تبلیغات

د قيامت پر ورځ د پيدايښت نظام په قرآن شريف کې له لسو ډېر آيتونه شته،چې وايي: چې قيامت شي؛نو پر ځمکه،اسمانونو،ستورو او سمندرونو واکمن نظام به له منځه ولاړ شي . موږ هم دلته يو لړ روايتونو او حديثونو ته اشاره کوو : د قرآن شريف په آيتونو کې د ځمکې او اسمانونو د […]

د قيامت پر ورځ د پيدايښت نظام

په قرآن شريف کې له لسو ډېر آيتونه شته،چې وايي: چې قيامت شي؛نو پر ځمکه،اسمانونو،ستورو او سمندرونو واکمن نظام به له منځه ولاړ شي .

موږ هم دلته يو لړ روايتونو او حديثونو ته اشاره کوو :

د قرآن شريف په آيتونو کې د ځمکې او اسمانونو د پيدايښت لپاره ټاکل شوى وخت ښوول شوى،وايي :

مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلَّا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُّسَمًّى(احقاف/۳) = موږ) اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي،يوازې په حق او (تر) ټاكلې مودې پورې پيدا کړي دي (١٢٢).

پر هغه ورځ به اسمانونه ګډ وډ شي او په ځمکه کې به بنسټيز بدلونونه راشي او نه يوازې ځمکه او اسمانونه ؛بلکې لمر او نور کرويات هم د تل لپاره نه دي او حرکت او نظام يې ټاکلې مودې ته دي،چې د هغه ټاکلي وخت ((أَجَلٍ مُّسَمًّى)) تر راتګ وروسته به يې ټغر ټول شي .

وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لأَجَلٍ مُّسَمًّى (١٢٣) ؛نوپر دې بنسټ قرآن شريف ددې خلقت د لنډ مهالۍ خبره د ((أَجَلٍ مُّسَمًّى)) په ټکيو سره بيان کړى ده او هغه اجل به هله وي،چې قيامت راشي .

البته نن هم،چې کومې څېړنې او پلټنې شوي،ددې پخلى کوي،چې دا هر څه به يوه ورځ له منځه ځي .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست