تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فاطمة الزهرا او د قيامت ورځ  حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده. په دې هكله حضرت علي له پېغمبر اكرم (ص) څخه روايتوي : ((لور مې فاطمه په قيامت کې په داسې حال كې پاڅېږي،چې د”آب حيات” كالي به يې اغوستې وي او ټول به ورته […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

فاطمة الزهرا او د قيامت ورځ

 حضرت فاطمه د جنت د ښځو بي بي بلل شوې ده. په دې هكله حضرت علي له پېغمبر اكرم (ص) څخه روايتوي : ((لور مې فاطمه په قيامت کې په داسې حال كې پاڅېږي،چې د”آب حيات” كالي به يې اغوستې وي او ټول به ورته ګوري او د لوړ مقام په ليدو به يې حيران وي او وروسته به د ناوې په څېر د اويا زرو حورو په بدرګه د جنت پر لور بېول كېږي.[1]))

ام المؤمنين حضرت عايشه بي بي له پېغمبراكرم (ص) څخه روايتوي : ((د قيامت پر ورځ به غږ وشي:خلكو! سرونه ټيټ كړئ،چې فاطمه د محمد(ص) لور تېرېږي.[2]))

پېغمبراكرم (ص): ((د معراج پر شپه يې،چې جنت ته بوتلم؛نو دا جملې پکې ليكل شوې وې:”بېشكه،چې خداى ايکې يو دى او شريك نه لري،محمد يې استازى دى،علي د پالونکي محبوب دى،حسن او حسين د خداى غوره دي،فاطمه خداى غوره كړې او پر دښمنانو دې يې لعنت وي.[3]))

((وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ . لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِّكُلِّ بَابٍ مِّنْهُمْ جُزْءٌ مَّقْسُومٌ [4] = (( او بېشكه چې د وزخ د د وى ټولو د وعدې ځاى دى . )) [( چې دا (دوزخ ) اووه ورونه لري اوله هغوى هر وره ته يوه ټاكلې برخه بېله شوې ده ( چې دا بې لاري به پكې ننوځي ) ].

پر  پېغمبر اکرم (ص) چې د عذاب دا آيتونه نازل شول؛ نو ډېر يې وژړل او ورسره ناستو اصحابو کرامو هم وژړل. حضرت فاطمې، پېغمبر اکرم (ص) د ژړا په اړه وپوښت : (( پلاره! ځار دې شم،څه پر ژړا کړې؟)) پېغمبر اکرم (ص) ورته د عذاب نازل شوي آيتونه ولوستل . فاطمه د خداى له وېرې پر ځمکه پرېوته او ويې ويل: (( پر هغه دې افسوس وي،چې د دوزخ په اور کې ولوېږي.[5]))

حضرت “سلمان فارسي” وايي: ((يوه ورځ مې حضرت فاطمه وليده، چې ساده او پيوندي ځړوکى يې پر سر دى، حيران شوم او و مې ويل:” د فارس او روم د پاچايانو لوڼې د سرو زرو پر تختونو کېني او له قيميتي ټوکرانو جامې جوړوي او د خداى د رسول لور نه د سرو زرو تخت او نه ښکلې او قيمتي جامې لري.” فاطمې راته وويل:” سلمانه! خداى موږ ته په قيامت کې ښکلې جامې او د سرو زرو تختونه ساتلي دي.” بيا حضرت فاطمه خپل پلار ته ورغله او د حضرت سلمان حيرانتيا يې ورته بيان کړه: “پلاره! سلمان زما د ساده جامو په ليدو ډېر حيران شو، پر هغه خداى قسم،چې تاسې يې پېغمبر کړي ياست، زموږ د کور ټغر د “پسه” له پوټکي دى، چې د ورځې پرې خپل اوښ ته واښه اچوو او د شپې پرې څملو او بالښت مو څرمن ده،چې د کجورو له پاڼو ډک دى.[6]“))

