تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د امام جواد (رح) لنډې ویناوې ( د پند ، حکمت، ، زهد او…. په اړه) ۱   –   چا امام جواد (رح) ته وویل: نصیحت راته وکړه: ویې ویل: منې یې؟ ویې ویل: هو. ویې ویل: صبر خپل بالښت کړه، فقر په خپله غېږه کې ونیسه، خوندونه پرېږده، له ځاني غوښتنو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د امام جواد (رح) لنډې ویناوې

( د پند ، حکمت، ، زهد او…. په اړه)

۱   –   چا امام جواد (رح) ته وویل: نصیحت راته وکړه: ویې ویل: منې یې؟ ویې ویل: هو. ویې ویل: صبر خپل بالښت کړه، فقر په خپله غېږه کې ونیسه، خوندونه پرېږده، له ځاني غوښتنو سره مخالفت وکړه او پوه شه چې کله هم د خدای له څارنې وتلی نه یې، نو ووېنه چې باید څنګه وسې؟

۲   –   خدای تعالی یو پېغمبر ته وحې وکړه:  دنیا ته ناڅوبتیا دې ژر هوسا کړې، ما ته مخه کول دې، عزتمن کړې (او دا دې د ځان لپاره وو) خو ماته دې زما له دښمنانو سره دښمني او زما له دوستانو سره دوستي کړې ده؟

۳   –   روایت شوی چې د امام جواد (رح) د ګرانبیه ټوټو پېټی په لار کې غلو لوټ کړ، پېټي والا په یوه لیک کې امام له پېښې خبر کړ ، امام په خپل لیک ورته وکښل: مال و ځان د خدای خوندور نعمتونه او امانت یې دی، تر هغه چې ګټنه ترې کړای شو د خوښۍ او ښادۍ لامل دی او څه چې ترې یوسي، اجر او ثواب یې راته شته؛ نو د چا چې بې صبري پر صبر لاسبري شي؛ نو خپل اجر یې لتاړ کړی او له دې خدای ته پناه ور وړم.

۴   –   څوک چې په یوه کار کې حاضر وي؛ خو نه یې خوښېږي، د هغه په څېر دی، چې په دې کار کې حاضر نه دی او څوک چې په یوه کار کې حاضر نه وي؛ خو پرې خوښ وي، د هغه په څېر دی، چې خپله په هغه کار کې حاضر (او ګډون یې کړی) وي.

۵   –   څوک چې یو ویاند ته غوږ کېدي؛ نو نمانځلی یې دی او که ویاند د خدای خبرې کوي؛ نو خدای یې نمانځلی او که د شیطان خبرې کوي؛ نو شیطان یې نمانځلی دی.

۶   –   ((داوود بن قاسم)) وایي: له امام مې د ((صمد)) مانا وپوښته، راته یې وویل بې نومه. ومې ویل: نور وا یې: هغه دی چې دننه ونه لري، ویې ویل: هر څه چې دننه لري نوم (هم) لري.

[احمد جنتي: د دې کلمې په تفسیر کې بېلابېل روایات دي، ځينې یې د همدې روایت په څېر تفسیروي، هغه څه ته وایي چې منځ یې تش نه دی او لنډه دا چې په وجود کې یې خلل او نیمګړتیا نه وي او وایي بې له الله ټول موجودات نیمګړتیا لري.]

۷   –   ((ابوهاشم جعفري)) وايي: پر هغه ورځ چې امام جواد ، د مامون الرشید لور ام الفضل نکاح کړه، ورته مې وویل: زما مولا! نن راباندې ستر خیر او برکت و. امام وویل: ابوهاشمه! په واقع کې د خدای برکتونه راباندې ستر ول. ومې ویل: هو، زما مولا؛ نو نن څه ووایو؟ ویې ويل: خیر ووایه، چې خیر دې پر برخه شي. ومې ویل: زما مولا دغسې به وکړم او پر خلاف به یې څه ونه کړم، ویې ویل: نو په دې حال کې به پر سمه لار روان یې او یوازې خیر به وینې.

۸   –   امام جواد خپل یو دوست ته ولیکل: په دې دنیا کې خو یو له بل سره اشنایان یو (ګډ ژوند سره لرو) ؛ خو څوک چې له خپل ملګري سره هم اندی او هم ګروهی وي چې چېرې ولاړ شي ورسره وي او آخرت تلپاتې تمځی دی.

۹ –   د توبې ځنډول، د ځان غولونه ده، د ځنډ غځونه سرګرداني ده، نن و سبا کول هلاکت دی او پر ګناه ټینګار د خدای له مکره بچول دي (( او د خدای له مکره یوازې زیانکاران ځان خوندي بولي)) [اعراف /۹۹]

۱۰   –   روایت شوی چې یو ساروان امام جواد (رح) له مدینې منورې ځنې کوفې ته راوست او سره له دې چې امام څلور سوه دیناره ورکړي ول، خو بیا یې هم چانې وهلې. امام وویل: سبحان الله، نه پوهېږې  ترهغې چې بندګان شکر کاږي، نو د خدای د نعمتونو زیاتوالی پرې نه پرې کېږي.

۱۱   –   له رسول الله (ص) سره د ښځو بیعت په دې دود و، چې خپل لاس یې د اوبو په یوه لوښي کې وردننه او را ایست او بیا ښځو د خدای پر اقرار، د پېغمبر په تصدیق او په څه یې چې بیعت ترې اخسته لاس یې په اوبو کې وردننه کاوه.

۱۲   –   د یوه چار ښکاره کول، مخکې تردې چې ټینګ او پرېکنده شي، د خرابۍ لاملېږي.

۱۳   –   مؤمن؛ الهي توفیق، دننني واعظ او د نصیحت منلو حس ته اړین دی.

سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  روایتي ټولګه

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!