تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت علي (ک) د وېناوو ټولګه (١) حکمت: له فتنو سره چلندود حضرت علي (ک) وايي : كُنْ فِي الْفِتْنَةِ كَابْنِ اللَّبُونِ لَا ظَهْرٌ فَيُرْكَبَ وَ لَا ضَرْعٌ فَيُحْلَبَ په فتنو کې د اوښ د دوه کلن جونګي په څېر وسه،چې نه شا لري،چې د سپرلۍ کار ترې واخستل شي […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت علي (ک) د وېناوو ټولګه

(١) حکمت: له فتنو سره چلندود

حضرت علي (ک) وايي :

كُنْ فِي الْفِتْنَةِ كَابْنِ اللَّبُونِ لَا ظَهْرٌ فَيُرْكَبَ وَ لَا ضَرْعٌ فَيُحْلَبَ

په فتنو کې د اوښ د دوه کلن جونګي په څېر وسه،چې نه شا لري،چې د سپرلۍ کار ترې واخستل شي او نه تيونه لري چې ولوشل شي.

 

(٢) حکمت: د اخلاقي رذايلو ښانده – پېژندل (اخلاقي)

حضرت علي (ک) وايي :

أَزْرَى بِنَفْسِهِ مَنِ اسْتَشْعَرَ الطَّمَعَ وَ رَضِيَ بِالذُّلِّ مَنْ كَشَفَ عَنْ ضُرِّهِ وَ هَانَتْ عَلَيْهِ نَفْسُهُ مَنْ أَمَّرَ عَلَيْهَا لِسَانَهُ .

څوک چې ځان د تمې په جال کې راونغاړي (؛نو) ځان به يې ټيټ کړی وي او څوک چې د خپلو ستونزو خواله راښکاره کړي (؛نو) ځان يې سپک کړى او څوک چې د ژبې بنده وي (؛نو) ځان به يې بې ارزښته کړى وي.

 

(٣) حکمت: (اخلاقي)

حضرت علي (ک) وايي :

الْبُخْلُ عَارٌ وَ الْجُبْنُ مَنْقَصَةٌ وَ الْفَقْرُ يُخْرِسُ الْفَطِنَ عَنْ حُجَّتِهِ وَ الْمُقِلُّ غَرِيبٌ فِي بَلْدَتِهِ .

کنجوسي ننګ او ډار زيان دى او لاس اړي – تنګلاسي، ځيرک په خپلو دلايلو کې پخوي او لاس اړی په خپل ښار کې هم پردى وي.

 

(٤) حکمت: د اخلاقي رذايلو او فضايلو  پېژندنه (اخلاقي ، روزنيز)

حضرت علي (ک) وايي :

الْعَجْزُ آفَةٌ وَ الصَّبْرُ شَجَاعَةٌ وَ الزُّهْدُ ثَرْوَةٌ وَ الْوَرَعُ جُنَّةٌ وَ نِعْمَ الْقَرِينُ الرِّضَى .

بېوسي افت دى، زغم مړانه ده، زهد شتمني ده، زهد د ژغورنې ډال دى او خوښمني او بسیاینه څومره ښه ملګري دي.

 

(٥) حکمت: د اخلاقي ارزښتونو ښانده (اخلاقي،سياسي، ټولنيز)

حضرت علي (ک) وايي :

الْعِلْمُ وِرَاثَةٌ كَرِيمَةٌ وَ الْآدَابُ حُلَلٌ مُجَدَّدَةٌ وَ الْفِكْرُ مِرْآةٌ صَافِيَةٌ .

پوهه خوښ پاتوړی دى، ادب همېشنۍ نوې ګاڼه ده او آند رڼه هېنداره ده.

 

 (٦) حکمت: د تواضع او خواله ساتۍ ارزښت (اخلاقي، سياسي، ټولنيز)

حضرت علي (ک) وايي :

صَدْرُ الْعَاقِلِ صُنْدُوقُ سِرِّهِ وَ الْبَشَاشَةُ حِبَالَةُ الْمَوَدَّةِ وَ الِاحْتِمَالُ قَبْرُ الْعُيُوبِ.
د عقلمن سينه د خوالو پېټۍ ده. په ښه خوى ملګري موندل کېږي او زغم د نيمګړتياوو پټونى دى.

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!