تبلیغات

د جهاد ډولونه امام حسین (ع) یې وپوښت : جهاد فرض دی که سنت؟ ویې ویل: جهاد څلور ډوله دی : دوه فرضه او دوه سنت دی، چې یو یې بې له فرضو نه ترسره کېږي؛خو فرض جهاد؛ له ځان سره جهاد دی، چې انسان ځان له ګناه وساتي او دا یو ستر جهاد دی […]

د جهاد ډولونه

امام حسین (ع) یې وپوښت : جهاد فرض دی که سنت؟

ویې ویل: جهاد څلور ډوله دی : دوه فرضه او دوه سنت دی، چې یو یې بې له فرضو نه ترسره کېږي؛خو فرض جهاد؛ له ځان سره جهاد دی، چې انسان ځان له ګناه وساتي او دا یو ستر جهاد دی او بل له مسلمانانو سره په ګاونډ کې له کافرانو سره جهاد دی .

خو هغه جهاد،چې سنت دی او بې فرضو نه ترسره کېږي، له غلیم سره جهاد دی،چې پر ګرد امت فرض دی؛که یې پرېږدي؛نو امت پر عذاب اخته کېږي، نه امام او دا جهاد پر امام سنت دی ( نو دا سنت؛یعنې د امام جهاد بې له فرضو؛یعنې د خلکو له جهاده نه ترسره کېږي) او برید یې دادی،چې امام له امت سره پر غلیم برید وکړي او جګړه ورسره وکړي؛ خو (مازې) سنت جهاد هغه ښه دود دی،چې مسلمان یې رادبره کړي او په عملي کولو او بیاژواکۍ کې یې هڅاند وسي؛ نو په دې لار کې چې څومره زیار ګالي، غوره کړنې دي؛ځکه دا د سنتو بیاژواکي ده او پېغمبر اکرم (ص) ویلي: (( څوک چې د ښه دود بنسټ کېږدي؛ نو اجر یې او هغه چې تر قیامته ورباندې روان وي، د بنسټګر دی؛ بې له دې چې د لارویانو له اجره یې څه کم شي. ))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست