تبلیغات

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت لسمه برخه (۱۱) د دعا قبلېدو شرايط : او د خداى د رحمت له زېرمو داسې څیزونه غواړه،چې يوازې هغه يې درکولاى شي؛لکه ډېر عمر، د بدن روغتيا او د روزۍ پراخي. بيا نو خداى د خپلو زېرمو کونجيانې او د دعا کولو اجازه درکړې، په […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

لسمه برخه

(۱۱) د دعا قبلېدو شرايط :

او د خداى د رحمت له زېرمو داسې څیزونه غواړه،چې يوازې هغه يې درکولاى شي؛لکه ډېر عمر، د بدن روغتيا او د روزۍ پراخي. بيا نو خداى د خپلو زېرمو کونجيانې او د دعا کولو اجازه درکړې، په دعا د خداى د نعمت ورونه پرانستاى شې، چې د الهي رحمت باران درباندې را وورېږي؛ کله هم د دعا د قبلېدو له ځنډه مه نهيلېږه؛ ځکه الهي ورکړه په نيت ده. کله د دعا قبلېدل ځنډېږي، چې د غوښتونکي بدله ډېره او د هيلمن ورکړه ډېره شي. کله څه غواړې؛خو نه درکول کېږي؛ خو په دې يا هغې دنيا کې به ترې غوره درکړي او په دې کې دې خير وه، چې څه يې در نه کړل؛ ځکه ډېرى داسې غوښتنې دي، چې که ومنل شي؛نو د دين د پوپناه کېدو لامل به يې شي؛ نو غوښتنې دې داسې وي،چې ښکلا او نیکي يې درته پاتې شي او رنځ او سختي درځنې لرې کړي؛ نو نه د دنيا شتمني درته پايښت مومي او نه به ته د دنيا شتمنۍ ته پاتې شې.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!