تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه دعا ((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ[1]= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي، (نوووايه: )چې زه نژدې يم او بلونكى، چې ما وبلي؛ نو دعا يې قبلوم؛ نو بايد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

دعا

((وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌ أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ فَلْيَسْتَجِيبُواْ لِي وَلْيُؤْمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمْ يَرْشُدُونَ[1]= او چې کله دې زما بندګان زما په باب وپوښتي، (نوووايه: )چې زه نژدې يم او بلونكى، چې ما وبلي؛ نو دعا يې قبلوم؛ نو بايد زما بلنه ومني او پر ما ايمان راوړي، چې ښايي سمه لار ومومي (او مقصد ته ورسي )

د دعا روحانيت

دعا اجر او ثواب لري او د دعا د منل کېدو ژمنه شوې؛ خو که دعا له ژبې تېره شي او ژبه له زړه سره همغږي پيدا کړي او د انسان روح ولړزوي؛ نو ستر روحانيت لري؛ داسې به وي؛ لکه چې انسان ځان په رڼا کې ډوب ويني او هله به د انسان د شرافت ګوهر احساس کړي. هغه مهال به پوه شي، چې په نورو وختو کې، چې نورو وړو څيزونو پر ځان بوخت کړى و او کړاوه يې، څومره پرېوتي ول.

انسان چې کله بې له خدايه څه غواړي؛ نو د بې پتۍ احساس کوي؛ خو چې له خدايه څه غواړي؛ نو د پت احساس کوي؛ نو دعا هم طلب (غوښتنه) ده او هم مطلوب. هم وزله ده او هم موخه. هم سريزه ده او هم پايله. الهي اولياوو د دعا هومره بل هېڅ څيز هم ښه نه ايسېدل، د زړه ټول حال يې خپل واقعي محبوب ته وايه او تر مطلوبونو يې ډېر خپلو طلبونو، دعاګانو او راز و نياز ته ارزښت ورکاوه، په دعاګانو نه ستړي کېدل؛ لکه څنګه چې حضرت علي (کرم الله وجهه) “کميل نخغي” ته وايي:

((ناڅاپه د بصيرت د حقيقت په کمال کې آګاهي يې پر زړونو راکېووته او د يقين خوند يې درک کړ او د هغه له حقيقت سره يې اړيکه ونيوه او له څه نه، چې دنيا لمانځي په وېره کې دي او ناوړه او ستونزمن يې ګڼي؛ دوى ته نرم، په زړه پورې او خوښ دي او له هغه څه سره مل شوي، چې ناپوهان ترې په تېښته کې دي او له دنياوالو سره يې په هغو بدنونو معاشره کړې، چې د بدنونو روح يې په ربوبي عالم پورې اړوند دى. ))

پرعکس يې هغه تور، قلف شوي او زنګ وهلي زړونه دي، چې د الله تعالی له درشله شړل شوي دي.

له زړه نه الله تعالی ته لار

هر څوک له زړه نه الله تعالی ته لار لري. له ټولو زړونو د الله تعالی پر لوري ور شته. ان تر ټولو ستر ګناهګاران، چې په سختيو کې راښکېل شي او ټول ورونه پرې وتړل شي؛ نو الله تعالی ته زارۍ کوي، چې دا د انسان په وجود کې يو فطري او طبيعي لېوالتيا ده؛ خو کله پرې د ګناه او سرغړونې دوړې غورځېږي. په سختيو کې، چې دا دوړې والوځي؛ نو په خپله دا لېوالتيا تحريک او په خوځښت شي.

يو سړي امام صادق (رح) وپوښت: د الله تعالی پر وجود څه دليل دى؟ امام: تر اوسه په بېړۍ کې سور شوى يې؟ و يې ويل: هو ! امام: تر اوسه پېښ شوي، چې په سمندر کې توپان شي او بېړۍ د ډوبېدو په حال کې وي او له هر ځايه دې هيله پرې شي؟ و يې ويل: هو داسې راپېښ شوي ول. امام وويل: هغه مهال دې زړه يو ځاى ته متوجه و او پناه يې غوښته او له يو ټکي يې غوښتل، چې و يې ژغوري؟و يې ويل: هو! امام: هغه هماغه الله تعالی دى، چې په هغو سختو حالاتو کې دې ترې پناه غوښته.

امام صادق (رح) سړي ته د زړه له لارې يې الله تعالی وروپېژانده.

((وَفِي أَنفُسِكُمْ أَفَلَا تُبْصِرُونَ[2]= او (همداراز) ستاسې پخپل ځان كې (نښې دي) نو ايا (حقايق) نه وينئ؟!))

دا لېوالتيا، چې د بشر په فطرت کې ده، هغه مهال راښکاره کېږي، چې له نورو اسبابو يې تمه پرې شي، چې په خپله دا لېوالتيا دداسې ځواک پر شتون دليل دى او که نه و؛ نو د انسان وجود به داسې لېوالتيا نه درلوده.

البته دا سره توپير لري، چې يوه لېوالتيا د انسان په وجود کې وي او داچې انسان هغه لېوالتيا پوره وپېژني او په موخه يې پوه شي. د شيدو خوړو لېوالتيا له پيله په ماشوم کې وي، چې کله وږى شي او دا اړتيا يې په وجود کې پيدا شي؛ نو دا لېوالتيا هڅېږي، چې د ناليدي، ناپيژاندي او ناروږد تي پر لور يې ښیونوي. دا لېوالتيا په خپله يو لارښود دى، چې خوله يې پرانځي او د تي په لټه کې شي او که و يې نه موند؛ نو په ژړا کېږي او په خپله ژړا کول له موره د مرستې غوښتنه ده؛ هماغه مور، چې تر اوسه يې نه پېژني او له وجوده يې خبر نه دى؛ خو په خپله ماشوم نه پوهېږي، چې ددې لېوالتيا موخه څه ده، ددې ژړا موخه څه ده، ولې يې دا لېوالتيا په وجود کې ايښوول شوې ده؛ نه پوهېږي، چې هاضمي سيستم لري او دا سيستم يې خواړه غواړي او نه پوهېږي، چې د څه لپاره شيده غواړي.

موږ د انسانيت عالي لېوالتياوو، الله تعالی غوښتنې، الله تعالی پلټنې او دعا ته د هماغه ماشوم حالت لرو، چې نه يې تى ليدلى او نه مور او نه مور پېژني.

((إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ[3]= موږ د الله يو او لوري ته يې ورستنېدونکي يو!))

((أَلَا إِلَى اللَّهِ تَصِيرُ الأمُورُ[4]= خبر اوسئ چې (ټولې) چارې يوازې د الله تعالی لوري ته ورګرځي!))

البته که تى او شيده د ماشوم له معدې سره مناسب نه ول؛ غريزې به هم هغې لوري ته نه راکاږه. ددې خوړو او هغې لېوالتيا ترمنځ اړيکه او پيوستون دى او همداسې دي د انسان د وجود نورې لېوالتياوې. يوه لېوالتيا هم د انسان په وجود کې بېځايه نه ده پنځول شوې او ټولې د انسان د اړتيا له مخې او د اړتيا پوره کولو لپاره پنځول شوي دي.

اضطراري پرېکون او اختياري پرېکون

شونې ده، انسان په دوو حالتو کې الله تعالی ياد کړي: يو هغه مهال، چې علل او اسباب ترې پرې شي او په سختۍ کې راښکېل شي او يو وخت هغه مهال، چې روح يې پورته والوځي او په خپله ځان له اسبابو او عللونو راوشلوي. د اضطرار او د اسبابو د پرې کېدو پرمهال انسان په خپله د الله تعالی پر لوري ځي او بلنې ته اړتيا نه لري، چې دا انسان ته کمال نه دى او د انسان د نفس کمال په دې کې دى، چې په خپله ځان له اسبابو او عللو راوشلوي او روح يې والوځي.

د دعا شرايط

دعا خپل شرايط لري او لومړى شرط يې دادى، چې واقعاً غوښتنه د انسان په وجود کې راپيدا شي او د بدن ټولې ذرې يې دا غوښتنه څرګنده کړي، چې واقعاً څه چې غواړي د اړتيا، غوښتنې او دعا په بڼه شي؛ لکه څنګه چې د بدن په يوه برخه کې يې چې څه ته اړتيا پيدا شي؛ د بدن ټول غړي يې په فعاليت پيل وکړي او ان يو غړى خپل کار رالږ وي، چې د بل غړي اړتيا پوره شي. د بېلګې په توګه: که انسان تږى شي او د تندې اغېز يې په ټول بدن کې راښکاره شي؛ د بدن ټول غړي يې په يو ځاى وايي: ((اوبه !))