      حضرت “جابر بن عبدالله انصاري” روايتوي : (( د مازيګر لمونځ مې له رسول اكرم سره وكړ،ټول اصحاب ورسره ناست ول،يو نيمزالى سوالګر راغى،چې شلېدلې جامې يې پر غاړه وې او ويې ويل: “وږى يم، كالي مې نشته،څه راكړئ .” رسول اكرم ورته وويل:”اوس څه نه لرم،د فاطمې كور ته ولاړ شه، اړتيا به دې پوره شي .” حضرت بلال يې ورسره ولېږه. سوالګر وويل : ” فقير يم،كالي نه لرم او وږى يم،لومړى دې پلار ته تللى وم،تاته يې راولېږلم.”حضرت فاطمې خپله غاړكۍ فقير ته وبښله او ورته يې وويل:”دا وپلوره او خپله اړتيا دې پوره كړه.” فقير پېغمبر اكرم (ص) ته راغى او تېره کيسه يې ورته ووايه. پېغمبر اكرم (ص) وژړل او و يې ويل:”و يې پلوره او زما د لور د بـښنې له بركته خپل اړتيا پوره كړه.”حضرت عمار(رض) له فقيره غاړكۍ واخسته،فقير پېغمبر اكرم ته وويل: “اړتيا مې پوره شوه خداى دې فاطمې ته دومره اجر وركړي،چې نه چا په سترګو ليدلى وي اونه چا په غوږونو اورېدلى وي .” حضرت عمار(رض) غاړكۍ په يوه دستمال كې له خپل مريي سره يو ځاى پېغمبر اكرم ته وبښله. پېغمبر اكرم غاړكۍ او مريى حضرت فاطمې ته  وبښل. حضرت فاطمې مريي ازاد كړ.مريي په ازادۍ وخندل او ويې ويل:” دې غاړكۍ يو وږى موړ، بربنډ پټ او بنده ازاد كړ او بيا هم د خپلې خاوندې پر غاړه ده.[7]“))

پلار راته وايه چې زړه مې خوشحالوي

      ام المؤمنين عايشه بي بي وايي: (( دا آيت [( لَا تَجْعَلُوا دُعَاءَ الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاءِ بَعْضِكُمْ بَعْضًا)پېغمبر اكرم ته؛لكه د نورو په څېر غږ مه كوئ] چې نازل شو؛نو بيا مسلمانانو پېغمبر اكرم  ته د “يا محمد”! پر ځاى د “يا رسول الله !” او “يا ايها النبي !” غږ كاوه؛ نو فاطمه  وايي:” بيا مې زړه و نه كړ،چې پلار ته مې”يا ابتاه” يا د پلار غږ كړى واى او پېغمبر اكرم ته به مې “يا رسول الله” وايه . دوه ځله مې دا خطاب تكرار كړ؛ و مې ليدل،چې پېغمبر اكرم رانه خپه شو او مخ يې واړاوه. پر درېم  ځل يې راته وويل :” فاطمې! دا آيت ستا او ستا د کورنۍ او اولاد په هكله نه دى نازل شوى، ته زما يې او زه ستا يم، دا د نورو په هكله نازل شوى؛پلار راته وايه!،چې زړه مې ژوندى كوي او خداى خوشحالوي .[8]“))

همداراز ام المؤمنين عايشه بي بي زياتوي : (( تر پېغمبر اكرم او فاطمې مې بل څوك رښتنى ونه ليد.[9]))

د حضرت فاطمة الزهرا ژړا

      د بغداد شيخ المحدثين، د خپل كتاب په لسم ټوك په خپل سند له “اسماء بن واثله” نقل كړى،چې وايي:(( له فاطمې مې اورېدلي،چې و يې ويل:علي راته يوه شپه راغى؛ نو په بستره كې يې وژړولم،و مې ويل: ولې؟ راته يې وويل: وا مې ورېدل،چې ځمكه ورسره خبرې كوي او هغه شپه مې په ژړا او زاريو تېره كړه،دا پېښه مې خپل پلار ته وويله؛نو پلار مې اوږده سجده وكړه اوچې سر يې راپورته كړ؛راته يې وويل: فاطمې! تا ته د سپېڅلي ځوځات زېرى دركوم؛ځكه خداى تعالى ستا مېړه تر ټولو غوره ګڼلى او فضيلت يې وركړى او ځمكې ته يې امر كړى،چې ورسره خبرې وكړي،خپل احوال او څه، چې ورباندې په لر او بر كې تېرېږي، ووايي.[10]))

حضرت علي د فاطمة الزهرا له نظره

      حضرت فاطمه د حضرت علي په هكله وايي: ((علي يو الهي او رباني لارښود دى،ځلانده څېره لري او د ټولو عارفانو او خداى لمانځونكيو چورليځ او محور دى،له پاكې كورنۍ دى، تل يې پر خوله حق ويلى او د رسول الله د دوو ګلونو او د جنتي ځوانانو حسن او حسين پلار دى .[11]))

