تبلیغات

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت څلورمه برخه د اولاد روزنې دود : د روزنې په پيل کې مې هوډ وکړ، چې د متعال څښتن کتاب د آيتونو له شنلو- تفسير سره درزده کړم او د اسلام شريعت او د حلالو او حرامو احکام يې دروښيم او پر نورو څيزونو لګيا نشم؛خو […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

څلورمه برخه

د اولاد روزنې دود :

د روزنې په پيل کې مې هوډ وکړ، چې د متعال څښتن کتاب د آيتونو له شنلو- تفسير سره درزده کړم او د اسلام شريعت او د حلالو او حرامو احکام يې دروښيم او پر نورو څيزونو لګيا نشم؛خو وډارېدم، څه چې د خلکو د ګروهو او اندونو د اړپیچ – اختلاف لامل شو او چارې يې ورشکمنې او شبهه ناکې کړې؛ نو هسې نه چې ته هم په دې  ګړنګ کې وګوزار شې. په پيل کې مې نه غوښتل دې لارې ته دې راکاږم؛ خو له ځان سره مې غور وکړ، چې پوهېدل دې تردې غوره دي، چې ټولنيز ورکاوي ته تسليم شې او هيلمن يم خداى د بريا توفيق درکړي او سمه لار دروښيي؛ ځکه مې خپل وصيت درته داسې پېیون – تنظيم کړى دى.

زويه! پوه شه ددې وصيت د عملي کېدو ډېری برخه، چې ښه مې ايسي؛ له خدايه ډار، د فرايضوترسره کول او پر هغې لارې تلل دي، چې پلرونه او د کورنۍ صالحان دې پرې تللي؛ ځکه هغوى تل په خپلو چارو کې اندنه کوله، چې ته هم بايد هماغسې  وکړې او له ځان سره يې غور کاوه، چې ته هم بايد هماغسې وکړې، چې په پايله کې څه چې ښه ول، عمل يې پرې وکړ او پر څه چې مکلف نه ول، مخ يې ترې واړاوه او که نفس دې د هغوى دود نه کاراوه او غوښتل يې چې پخپله پر حقايقو پوه شي؛لکه چې هغوى پوه شوي ول؛ نو هڅه کوه، چې په پوهې او علم هر څه ترلاسه کړې،نه دا چې د شبهاتو په ګړنګ کې ولوېږې او په چټي ویینو او مجادلو بوخت شې او د پاکانو پر لار تر تلو ړومبى، له خدايه مرسته وغواړه او په لار کې يې په اخلاص عمل وکړه، چې بريا ومومې او له هغه کاره لاس واخله، چې دې شکمنوي او يا بېلارې کوي او چې ډاډمن شوې، چې زړه دې روښانه او متواضع و او آند دې راغونډ شوى او اراده دې يوازې يو څیز ته شوې؛ نو د هغه څه په اړه غور وکړه،چې درڅرګندوم یې او که په دې لار کې، څه چې دې ښه ایسېدل، که چمتو نشول او فکر دې ارام و نه موند؛ نو پوه شه پر کومه لار چې ځې،خوندي نه يې او په تيارو کې روان يې؛ ځکه د دين غوښتونکى نه تېروځي او نه شکمن او لالهانده وي، چې په داسې حالت کې ډډه کول غوره وي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!