تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده: (څلورمه برخه) الکل فی الکل دلته به ښه وي چې د اضافاتو لږه ډېره تشریح اوشي او هغه دا چې د مطلق وجود بېشماره اسماء او صفات […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

دا برخه د غزل بابا امیر حمزه خان شینواري له نثري اثر ((ژوند)) ځنې اخستل شوې ده:

(څلورمه برخه)

الکل فی الکل

دلته به ښه وي چې د اضافاتو لږه ډېره تشریح اوشي او هغه دا چې د مطلق وجود بېشماره اسماء او صفات دی او هر یو اسم او صفت یو عین او هر عین یو مظهر غواړي. دا اعیان، اسماء او صفات په مطلق وجود کې عین وجود وي، لیکن په تعین کې د نزول او آثارو په وجه متعین او مشخص وي. نو کوم وخت چې د اعیانو مظاهر د ذاتي مرتبې نه د تعیین مرتبې ته راشي نو دلته ټول یو بل ته مخامخ شي او هم په دې وجه هر یو عین د خپل انفرادیت احساس وکړي او یو بل ته د مخامخ کېدو په وجه د خارجي عالم احساس پیدا شي. بیا نو هر یو په بل صورت کې منعکس شي او د یو بل نه متاثر شي. ددې وجه دا ده چې هر صفت په ذات قایم وي او هیڅ څیز د ذات نه بغیر نه شي موثر کېدلی او نه ظهور کولی شي. چرته چې د صفت اظهار وشي هلته به ذات ارو مرو موجود وي، نو ذات خو د ټولو صفاتو سرچینه دی او چې سرچینه دی نو د هر صفت سره به نور ټول صفات هم د پرتو په ډول شامل وي، ځکه چې په حیثیت د یو ذات هغه د ټولو صفاتو حامل وي، نو په داسې حال کې په هر صفت کې یا د هر صفت په مظهر کې د ټولو صفاتو مظاهر جمع شي. لیکن د هر صفت مظهر ځان ته خپل جدا انفرادیت هم لري او کوم چې ورسره جمع شوی وي، هغو ته مونږ اضافات وایو، ځکه چې دهغه صفت په وجود باندې اضافه وي. دغه شان د هر مظهر یا کالبوت دپاره اضافات وي او هغه مظهر پخپله هم د نورو مظاهرو دپاره اضافه وي، په دې وجه په هر څیز او هر مظهر کې موجود دی. باید دا نظریه په خیال کې اوساتلی شي، ځکه چې د انساني تربیت په باب کې ددې ذکر راځي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!