خوشال بابا وايي :

د علي د آل دوستي د ايمان زړه دى

څوك دې شك په دا په زړه نه راولي

د علي د آل په مدح كى جنت دى

د خوشال خټك په داده تسلي

يوه ورځ فاطمه  پېغمبر اكرم (ص) ته راغله او د حضرت علي د بښنو او سر ښندو په هكله يې وويل : (( پلاره! علي په كور كې هيڅ خواړه نه پرېږدي، چې څه يې لاس ته ورځي،ټول پر بېوزليو ويشي.[12]))

حضرت ابو درداء (رض) وايي: ((حضرت علي مې پر سجده وليد،چې غږ نه اوري او نه ځان خوځوي،چغې مې كړې،پر خداى قسم چې علي ومړى،په منډه مې فاطمه خبره كړه، راته يي وويل : پر خداى قسم دا د علي معنوي حالت دى،چې د لوى خداى له وېرې پرې راغلى او په عبادت كې بې سده شوی دى .[13]))

د زړه زنګ په بل صيقل نه لرې كېږي

پـــه دوستــــۍ يـــې د عـلي د مصقلي

خوشال بابا

پېغمبر اكرم (ص)،حضرت علي او فاطمه  سره يو ځاى ناست ول، پېغمبر اكرم،حضرت علي وستايه او ارزښتونه يې وويل او له زړه یې ورسره مينه ښکاره کړه. فاطمې وويل: (( پر هغه خداى قسم،چې ته يې پېغمبر كړې او په تا يې اسلامي امت ته لار وښووه،چې ژوندۍ يم؛نو د علي ارزښتونه به منم .[14]))

فاطمه  د انسان برى، له حضرت علي سره په دوستۍ او مينه كې ويني او وايي: (( هغه به بشپړ او رښتينى بريالى وي،چې له علي سره يې پر ژوندون او همداراز تر مړينې وروسته مينه وي.[15]))

       په “سفينه” كتاب كې يې له “امام باقر نقل” دى: (( پر رسول الله به چې ناروغي راغله؛نو د فاطمې پر نامه يې شفا غوښته او په لوړ اواز يې ويل،چې تر وره يې رسېده: ((فاطمه بنت محمد))او پالونکي به شفا وركوله.))

روايت دى،چې:

(( له خپلې ترور (عمه) سره ام المؤمنين عايشې بي بي ته ولاړم،  ترور مې وپوښتله :په ښځو كې څوك رسول الله ته ډېره ګرانه  وه؟ ويې ويل: فاطمه.په نارينه وو كې ورته څوك ډېر ګران و؟ ويې ويل: علي.[16]))

په كافي كې له امام باقر روايت دى،چې: ((پر حق تعالى قسم،چې فاطمه د ميثاق په ژمنه كې په علم سره له ناپوهۍ او شره بېله شوې او د حيض له وينې خوندي شوې ده.))

      “فقيه” له رسول اكرم (ص) روايت كړى،چې آنحضرت وويل: (( فاطمه ستاسې د ښځو په څېر نه ده؛ځكه د حورې په څېر د حيض او نفاس وينه نه لري.[17]))

له حضرت ابن عباس نه روايت دى،چې رسول الله وويل :

(( لور مې فاطمه بشري حوره ده،چې حيض پرې نه راځي او نه استحاضه كېږي او خداى تعالى ځكه فاطمه نومولې،چې هغه او مينوال يې د دوزخ له اوره غوڅ او پرې “فطم” شوي دي . حضرت عمر (رض) چې د حضرت علي پر لور “ام كلثوم” مرکه وكړه؛نو علي ورته عذر وكړ،چې عمر يې لږ دى .حضرت عمر (رض) ورته وويل: مطلب مې دا نه دى،چې خوند ترې واخلم؛بلكې له پېغمبر اكرم نه مې اورېدلي ،چې ويل يې:” د قيامت پر روځ بې زما له نسب او سبب نور ټول سببونه او نسبونه پرې كېږي،هر قوم او ټبر خپل پلار ته منسوب وي؛ خو بې د فاطمې له اولادونو،چې زه يې پلار يم.”[18]))

خوشال بابا وايي :

