پېغمبر کار سم ملاماتوونکی و. «أَنْقَضَ ظَهْرَکَ»

5-نېکنامي، پت او آبرو په ټولنه کې د مشرۍ توفیق ته په کار چارې دي. «رَفَعْنا لَکَ ذِکْرَکَ»

6-الهي قانون او کړلار داده، چې په هرې سختۍ پسې اساني ده. «إِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً» (د قرآن په بل ځای کې لولو: «سَیَجْعَلُ اللّهُ بَعْدَ عُسْرٍ یُسْرا[10] =ستونزې ځوړېدوني او په اسانۍ اوښتونې دي).

صبر و ظفر هر دو دوستان قدیمند

بر اثر صبر نوبت ظفر آید

(زغم او بریا لرغوني دوستان دي، په زغم د بریا وار رارسي)

7- انسان دې له هر کار او مسوولیت تر خلاصېدو روسته، بل کار، مسوولیت منلو او هڅو ته چمتو وي. «فَإِذا فَرَغْتَ فَانْصَبْ»

8-هڅې دې الهي اړخ ولري. «إِلی رَبِّکَ فَارْغَبْ»

9- هڅې دې له اخلاص سره مل وي.(فَانْصَبْ … إِلی رَبِّکَ فَارْغَبْ)

10-الله ته د پاملرنې لپاره دې ډېرې هڅې وشي. «فَانْصَبْ – إِلی رَبِّکَ فَارْغَبْ»

11-د الله پر لار تګ دې په مینه او لېوالتیا وي. «إِلی رَبِّکَ فَارْغَبْ»

12- یوازې هغه د مینې او ورماتېدو وړ دی. «إِلی رَبِّکَ فَارْغَبْ»

«و الحمد لله رب العالمین »

سرچینه : نور تفسیر 

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی 

[1] .طه،25.

[2] .انعام،125.

[3] . بحارالانوار،ج11،ص298.

[4] .نصر،2.

[5] . آل عمران،123-125.

[6] . آل عمران،151 و حشر،2.

[7] – احزاب،56.

[8] .محمّد،33.

[9] نور الثقلین تفسیر.

[10] .طلاق،7.

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!