تبلیغات

  امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت پنځلسمه برخه اخلاقي ارزښتونه: زويه! پوه شه روزي دوه ډوله ده: يوه هغه ده، چې ته يې لټوې او بله هغه چې تا لټوي او که ورپسې ولاړ نشې؛ نو په تا پسې به راشي. د اړتيا پر مهال عاجزي او د شتمنۍ او غنا […]

 

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

پنځلسمه برخه

اخلاقي ارزښتونه:

زويه! پوه شه روزي دوه ډوله ده: يوه هغه ده، چې ته يې لټوې او بله هغه چې تا لټوي او که ورپسې ولاړ نشې؛ نو په تا پسې به راشي. د اړتيا پر مهال عاجزي او د شتمنۍ او غنا پر مهال تېرى خورا ناوړې چارې دي!

په حقيقت کې له دنيا دې برخه هومره ده، چې آخرت دې پرې آباد کړې،که په هغه څه پسې خپه کېږې چې له لاسه دې وتلى؛ نو په هغو څيزونو پسې هم مه خپه کېږه،چې لاس ته دې راغلي نه دي.

مخکې چې دې څه ليدلي يا اورېدلې، د هغو لپاره استدلال پرې مه کوه چې لا تر اوسه راغلي نه دي؛ ځکه ادلون بدلون او د ژوند چارې  يو د بل په څېر دي. له هغوى مه وسه، چې ورم ورته ګټور نه وي؛ خو په پرېمانه ځورونو؛ ځکه عقلمن په ورم او ادب پند اخلي او څاروي په وهلو. کوم غم او خپګان چې در رسي، په زغم او پوخ ډاډ يې له ځانه لرې کړه.

څوک چې منځلاري پرېږدي، د حق له لارې کږېږي. ملګري د خپلوانو په څېر وي او هغه حقيقي دوست دی، چې په پټه هم په خپلې دوستۍ کې رښتینی وي، ځاني غوښتنې له رنځ او کړاو سره شريکې دي او هوا پالنه د ړوندوالي په څېر ده. ډېری داسې پردي وي،چې تر خپلو هم خپلوان وي او ډېر داسې خپلوان وي،چې تر پرديو هم پردي وي. هغه غريب او يوازې دى، چې ملګرى نه لري. څوک چې له حقه واوړي، ژوند پرې تنګېږي. څوک چې په خپل قدر پوه شي؛ نو درناوى يې ورته پاتې وي. ستا او د خداى ترمنځ اړيکه، يوازېنۍ ټينګه وزله ده، چې منګولې پرې ښخولاى شې. څوک چې دې اندېښمن نه دی او چارو ته دې پاملرنه نه لري؛ نو دښمن دې دى. چې کله تمه د هلاکت لامل وي؛ نو پخپله نهيلي، موخې ته رسېدل وي . داسې نه ده، چې هره نيمګړتيا به ښکاره لیدل کېږي او هر فرصت به تر لاسه کېږي. ډېری سترګور او لیدونکي تېروځي؛ خو ړوند مقصد ته وررسي، له ناوړو چارو لاس پر سر شه؛ ځکه هر وخت يې کړاى شې. له ناپوه سره پرېښوول؛ لکه له عقلمن سره يوځاى کېدل دي.

څوک چې د روزګار له چلونو خوندي وي؛ نو روزګار به خیانت درسره وکړي او څوک چې فاني روزګار ستر وګڼي؛ نو خوار به يې کړي. داسې نه ده، چې هر غشی اېشتونکى نښه ولي. د واکمن نظر، چې واوړي؛ نو زمانه ورسره بدلېږي. تر سفر مخکې ملګري وپوښته او د کور تر پېرلو مخکې ګاونډ وپېژنه، له بې ارزښته او خندنیو خبرو ډډه وکړه که څه د نورو له خولو يې وايې.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!