دوستداران د اهل بيت له اوره خلاص دي

بـــــې دوستــــۍ يې عـــالم کـله مخلص دى

يو تن خپله مېرمن فاطمې بي بي ته ولېږله،چې پوښتنه ترې وکړي : (( ايا مېړه مې ستاسې له دوستانو دى که نه؟)) ويې ويل: (( پر کومو څيزونو،چې درته امر کوو،و يې کړئ او له کومو،چې مو منع کوو، مه يې کوئ؛نو زموږ د دوستانو په ډله کې به وشمېرل شئ.))دا ځواب يې،چې واورېد؛نو پرېشانه شو او د خپلو نيمګرتياوو په اړه يې وويل: ((څه حال به مې وي،تل به په دوزخ کې پروت يم))ښځې يې دا خبرې فاطمې بي بي ته وکړې. فاطمې ورته وويل: (( مېړه ته دې ووايه،چې داسې نه ده،زموږ مينوال د جنت له غوره کسانو دي او زموږ ټول دوستان او زموږ د دوستانو دوستان او زموږ د دښمنانو دښمنان به په جنت کې وي. چاچې په زړه او خوله زموږ دوستۍ ته غاړه اېښې وي او که زموږ له امرونو سرغړونه وکړي او له بديو ډډه ونه کړي؛نو زموږ له واقعي مينوالو به نه وي. چې کله دوى د قيامت د ورځې کړاوونه وويني او لږه موده د دوزخ په پورتنيو پوړونو کې تېره کړي او له ګناهونو ووينځل شي؛نو جنت ته به ور ننوځي او له موږ سره د دوستۍ له کبله به وژغورل شي او ځان ته به يې راولو.[19]))

  حضرت علي وايي: ((د مدينې يوه ښځه فاطمې ته راغله او ويې ويل : زما يوه سپين سرې مور ده،چې د لمانځه په هکله ډېرې پوښتنې لري، زه يې راولېږلم،چې په اړه يې درنه شرعي پوښتنې وکړم. ښځې ترې ډېرې پوښتنې وکړې؛خو څو شېبې وروسته خجالت شوه او ويې ويل : د رسول الله لورې! ډېرې پوښتنې مې درنه وکړې، نور مو نه په زحمتوم . فاطمې بي بي وويل:که نورې پوښتنې لرې،هم يې وکړه،که څوک چاته سل زغره ديناره  سره ورکړي،چې دا دروند بار د کور چت ته پورته کړه؛نو دا کار ورته سخت دى؟ ښځې وويل: نه ! و يې ويل : زه،چې ستا هره پوښتنه ځوابوم؛نو د ځمکې او عرش ترمنځ واټن هومره ډېرې مرغلرې ثواب ګټم؛نو دا کار را‌باندې دروند نه دي.[20]))

 ((اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاء وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ [21]= ((الله د اسمانو او ځمكې رڼا ده، د رڼا مثال يې (داسې دى) لكه په تاخچه كې،چې يوه بله ډېوه وي،ډېوه په يوه ښيښه كې وي ښيښه (د هغې رڼا له امله) د ځلنده ستورې په څېر وي،چې (دا ډېوه) د ښونه له بركتناكې ونې،چې نه ختيزه وي او نه لويديزه په تېلو بلېږي (او تېل يې دومره صاف او نږه دي،چې) نژدې وي بې د اور له رسېدو(ولګېږي او) رڼا وكړي (د ډېوې دغه) رڼا(د نږه تيلو) په رڼا ده او د خداى،چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا ورته لار ښيي او خداى خلكو ته دا مثالونه بيانوي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتوو پوهېږې) او خداى پر هر څه پوه دى.))

د (كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ) آيت په باب “ابن مغازلي شافعي” په خپل سند له ارواښاد “حسن بصري” روايتوي :

((ابوالحسن علي مې ددې آيت په باب وپوښته .ويې ويل: رسول اكرم راته وويل : له ((كَمِشْكَاةٍ)) مطلب “فاطمه” ده، له ((الْمِصْبَاحُ )) مطلب حسن او حسين،((الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ)) (زجاجه؛يعنې ځلانده ستورى). فاطمه په ښځينه عالم كې ځلانده  ستورې وه، ((يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ)) له ((شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ)) مطلب ابراهيم عليه السلام دى،(( لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ))؛يعنې نه يهودي او نه نصراني دى . (( يَكَادُ زَيْتُهَا))؛ يعنې نژدې دى،چې علم د فاطمې له شتونه په خبرو راشي، ((وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ ))چېكه څه هم اور ورته نه رسي ((نُّورٌ عَلَى نُورٍ ))؛يعنې د بي بي زهرا له ځوځاته امامان دي،چې په يو بل پسې راځي،(( يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاء)) ويې ويل : خداى كه چاته وغواړي؛نو زموږ په ولايت (آل محمد ولايت) ورته سمه لار ورښيي.[22]))

