تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د امر او نهى د نه منلو لاملونه د “امر و منع” د نه منلو لاملونه ډېر دي او په دوو ډلو وېشل کېږي :دننني او بهرني. دننني لاملونه : الف – ناپوهي: که ماشومان د خپل مور و پلار له خبرو اطاعت نه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د امر او نهى د نه منلو لاملونه

د “امر و منع” د نه منلو لاملونه ډېر دي او په دوو ډلو وېشل کېږي :دننني او بهرني.

دننني لاملونه :

الف – ناپوهي:

که ماشومان د خپل مور و پلار له خبرو اطاعت نه کوي؛علت يې دا دى،کوم رازونه چې د مور و پلار په خبرو کې دي،هغوى پرې نه پوهېږي.روايت دى: ((که خلک زموږ د خبرو پر ښکلا پوه شي؛نو زموږ لاروي به وکړي.))[1]

پېغمبرانو به ناپوهانو ته ويل: ((تاسې نه پوهېږئ،که نه زموږ پر وړاندې به دومره ټينګ نه واى درېدلي.))

ډېر کسان نمونځ  نه کوي؛ ځکه په خوالو – رازونو يې نه پوهېږي او که پوه شي؛نو نمونځ  به وکړي. په آيتونو او روايتونو کې له علماوو د زياتو پوښتنو پر کولولو سپارښته شوې او دا په اطاعت کې د پوهې ونډه راښيي. دلته له پوهې موخه د پوهنتون او لوړو زده کړو اسناد نه دي؛ځکه ډېر پوه او لوستي کسان شته؛خو پر نېکيو د امر او له بديو د منع پر وړاندې بې توپېره دي؛ځکه د امر او منع په هکله لازمه پوهه نه لري.

 په روايتونو کې لولو: ((خداى؛لکه څنګه چې له ناپوهانو د زده کړې ژمنه اخيستې،له پوهانو یې هم نورو ته د ورښوولو ژمنه اخستې ده.)) په هر حال که د پوهې،مطالعې او کتابتونو پراختيا پر نېکيو د پوهېدنې او د بديو له خطرونو د پوهېدنې په موخه وي؛نو د مفاسدو په مخنيوي کې به ستر ګام وي .

ب- تنګ الواکي – تعصب:

د “امر و منع” بل لامل تنګ الواکي- تعصب ده. تنګ الواکي کله ګټور او مثبت هم وي او هغه پر سپېڅليو موخو او ارمانو ټينګار کول دي؛خو د تنګ الواکۍ ډېرى جرړه ملي، قومي، ډلييز، توکمیز او……بڼه لري او يا هم پر ځينو وګړني او ټولنيزو دودونو ټينګار کوي .

قرآن وايي:

فَتَقَطَّعُوا أَمْرَهُم بَيْنَهُمْ زُبُرًا كُلُّ حِزْبٍ بِمَا لَدَيْهِمْ فَرِحُونَ (مومنون/۵۳) = خو د خپل (دين) چارې یې پخپلو منځونو كې ټوټه ټوټه كړې (او) ډلې ډلې شول : (او عجيبه خو دا) له هر يو ګوند سره چې څه دي،پر هماغه خوښ دي (وياړي).

تنګ الواکي – تعصب لوګى او تياره ده،چې سترګې نيسي او بې له خپلې لارې او دود بل څه نه مني. بوت پالو به د پېغمبرانو پر وړاندې د خپلو نېکونو پر بوت پالۍ او لار ټينګار کاوه. د “اسرايئلو” د اوسنيو جنايتونو سرچينه د هغوى دا ګروهه ده چې زموږ توکم تر ټولو غوره دى .د توکمیزې الواکۍ- نژادي تعصب له کبله سپين پوستي پر تور پوستو تېرى کوي. نننۍ نړۍ د پوهې او صنعت نړۍ ده. په هېوادونو کې په سل ګونو قوانين د تنګ الواکۍ پر بنسټ جوړ شوي او عمل هم پرې کېږي. ابليس هم د تنګ الواکۍ له کبله پر ناوړه برخليک اخته شو او خداى ته يې وويل: زما توکم د “آدم” تر توکمه غوره دى، زه له اوره او هغه له خاورې پيدا شوى؛نو ولې ورته سجده وکړم ؟ قرآن وايي:

وَلَوْ نَزَّلْنَاهُ عَلَى بَعْضِ الْأَعْجَمِينَ (شعراء/۱۹۸) = او كه دا مو پر ځينو عجمو [= ناعربو] نازل كړى واى.

فَقَرَأَهُ عَلَيْهِم مَّا كَانُوا بِهِ مُؤْمِنِينَ (شعراء/۱۹۹) = او دا يې ورلوستى واى؛ ايمان يې پرې نه راووړ.

اسلام په هر ځاى کې له تنګ الواکۍ سره مبارزه کړې. بېلګې يې دادي: پېغمبر اکرم(ص) د خپلې ترور لور،چې د درنې او ازادې کورنۍ وه، مريي ته په نکاح کړه .د نبوي کورنۍ شپږو امامانو مېندې مينزې وې.امام رضا به له خپلو مريانو سره سلامشورې کولاى.اسلام بې له پوهې،تقوى،مخینې،جهاد او هجرته ټول هر څه له منځه یوړل. اسلام ټول خلک د قانون پر وړاندې مساوي او برابر وګرځول. له ټولو مليتونو او اديانو سره يې خپلې اړېکي يوازې د دليل او سول – منطق له مخې کېښووې.د بيت المال په وېش کې او په جګړه کې د ګډون له کبله يې هيڅ چاته کوم ځانګړى حساب خلاص نه کړ. ټولو کمالونو ته د رسېدو لپاره يې انسان ته لار پرانستې او کولاى شي، هر انسان قاضي، امام او مجتهد شي.د ورهڼې – کسب له نظره يې هيڅ قوم پر بل غوره و نه ګاڼه. په عملي کړلارو کي يې د ټولو ګډون يو شانته کړى؛لکه د جمعې نمونځ ، د اختر نمونځ  ،حج او جهاد او همداراز د اسلام په زرګونو نورو حکمونو کې هم داسې کومه نښه نه تر سترګو کېږي،چې پکې عرب پرعجم او سپين پر تورغوره ګڼل شوى وي .

ج_لويي – تکبر:

پر نېکيو امر او له بديو د منع د نه منلو بل دليل لویی – کبر ده.عمر، پوهه، شتمني،څېره،ټبر،ګوند او اولاد د لویۍ سرچينې دي. په قرآن کې ددې سرچينو په هکله ډېر آيتونه هم راغلي. فرعون د خپل ځواک له کبله لويي وکړه او د موسى علیه السلام خبرو ته يې غوږ کېنښود. قارون د خپلې شتمنۍ له کبله د حضرت موسى (ع) خبرو ته غوږ کېنښود. يهودانو به ځانونه د خداى نازولي او زامن ګڼل او داسې به يې ويل: موږ ته به کله هم د دوزخ اور له څو ورځو پرته را و نه رسي؛ ځکه د خداى نازولي يو. قرآن دداسې کسانو نومونه اخلي،چې د مال د راټولولو لپاره به يې پر خلکو ملنډې وهلې.قرآن دداسې مستکبرينو نومونه اخلي،چې پېغمبراکرم(ص) ته به يې دهغه د میراتوب پېغور ورکاوه او ابتر يې باله .قرآن دداسى مستکبرينو نومونه اخلي،چې پېغمبرانو ته به يې د نشتمنو د شړلو وړانديز کاوه؛خو پيغمبرانو به کله هم دا وړانديز نه مانه. قرآن دداسې بې درده سوکاله کسانو نومونه اخلي، چې د جګړې پر مهال به يې پکې دنه ګډون اجازه غوښتنه.

د لویۍ نښه:

يو تن حضرت علي ته راغى او يې ويل: زه پاکې جامې اغوندم او د سپرلۍ ښه وسېلې کاروم او په ښه کور کې اوسېږم؛ آيا دا د لویۍ نښه ده؟ ويې ويل: (( د لویۍ نښه دا ده چې د حق خبره و نه منې،ډېر کسان شته چې نشتمن دي؛خو کبرجن دي او ډېر داسې هم شته،چې شتمن دي؛خو منوونکي وي .

ح_حرامه مړۍ:

امام حسين د عاشورا پر ورځ د يزيد پلويانو ته وايي:(( ځکه له بديو زما منع پر تاسې اغېز نه کوي،چې ګېډې مو له حرامو ډکې شوي دي.)) که څه هم د حق خبره د پيغمبر اولاد وکړي؛ خو د حرامو خواړه د حق د نه منلو لامل ګرځي.(( د حرامو مړۍ د دعا ګانو د نه قبلېدو لامل ګرځي. ))[2]

حرامه مړۍ د انسان دعبادت د نه قبليدو لامل دى.[3] حرامه مړۍ انسان د ګناه او طاغوت پلو ته راکاږي. حرامه مړۍ پر کهول ناوړه اغېز کوي.د پلارمړي د مال خوړل حرام دي او په قيامت کې به د انسان په د ننه کې اور ولګوي:

إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْمًا إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَارًا وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيرًا (نساء/۱۰) = څوك چې په ظلم د پلارمړیو مالونه خوري (په حقيقت كې) يوازې اور خوري او ډېر ژر به سوځنده اور ته ورننوځي.

حرامه مړۍ د زړه سختوالي لامل ګرځي. حرامه مړۍ د روزنې او د سمونپالو او اوختونیزو- انقلابي حرکتونو خنډ ګرځي .

بهرني لاملونه:

الف_ناوړه تبليغات:

که پر نېکيو په امر کونکيو پسې ناوړه ډنډورې وشي؛ نو د دوى د خبرو په اغېزو کې به خنډ رامنځ ته شي.ناوړه ډنډورې ددې لاملېږي،چې خلک پېغمبرانو ته لېوني او کودګړ ووايي. پر حضرت يوسف تور لګول کېږي.د حضرت علي وژنه لازم بولي. امام حسين ته ياغي او د يزيد چوپړ عبادت ګڼي.

 ب _بریدونه او دوه والى:

پر نېکيو د امر او د حق د نه منلو بل خنډ دوه ګونيتوب دى، چې بيلګې يې دادي:

د کور او ښوونځي په منځ کې دوه والى: په ښوونځي کې انسان نمونځ  زده کوي؛خو په کور کې يې مور و پلار نمونځ  نه کوي . په لويو لويو پوسټرونو کې د سګرټ د څښلو خطرونه تر سترګو کېږي؛خو په ټلويزيون کې د سګرټ د څښلو او د کارخانو د جوړېدو ډنډورې کېږي. سپارښتنه کېږي چې د بيت المال شتمني دې بېځايه و نه لګول شي؛خو په دولتي ادارو کې پېسې بېځايه لګول کېږي. دا شان دوه ګونيتوب پر ويونکي د اورېدونکي ګروهه تر ډېره کچه راټيټوي.

ج_ طاغوتان :

((يصدون عن سبيل الله)) دا جمله په قرآن کې ډېره راغلې؛ يعنې ځينې کسان د خداى په لار کې خنډ ګرځي. دا کسان معمولاً طاغوتان وي او کېداى شي شتمن، د هېواد لوړپوړي چارواکي، فاسد ملګري، مور و پلار،ښوونکي او يا هم ناوړه سلاکاران وي .

يو ځوان چې غواړي زده کړې وکړي، د زده کړو او د اوسېدانې لګښت يې ستر خڼد ګرځي. د پاک زړه خاوند،چې غواړي پخپله دنده عمل وکړي؛ نو د نورو ملڼدې يې په لار کې خڼد ګرځي .

چ_ د ويونکې چلن او مخېنه:

پر نېکيو د امر د نه منلو بل خنډ د ويونکي مخېنه ده. دا موضوع به په راتلونکيو ویینو- بحثونو کې وڅېړو.

د وټيزو- اقتصادي ستونزو نه هوارېدل :

که د خلکو وټیزې ستونزې هوارې شي؛ نو ډېر ژر به مو خبرو ته غوږ کېږدي. خلکو ته د عبادت په بلنه کې قرآن دې ټکي ته پاملرنه کړې او وايي:

فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هَذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِّن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِّنْ خَوْفٍ (قریش/۳- ۴) = نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) پالونكی ونمانځي؛   هماغه (الله) چې له لوږې یې ماړه کړل او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل .

دلته د خلکو موړوالى عبادت ته د بلنې لارې چارې برابروي.

پوښتنه: له وېرې، ناغېړۍ او يا هم د قرآن له آيتونو د ناسمې پوهې له لارې ځينې وايي: ايا کوم کسان چې پر نېکيو امر او له بديو منع کوي او په دې لار کې خپل مال او ځان له لاسه ورکوي،په دې آيت کى نه راځي چې وايي:((لاتُلْقُوا بِاَيْدِيَكُم اِلَى التَّهْلُكَة = ځان پر خپلو لاسونو مه وژنئ))په کومو ځايونو کې چې پر نېکيو امر او له بديو منع زموږ د سختيو، کړاونو او شړلو لامل ګرځي؛نو ولې له ځانه تېر شو؟قرآن وايي:(( ځان مه وژنئ. )) په حديث کې راغلي:(( څوک چې توره لري؛ مه ورنږدې کېږئ.)) داسې کسان ددې پلمو له لارې پر نېکيو له امره اوږې سپکوي .

ځواب:د بقرې سورت له ١٩٠ څخه تر ١٩٥ پورې ټول آيتونه د جګړې په هکله راغلي دي او په هر آيت کې ځانګړيو ټکيو ته پاملرنه شوې، چې دادي: په ١٩٠ ايت کې وايي:

وَقَاتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلاَ تَعْتَدُواْ إِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ= او د الله په لار كې له هغوى سره وجنګېږئ، چې درسره جنګېږي؛ خو ظالم [او پیلګر] مه اوسئ؛ ځکه الله بلوسګر نه خوښوي.

په ١٩١ ايت کې وايي:

وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُم مِّنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ وَلاَ تُقَاتِلُوهُمْ عِندَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّى يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ فَإِن قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ كَذَلِكَ جَزَاء الْكَافِرِينَ = او دوى [هغه بوت نمانځي، چې له هېڅ جنايته لاس نه اخلي] هر ځای چې ومومئ و یې وژنئ، او (همداسې يې) وباسئ؛ لکه چې تاسې يې ايستلي واست او فتنه او (بوت نمانځنه) تر وژلې ډېره سخته (گناه) ده او مسجدالحرام ته څېرمه تر هغه جګړه ورسره مه کوئ، چې دوی پکې درسره جنګېدلي نه وي که جګړه يې درسره وکړه؛ نو و يې وژنئ، همدا د کافرانو جزا ده.

وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُم= او دوى [هغه بوت نمانځي، چې له هېڅ جنايته لاس نه اخلي] هر ځای چې ومومئ و یې وژنئ.

 دا د جګړې پر زور ټينګار کوي .

بل آيت د جګړې موخې او مودې ته اشاره کوي او وايي: وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لاَ تَكُونَ فِتْنَةٌ = او له هغوى سره تر هغې وجنګېږئ، چې فتنه (او بوت لمانځنه او استبداد) پاتې نشي.

 بل آيت د بريد د ځواب د ورکړې په هکله دى او وايي:

(( که کفارو د مکې درناوى ونه کړ او پر تاسې يې بريد وکړ؛ تاسې يې هم په همدې سپېڅلې ځاى کې ځواب ورکړئ. ))

لڼده داچې دا ټول آيتونه پرله پسې جګړې ته اشاره کوي او روسته په يو بل آيت کې وايي :((لاتلقوا)) جګړه مالي ملاتړ ته اړتيا لري او همداراز زياتوي: خلکو ! بايد د جګړې لګښت او بودجه ورکړئ او انفاق وکړئ.روسته وايي : پخپلو لاسونو ځانونه مه وژنئ؛يعنې که له جنګياليو سره مالي مرسته و نه کړئ او ماته وخوري؛نو دښمن به پرتاسې يرغل وکړي او تاسې او ستاسې مالونه به له منځه يوسي.

څوک چې د خداى د دين د بيا ژواکۍ او د مفاسدو د مخنيوي لپاره خپل ځان او مال په خطر کې اچوي؛نو له خداى سره ستر جوړجاړی او سوداګري کوي. هغه له مال او ځانه تېرېږي او دين را ژوندى کوي او اسلامي امت راويښوي. دا کړاوونه توى نه ځي . خداى وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ (صف/۱۰) = مؤمنانو! ايا داسې يوه راكړه وركړه دروښيم، چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟!

تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (صف/۱۱) = پر الله او استازي يې ايمان راوړئ او د الله په لار كې پخپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ، كه پوهېږئ دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده.

يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (صف/۱۲) = كه داسې مو وكړل)؛نو ګناهونه به مو دروبښي او (جنتي) باغونو ته به مو ورننباسي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او په همېشنيو باغونو كې به ډېر پاک او غوره هستوګنځي دركړي؛دا ستره بريا ده.

په دې آيتونو کې د ځان او مال جهاد يوه ستره لاس ته راوړنه او ژغورونکې سوداګري ښوول شوې ده. هو! د خداى د دين د راژوندي کولولو لپاره له سر او مال تېريدنه بې ځايه نه؛بلکې له خداى سره جوړجاړی دی.قرآن وايي:

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ (بقره/۲۰۱۷) = او له خلکو هغه دى، چې د الله د رضا د تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري او الله پر خپلو بندګانو خوږمن دى.

“حجر بن عدى”،”رشيد هجري”،”ميثم تمار”،”ابوذر غفاري”،”عمار ياسر” او”مالک اشتر” (رضى الله عنهم) د حکومتونو د ناروا کړنو پر ضد راپاڅېدل او ټولو په همدې لار کې له خپل ځان او ماله تېر شول .

د حضرت معاويه له خوا پر امام حسن د ورتپل شوي سولې په ليک کې د امام حسن دا شرط و چې بايد “حجر بن عدى” دې ازاد کړي؛ځکه هغه د شام والي پر نېکيو امر او له بديو منع ته رابللى و او والي هغه ونيو او د وژلوحکم يې وکړ .

د نبوي کورنۍ مشرانو به پر نېکيو امر او له بديو د منع په لار کې د ټولو شهيدانو ډېر درناوى کاوه. ايا د امامانو دا درناوى د وينو له تويدنې ملاتړ دى او که ددې شهيدانو فضيلت او کرامت دى ؟ په قرآن کې راغلي:

لاَّ يَسْتَوِي الْقَاعِدُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ غَيْرُ أُوْلِي الضَّرَرِ وَالْمُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ فَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنفُسِهِمْ عَلَى الْقَاعِدِينَ دَرَجَةً وَكُلاًّ وَعَدَ اللّهُ الْحُسْنَى وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا (نساء/۹۵) = (هېڅكله له جهاده) بې عذره ناست مؤمنان، له هغو مجاهدينو سره برابر نه دي، چې د الله په لار کې يې په خپلو مالونو او ځانونو (جهاد کړى)، الله پر كورناستيو (= چې جهاد يې پرېښى دى) د مجاهدينو درجه لوړه كړې، چې په مال و سر يې جهاد كړى او الله له دې هرې يوې ډلې سره (د نېكو كړنو په مقابل كې يې) د نېكې بدلې ژمنه وركړې ده؛ خو مجاهدين يې (له جهاده) پر كور ناستيو په سترې بدلې غوره كړي دي.

له ( لا تلقوا ) د ناسمې پوهې سابقه:

د”قسطنطنيه”( استانبول) په سيمه کې د اسلام او “روم” لښکرې سره مخ شوې. يو مسلمان د دښمن پر لښکرو برېد وکړ، ځينو ناسم پوهېدلو مسلمانانو وويل :دې کس ځان پخپله وواژه.

حضرت “ابوايوب انصاري” په مدينه کې د پيغمبر اکرم (ص) کوربه و او چغه يې کړه:((ولې دا آيت په سرچپه معنا کوئ.)) ددې آيت داستان داسې دى،چې ځينو مسلمانانو به په پټه يو بل ته ويل:(( که موږ خپل مالونه انفاق کړي نه واى؛نو اوس به شتمن واى؛دا آيت نازل شو:

وَأَنفِقُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ تُلْقُواْ بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوَاْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ

ژباړه : او د خداى په لار كې نفقه وركړئ او( د نفقې په پرېښووو ) په خپلو لا سونو خپل ځانونه مۀ هلاکوئ او نيكي وكړئ، چې خداى نېكان خوښوي.[4]

دينداري بودجه او لګښت غواړي. داسې فکر مه کوئ، که څه مو لګولي نه واى؛ نو نن به مو مالونه زيات واى.[5]

 نو د جهاد د ايتونو په څنګ کې ددې آيت له راتلو موخه د منکراتو او بديو پر ضد د پاڅون نفې نه؛بلکې له جنګياليو سره مالي مرسته ده .

هو! ځينې وايي: د ((لاتلقوا)) آيت له مخې چې وايي: موږ چې چېرې خطر وننګېرو؛نو پر نېکيو امر او له بديو منع به نه کوو او چوپه خوله به کېنو،سوله او جوړجاړې به کوو او له وينې تويدنې به مخه نيسو؛خو پوښتنه داده چې د پيغمبراکرم(ص) په جګړو کې هم د مسلمانانوځانونه په خطرکې وو؛په دې هکله به څه وايي ؟

د “صفين” په جګړه کې مخکى تردې چې حضرت “عمار ياسر” او “اويس قرني” شهيدان شي، حضرت علي ولې سوله ونه کړه؟ په رښتيا که ځان تېرېدنه په اسلام کې ځان وژنه وي؛ نو بايد جهاد له دينه لرې کړاى شي .

بله پلمه:

خداى وايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ عَلَيْكُمْ أَنفُسَكُمْ لاَ يَضُرُّكُم مَّن ضَلَّ إِذَا اهْتَدَيْتُمْ إِلَى اللّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعًا فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ (مایده/۱۰۵) = مؤمنانو! خپل ځانونه څارئ، كه پخپله پر سمه لار ياست؛ نو د بل چا بېلاري زيان نشي دررسولاى، ټول د الله لوري ته ورګرځئ او د هغو کړنو (له حقيقت او پايلو) به مو خبر کړي،چې کولې مو .

پر ځان پام کوئ؛که تاسې پر سمه لار ولاړ شئ؛نو د نورو کوږوالى به تاسې ته هيڅ زيان در و نه رسوي. ايا ددې دا معنا نه ده، چې موږ له خلکو سره بايد کار و نه لرو او د نورو له امر او منع لاس واخلو.

ځواب: د مايدې ١٠٥ آيت د ١٠٤آيت ځواب دى؛ځکه په ١٠٤ آيت کې د مشرکانو او بوت پالو په هکله خبره راغلى:

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْاْ إِلَى مَا أَنزَلَ اللّهُ وَإِلَى الرَّسُولِ قَالُواْ حَسْبُنَا مَا وَجَدْنَا عَلَيْهِ آبَاءنَا أَوَلَوْ كَانَ آبَاؤُهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ شَيْئًا وَلاَ يَهْتَدُونَ

ژباړه : او چې ورته وويل شي : ((د هغه څه پر لوري چې الله نازل كړي [قرآن] او د استازي لوري ته [یې] ورشئ .)) وايي : ((هماغه لار راته بس ده چې خپل پلرونه مو پرې موندلي)) كه څه پلرونه يې په هېڅ نه پوهېدل او له سمې لارې ناخبره ول (؛نو بيا هم ورپسې ځي)؟!

خداى وايي: اوس چې هغوى پر خپله خبره دومره کلک ولاړ دي ؛نو پر ځان پام کوئ او تاسې ته د هغوى بېلاري هيڅ زيان نشې در رسولاى؛نوځکه دا آيت د بېلارو او له ځېلو ډکو کسانو په باب راغلى او پر نېکيو امر او له بديو په منع پورې هيڅ تړاو نه لري. د قرآن له آيتونو،روايتونو او د پيغمبرانو او د امامانو له لارې دا څرګنديږي چې پر نېکيو امر او له بديو منع ته بايد ملا وتړو،چې د خداى د احکامو سرغړونه ونشي او په دې لار کې بايد له ګواښونو، سپکاويو او ستونزو و نه وېرېږو؛خو په کومو ځايونو کې چې “تقيه” په کار وي او يا په داسې ځايونوکې،چې د امر او منع پلي کېدل دومره مهم او په لوړه کچه نه وي،چې انسان پکې له خپل ځانه تېر شي؛نو بايد له احتياطه کار واخېستل شي او دداسې ځايونو پېژندل هم د بې هوسه اسلامپوهانو کار دى .

[1] وسايل ١٨\ ٦٥

[2] بحار ٩٣ / ٣٢١

[3] بحار ١٠٠ /١١

[4] بقره/۱۹۵

[5] تفسيردرالمنثور– دالميزان ( ٢/٧٤ ) له نقله

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!