تبلیغات

داسلامي نړۍ د مشهورمفسرمرحوم علامه طباطبایې رحمة الله عليه د (( اعجازقرآن )) له کتابه . : قرآن مجيد په ( ٢٣) کلونو کې په حضرت پېغمبرصلى الله عليه واله وسلم نازل شوى. قرآن د نورو کتابونو په پرتله د فصاحت ،بلاغت ،بيان ،تعبير د مانا ژوروالي او ښکلى اسلوب په درلودلو له ځانګړي اهميت […]

داسلامي نړۍ د مشهورمفسرمرحوم علامه طباطبایې رحمة الله عليه د (( اعجازقرآن )) له کتابه . :

قرآن مجيد په ( ٢٣) کلونو کې په حضرت پېغمبرصلى الله عليه واله وسلم نازل شوى. قرآن د نورو کتابونو په پرتله د فصاحت ،بلاغت ،بيان ،تعبير د مانا ژوروالي او ښکلى اسلوب په درلودلو له ځانګړي اهميت څخه برخمن دى،داسې چې د حضرت پېغمبر صلى الله عليه وآله وسلم تلپاتى معجزه ده .

د بشريت پرمخ ،چې د هرې پوهې دروازه پرانستل شي ؛نوله قرآنه پرده لرې کېږي

او په پایله کې د قرآن له يوې نوې معجزى سره اشنا کېږو.

د قرآن کريم د نزول په مبارکه زمانه کې د قرآن د اعجاز د ازباد- ثبوت يوازینۍ لار، فصاحت ،بلاغت اوغيبى اټکلونه ول، حال دا چې اوس د قرآن کريم د اعجاز د ازباد ‏لپاره لس ګونې لارى شته .

موږدلته د قرآن مجيدعلمي معجزو ته په لنډ ډول اشاره کوو ،دا مو بايد په ياد وي،چې قرآن مجيد د((ښیون- ښیون )) او لارښوونې (( کتاب)) دى ،چې انسانان له ناپوهۍ ،فقر،مرييتوب ‏او هرډول بوتپالۍ څخه ژغورى ( اياک نعبد) اوکله هم د کيميا او فزيک په څيرکتاب نه دى . اوکوم مسايل ،چې په کيميا اوفزيک کې اوڅار- مطرح شوى هغه د قرآن شريف له شانه لرى دي ،ليکن دا چې طبيعت د خداى تعالى د قدرت له نښو ځنى دى او د څښتن تعالى د پېژندلو لپاره طبيعي اوغوره لار طبيعت ته سم فکرکول دي؛نوځکه څښتن تعالى د طبيعت په اړه لطيف او په زړه پورې تعبيرونه لري ،چې د وحې د نزول په مبارکه زمانه کې بشر ددې تعبيرونوله ژوروالى خبر نه و او ان ‏ ځينې اوس هم رابرسير شوى نه دي.

اوس د بېلګې ‏په توګه د قرآن مجيد څوعلمي معجزو ته اشاره کوو:

١–   د ځمکې جاذبه :

د (( دنيوټن )) له پيدايښته څه له پاسه زرکاله مخکې قرآن د ځمکې د جاذبې په اړه ‏خبر ورکړى او وايي :

 أَلَمْ نَجْعَلِ الْأَرْضَ كِفَاتًا ( المرسلات/۲۵)= ايا موږ ځمكه د انسانانو د اوسېدانې او ټولنيز ژوند مرکز کړى نه دى؟

د نيوټن تر پيدايښته مخکې ‏لس گونو تفسيرونو واضع کړى ده ،چې کفات ( مصدر دى او د (( فاعل اسم )) په مانا استعمالېږي ) د جذبولو په مانا دى .

٢–   د ځمکې انتقالي حرکت :

د گاليله د لرکسي ( دور بين ) له اختراع څخه څه له پاسه زر کاله مخکې او پردى سربيره ، چې د(( کپلر او کوپرنيک )) د نظرياتو په ملاتړ يې دا نظريه بيخى رد کړه ،چې گنې ځمکه د کايناتو مرکز دى او بيا یې چې د ځمکې انتقالي حرکت کشف کړ؛نو تر دې ټولو ړومبى قرآن شريف په ډاگه ويلي،چې:

وَتَرَى الْجِبَالَ تَحْسَبُهَا جَامِدَةً وَهِيَ تَمُرُّ مَرَّ السَّحَابِ ( نمل/۸۸) = او غرونه ګورې، چې ګومان كوې، ښه كلك (اوپرځاى) ولاړ دي،حال دا چې (دا) د ورېځو په څېر روان دي .

الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا (طه/۵۳) = هماغه خداى، چې ځمكه يې تاسې ته د هوساېني ځاى كړ

هُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ ذَلُولًا فَامْشُوا فِي مَنَاكِبِهَا وَكُلُوا مِن رِّزْقِهِ وَإِلَيْهِ النُّشُورُ(ملک/۱۵) = (څښتن ) هغه دى چې ځمكه يې تاسې ته اېل كړه؛ نو په څنډوكې يې ګرځئ او (د خداى حلاله) روزي وخورئ او (پوه شئ چې د مړيو) ژوندي كول يواځې د هغه لوري ته دي.

٣– د ځمکې وضعي حرکت :

گاليله ، چې پر خپل محور باندى د ځمکې د حرکت په اړه باب نظريه ورکړه او له خدايه ناخبرو کشيشانو په اعدام محکوم کړ او هغه هم له ناچارى تاريخى توبه وايستله؛نو تر دې زر کاله مخکې قرآن شريف په ډاگه د ځمکې د څرخيدو په اړه ویینه – بحث کړى ده :

وَالْأَرْضَ بَعْدَ ذَلِكَ دَحَاهَا (نازعات\ ٣٠ ) = او تر هغه وروسته يې ځمكه وغوړوله.

د ژباړونکي تبصره :

خدای بښلي ‏محمد تقي شريعتي د تفسيرنوين په ٤٤ مخ کې د(( دحها)) په اړه ليکي:

((دحيها)) :عموما مفسرانو په قرآني آيتونو کې ((دحى اوطحى )) ((وغوړوله )) مانا کړى ،په (( الهيثة والاسلام )) کې سيد هبة الدين شهرستاني له عربي لغاتو څخه د زياتو شواهدو په راوړو سره ((په چورلولو)) مانا کړى او ويلي یې دي :

((دحو)) هغه ډول چورليدو ته وایي،چې د خپل ځان په شاوخوا پر چورليدلو سربيره پر بل محور هم وڅرخي ،لکه پرپرکى او دا مانا له نويو اکتشافاتو سره جوخت د ځمکې د حرکت او چورليدو د څرنگوالي او کيفيت ښوودنکى ده او د قرآن مجيد له علمي معجزو ځنې شمېرل کېږي .

دتفسيرنمونه د ٢٦ټوک ،په ١٠٠ مخ کې ،(( دحها)) په اړه ‏ليکي:

((دحا)) له دحو(دمحوپه وزن ) ،چې د (( غوړيدو)) په مانا دى، اخستل شوى او ځينو داسې تفسير کړى،چې د يو څیز له اصلي ځايه حرکت ته وایي او دا،چې دا دواړه ماناوى يو د بل لازم او ملزوم دي،توپيرته يوې ريښې ته راگرځي .

په هر صورت له ((دحوالارض )) څخه مطلب دا دى ،چې په لوموړیو وختونو کې سيلابي اورښتونو ‏د ځمکې مخ نيولى و او بيا ورو ورو دا اوبه د ځمکې غارونو،سوريو او کندو ته ننوتې،چې بيا له اوبو څخه وچې راپورته شوى او ورځ په ورځ غوړيدلى،چې اوسنی حالت یې غوره کړ( او دا مسله د ځمکې او اسمان تر پيدايښته وروسته پيښه شوى.)

٤–   د کايناتو پراخوالى

وَالسَّمَاء بَنَيْنَاهَا بِأَيْدٍ وَإِنَّا لَمُوسِعُونَ(ذاريات/۴۷) = او موږ اسمان په (خپل) قدرت سره جوړ كړى دى او تل يې پراخوو.

٥– نامریي ستنې

په هغه زمانه کې ،چې د(( بطليموس )) نظريه پر ټولوعلمي ناستو واکمنه و،قرآن کريم د(( په سترگو نه ليدونکيو)) ستنو ویننه کوله :

الله الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا(رعد/۲)= څښتن هغه دى چې اسمانونه يې بې ستنو، چې و يې وينئ پورته كړي (او درولي) دي.

تفسيربرهان (۳/ ۲۷۸) ليکي :

چا امام رضا( رحمةالله عليه ) وپوښت: ((آيا آسمانونه ستنې لري ؟))

په ځواب کې یې وويل :

((هو!هلته ستنې شته؛خو تاسى یې نه وينى .))

٦–   د ستورو حرکت :

د بطليموس د نظریې په پلوۍ،چې پوهانو ټول ستوري او سيارات په آسمان کې ثابت گڼل ؛خو قرآن د دوى پرخلاف هغوى داسې ښیي .

وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ(انبياء/ ۳۳) = او (څښتن ) هغه دى چې شپه و و رځ او لمر و سپوږمۍ يې پيدا كړل، هر يو په (يو ټا كلي) مدار كې لامبو وهي .

٧–   د لمر حرکت :

په هغه زمانه کې ،چې ټولو داسې گڼله ،چې گنې لمر ثابت دى او د ((وگا)) ستورى لا نه و کشف شوى ،قرآن ويلي :

وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَّهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (يس/۳۸) = او لمر (هم هغوى ته يوه نښه ده چې) د ځواکمن (او) پوه (خداى) د حساب له مخې پر خپلې ټاکلې لار (مدار) روان دى.

٨–   د بوټو زوجيت يا جوړې

کله چې نړۍ په ناپوهۍ کې شپې ورځې تېرولې؛نو قرآن کريم له لسو څخه د زياتو آيتونو په ترڅ کې د بوټو د زوجيت او جوړى په اړه ‏يادونه کړې او دا یې روښانه کړى،چې څښتن تعالى ټول بوټي جوړه پيدا کړي دي .

وَهُوَ الَّذِي مَدَّ الأَرْضَ وَجَعَلَ فِيهَا رَوَاسِيَ وَأَنْهَارًا وَمِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ جَعَلَ فِيهَا زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ يُغْشِي اللَّيْلَ النَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِّقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ( رعد/۳) = او همغه دى چې ځمكه يې وغوړوله او غرونه او سيندونه يې پکې رامنځ ته كړل او په هغې كې يې د هر ډول مېوو جوړې پيدا كړې، پر ورځې د شپې (توره پرده) ورخپروي، پدې (چارو) كې هغوخلكو ته     نښې دي، چې فكركوي .

سُبْحَانَ الَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا مِمَّا تُنبِتُ الْأَرْضُ وَمِنْ أَنفُسِهِمْ وَمِمَّا لَا يَعْلَمُونَ(يس/۳۶) = پاك دى هغه (خداى)، چې د هرڅه جوړې يې پيداكړي دي،که هغه ځمکه راټوکوي يا پخپله د دوى له انساني نوغې وي يا له هغو څيزونو، چې دوى يې لا نۀ پېژني.

خَلَقَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَن تَمِيدَ بِكُمْ وَبَثَّ فِيهَا مِن كُلِّ دَابَّةٍ وَأَنزَلْنَا مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَنبَتْنَا فِيهَا مِن كُلِّ زَوْجٍ كَرِيمٍ(لقمان/۳۱) = خداى) اسمانونه بې ستنو چې تاسې يې ووينئ، پيدا كړي او په ځمكه کې يې [ غرونه] واچول،چې (هسې نۀ) و مو لړزوي (او استوګنځى مو ارام وي) او په هغې کې يې هر ډول خوځنده ژوي خپاره كړل او موږ له اسمانه اوبه واورولې، چې له ځمكې مو پرې د بوټو هر راز ښې جوړې را وټوكولې.

الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ الْأَرْضَ مَهْدًا وَسَلَكَ لَكُمْ فِيهَا سُبُلًا وَأَنزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّن نَّبَاتٍ شَتَّى(طه/۵۳) = هماغه خداى، چې ځمكه يې تاسې ته د هوساېني ځاى كړ او په هغې كې يې لارى جوړې كړې او له اسمانه يې اوبه واورولې ، چې په هغې مو(له خاورو) ډول ډول بوټي راوټوكول .

٩–   د فضا تسخير:

مخکې تر دې،((چې يوري گاگارين )) فضا ته د سفرنيت کړى وى او (( ارمستراتگ )) په سپوږمۍ کې ښکته شوى وى ؛نو قرآن شريف تر دې ١٤ پيړى مخکې د فضایې سفر په اړه ویینه کړى او د برياليتوب زيرى یې ورکړى دى .

يَا مَعْشَرَ الْجِنِّ وَالْإِنسِ إِنِ اسْتَطَعْتُمْ أَن تَنفُذُوا مِنْ أَقْطَارِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ فَانفُذُوا لَا تَنفُذُونَ إِلَّا بِسُلْطَانٍ(رحمن/۳۳) = د پېريانو او انسانانو ډلې! كه كړاى شئ چې د اسمانونو او ځمكې له پولو تېر شئ؛نو تېر شئ، تېر به نشئ؛ خو (په پوره) ځواک سره.

١٠– په پورته جهان کې ژوندي ژوي:

نن ورځ پوهان د پورته کراتو په لوړو او ژورو کې ژوندي ژوي لټوي او لا تراوسه یې قانع کوونکى معلومات ‏لاس ته نه دي راوړي ؛خوقرآن مجيد( ١٥) پيړى مخکې په ډاگه په پورته جهان کې د ژونديو ژویو ‏خبر ورکړى .

وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَابَّةٍ وَهُوَ عَلَى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَاءُ قَدِيرٌ(شوری/۲۹) = او د هغه (د قدرت) له نښو د اسمانونو او ځمكې پيدايښت او پدې دواړو كې د (هر ډول) خځنده وو خپرول دي او چې کله وغواړي (؛نو) پر راغونډولو يې وسمن دى.

له پورتنيو او ددې په څېر له نورو مثالو ځنې ازبادېږي ،چې په قرآن مجيد کې د ټولو علومو ريښې شته او پوهان،چې د هستۍ او کايناتو د خوالو- رازونو د رابرسيره کېدو لپاره هر گام پورته کړى؛نو د قرآن مجيد د حقايقو له دروازو به ورته يوه پرانستل شوى وي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!