تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (مومنون/۲) ژباړه : هغوى چې په خپل نمانځه كې عاجزي كوي   خاشعون، د خشوع له مادې ځنې دى او مانا يې په انسان كې د يو ستر شخصيت يا مهم حقيقت پر وړاندې د تواضع او عاجزۍ حالات او جسمي او روحي ادب پيدا […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ (مومنون/۲)

ژباړه : هغوى چې په خپل نمانځه كې عاجزي كوي

 

خاشعون، د خشوع له مادې ځنې دى او مانا يې په انسان كې د يو ستر شخصيت يا مهم حقيقت پر وړاندې د تواضع او عاجزۍ حالات او جسمي او روحي ادب پيدا كېدنه ده، چې اغېزې يې په بدن كې را برسېرېږي. دلته قرآن د لمونځ كول د مؤمن نښه نه بولي؛ بلكې په لمانځه كې يې خشوع د مؤمن له ځانګړنو ځنې ښوولې ده؛ دې ته اشاره، چې لمونځ يې تش الفاظ او بې ورح حركات نه دي؛ بلكې د لمانځه پر وخت پالوونكي ته د ورپام كېدو حالت پكې پيدا كېږي، چې له ((غير الله)) جلا او له ((الله)) سره يوځاى كېږي. دومره له پالوونكي سره په رازو نياز كې ډوبېږي، چې دا حالت يې د بدن پر ټولو ژوندينكو اغېز پرېباسي. ځان د يوې بې پايه شتو پر وړاندې يو بڅرى ويني او د پراخ سمندر پر وړاندې يو څاڅكى. په يو حديث كې لولو، چې نبي كريم (ص) يو تن وليد، چې په لمانځه كې له خپلې ږيرې سره لوبې كوي. ويې ويل: (( كه زړه يې عاجز واى؛ نو د بدن غړي يې هم عاجزېدل))؛ دې ته اشاره ده، چې خشوع او عاجزي، يو دنننى حالت دى، چې پر دباندې هم اغيز شيندي(نمونه تفسیر، 14 ټ 194 مخ. ). له همدې امله له حضرت رسول اكرم (ص) روايت شوى دى: ((خداى ته له منافقانه عاجزۍ ځنې پناه يوسئ)) ورته وويل شو: منافقانه عاجزي څه ده؟ ويې ويل: (( دا، چې د چا بدن عاجز ووينې؛ خو زړه يې خاشع نه وي))( الميزان تفسیر، 15ټ 12 مخ). په لمانځه او نورو عباداتو كې د زړه د حضور او د تواضع د حالت پيدا كولو لپاره دا سپارښتنې په پام كې ونيسئ:

  1. د داسې پوهاويو تر لاسه كول، چې دنيا د انسان په نظر كې كوچنۍ او ((الله)) ستر وښيي، چې له معبود سره د رازو نياز پر مهال يې، يو دنیوي چار هم له ((الله)) پام وانه ړوي.
  2. معمولاً خپاره واره كارونه د حواسو د ځېرنې او راټولېدو مخه نيسي او انسان، چې څومره توفيق ومومي، چې خپلې مشوشې او خپرې ورې بوختياوې راكمې كړي؛ نو په خپل عبادت كې به يې د زړه له حضور سره مرسته كړې وي ….. د لمانځه د ځاى ټاكنه هم په دې چار كې اغېز لري؛ نو ځكه په داسې ځایونو کې لمونځ كول مكروه دي، چې د انسان ذهن ځان ته وراړوي؛ نو ځكه غوره ده، چې د مسلمينو عبادتځايونه ساده او بې پړق و پروقه وي؛ چې دا وضعيت د زړه له حضور سره مرسته كوي.
  3. له ګناه ډډه كول هم يو اغېزمن لامل دى؛ ځكه ګناه، زړه، له خدايه لرې كوي.
  4. بل اغېزمن لامل؛ د لمانځه پر مانا، كړنو او د اذكارو پر فلسفې يې پوهېدل دي.
  5. دغسې د لمانځه په سريزو او پخپله لمانځه كې د لمانځه مستحباتو او ځانګړي ادابو ته پاملرنه.
  6. څارنه، تمرين او تلتیا – استمرار. ډېر ځل كېږي، چې په پيل كې، انسان په ټول لمونځ كې يوه لنډه شېبه اندیزه ځیرنه ومومي؛ خو كه همدې حالت ته دوام وركړي؛ نو داسې نفسي او ځاني قدرت پيدا كوي، چې د لمانځه پر مهال به د ((غير الله)) پر وړاندې د خپل زړه ټولې دريمڅې وتړي(نمونه تفسیر، 14 ټ 204 مخ)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!