تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د حضرت فاطمة الزهرا زوکړه   حضرت فاطمة الزهرا د جنت مېوه ده :   حضرت جبراييل امین پر  پېغمبر اكرم (ص) نازل شو او و يې وويل: ((خداى درباندې سلام وايي او تر څلوېښتو ورځو پورې حضرت خديجې ته مه نږدې كېږه.)) په دې موده كې به پېغمبر اكرم (ص) […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د حضرت فاطمة الزهرا زوکړه

 

حضرت فاطمة الزهرا د جنت مېوه ده :

  حضرت جبراييل امین پر  پېغمبر اكرم (ص) نازل شو او و يې وويل: ((خداى درباندې سلام وايي او تر څلوېښتو ورځو پورې حضرت خديجې ته مه نږدې كېږه.))

په دې موده كې به پېغمبر اكرم (ص) د ورځې روژه و او د شپې يې لمونځونه كول .پېغمبر اكرم د حضرت “عمار” (رض) له لارې حضرت خديجې ته خبر ولېږه،چې زما لرېوالى د خداى امر دى او په دې موده كې د “فاطمې بنت اسد” په كور كې يم.

 له دې مودې وروسته پرښته نازله شوه او ويې وويل :((په دې جنتي مېوه روژه ماته كړه!))

پېغمبر اكرم (ص) ،چې غوښتل مستحب لمونځ وكړي؛خو پرښتې وويل: ((رسول الله ! نن مستحب لمونځ پرېږده او خپل كور ته ولاړشه.)) پېغمبر اكرم (ص) له حضرت خديجې سره کوروالى وکړ او دا د حضرت فاطمة الزهرا څاڅکى شو.

وګورئ: بحارالانوار٦\٧٨.

ارواښاد “محب الدين طبري شافعي” او ارواښاد “حافظ خطيب بغدادي” له “بغداد تاريخ” له ام المومنین حضرت عايشې بي بي روايت كړى،چې:((يوه ورځ مې رسول اكرم ته وويل:ولې فاطمه دومره ښكلوې؟ راته يې وويل : هو عايشې ! چې اسمان ته يې بوتلم؛نو جبراييل جنت ته دننه كړم او يوه مڼه يې راكړه او و مې خوړه،چې دا د فاطمې څاڅکى شو او چې راستون شوم؛نو له خديجې سره مې کوروالى وکړ او “فاطمه” له همدې څاڅکي ده؛نو فاطمه په انساني بڼه حوره ده  او زما،چې د جنت  بوى  ته شوق وشي؛ نو بويوم يې .))

وګورﺉ:

(١)ذخایر العقبی: ۳۶ مخ.

(٢) بحارالانوار: 43/5.

(٣)درالمنثور: د اسراء تر لومړي آیت لاندې.

     ارواښاد “جلال الدين سيوطي” په “دارالمنثور” تفسير كې تر “معراج” آيت لاندې له “طبراني” له ام المومنین حضرت عايشې بي بي روايت كړى،چې: ((رسول اكرم (ص) ويلي: چې اسمان ته يې بوتلم او جنت ته يې دننه کړم؛نو تر يوې ونې لاندې ودرېدم،چې دغسې ښكلې ونه مې نه وه ليدلې،شنې پاڼې او ښايسته مېوه يې درلوده،مېوه مې راوشكوله او ومې خوړه او دا د فاطمې څاڅکى شو اوس،چې مې هغه بوى ته شوق راشي؛نو فاطمه بويوم.))

وګورﺉ:

 (١)د بغداد تاریخ 5/87.

(٢)ینابیع الموده 2/24 او ۱۹۷مخونه.

(٣)بحار الانوار 43/4.

(٤)احقاق الحق 10/ 5 او ۱۲.

(٥) مستدرك حاكم 3/ 169.

(٦)محاضره الاوائل:88 مخ.

(٧)میزان الاعتدال ۱/ 38.

(٨)مجمع الزوائد: 6/ 202.

(٩)لسان المیزان:5/ 97.

(١٠)ارجح المطالب:239مخ .

(١١)وسیلة المآل 78 مخ.

 ارواښاد “حاكم نيشاپوري” له “سعيد بن مالك” نه روايت كوي، چې دا مېوه “بهي” و.

 “محب الدين طبري” وايي: ((پېغمبر اكرم (ص) ويلي: جبراييل را ته له جنته مڼه راوړه،چې ومې خوړه؛نو له خديجې سره مې کوروالى وکړ او په فاطمه “دوه ځانې” شوه او ويې ويل:”سپك حمل مې اخستى او پېغمبره  ته چې بهر وځې؛ نو دا راسره خبرې كوې.”))

 د قريشو ښځو له حضرت خديجې سره تګ را تګ نه كاوه او ويل يې،چې: (( تا زموږ خبره ونه منله او له يتيم (پلار مړي) سره دې واده وكړ))؛نو حضرت خديجه تر واده وروسته د حضرت محمد (صلی الله عليه و اله) په كوركې ځان ته وه او حضرت فاطمې  په خېټه کې ورسره خبرې كولې.

وګورﺉ:

(١)فرايد السمطين: ٢\ ٦١ ٣٨٦ ګڼه حديث.

(٢)حاکم مستدرک: ٣\١٥٦.

(٣)مقتل الحسين خوارزمي:١\٦٤ پينځم څپرکى.

(٤)ابن مغازلي ٤٠٦،٤٠٧ ګڼه حديث.

(٥) فيض القدير ٥\ ٨٧.

(٦)کنزالعمال ٧\١١١-١٢\٣٤٢٢٨ ګڼه حديث.

(٧) مجمع الزوايد هيثمي:٩\٢٠٢.

(٨)ميزان الاعتدال: ٢\٥١٨ ،٤٦٧٢ګڼه حديث.

(٩)ذخاير العقبى ٤٣ مخ.

(١٠)تاريخ بغداد: ٥\٨٧ .

(١١) ينابيع المودة١١٧،١١٨ مخونه.

(١٢) نورالابصار له ٥١ نه تر ٥٤ مخونو پورې.

(١٣) لسان الميزان : ٥\ ١٦٠.

 (١٤)صاحب التلخيص المستدرک ٣\١٥٦)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!