تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِي لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأَرْضِ وَلأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (الحجر/۳۹)   ژباړه : (ابليس) وويل: پالونكيه ! له دې امله،چې بېلارې دې كړم؛نو زه به په ځمكه کې (توکیز نعمتونه) ښكلي ورانځور کړم او ټول به بېلارې كړم.     ښكاره ده، چې خداى،شيطان بېلارې كړى نه و؛ بلكې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

قَالَ رَبِّ بِمَآ أَغْوَيْتَنِي لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأَرْضِ وَلأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (الحجر/۳۹)

 

ژباړه : (ابليس) وويل: پالونكيه ! له دې امله،چې بېلارې دې كړم؛نو زه به په ځمكه کې (توکیز نعمتونه) ښكلي ورانځور کړم او ټول به بېلارې كړم.

 

 

ښكاره ده، چې خداى،شيطان بېلارې كړى نه و؛ بلكې دا د ابليس يو شيطنت ډوله نسبت و، چې د ځان سپينولو لپاره يې وكړ، چې خپلې سرغړونې ته يوه مخونه جوړه كړي او دا د ابليس او ټولو شيطانانو دود دى، چې لومړى خپل ګناهونه د نورو پر غاړه وراچوي او دويم دا، هڅه كوي، چې خپلو ناوړو كړه وړو ته په غلط او ناسم سول – منطق مخونه وركړي،نه يوازې د خداى د بندګانو پر وړاندې؛بلكې پخپله د خداى پر وړاندې، چې له هر څه خبر دى.

بل ټكى دا، چې د شيطان له ښکلا مطلب، هماغه شيطاني وسوسې دي، چې په نظر كې ناوړه، ښه انځوروي يا له بېلابېلو بهرنيو عواملو په ګټنې، ناوړو كړنو ته ښكلا او لېو وركوي؛ لكه چې ځينې وخت زهرجن توکي په خوږو كې ږدي او هم سترې کږنې او انګېرنې – انحرافات د تمدن، روڼ اندۍ او ازاد اندۍ او…. په نومونو او لفافو كې ځاى پر ځاى كوي . (نمونه تفسیر، 11: 72 مخ)

 

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!