تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ صراط ( پول ) د صراط ټکى تر څلوېښت ځلو ډېر په قرآن شريف کې راغلى دى . د قيامت د ورځې صراط مو له فکري،عقيدتي او عملي خطونو جوړ شوى دى او د انسان د شخصيت يواځېنى لامل دى . (( صراط مستقيم ))؛يعنې په دنيا کې هغه لار،چې کمال […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

صراط ( پول )

د صراط ټکى تر څلوېښت ځلو ډېر په قرآن شريف کې راغلى دى .

د قيامت د ورځې صراط مو له فکري،عقيدتي او عملي خطونو جوړ شوى دى او د انسان د شخصيت يواځېنى لامل دى .

(( صراط مستقيم ))؛يعنې په دنيا کې هغه لار،چې کمال ته مو رسوي .

صراط مستقيم؛يعنې نېغه لار،د حق او عدل لار،د انبياوو، شهداو، صالحانو او صديقينو لار.

وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَئِكَ رَفِيقًا(نسارء/۶۹) = او څوك چې د خداى او پېغمبر اطاعت وكړي ( د قيامت پر ورځ به ) د هغو خلكو ملګرى وي،چې خداى پرې خپل نعمت لورولى دى(؛يعني) له پېغمبرانو او رښتينو او شهيدانو او نېكانو (سره به وي) او هغوى ښه ملګري دي (٤٠٤)

صراط مستقيم ؛يعنې د خداى لار.

إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ(هود/۵۶) = ، په رښتيا چې پالونكى مې پرسمه لار دى (٤٠٥)

صراط مستقيم؛يعنې پېغمبراکرم (ص) لار.

إِنَّكَ عَلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ(زخرف/ ۴۳) = چې ته پر سمه لار يې. (٤٠٦)

نېغه لار يوه ده ؛خو کږې لارې خورا ډېرې دي .

نېغه لار هماغه د دين لار ده . قرآن شريف وايي :(( هَدَانِي رَبِّي إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ(انعام/۱۶۱) (٤٠٧)

په روايت کې راغلي : يوازې موږ نېغه لار يو او بس .

فرض دي،چې هر مسلمان لږ تر لږه لس ځل له خدايه وغواړي :(( اهدنا الصراط المستقيم )) خدايه ! موږ ته نېغه لار وښيه .

 

په قيامت کې صراط

په قيامت کې پر دوزخ د ((صراط)) په نامه يو پول دى،چې تر وېښتو نرى او تر تورې تېره دى (٤١٠) ( نور الثقلين، ۱/ ۱۷) او ټول خلک بايد پرې تېر شي او د قرآن شريف وينا ده :وَإِن مِّنكُمْ إِلَّا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَّقْضِيًّا. ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوا وَّنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا (مريم/۷۱، ۷۲)= او بې استثنا تاسې ټول جهنم ته ننوځئ، ددې حکم پوره کول ستا د پالونکي پر غاړه دى . بيا پرهېزګاران ترې ژغورو او ظالمان به په (دوزخ) كې په ګونډو پراته پرېږدو.

 

پر صراط څه تېرېږي

په ډېرو روايتونو کې راغلي: پر دې پول،چې د انسان برخليک ټاکل کېږي او تر وېښتو نرى دى،په څو ځايونو کې تم ځايونه لري او بې له الهي انبياوو او اولياوو،چې په ځغاسته او بې ځنډه به پرې تېرېږي،نور ټول به هلته په تم ځايونو کې ځواب ورکوي او انسان پرې وراخطا وي او شاوخوا ته يې اور وي . ( ٤١٢) (بحارالانوار ۸/ ۶۷)

إِنَّ رَبَّكَ لَبِالْمِرْصَادِ (الفجر/۱۴) = بېشكه پالونكى دې ( ظالمانوته ) په څارنځي كې دى . ( ( ٤١٣)

د دې آيت په تفسير کې په روايت کې راغلي : مراد ترې پر هغه پول خداى ته ځواب ورکول دي. (٤١٤) پر هغه پول به د لمونځ، خپلوانو، کورنۍ،د خلکو د حقوقو او امانت په هکله پوښتنه کېږي او هلته به يوازې هغه خلک ډاډه وي،چې په دنيا کې په هر مشر پسې نه وي تللي او يوازې له هغه مشرانو يې لاروي کړې وي،چې خداى او رسول يې ټاکلي دي. (٤١٥)(بحارالانوار ۸/ ۶۵)

رسول اکرم وويل :هر چېرته ننووتو او ترې راووتو ته اجازه پکار ده او د صراط له پوله د تېرېدو اجازه زما له ځايناستي علي بن ابيطالب سره مينه او ترې لاروي ده .

رسول اکرم په بېلابېلو ځايونو کې حضرت علي ته وويل : درسره مينه او لاروي جنت ته د ننووتو لامل او درسره مخالفت دوزخ ته د تګ لامل دى. (٤١٧) ( يوازې خدای بښلي مجلسي په بحارالانوار۳۹/ ۳۲ کې دا حديث راوړی دی)

مرحوم علامه اميني له امام احمد بن حنبل او ابن ابي الحديد او د اهل سنتو له نورو عالمانو رانقل کړي،چې له پول صراطه تېرېدل په علي کرم الله وجهه پوره اړه لري . (٤١٨) ( الغدير۳/ ۲۹۹)

يعنې له پول صراطه تېرېدل او ترې نه غورځېدل له حضرت علي سره په مينه او يا ورسره په دښمنۍ پورې اړه لري . همداراز د حضرت علي وينا ده : زه هغه پول او لار يم ،چې د جنت او دوزخ ترمنځ ده . (٤١٩) ( علم اليقين ۲/ ۹۶۶)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست