تبلیغات

حضرت علي څومره د خداى پر استازي ګران و ؟ ( صحيح ترمذي: دويم ټوک : ٣١٩ مخ ) له بريده له پلاره او د هماغه ټوک په هماغه مخ کې له جميع بن عمير تيمي څخه په دې باب دوه روايتونه نقل کړي،چې په دويمي کې جميع وايي : له ترور سره مې له […]

حضرت علي څومره د خداى پر استازي ګران و ؟

( صحيح ترمذي: دويم ټوک : ٣١٩ مخ ) له بريده له پلاره او د هماغه ټوک په هماغه مخ کې له جميع بن عمير تيمي څخه په دې باب دوه روايتونه نقل کړي،چې په دويمي کې جميع وايي : له ترور سره مې له عايشې بي بي کره ولاړم،چې ترور مې بي بي وپوښتله، چې په خلکو کې څوک تر ټولو ډېر د خداى پر استازي ګران و ؟ و يې ويل : فاطمه . پوښتنه يې وکړه : په سړيو کې پرې څوک تر ټولو ګران و ؟ و يې ويل : د فاطمې مېړه؛ځکه تر کومه،چې زه خبره يم؛ تر ټولو ډېر لمونځونه يې کول او روژې يې نيوې .

دا روايت حاکم هم د مستدرک الصحيحين د درېم ټوک په ١٥٧ مخ کې، خطيب د خپل تاريخ د يوولسم ټوک په ٤٣٠ مخ کې، ابن عبدالبر د استيعاب د دويم ټوک په ٧٥١ مخ کې، متقي د کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٠ مخ کې او محب طبري د ذخاير په ٣٥مخ کې هم راوړى دى .

( حاکم؛مستدرک الصحيحين :درېم ټوک،١٥٤ مخ ) له خپل سند له جميع بن عمير له عايشې بي بي او نسائي په خصايص کې په همدې سند او امام احمد بن حنبل د خپل مسند د څلورم ټوک په ٢٥٧ مخ کې په خپل سند له نعمان بن بشير څخه په دې اړه روايتونه نقل کړي، چې په وروستي کې يې نعمان وايي : حضرت ابوبکر له رسول الله څخه د ننووتو اجازه وغوښته،چې د عايشې بي بي غږ يې واورېد، چې له رسول الله سره خوله وهي او چغې وهي او وايي : ما ته ښه معلوم دي،چې زما تر پلاره علي درباندې ډېر ګران دى؛نو حضرت ابوبکر د ننووتو اجازه وغوښته او همداچې راننووت؛نو د بي بي عايشې د وهلو په تکل کې شو او ښه يې ورټله؛څو ځلې مې درته ويلي،چې د رسول اکرم په مخ کې مه درېږه او غږ دې مه پورته کوه .

دا روايت نسائي هم د خصايص په ٢٨ مخ کې له دې زياتوالي سره راوړى،چې لاس يې پورته کړ،چې عايشه ووهي؛خو رسول الله يې مخه ونيوه او حضرت ابوبکر غوسه له کوره ووت .

هيثمي هم دا روايت د مجمع د نهم ټوک په ١٢٦ مخ کې راوړى او بزار ته يې نسبت ورکړى او رجال يې صحيح ګڼلي دي.

( اسدالغابه : پينځم ټوک،٥٤٧ مخ ) په خپل سند له حضرت معاذه غفاريه روايتوي،چې وايي : زه د رسول اکرم انيس وم او تل به ورسره جګړو ته تلم،چې د ټپيانو درملنه وکړم؛نو يوه ورځ رسول اکرم ته ورغلم،چې د عايشې بي بي په کور کې و،چې و مې ليدل علي بهر راوځي او رسول الله عايشې بي بي ته وايي : (( عايشې ! دا سړى راباندې ترټولو ګران دى، حق يې وپېژنه او درناوى يې کوه . ))

دا روايت ابن حجر هم د اصابه د اتم ټوک په ١٨٣ مخ کې، محب طبري د رياض النضره د دويم ټوک په ١٦١ مخ کې راوړى او خجندي ته يې نسبت ورکړى او زياتوي،چې معاذه وويل : دا خبره مې په ذهن کې وه،چې عايشې بي بي د جمل د جګړې جنجال جوړ کړ؛نو چې کله مدينې ته راستنه شوه؛نو ورغلم او ورته مې وويل : ام المؤمنين ! نن دې زړه له علي سره څنګه دى، سره له هغو سپارښتنو،چې رسول اکرم درته په اړه يې کړې وه؟ و يې ويل : زړه به مې څنګه وي،چې زما کور ته به راغى او پلار به مې هم په کور کې و؛نو پلار به مې ورته په کتو نه ستړى کېده،چې يوه ورځ مې خپل پلار ته وويل : څومره علي ته ګورئ ؟ و يې ويل : ځکه د خداى له استازي مې واورېدل،چې (( د علي مخ ته کتل عبادت دى . ))

( اسدالغابه : پينځم ټوک،٣١٤ مخ ) په خپل سند له ابي هاشم روايتوي،چې مور او پلار دواړه يې د رسول اکرم ازاد شوي ول : زما مور د رسول اکرم وينځه وه چې وايي : يوه ورځ پېغمبر اکرم له جوماته د علي او فاطمې کور ته راغى؛نو و يې ليدل،چې دواړه ويده دي او لمر راختلى دى؛نو سر ته ورته ودرېد او پر خپل خيبري څادر يې د لمر مخه ونيوه او تر څو شېبو وروسته يې وويل : پاڅئ اى تر ټولو راباندې ګرانو .