حضرت فاطمه له پېغمبر اکرم (ص) څخه روايتوي : (( د جمعې پر ورځ داسې يو مهال شته،چې پکې د خير غوښتنه منل کېږي، و مې پوښت : رسول الله! هغه کوم وخت دى؟ ويې ويل : نيم لمر، چې ولوېږي بيا به فاطمې بي بي تل د جمعې د ورځې د لمر پرېوتنې پر مهال مسلمانانو ته دعاګانې کولې.[23]))

 يوه ورځ حضرت “حسن مثنى” (د امام حسن مجتبى زوى) حضرت عمر بن عبدالعزيز (رح) ته ورغى(عمر بن عبدالعزيز ځوان او هغه بوډا و)؛نو عمر په درناوي د مجلس په پورته برخه كې كېناوه، درباريانو يې وويل:چې ته  اموي يې،ولې د علي د اولادې درناوى كوې؟ ورته يې وويل: موثقو او ډاډمنو راته نقل كړى او دا دومره اعتمادي دي،چې نقل يې راته داسې دى؛لكه په خپله مې،چې اورېدلى وي، چې رسول اكرم ويلي دي : ((فاطمه زما د تن برخه ده،چاچې خوشحاله كړه؛نو زه يې خوشحاله كړى يم او چاچې خپه كړه؛ نو زه يې خپه كړى يم)) او زه پوهېږم،كه فاطمه ژوندۍ واى او دا يې كتلي واى،چې ما يې د لمسي څومره درناوى وكړ؛نو خوشحاله به وه؛نو زما د عمل پايله دا ده،چې آنحضرت رانه خوشحاله شي.[24]))

پېغمبراكرم (ص) وايي : (( فاطمې! خداى تعالى ستا په غوسه، غوسه كېږي او په خوښۍ دې خوښېږي .[25]))

حضرت فاطمه د پاكوالي په اړه وايي: (( څوک چې تر خوړو وروسته په ككړو او غوړو لاسونو ويده شي؛نو تاوان به وكړي .[26]))

حضرت فاطمه د خوړو د ادابو په اړه وايي: (( دسترخوان چې خپور شو او ډوډۍ مو خوړه؛نو دولس غوره كارونه دي،چې هر مسلمان يې بايد و پېژني،چې څلور په كې  واجب،څلور مستحب او نور د درناوي نښه ده.څلور واجب عملونه دادي :

1- د لوى خداى پېژندل او بايد پوه شو،چې ټول نعمتونه د هغه له لوري دي .2- د خداى پر نعمتونو خوښي ښوول.3- په پيل كې د “بسم الله الرحمن الرحيم” ويل. 4- په پاې كې له خدايه شكر اېستل.

څلور مستحب عملونه دادي:

1- تر خوړو مخكې اودس كول.2- کيڼ اړخ ته كېناستل.3- خواړه په ناسته خوړل. 4- خواړه په درې ګوتو خوړل .

څلور عملونه،چې د درناوي نښه ده:  

  1- په خپله مخه كې خواړه خوړل .  2- كوچنى كپ كول. 3- دخوړو ښه ژوول .4- نورو ته لږ کتل .[27] ))

خوشحال بابا وايي:

په طعـــــــــــام كې څــلور څيزه           ادب دادى زما جانه

فريضــــه دي اى عـــزيزه           نمړۍ كمه خوره له خوانه

بيا څلـــور په كې سنت دي        په خپل لوري خواړه اخله

اداب هـــــــــم څلور شهرت دى       مـــه وبل لوري نه اخله

دوه څيــــــــــــزونه دارو دينه          نمـــــړۍ ښه سره وژويه

دوه مكـــروه په كې شعارينه        بيــا يې ونغړه اى زويه

فريضـــــــــــــــه څلـــور څيزونه        بل نمړۍ د چا مه ګوره

په طعــام كــــــې دي دا چې شونه       داڅلور ادابه ژغوره

حضرت فاطمه د كجورو د غذايي ارزښت په اړه وايي : (( كجوره مؤمن ته غوره ډالۍ ده.[28]))

