تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه کافرون سورت بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه قُلْ یا أَیُّهَا الْکافِرُونَ«1» لا أَعْبُدُ ما تَعْبُدُونَ«2» وَ لا أَنْتُمْ عابِدُونَ ما أَعْبُدُ«3» وَ لا أَنا عابِدٌ ما عَبَدْتُّمْ«4» وَ لا أَنْتُمْ عابِدُونَ ما أَعْبُدُ«5» لَکُمْ دِینُکُمْ وَ لِیَ دِینِ«6»=ووايه : […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

کافرون سورت

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

قُلْ یا أَیُّهَا الْکافِرُونَ«1» لا أَعْبُدُ ما تَعْبُدُونَ«2» وَ لا أَنْتُمْ عابِدُونَ ما أَعْبُدُ«3» وَ لا أَنا عابِدٌ ما عَبَدْتُّمْ«4» وَ لا أَنْتُمْ عابِدُونَ ما أَعْبُدُ«5» لَکُمْ دِینُکُمْ وَ لِیَ دِینِ«6»=ووايه : (( كافرانو! څه چې (تاسې) لمانځئ، (زه) يې نه لمانځم، او څه چې (زه) لمانځم،تاسې يې نه لمانځئ، او څه چې (تاسې) لمانځلي دي،زه يې نه لمانځم، او څه چې (زه) لمانځم، تاسې يې نه لمانځئ؛ ( اوس چې داسې ده) ستاسې لپاره خپل دين او زما لپاره خپل دين.))

ټکي:

*ددې سورت د شأن نزول په باب راغلي، چې ځینو قریش مشرانو پېغمبر اکرم (ص) ته وويل: ای محمده! ته یو کال زموږ له دینه لاروي وکړه او بل کال به موږ ستا له دینه لاروي وکړو؛ بیا چې هر یو ښه و؛ نو هماغه ته به دوام ورکړو؛ خو پېغمبر اکرم و نه منله. و یې ویل: لږ تر لږه زموږ خدایان ښکل کړه او تبرک ترې وغواړه، چې موږ هم ستا ولمانځو، په دې وخت کې دا سورت رانازل شو.

* د «قُلْ» کلیمه، پېغمبر اکرم (ص) ته، د کفارو کینه یو څه راکموي؛ ځکه پوهېږي، چې سروکار یې له الله (ج) سره دی او پېغمبر یوازې مامور دی.

* کله دې مخالفین پر خپل حال پرېښوول شي او ورته وویل شي: «لَکُمْ دِینُکُمْ»؛ لکه څنګه چې په قصص سورت ۵۵ آیت کې لولو: «لَنا أَعْمالُنا وَ لَکُمْ أَعْمالُکُمْ» او دا یو ډول سپکاوی او ګواښنه ده، نه هرې کړنې او ګروهې ته اجازه.

*د قرآن په ځینو ځایونو کې تکرار د تاکید لپاره دی؛ لکه: «کَلاّ سَوْفَ تَعْلَمُونَ ثُمَّ کَلاّ سَوْفَ تَعْلَمُونَ[1]»و «فَقُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ ثُمَّ قُتِلَ کَیْفَ قَدَّرَ[2]»په دې سورت کې هم تکرار کولای شي د تاکید لپاره وي، چې مشرکان د مسلمانانو له ورتسلیمېدو نهیلي شي او کولای شي، مؤمنانو ته داستقامت د تلقین په پار وي، چې په خپل دریځ ټينګ ولاړ ووسئ.

د یوې ډلې کفارو د ایمان نه راوړو خبر، څو ځل په قرآن کې اوڅار شوی؛ لکه د بقرې سورت شپږم آیت او د یس سورت اووم آیت،چې په ځغرده وايي: «فَهُمْ لا یُؤْمِنُونَ»

پېغامونه:

1- پېغمبر اکرم د وحې امین دی او څه چې پرې ورنازل شي،هماغه وايي. «قُلْ»

2- مسلمانان دې د غیرمنطقي وړاندیزونو پر وړاندې څرګنده او پرېکنده ځواب ورکړي او دښمنان دې له ځانه نهیلي کړي. «لا أَعْبُدُ ما تَعْبُدُونَ»

3-د یووالي په نامه دې له آرونو او ارزښتونو سرغړونه ونشي. «لا أَعْبُدُ ما تَعْبُدُونَ»

4-کفري نړۍ دې د مسلمانانو له ورتسلیمېدو نهیلي شي.( لا أَعْبُدُ … وَ لا أَنا عابِدٌ)

5-له کفارو د برائت اعلام دې مکرر، مؤکد او ښکاره وي. «قُلْ یا أَیُّهَا الْکافِرُونَ لا أَعْبُدُ ما تَعْبُدُونَ»

6-په دین کې معامله مه کوئ، له دښمن سره سازښت مه کوئ او د بېځایه وړاندیزونو د تکرار پر وړاندې، تاسې هم خپل دریځ پرېکنده تکرار کړئ.(لا أَعْبُدُ … لا أَنْتُمْ عابِدُونَ … وَ لا أَنا عابِدٌ …)

7-د نورو جذبولو ته هر کار مه کوئ.(لا أَعْبُدُ … وَ لا أَنْتُمْ عابِدُونَ)

8-قرآن د غیبو خبر ورکوي، ان یو وړاندیز کوونکی هم اسلام منلو ته چمتو نشو. «وَ لا أَنْتُمْ عابِدُونَ ما أَعْبُدُ»

9- پایښتي او قاطعیت د مشرۍ شرط دی. (وَ لا أَنا عابِدٌ …)

10-د الله عبادت او بندگي د کافر او مؤمن ترمنځ توپیر دی.(یا أَیُّهَا الْکافِرُونَ … لا أَنْتُمْ عابِدُونَ ما أَعْبُدُ»

11- انسان په دین ټاکنه کې ازاد دی نه مجبور. «لَکُمْ دِینُکُمْ وَ لِیَ دِینِ»

12-لیکې دې جلا شي، حق دې له باطله او ایمان دې له کفره توپیر شي. «لَکُمْ دِینُکُمْ وَ لِیَ دِینِ»

13-د هر چا معبود یې د دین ښکارندوی دی.( لا أَنا عابِدٌ … لا أَنْتُمْ عابِدُونَ … لَکُمْ دِینُکُمْ وَ لِیَ دِینِ)

«والحمدللّه ربّ العالمین

 

[1] – .تکاثر،3 و 4.

[2] – مدّثر،19 و 20.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!