زمخشري په کشاف کې د بقرې د سورت د ( الا الذين هدى الله و ما کان الله ليضيع ايمانکم ان الله بالناس لروف الرحيم ) آيت تر تفسير لاندې او کنزالعمال د شپږم ټوک په ٨٤ مخ کې، رياض النضره د دويم ټوک په ١٦١ مخ کې له دوو لارو له عايشې بي بي او د هماغه ټوک په ١٦٢ مخ کې له معاوية بن ثعلبه،چې له ابوذر يې پوښتلي وو، په دې اړه روايتونه نقل کړي دي .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣٠ مخ ) له يحيى بن سعيد له انس بن مالک او ( هيثمي؛مجمع :نهم ټوک،١٢٥ مخ ) د سور کړي چرګ کيسه راوړې،چې مخکې هم وشوه؛خو دلته ويل شوي، چې سور شوى چرګ ام ايمن ډالۍ رالېږلى و او همداراز پکې راغلي،چې انس وايي :هر ورځ به يو انصاري ځوان د رسول اکرم خدمت کاوه،چې پر هغه ورځ زما وار و او له هغه دوو روايتونو په يوه کې راغلي،چې د رسول اکرم تر دعا وروسته ړومبى حضرت ابوبکر راغى او د ننووتو اجازه يې وغوښته؛خو رسول اکرم اجازه ونه کړه، بيا حضرت عمر راغى، چې هغه ته يې هم اجازه ونه کړه او درېم حضرت علي و،چې اجازه يې ورکړه .

( مستدرک الصحيحين : درېم ټوک،١٣١ مخ ) په دوو سندونو له ثابت بناني روايتوي،چې حضرت انس بن مالک ناروغ شوى و او محمد بن حجاج او يو ډله نور يې پوښتنې ته راغلي ول،چې هر چا غورې کولې، چې د علي خبره رامنځ ته شوه او محمد بن حجاج په علي پسې خوله راوسپړله او سپکې سپورې يې پيل کړې،چې انس وويل : دا څوک دى ؟ ما کېنوئ . انس يې کـېناوه او بيا يې وويل : د حجاج زويه ! وينم،چې په علي پسې دې خوله راسپړلې ده .قسم پر هغه خداى،چې محمد يې پر حقه مبعوث کړى . يوه ورځ مې د رسول اکرم خدمت کاوه؛ځکه هر ورځ به يو انصاري مريى د رسول اکرم خدمت کاوه،چې پر هغه ورځ زما وار و، چې ام ايمن چرګ راوړ،چې رسول اکرم ازاده کړې وه، چې ماهم د رسول اکرم مخې ته کېښود . پوښتنه يې وکړه : ام ايمن دا څه دي ؟ و يې ويل : چرګ دى او تاسې ته مې کباب کړى دى . رسول اکرم دعا وکړه : خدايه تر ټولو ګران بنده دې راورسوه،چې دا چرګ راسره وخوري؛نو همدا چې د رسول اکرم دعا پاى ته ورسېده،ور يې وټکاوه . و يې ويل : وګوره،چې څوک دي ؟ ولاړم،چې وګورم،چې تر تمبو شا څوک ولاړ دى او په زړه کې يې ويل،چې خداى دې وکړي زما کوم خپلوان وي؛خو ومې وليدل،چې علي دى؛خو بيا مې هم اجازه ور نه کړه،چې دا کار درې ځل تکرار شو،چې رسول اکرم وويل : ور خلاص کړه،چې راننوځي . دا يوازې ته نه يې،چې خپلوان دې درباندې ګران دي، هغه له انصارو ځنې نه دى . هغه مې رادنننه کړ . و يې ويل : انسه ! هغه چرګ ورته راوړه. را مې ووړ او دواړه يو ځاى وخوړ. محمد بن حجاج په حيرانتيا پوښتنه وکړه : آيا تا دا هر څه په خپلو سترګو ليدلي دي ؟ انس وويل : هو او ژمنه يې راسره وکړه،چې ژوندى يې د علي سپکه به و نه وايې او داسې څوک مې نه دى ليدلى،چې په علي پسې به يې بد ويلي وي او څېره به يې بدرنګه شوې نه وي .

دا مضمون حلية الاولياء د شپږم ټوک په ٣٣٩ مخ کې له اسحاق به عبدالله بن ابي طلحه، د بغداد تاريخ د درېم ټوک په ١٧١ مخ کې له ابي الهندي له انس، اسدالغابه د څلورم ټوک په ٣٠ مخ کې له ابراهيم له انس، کنزالعمال د شپږم ټوک په ٤٠٦ مخ کې له دوو لارو، ذخايرالعقبى په ٦١ مخ کې، رياض النضره د دويم ټوک په ١٦١ مخ کې له سفينه او هم هيثمي د مجمع د نهم ټوک په ١٢٦ مخ کې له درېو لارو نقل کړى دى .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!