تبلیغات

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت اوومه برخه (پرله پسې) د ټولنيزو اړیکو کچې: زويه! ځان دې د ځان او نورو ترمنځ تله کړه؛ څه چې خپل ځان ته خوښوې،نورو ته یې هم خوښ کړه او څه چې ځان ته نه خوښوې،نورو ته یې هم مه خوښوه. پر چا تېرى مه کوه؛لکه […]

امام حسن (رض) ته د حضرت علي (ک) وصیت

اوومه برخه (پرله پسې)

د ټولنيزو اړیکو کچې:

زويه! ځان دې د ځان او نورو ترمنځ تله کړه؛ څه چې خپل ځان ته خوښوې،نورو ته یې هم خوښ کړه او څه چې ځان ته نه خوښوې،نورو ته یې هم مه خوښوه. پر چا تېرى مه کوه؛لکه څنګه چې دې نه خوښېږي، تېرى درباندې وشي. نېک وسه؛لکه څنګه چې دې خوښېږي نېکي درسره وشي او څه چې له نورو ناوړه ګڼې،له ځانه يې هم ناوړه وګڼه،د خلکو په خير را رسولو،چې خوښېږې؛نو ته هم خير ور ورسوه. په څه چې نه پوهېږې، مه یې وايه (؛خو که پوهېږې ويې وايه ) که څه پوهه دې لږه وي .د نورو په اړه هغه مه وايه، چې دې نه خوښېږي، په اړه دې وويل شي. پوه شه ، ځانویني او ښاڅمني – غرور د رښتيا خلاف چار او د عقل آفت دى. په ژوند کې خورا هڅاند وسه او نورو ته د زيرمولو په فکر کې وسه او چې سمه لار دې ومونده؛ نو د خپل پالونکي پر وړاندې دې ښه عاجز او متواضع وسه.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!