حضرت فاطمه د انسان د ارزښتمنۍ کچه له خلکو او کورنۍ سره په غوره او نېک چلن کې ويني او وايي: ((په تاسې کې هغه غوره دى،چې له خلکو سره په مهربانۍ چلېږي او ارزښتمن هغه دى،چې پر خپلو ښځو مهربان وي.[29]))

حضرت فاطمه د روژې په اړه وايي : ((که روژه د روژه تي ژبه ، غوږونه،سترګې،پښې او لاسونه له ناوړه کړنو ونه ژغوري؛نو انسان به په داسې روژه څه وکړي؟[30]))

حضرت فاطمه د امت د ګناهکارانو د شفاعت په اړه وايي :

 ((د قيامت پر ورځ،چې راپاڅم؛نو د رسول الله د امت د ګناهکارانو شفاعت به وکړم.[31]))

[1] . وګورئ :(١)الصواعق المحرقه : ٢٨٩ مخ.(٢)ذخايرالعقبى:٤٨ مخ.(٣) الاصابة : ٨ ټوک.

(٤) تذکرة الاخواص. د فاطمة الزهرا د حالاتو برخه.(٥)فرايد السمطين : ٢\٩.(٦)کنزالعمال : ١٢ ټوک . (٧)مجمع الزوايد : ٩\٢١٢.(٨)اعلام النساء : ٤ ټوک.(٩)حاکم؛ مستدرک: ٣ټوک.

(١٠) بغداد تاريخ : ٨\١٤١.(١١)ينابيع المودة : ٥٥باب.(١٢)اسدالغابة :٥\٥٢٤.(١٣) مستدرک الصحيحين :٣\١٥٣.(١٤)لسان الميزان :٣\٢٣٧.(١٥)فصول المهمة :١٢٧ مخ.(١٦)د دمشق تاريخ : ١٢\٨٦.(١٧)ابن عساکر؛تهذيب : ٤\٢٣٦.(١٨)ابن مغازلي؛مناقب : ٤٠٦،٤٠٧،٣٧٥، ګڼه احاديث.

[2] . وګورئ :(١)بغداد تاريخ : 8/141.(٢)الصواعق المحرقة :٢٨٩مخ.(٣)مستدرک : د معرفة الصحابة کتاب.(٤) ذخاير العقبى :٤٨مخ.(٥)الاصابة :٨ ټوک.(٦)تذکرةالخواص : د فاطمې د حالاتو برخه.(٧) فرايد السمطين :٢\٩.(٨)کنزالعمال : ١٢ټوک ٦\٢١٨.(٩)اعلام النساء : ٨ ټوک، د فاطمې بنت محمد(ص) برخه.(١٠)ذهبي؛ميزان الاعتدال.(١١) لسان الميزان.(١٢)مجمع الزوايد :٢\٢١٢.(١٣)اسدُالغابة:٨\٥٢٣. (١٤)خوارزمي؛مقتل :د فاطمې د فضايلو برخه.(١٥)ينابيع المودة : ٥٥ باب.(١٦)مستدرک الصححين :٣\١٥٣. (١٧)نورالابصار :٥٣مخ.(١٨)کفاية الطالب :٢١٢مخ.(١٩)فصول المهمة :١٢٧مخ. (٢٠)نسايي؛خصايص :٢\٢٦٥.(٢١)ابن ابي الحديد؛ د نهج البلاغې شرح.(٢٢)تاريخ دمشق :١٢\٨٦.(٢٣)ابن عساکر؛ تهذيب :٤\٢٣٦.(٢٤)ابن مغازلي؛مناقب:د ابن عباس له قوله ٤٠٦او ٤٠٧ ګڼه احاديث.(٢٥)حاکم؛ مستدرک :٣\١٥٦.(٢٦)بيضاوي؛انوارالتنزيل تفسير: ١\١٥٨ د ١٣٨٨ س=١٩٦٥ز چاپ.(٢٧)الشيخ اسماعيل برسوي؛روح البيان تفسير: ٢ ټوک ٢٩ مخ د بيروت چاپ.(٢٨)جلال الدين سيوطي؛درالمنثورتفسير: ٢\٢٢ .(٢٩) رشيدالدين ميبدي؛ کشف الاسرار تفسير.(٣٠)زمخشري؛ الکشاف تفسير:١\٣٥٨.

