تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ ( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه ) واده  تر كوژدنې ډېر موده وروسته حضرت “ام سلمه” او حضرت “ام يمين” (رضى الله عنهما)،  پېغمبر اكرم (ص) ته راغلې او و يې ويل:  ((رسول الله! كه خديجه ژوندى واى؛نو د فاطمې پر واده به ډېره خوشحاله شوې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

( د حضرت فاطمې بي بي ژوند پر له پسې برخه )

واده

 تر كوژدنې ډېر موده وروسته حضرت “ام سلمه” او حضرت “ام يمين” (رضى الله عنهما)،  پېغمبر اكرم (ص) ته راغلې او و يې ويل:

 ((رسول الله! كه خديجه ژوندى واى؛نو د فاطمې پر واده به ډېره خوشحاله شوې واى.))

 د حضرت خديجې د نوم په اورېدو د رسول الله (ص) په سترګو كې اوښكې راغلې او و يې وويل:((هېڅوك به راته د هغې په شان نشي، هغه وخت،چې  ټولو دروغجن ګڼلم؛نو هغې رېښتينى وبللم او خپله ټوله شتمني يې د خداى د دين په لار كې ولګوله.خديجه هغه ښځه ده،چې خداى يې راته په هكله په جنت كې د زمردو د ماڼۍ زېرى راكړى و.))

– ((رسول الله! حضرت علي (ك) غواړي كه اجازه وركړئ،فاطمه خپل كور ته يوسي او نوى ژوند پيل كړي .))

 پېغمبر اكرم (ص) وويل: ((ولې علي را ته په خپله ونه ويل؟))

حضرت ام ايمين وويل: ((شرمېده.))

 پېغمبر اكرم (ص) وويل: ((علي ته غږ كړىء.))

 حضرت علي د پېغمبر اكرم (ص) مخې ته كېناست او سر يې له شرمه  ټيټ کړى و. رسول الله (ص) ورته وويل : ((غواړې فاطمه خپل كور ته يوسې.)) حضرت علي وويل : (( هو!))

وګورئ:فاطمة الزهرا من المهد الى الحد:186 مخ)

 جهېز

      پېغمبر اكرم (ص) حضرت ابوبكر،حضرت سلمان او حضرت بلال (رضي الله عنهم) راوبلل او څه پيسې يې حضرت بلال او حضرت سلمان رضي الله عنهما ته وركړې،چې زما لور ته پرې عطر واخلىء او نورې پيسې يې حضرت ابوبكر (رض) ته وركړې،چې جهېز  پرې برابر كړه.

“شيخ طوسي په امالي” كې د حضرت فاطمې جهېز داسې ښوولى دى :

 يو کميس،پړونى،كټ چې د خرما له پاڼو بڼل شوى و،دوه توشكه ، څلور بالښته، پوزى، مېچن، لګن،د اوبو ژى،کټورى،د شيدو كاسه او څو  خاورين لوښي .

 حضرت ابوبكر (رض)  چې دا راوړل؛نو  پېغمبر اكرم (ص)  وويل: ((خدايه ! دا واده هغو ته مبارك كړې،چې ډېرى لوښي يې خاورين دي.))

 پېغمبر اكرم (ص)  په خپلو لاسونو خوړه (وليمه) ورکوي  

      پېغمبر اكرم (ص)  وويل: (( په واده كې بايد خوړه وركړاى شي، خوښ يم،چې امت مې هم په ودونو كې وليمه وركړي.))

 وروسته حضرت علي (ك) ته يې وويل: ((څوک چې غواړې،بلنه وركړه.))

 حضرت حمزه (رض) دوه اوښان حلال كړل او ټول اصحاب كرام يې راوبلل . پېغمبر اكرم (ص) په خپلو لاسو خواړه اچول او حضرت علي(ك)، حضرت حمزه او حضرت عقيل رضي الله عنهما د مېلمنو چوپړ ته ولاړ ول.

 د پېغمبر اكرم (ص)  په مباركو لاسو رابللي ماړه شول . پاتې خواړه هغو ته واستول شول،چې واده ته نه ول راغلي. د پېغمبر اكرم (ص) په امر په يوه لوښي كې خواړه فاطمې اوحضرت علي (ك) ته ولېږل شول. د پېغمبر اكرم (ص) مېرمنو فاطمه ناوې كړه. رسول الله حضرت علي (ك) خپل ښي او حضرت فاطمه کيڼ لوري ته كېنول . دواړه يې سينې ته نږدې او تندي يې ښكل كړل،بيا يې حضرت علي (ك) ته وويل: (( فاطمه ښه او غوره مېرمن ده)) او حضرت فاطمې ته يې وويل: (( علي ښه او غوره مېړه دى.)) پېغمبر اكرم ښځو ته امر وكړ، چې فاطمه په ښادۍ‌‌‌‌‌‌‌خپل كور ته يوسئ او په لار كې داسې ښادي وكړئ،چې خداى پرې ناراض نشي. ام المؤمنين عايشې بي بي دا شعرونه ويل :

((ښځو! ځانونه پټ كړئ،په خپلو ژبو يوازې ښې خبرې وکړئ،د پالونکي نوم واخلـىء،چى موږ يې د اسلام په دين خپل بندګان كړو. ستاېنه لوى بښونكي او وسمن خداى ته ده، خداى دا نجلۍ پاك او ښه مېړه ته غوره كړې ده.))

 د واده شپه

پېغمبراكرم (ص) د فاطمې كوټې ته راغى او امر يې وكړ،چې په لوښي كې اوبه راوړئ،لږې يې پر حضرت علي وشيندلې،په نورو حضرت علي  اودس وكړ .  بيا يې د حضرت علي او حضرت فاطمې مخونه ښكل كړل او لاسونه يې اسمان ته پورته كړل : خدايه! ښادي يې بختوره كړه. نېك او صالح اولاد وركړې . خدايه! دا دواړه زما دي او زه د دوى يم، دوى له چټليو پاک کړه؛لکه چې زه دې له چټليو پاک کړى يم.

 پېغمبر اكرم (ص) چې له كوټې وته؛ نو حضرت فاطمه پر ژړا شوه. پېغمبر اكرم (ص)  ورته وويل: ((لورې ته مې داسې سړي ته وركړې يې،چې په ايمان،پوهه،تقوى او صبر كې تر ټولو غوره دى .))

 بيا يې د كوټې ور په دواړو لاسو ونيو او و يې ويل: (( خداى دې تاسې او ستاسې نسل پاك او صالح كړي.))

 پېغمبر اكرم (ص) امر وكړ،چې ټولې ښځې دې ولاړې شي؛خو حضرت سلم بنت عميس پاتې شوه[1].پېغمبر اكرم (ص) ترې د پاتې كيدو پوښتنه وكړه.و يې وويل: (( رسول الله!خديجې د مړينې پر وخت راته وويل:”هر نجلۍ‌د واده پر شپه يوې ښځې ته اړتيا لري او رازمنه يې وي،زه له دې نړۍ ځم او وېرېږم،چې فاطمه هغه مهال څوك و نه لري .”ما ورته وويل : كه ژوندۍ وم؛ نو زه به دا كار وكړم.))

 د حضرت خديجې د نامه په اورېدو د رسول الله (ص) په سترګو كې اوښكې وګرځېدې او حضرت سلم بنت عميس ته يې وويل: په خپله ژمنه دې وفا وكړه.[2]

روايت شوى[3] چې: د واده پر شپه پېغمبر اکرم  (ص) فاطمې بي بي ته نوى کميس ورکړ.پر دې وخت يو بېوزلي “ور” وواهه:

(( د رسول  الله کورنۍ! زړې جامې غواړم.)) فاطمې بي بي ورته خپلې نوې جامې ورکړې. دا وخت جبراييل  پر پېغمبر اکرم (ص) نازل شو او ويې ويل :(( رسول الله! خداى درباندې سلام وايي او راته يې امر کړى،چې پر فاطمې هم سلام ووايم او زما له لارې يې ورته جنتي جامې رالېږلي دي.))

د واده پر شپه حضرت علي، فاطمه پر ژړا وليده،ويې پوښتل: (( ولې خپه يې؟)) ويي ويل : (( د خپل چلن په هكله مې فكر كاوه، د پلار له كوره ،چې راوتم او ستا كور ته راتلم؛نو د خپل عمر پاى او قبر راياد شو،بله ورځ به له دې ځايه د قبر او قيامت پر لور خوځم؛نو پر خداى قسم دركوم،راځه چې لمونځ او د خداى عبادت وكړو.[4]))

ام يمين ، پېغمبر اکرم (ص) ته راغله او په ژړغوني غږ  يې ويل: ((رسول الله! په  انصارو کې يوه نجلۍ واده شوه او په واده کې يې پر سر شکرې او غوزان ورېدل، ما ته د فاطمې په واده کې هغه نجلۍ راياده شوه،و مې لېدل،چې تاسې د فاطمې پر سر هيڅ هم ونه شيندل.))