ټولې نړۍ ته د انسان اروايي او مانيزه اړتيا_چې د هستۍ يوه برخه ده_ همداسې ده. د انسان اروا د هستۍ يوه برخه ده؛ که واقعاً يې په وجود کې اړتيا راپيدا شي؛ نو د هستۍ ستره غونډاله-دستګاه يې بې برخې نه پرېږدي.

((أَمَّن يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ وَيَجْعَلُكُمْ خُلَفَاء الْأَرْضِ أَإِلَهٌ مَّعَ اللَّهِ قَلِيلًا مَّا تَذَكَّرُونَ[5]=يا هغه چې د اړمن دعا قبلوي، كړاو لرې كوي او تاسې د ځمكې ځايناستي كوي، ايا له الله سره بل معبود شته؟ تاسې ډېر لږ نصيحت منئ. ))

د دعا پر قبلېدو ايمان او ګروهه

د دعا بل شرط د الله تعالی پر ناپايه رحمت ايمان دى، چې هغه هېڅکله خپل لورنه او فيض له خپلو بندګانو نه سپموي، ايمان ولري، چې د الله تعالی د لورنې ور هېڅکله پر بندګانو نه تړل کېږي او ټولې نيمګړتياوې د بنده له لوري دي. امام علي بن الحسين زين العابدين د “ابوحمزه” په مشهوره دعا کې _چې هيلې او ډاډ پکې څپې وهي او امام به د رمضان په مياشت کې ويله_ خپل الله تعالی ته وايي:

(( الله تعالیه ! له تا يې غواړم او تاته هيله من يم، ستا له فضل او لورنې غوښتنه سمه ګڼم او ستا د درشل ورونه تل هغوى ته پرانېستي دي، چې له تا يې غواړي او په ډاډ پوه يم، چې ته د دعا کوونکيو د دعا قبلېدو او پناه غوښتونکيو ته پناه ورکولو ته چمتو يې او همداراز ډاډمن يم، چې ستا په بښنه او رضا. . . .

د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي

د دعا بل شرط دادى، چې د تکوين او تشريع له سننو سره مخالف نه وي. دعا هغو موخو ته د رسېدو لپاره مرسته غوښتل دي، چې د تکوين او تشريع قانون ورته ټاکلي وي او که دعا داسې وي؛ نو د يو طبيعي غوښتنې بڼه به ولري او داچې په غونډال کې توازن او تعادل دى؛ نو په هر ځاى کې، چې اړتيا وي، فيض او مرسته به وررسي؛ خو د هغو څيزونو غوښتنه، چې د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف وي؛ لکه په دنيا کې تلپاتې ژوند؛ نو دا ډول دعاوې واقعي دعاوې نه دي.

د دعا کوونکي د نورو چارو همغږي

د دعا بل شرط دادى، چې د دعا کوونکي د ژوند نورې چارې له ژوند سره همغږي ولري؛ يعنې هغوى د تکوين او تشريع له موخو سره همغږي ولري؛ پاک سوتره زړه ولري؛ ګټه او کسب يې حلال وي او پر خلکو يې تېرى نه وي کړى.

 په دې هکله امام صادق وايي:

(( که غواړئ دعا مو ومنل شي؛ نو خپله ګټه او کسب-ورهڼه حلال ساتئ، د خلکو حق پر غاړه مه پرېږدئ؛ ځکه د هغه بنده دعا پورته نه وړل کېږي، چې د چا حق يې پر غاړه وي[6]. ))

په دعا کې غوښتل شوی چار دې د ګناه پايله نه وي

د دعا بل شرط، چې بالفعل کوم حالت لري او هيله من وي، چې حالت يې بدلون او غوراوى ومومي، په دنده کې يې د ناغېړۍ پايله نه وي. په بله وينا: د کوم حالت د بدلېدو دعا، چې کوي، د ګناهونو منطقي عقوبت او پايله يې نه وي، چې په دې بڼه کې څو يې توبه نه وي کړي او ددې حالت موجبات يې له منځه نه وي وړي؛ نو حالت به يې بدل نشي. د بېلګې په توګه: پر نېکيو امر او له بديو منع فرض ده. د ټولنې سمونه او ورانونه د همدې آر په پلي کولو او نه پلي کولو پورې اړه لري. ” پر نېکيو امر او له بديو د منع” د پرېښوو منطقي پايله داده، چې د ټولنې ډګر به اشرارو ته تش وي او پر خلکو به واکمن شي. که خلک په دې دنده کې ناغېړي وکړي او ددې ګناه پر منطقي پايله او عقوبت اخته شي او بيا وغواړي په دعا له دې بلا ځان وژغوري؛ نو دا ناشونى چار دى. يوازېنۍ لار يې داده، چې توبه وکړي او بيا د خپلې وسې هومره ” پر نېکيو امر او له بديو منع” وکړي؛ البته په دې توګه به سوکه سوکه خپلې موخې او مطلوب ته ورسي.

((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ[7]= په حقيقت كې الله تعالی د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى))

الهي سنت داسې دى، چې څو په خپله خلکو هغه چارې نه وي بدلې کړي، چې په ځان پورې يې اړه لري؛ نو الله تعالی يې هم نه بدلوي.

په معتبرو احاديثو کې راغلي: ((پر نېکيو امر او له بديو منع وکړئ؛ ګنې ناوړه وګړي به درباندې واکمن شي او که بيا مو نېکچاري دعا هم کوي؛ نو نه به منل کېږي. ))

په حقيقت کې دا ډول دعاوې هم د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف دي.

همداراز که څوک عمل نه کوي او يوازې دعا کوي؛ نو دا کار يې د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف دى.

په دې هکله امام علي کرم الله وجهه وايي: (( هغه چې عمل نه کوي او دعا کوي؛ نو د هغه کس په څېر به وي، چې په بې ربړه-تسمې ليندۍ غشى ايشتل غواړي.[8] ))؛ يعنې عمل او دعا یو د بل بشپړوونکي دي او دعا بې له عمله اغېز نه لري.

دعا بايد د فعاليت ځايناستې نشي

د دعا بل شرط دادى، چې واقعاً د اړتيا ښکارندوى وي او هغه مهال وي، چې انسان مطلوب ته لاسرسى نه لري او بېوسه وي؛ خو که د يوې اړتيا د پوره کېدو کونجي د انسان په لاس کې وي او هغه کفران نعمت کوي او د کونجې له کارولو ډډه کوي او له خدايه غواړي هغه ور ورته پرانځي، چې کونجي يې د دعا کوونکي په لاس کې ده او په کونجي د ور د پرانستلو وس ترې واخله؛ نو داسې دعا د منل کېدو وړ نه ده.

دا ډول دعاوې هم بايد د تکوين او تشريع د قانون پرخلاف وګڼل شي. دعا د وس لاس ته راوړو لپاره وي.

په روايت[9] کې راغلي دي: پينځه دعاوې نه منل کېږي: يو د هغه کس دعا، چې مېرمن لري او خپله مېرمن کړوي او له لاسه يې پوزې ته راغلى وي او غواړي بې له مهر ورکولو يې طلاقه کړي؛ خو طلاق نه ورکوي او تل وايي: خدايه ما ددې ښځې له شره خلاص کړې. بل د هغه دعا، چې مريى لري او تل ترې تښتي او بيا يې هم له ځان سره ساتلى وي، ووايي: خدايه ما ددې مريي له شره خلاص کړې، حال دا، کړاى شي دا مريى وپلوري. بل د هغه کس دعا نه منل کېږي، چې د يو کوږ دېوال تر غاړې روان دى او پوهېږي، چې راغورځېږي؛ خو ترې نه لرې کېږي، ووايي: خدايه و مې ساتې. بل د هغه دعا، چې بل کس ته يې پور ورکړى وي؛ خو ناغېړي يې کړې وي، شاهد و نه لري او سند يې نه وي ليکلى او پورړوى يې پور نه ورکوي او پورورکوونکى تل دعا وکړي: خدايه ! پور مې له پوروړي واخله، حال دا، په خپل لاس کې يې ول، چې شاهد ونيسي او يا سند وليکي. بل د هغه دعا نه منل کېږي، چې په کور کې ناست وي، ورهڼه-کار و کسب يې پرېښى وي او تل ووايي: ((اللهم ارزقنى-خدايه روزي راکړې. ))

روښانه ده، چې يوازې همدا پنيځه ځايونه نه دي. دا يې بېلګې ته راوړي دي.

په هستۍ کې دعا ددې لپاره نه ده، چې د عمل ځايناستې شي. دعا د عمل بشپړونکې ده؛ نه ځايناستې.

[1] (بقره/١٨٦)

[2] (ذاريات/٢١)

[3] (بقره/١٥٦)

[4] (شورى/٥٣)

[5] (نمل/٦٢)

[6] (بحارالانوار٩٣/٣٢١)

[7] (رعد/١١)

[8] (بحارالانوار٩٣/٣١٢)

[9] (بحارالانوار٩٣/٣٥٦)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!