[3] . وګورئ : د بغداد تاريخ  1/259.

[4] . (حجر\٤٣-٤٤)

[5] . وګورئ :(١) بحار الانوار : ٨/٣٠٣، ٦٢ حديث او٤٣/٨٨، ٩ حديث .(٢) رياحين الشريعة : ١/١٤٨  حديث)

[6] . وګورئ :(١)بحار الانوار: ٧/٣٠٣ .(٢) کوکب الدري : ١/١٧٥ .(٣) تفسير برهان : ٢/٣٤٦ .

[7] . وګورئ : بحارالاانوار  43/56.

[8] . وګورئ :  ابن شهر آشوب؛ مناقب : 3/320.

[9] . وګورئ :(١) كشف الغمة : 2/81.(٢)ذخاير العقبى : 42.

[10] . وګورئ : ابن طاووس؛طرايف : 111مخ .

[11] . وګورئ : رياحين الشريعة : 1/93.

[12] . وګورئ:(١) كشف الغمة : 1/473 .(٢)بحار الانوار : 43/143- 11 حديث.

[13] . وګورئ :(١)شيخ صدوق؛ امالي: 79 مخ .(٢)ثواب الاعمال :  116 مخ.

[14] . وګورئ:(١)ابن شهر اشوب؛ مناقب: 3/330 .(٢)عوامل : 11/128.

[15] . وګورئ : ينابيع المودة: 1/376.

[16] . سيد عبدالحسين طيب؛كلم الطيب:517مخ او  اروښاد مجلسي له جامع الاصول له صحيح ترمذي له “جميع بن عمير”

[17] . وګورئ:ارواښاد حافظ خطيب بغدادي؛ بغداد تاريخ: 12/331.

[18] . وګورئ :(١)امام احمد حنبل؛ فضايل الصحابه  2/625 –626 .(٢)طبراني؛معجم  الكبير3/1634 ګڼه حديث .(٣)حاكم؛ مستدرك 3/142 .(٤)حاكم حسكاني حنفي؛ شواهد التنزيل: 177مخ.

[19] . وګورئ :(١) بحار الانوار :  ٦٥/١٥٥ .(٢)تفسير البرهان : ٤/٢١.

[20] . وګورئ :(١) بحار الانوار  ٢/٣ .(٢) لئالي الاخبار ٢/٢٥٤.

[21] . (نور\٣٥)

[22] . وګورئ : المناقب  223 – 317مخونه.

[23] . وګورئ :(١) وسايل الشيعه : ٥/٢٩ .(٢)معاني الاخبار : ٣٩٩ مخ .(٣) دلايل الامامة : ٤ مخ.

[24] . وګورئ :(١)ابن حجر؛ الصواعق المحرقة : 107مخ.(٢)شيخ سليمان قندوزي حنفي؛ينابيع المودة : 173.

[25] . وګورئ :(١)حاكم؛مستدرك :3/53.(٢)ابن حجر عسقلاني؛الاصابة :8/159.(٣) سبط ابن جوزي؛ تذكرة الخواص : 175 مخ.(٤)محب طبري؛ذخائر العقبى :39مخ.(٥)ابن حجر هيثمي شافعي؛الصواعق المحرقه : 105مخ.(٦) ابن اثير؛ اسدالغابة : 5/522.(٧) ذهبي؛ ميزان الاعتدال .

[26] . وګورئ :(١) عوالم : 11/628 .(٢)ابن ماجه؛سنن : 2/22.

[27] . وګورئ :(١)نفاس اللباب 3\124 .(٢)عوالم 11\629 .

[28] . وګورئ : كنزالعمال  12/339 – 353 حديث .

[29] . وګورئ :(١) دلايل امامة .(٢) کنز العمال : ٧/٢٢٥ .(٣) تاريخ بغداد : ١٢/٥٠  .

[30] . وګورئ :(١)مستدرک الوسايل  ٧/٣٦٦ .(٢)کتاب عالم  ١١/٦٢٥ .(٣)دلايل الامامة : ٧ مخ .

[31] . وګورئ :(١)احقاق الحق  ١٩/١٢٩، ١٠/٣٦٧ .(٢) وسيلة النجاة /٢١٧.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!