پېغمبر اکرم (ص) وويل: (( پر هغه خداى قسم،چې زه يې پېغمبر کړى يم ، خداى چې د فاطمې او علي د واده امر  وکړ ؛نو خپلو نږدې پرښتو ته يې امر وکړ،چې د عرش پر شاوخوا راټولې شئ،په دې کې “جبراييل”،”ميکائيل” او “اسرافيل” هم ول،بيا يې مرغانو ته امر وکړ،چې نغمې وواياست، بيا يې د “طوبى” ونې ته امر وکړ،چې پر هغوی ځلانده “لوءلوء” (مرغلرې) له سپينو زرو،سرو ياقوتواو شنو زبرجدو سره يوځاى وشيندئ.[5]

له حضرت جابر روايت شوى دى :

(( موږ د علي او فاطمې په واده کې ګډون وکړ او ددې په څېر بل پاک او برکتناک واده مو ونه ليد او ډېره خوشبويي پکې وه.[6]))

“احمد بن يوسف دمشقي” په خپل کتاب “اخبار الدوله او آثار لاول” کې وايي:

((فاطمې تر خپل واده وروسته پېغمبر اکرم  ته وويل:” رسول الله! د نورو خلکو لوڼې هم ودېږي او مهر ورته ټاکل کېږي؛نو زما او د هغوى تر منځ به څه توپير وي؟ هيلمنه يم دا مهر به بېرته علي ته ورکړې او له خدايه وغواړه،چې زما مهر دې ستا د امت د ګناهونو  شفاعت وګرځوي .”

 پر پېغمبر اکرم (ص) جبراييل نازل شو او يو کاغذ يې راووړ،چې پکې ليکل شوي ول : “خداى د فاطمې مهر د هغې د پلار د امت د ګناهونو شفاعت ټاکلى دى .”

 فاطمې وصيت وکړ،چې دا کاغذ دې ورسره په کفن کې کېښوول شي. فاطمه په دې هکله وايي:”په قيامت کې،چې راپاڅېږم،دا کاغد به راسره وي او د خپل پلار د امت د ګناهونو شفاعت به کوم.”[7]))

[1] . (کشف الغمه:1/386)

[2] . وګورئ:  (١) ينابيع المودة: ٥٥\١٧٤.(٢)ذخايرالعقبى :٣٣مخ.(٣) نورالابصار٥٣ : مخ.

(٤) الاصابة : ٨ ټوک.(٥)اعلام النساء د فطم کلمه.(٦) تذکرة الخواص : ٢٧٩ مخ.

[3] . (تذکرة الاخواص او د صفوري شافعي په نزهة المجالس٢\٢٢٦)

[4] . (مفيد؛ارشاد:1/270)

[5] . وګورﺉ: (١)شيخ مفيد ارشاد : 1/270.(٢)ينابيع المودة : ٥٥ باب ١٧٥،١٧٦ مخونه.(٣)سنن ابي داود : د فاطمه الزهرا فضايل.(٤)مسند احمد حنبل : د اهل بيتو مناقب.

(٥)نورالابصار :٥٣ مخ. (٦)اعلام النسا ٤ ټوک.(٧)جامع الترمذي :٥ ټوک.(٨) کنزالعمال :١٢\٥.(٩)تذکرة لاخواص : ٢٧٥ مخونه.(١٠) ذخاير العقبى  :٣٢ ٢٩ مخ.

[6] . (ذخاير العقبى : ٣٣ او ٣٤ مخونو،ينابيع المودة : ٥٥ باب، الاصابة : ٨ ټوک،اعلام النساء : ٤ ټوک،تذکرة الخواص او مجمع الزوايد)

[7] . وګورئ :(١)بهجة القلب المصطفى:464 مخ.(٢)فاطمة الزهرا من المهد الى الحد:684 مخ.(٣) احقاق الحق:19/29 او همداسې10/367.(٤)سفينة النجاة : 217 مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!