تبلیغات

تر مرګ وروسته پکار راتلونکي په روايتونو کې راغلي :انسان ته تر مړينې وروسته هم د يو لړ چارو ثواب وررسي،چې په دنيا کې يې کړي دي ؛لکه : ١_صالح اولاد،چې ښه چارې وکړي او هم مور و پلار ته دعا وکړي . ٢_قرآن شريف يا بل کتاب يې چاپ کړى وي،چې نور ترې ګټه […]

تر مرګ وروسته پکار راتلونکي

په روايتونو کې راغلي :انسان ته تر مړينې وروسته هم د يو لړ چارو ثواب وررسي،چې په دنيا کې يې کړي دي ؛لکه :

١_صالح اولاد،چې ښه چارې وکړي او هم مور و پلار ته دعا وکړي .

٢_قرآن شريف يا بل کتاب يې چاپ کړى وي،چې نور ترې ګټه اخلي .

٣_کوي او يا کارېز يې وهلى وي،چې خلکو ته ترې ګټه رسي.

٤_ونه يې کرلې وي،چې خلک ترې تر مړينې وروسته يې ګټه اخلي .

٥_ د خير د کار بنسټ ايښوونکى وي،چې تر هغه وروسته خلک پرې روان وي.

٦_صالح او د خير چارې،چې په نيابت کې يې ترسره کېږي؛لکه پر ځاى يې حج وکړي،روژه ونيسي ،صدقه ورکړي او يا انفاق وکړي .

٧_ هغه اموال،چې انسان يې وقفوي او تر هغه،چې خلک له دې موقوفاتو ګټه اخلي؛نو انسان ته يې په برزخ کې هم ګټه وررسي .(١١٩) (بحارالانوار کې ،۶/ ۲۹۳) (تسلية الفواد ۱۳۴ مخ)

د قبرونو زيارت

رسول اکرم وويل :هدېرو ته د قبرونو د خاوندانو زيارت ته ولاړ شئ،چې د اخرت ياد درکې ژوندى وي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست