تبلیغات

د وخت غوښتنې دي،چې ډېرى مسایل دې له سره ولیدل شي او په تېرو ارزونو بسنه ونشي .”کورني حقوق او دندې” له دې مسایلو ځنې دی . په دې پېر کې د هغو علتونو له مخې،چې وروسته به پرې رڼا واچوم، داسې فرض شوي،چې په دې هکله بنسټیزه مسئله،له سړي سره د ښځې د حقوقو […]

د وخت غوښتنې دي،چې ډېرى مسایل دې له سره ولیدل شي او په تېرو ارزونو بسنه ونشي .”کورني حقوق او دندې” له دې مسایلو ځنې دی .

په دې پېر کې د هغو علتونو له مخې،چې وروسته به پرې رڼا واچوم، داسې فرض شوي،چې په دې هکله بنسټیزه مسئله،له سړي سره د ښځې د حقوقو د تساوي او آزادۍ مسئاله ده او نور ټول مسایل له دې راولاړېږي .

زموږ په اند د کورني حقوقو په هکله یا لږ تر لږه د بنسټیزو مسایلو په لیکه کې تر ټولو بنسټیزه مسئله دا ده،چې کورنی نظام تر نورو ټولنیزو نظامونو خپلواک دی او ځانګړی سول- منطق او کچې،له هغو منطقونو او کچو بیل دی،چې په نورو ټولنیزو بنسټونو کې کارول کېږي او ددې او نورو ټولنیزو برخو ترمنځ کوم توپیر نشته او په دې برخه کې هم هماغه سول،فلسفه او کچې واکمنې دي،چې پر نورو ټولنیزو بنسټونو او برخو واکمن دي؟

ددې اړنګ-شک جرړه،یوخوا ددې برخې د دوو اصلي ارکانو،”دوه جنسي”والی او بلخوا د موروپلار او اولادونو لړۍ ده. خلقت ددې برخې غړي نامشابه،ناهمرنګه او په بېلابېلو کیفتونو کې یې ایښي دي. کورنۍ “طبیعي – قراردادي” ټولنه ده؛یعنې د غریزي ټولنې(؛ لکه د شاتو مچۍ او مېږیان،چې د طبیعت له اړخه ورته ټول حقوق،بریدونه او مقررات ټاکل شوي او سرغړونه پکې نشته) او قراردادي ټولنې(؛ لکه د انسانانو مدني ټولنه،چې لږه طبیعي او غریزي بڼه لري .) ترمنځ منځنى برید دی .

لکه چې پوهېږو پخوانیو ‏فیلسوفانو،د کورني ژوند فلسفه د “عملي حکمت” خپلواکه برخه ګڼله او د انساني ژوند دې برخې ته په بېل سول -منطق او کچه ګروهمن ول . “افلاطون” د “جمهوريت” په رساله کې او “ارسطو” د سیاست” او “بوعلي سينا بلخي” د الشفا” په کتاب کې له دې ګوټه موضوع څېړلې ده.

په ټولنه کې د ښځو د حقوقو په هکله هم طبعاً داسې اړنګ او پوښتنه شته،چې د ښځې او سړي طبیعي او انساني حقوق یوشان او متشابه-ورته دي؛ که نامتشابه -ناورته او یو شان نه دي؟؛یعنې خلقت او طبیعت،چې انسانانو ته یې یو لړ حقوق ورکړي؛نو دا حقوق یې یو جنسي پنځولي که دوه جنسي؟ “ذکوریت” او “انوثیت” ټولنیزو حقوقو او دندو ته راننوتي ،یا د طبیعت له نظره او د “تکوین” او “پنځونې” په سول کې حقوق یو جنسي دي؟

په لویدیځ کې تر اوولسمې پېړۍ وروسته له علمي او فلسفي خوځښتونو تر څنګ د ټولنیزو مسایلو په هکله د “بشر د حقوقو” په نامه یو خوځښت هم پیل شو.د اوولسمې او اتلسمې پېړۍ لیکوالو او اندیالو د بشر د طبیعي،فطري او نه سلبېدونکیو حقوقو په هکله خپل اندونه د ستاینې وړ هڅو په ترڅ کې،په خلکو کې خپاره کړل . “ژان ژاک روسو” ،”ولټر” او “منتسکیو” ددې ډلې لیکوالان او ندیال دي . دا ډله پر بشري ټولنه ستر حق لري.ښايي ادعا وکړای شي،چې حق یې تر سترو مخترعینو او مکتشفینو لږ نه دی .

ددې ډلې بنسټیز آر دا و،چې انسان بالفطره او د خلقت او طبیعت له مخې د یو لړ حقوقو او آزادیو درلودونکی دی . یو وګړی یا ډله په هیڅ نوم اوعنوان نشي کړای دا حقوق او آزادۍ له یوه وګړي یا قومه واخلي،ان خپله د حق خاوند هم نشي کړای، پخپلې لېوالتیا- لوهه او اراده یې،نورو ته ولېږدوي او ځان بربنډ او منسلخ کړي او ټول خلک،له واکمنه نیولې تر محکومه،سپین،تور،شتمن او بېوزلي په دې حقوقو او آزادۍ کې یو له بل سره برابر او متساوي دي .

دې فکري او ټولنیز خوځښت خپلې اغېزې وښووې،په لومړي ځل په “انګلستان” او بیا په “امریکا” او “فرانسه” کې د پاڅونونو او نظامونو د بدلونو او د اعلامیو د لاسلیکولو په بڼه راښکاره شوې او نورو ځایونو ته هم خپرې شوې .

په نوولسمه پېړۍ کې په وټيزې،سیاسي او ټولنیزو چارو کې د انسانانو د حقوقو په هکله تاند اندونه راوټوکېدل او نور بدلونونه رامنځ ته شول،چې پایله یې د “سوسیالیسم” راښکارېدل ول،چې خواري کښ پوړ ته د ګټو په پام کې نیونه او له شتمنو د کارګرو ملاتړو ډلیو ته د حکومت لېږد و.

د نوولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په پیل کې،څه چې د انسانانو د حقوقو په هکله وویل شول او یا که عملاً کوم ګام هم پورته شوی؛نو د دولتونو پر وړاندې د ملتونو او د اربابانو اوکارفرمایانو پر وړاندې د خواري کښو او کارګر پوړ په حقوقو پورې یې اړه درلوده.

په شلمه پېړۍ کې د سړي د حقوقو پر وړاندې د ښځې د حقوقو مسئله راوړاندې شوه او په لومړي ځل د بشر د حقوقو په نړیواله اعلامیه کې د ښځې او سړي د حقونو تساوي په ډاګه اعلان شوه،چې تر دویمې نړیوالۍ جګړې وروسته پر کال ۱۹۴۸ کې د ملګرو ملتونو له خوا خپره شوه.

له اوولسمې پېړۍ تر اوسنۍ پېړۍ د لویدیځ په ټولو خوځښتونو کې اصلي چورلید دوه څیزونه ول : “آزادي” او “تساوي” . دې ته په پام سره،چې په لویدیځ کې د ښځې خوځښت په نورو خوځښتونو پسې روان و او پردې سربېره د آزادۍ او تساوۍ له اړخ په اروپا کې د ښځې د حقوقو تاریخ په فوق العاده ډول ډېر تکرارېده او په دې هکله هم د آزادۍ او تساوۍ په هکله بله خبره ونشوه.

ددې خوځښت مخکښو د ښځې آزادي او له سړي سره یې د حقوقو تساوي د بشر د حقوقو د خوځښت متمم او بشپړوونکی وپتېیله،چې له اوولسمې پېړۍ عنوان شوې وه او ادعا یې وکړه،چې بې د ښځې د آزادۍ له خوندېینې او له سړي سره یې بې د حقوقو له تساوۍ د آزادۍ او بشر د حقوقو په هکله خبرې کول بې مانا دي او پردې سربېره، ټولې کورنۍ ستونزې له دې راټوکېدلي،چې ښځه آزادي نه لري او له سړي سره یې حقوق تساوي نه دي او که دا ستونزه هواره شي،کورنۍ ستونزې به ټولې په یو وار پای ته ورسي.

په دې خوځښت کې هغه څه هېر شول،چې موږ ورته د کورنۍ د حقوقي نظام بنسټیزه مسئاله ویلې وه،په دې مانا،چې دا نظام بالطبع یو خپلواک نظام دی او تر نورو ټولنیزو بنسټونو بیل سول او کچه لري .د سړیو پر وړاندې د ښځو د آزادۍ او تساوۍ آر و،چې د ټولو پام یې ځان ته را اړولی و،په بله وینا : د ښځو د حقوقو په هکله هم يوازېنۍ ویینه ” د بشر طبیعي،فطري او نه سلبېدونکي حقوق” و او بس . د ټولو خبرو سر یو و،چې په انسانیت کې ښځه له سړي سره شریکه ده اوپه تول پوره انسانه ده او د سړي په څېر او ورسره برابر له فطري او نه سلبېدونکیو حقوقو دې برخمنه شي.

ددې کتاب په ځینو څپرکیو کې د طبیعي حقوقو د سرچینو په هکله بسیا ویینه شوې او هلته مو جوته کړې،چې د فطري او طبیعي حقوقو بنسټ،خپله طبیعت دی؛یعنې که انسان له داسې ځانګړيو حقوقو برخمن دی،چې اس،پسه،چرګ او ماهي یې نه لري؛نو جرړه یې په طبیعت،خلقت او پنځونه کې ده او که انسانان ټول په طبیعي حقوقو کې مساوي دي او ټول دې آزاد ژوند ولري؛نو د هغه حکم له مخې دي،چې د خلقت په متن کې ورکړل شوى دی او بې له دې بل دلیل نه لري،انسانانو ته د فطري حق په توګه د آزادۍ او تساوۍ د پلویانو پوهانو هم بې له دې کوم دلیل نه درلود . طبعاً د کورني نظام پر بنسټیزه مسئاله کې هم بې له طبیعته بله سرچینه نشته .

اوس وینو،څه ته چې مو د کورنۍ د حقوقي نظام بنسټیره مسئله وویله،ولې ورته پاملرنه ونشوه. ایا د نننۍ پوهۍ په رڼا کې جوته شوه،چې د ښځې او سړي ترمنځ توپیر او اړپېچ د غړیو ساده توپیر دی او د هغوى په جسمي او اروايي جوړښت کې او هغه حقوق،چې ورپورې اړه لري او هغې دندې،چې پر غاړه به یې واخلي؛نو دا توپیر پکې اغېز نه لري او له دې مخې په نننۍ ټولنیزو فلسفو کې ورته بیل حساب جوړ نشو؟

اتفاقاً خبره پر عکس ده. د علمي،ژویز او اروايي موندنو او پرمختګونو په رڼا کې، ددې جنس توپیرونه لاپسې روښانه او مستدلل شوي او په دې اړه مو په دې کتاب کې د ژوي پوهانو،فیزیولوژیستانو او ارواپوهانو د څېړنو په استناد ویینه کړې . په هر حال بنسټیزه مسئله هېره شوې او دا هېښنده ده.

ددې هېر جرړه ښايي دا وي،چې یو بېړنی خوځښت ترسره شو.دې خوځښت سره له دې،چې له ښځې یو لړ بدمرغۍ واخستې؛خو نورې بدمرغۍ او کړاونه یې ښځې او بشري ټولنې ته رامنځ ته کړې.ددې کتاب په څپرکیو کې ویینه شوې،چې ښځه د شلمې پېړۍ تر پیله له ساده حقوقو بې برخې وه او په همدې وخت کې لویديځوال په دې فکر کې شول،چې جبران یې کړي،دا چې دا خوځښت د آزادۍ او تساوۍ په اړه په نورو خوځښتونو پسې روان و؛نو ټولې معجزې یې د دې دوو کلمو له مانا وغوښتې،له دې بې خبره و،چې تساوي او آزادي يو له بل سره د بشر په اړیکو پورې تړاو لري او دا چې ښځه هم انسانه ده او د بل هر انسان په څېر ازاده پنځول شوې او له مساوي حقوقو برخمنه ده؛خو ښځه او سړی بېلابېلې ځانګړنې لري .

ښځه او سړی په انسانیت کې برابر دي؛خو دوه ډوله انسانان دي،چې دوه ډوله ځانګړنې او ارواپوهنې لري او دا توپیر له جفرافیايي،تاریخي او ټولنیزو لاملونو ځنې نه دی راټوکېدلی؛بلکې طرح یې د خلقت په متن کې جوړه شوې ده. طبیعت له دې دوه والي موخه لري او د طبیعت او فطرت پر ضد هر ډول عمل ناوړه اغېزې لري؛لکه څرنګه،چې د انسانانو د آزادۍ او برابرۍ او د ښځې او سړي د حقوقو د یو شان والي او دوه شان والی(یک ګونګي و دو ګونګي) الهام مو له طبیعته اخستی او همداراز دا چې کورنۍ لږ تر لږ نیمه طبیعي ټولنه ده که نه؛نو دا الهام هم باید له طبیعته واخلو. دا مسئاله د راوړاندې کولو وړ ده، چې آيا د څارويو دوه جنسي کېدل- او له هغوى ځنې انسان – دوه جنسه پنځول شوي؛نو دا ناڅاپي شوي که نه د خلقت طرح ده؟ د دو جنسو توپیر یوازې رغی د غړیو توپیر دی یا دا چې د “الکسیس کارل” په وینا : هره انساني حجره یې د جنسیت نښه ده؟ د فطرت په سول او ژبه کې،سړی او ښځه هر یو ځانګړی رسالت لري که نه؟ حقوق دوه جنسي دي که یو جنسي؟ اخلاق او روزنه دوه جنسي ده که یو جنسي؟ سزاګانې څرنګه؟ دندې او مسوولیتونه څرنګه؟

په دې خوځښت کې دې ته پاملرنه ونشوه،چې بې له تساوۍ او آزادۍ نور مسایل هم شته . آزادي اوتساوي اړین شرطونه دي؛ نه بسیا. د حقوقو تساوي یوه خبره ده او د حقوقو تشابه- ورته والی بله ،د توکیزو- مادي او مانیزو-معنوي ارزښتو له کبله د ښځې او سړي حقوق یو څیز دى،یوشان والی- همانندي،هم شکلي او همساني بل څه دي.په دې خوځښت کې په لوی لاس یا په تېروتنه، تساوي د تشابه په ځای وکارول شوه او برابري له یو شان والي “همانندۍ”سره یو ځای وکارول شوه ، څرنګوالی-کیفیت د څومره والي- کمیت تر سیوري لاندې شو، د ښځې انسان توب یې د ښځې توب د هېروالي لامل شو.

حقیقت دا دی،چې دا بې غوري “له چټکۍ راټوکېدلى فلسفي غفلت” نشو ګڼلی،نور لاملونه هم پکې ول،چې د ښځې د آزادۍ او تساوۍ له نومه یې ګټنه کړې ده.

یو لامل یې دا و،چې په دې بهیر کې د شتمنو طمع هم وه.دا چې کارخانه وال،ښځې له کورونو راوباسي او له وټیيز ځواک یې کار واخلي؛نو د ښځې حقوق،د ښځې وټييزه خپلواکي، د ښځې آزادي او د ښځې او سړي د حقوقو د تساوۍ نومونه یې رامخې ته کړل او و یې کړای شول،چې خپلو غوښتنو ته قانوني رسمیت وروبښي.

“ویل دورانت” په خپل کتاب ( د فلسفې خوندونه ۱۵۵-۱۵۹ مخونه) کې د ښځې په هکله له سپکاوۍ ډکې څرګندونې له “ارسطو”، “نیچه”،”شوپنهاور” او د یهودو له ځینو سپېڅلیوکتابونو رانقل کړي او دې ته هم ګوته نیسي،چې د فرانسې په پاڅون کې،په دې چې د ښځې د آزادۍ خبره هم وه؛خو عملاً هیڅ بدلون نه دی راغلی او وايي : “تر نوولسمې پېړۍ پورې ښځې په سختۍ حقوق درلودل او سړي د قانون د زور له مخې د ښځې درناوی کاوه.” او په شلمې پېړۍ کې د ښځې د حالاتو د بدلون په هکله وايي : “ د ښځې آزادي د صنعتي پاڅون له عوارضو ده. ښځې ارزانه کارګرانې وې او کارفریانو د سرغړاندو او ګران بیه سړیو پر وړاندې دوی ته غوراوی ورکاوه . یوه پېړۍ مخکې په انګلستان کې سړي ته کار موندل ستونزمن شو؛خو اعلانونه کېدل،چې خپل بال بچ کارخانو ته واستوﺉ . د نیاګانو آزادۍ ته مو لومړی ګام د ۱۸۸۲ز قانون و. ددې قانون له مخې، د “برتانیا” ښځو ځانګړي امتیازات تر لاسه کړل او هغه دا چې کومې پیسې یې،چې لاس ته راوړې،حق یې درلوده له ځان سره یې وساتي. دا ستر مسیحي اخلاقي قانون د عوامو د مجلس کارخانه والو وضع کړ،چې د انګلستان ښځې کارخانو ته راماتې کړي . له هغه کال راهېسې یې ښځې د کور له بندګۍ او کړاوه راواېستې او په کارخانو او هټیو کې یې د کار په کړخت واړولې .”

د ماشینسیم تکامل او د انسانانو تر اړتیا ډېر، د تولید د کچې لوړېدل او پر مصرفوونکیو ددې تولیداتو ورتپل او دا چې مصرف یې ډېر شي؛نو دې کار ته یې له غږیزو،ليديزو،فکري،احساسي، ذوقي ،هنري او شهوترانو وسایلوګټنه وکړه او پانګوالۍ یو ځل بیا ‏ ښځه دې کار ته وړ ولیده او د ښځې ښکلا یې د توکیو د مصرف په موخه وکاروله،چې د خلکو په ارادو او اندېشو اغېز وکړي،چې لا زیات مصرفوونکي پیدا کړي او په مقابل کې،ښځې په دې کار کې له خپل پت او حیثیته تېره شوه او دا څرګنده ده،چې دا هر څه د ښځې د آزادۍ او له سړي سره یې د تساوۍ په نامه ترسره شول .سیاست هم په دې اړخ کې بې خبره پاتې نشو او د آزادۍ او تساوۍ په نامه یې په سیاست کې د ښځې بدن وکاراوه.

څرګنده ده،چې د شلمې پېړۍ ځوان هم له دې قیمتي فرصته ګټنه وکړه او د ښځې پر وړاندې یې له دودیزو ژمنو پښې سپکې کړې او په ډېره ارزانه بیه یې ښځه راښکار کړه او ان تر څلوېښت کلنۍ یې واده ونه کړ.

اړنګ نشته،چې زموږ پېړۍ له ښځې یو لړ بدمرغۍ واخستې؛خو خبره دا ده،چې یو لړ نورې بدمرغۍ یې پرې وروتپلې . ښځه محکومه ده،چې په دوو سختیو کې یو ته یې غاړه کېږدي؟که نه کوم باک نه لري،چې هم پخوانۍ بدمرغیو ته شا کړي او هم نویو ته؟

حقیقت دا دی،چې هیڅ جبر نشته . د پخوانیو بدمرغیو لامل دا و،چې د ښځې انسان توب هېر شوی و او د نویو لامل یې دا دی،چې په لوی لاس یا په تېروتنه کې یې د ښځې،ښځې توب،طبیعي توب،فطري والي، دنده،چورليد،غریزي غوښتنې او ځانګړي استعدادونه هېر شوي دي .

هېښنده- عجیبه خو دا ده،چې د ښځې او سړي د فطري اړپېچونو-اختلافونو په هکله خبره کېږي،ځینې دا خبره د سړي کمال او د ښځې نیمګړتیا او د سړي د برخمنۍ او د ښځې بې برختوب ګڼي . خبر نه دي، چې دلته د کمال او نیمګړتیا خبره نشته،خلقت دا نه دي غوښتي،چې یو بشپړ او بل نیمګړی،یو برخمن او بل بې برخې وپنځوي .

دا ډله تر خپل حکیمانه او سوليز انګېرنې وروسته وايي : که په طبیعت کې په ښځې دا شان ظلم شوی وي او نیمګړې پنځول شوې وي او موږ راشو نور ظلم هم پرې وکړو؟ که د ښځې طبیعي وضع هېره کړو؛نو لا ډېر انساني عمل به مو کړی وي؟

اتفاقاً قضیه پر عکس ده، که د ښځې طبیعي او فطري حقوقو ته پاملرنه ونشي؛نو حقوق به یې لا تر پښولاندې شي. که سړی د ښځې مخې ته ودرېږي،چې زه هم یو یم او ته هم؛کارونه،دندې،ګټې،بدلې او سزاګانې ټولې دې مشابه- ورته او یو شان وي،په ستونزمنو کارونو کې به راسره شریکه یې او د کار پر وړاندې دې خپله مزدوري اخله،د درناوي او ملاتړ تمه رانه مه کوه،د ژوند ټول لګښت په خپل سر واخله او د بال بچ- کوړمې په لګښت کې به راسره مټې رانغاړې،د ګواښونو پر وړاندې له ځانه خپله ملاتړ کوه،څومره چې درباندې لګوم؛ هماغومره به راباندې لګوې؛نو دلته د ښځې تاوان دی؛ځکه تر سړي یې د کار ځواک لږ او د شتمنۍ لګول یې ډېر دي . پردې سربېره، میاشتېنۍ جامې،د دوه ځانۍ پرېشانۍ،د زېږون کړختونه او د ماشوم روزنه، ښځه په داسې حالت کې ږدي،چې د سړي ملاتړ او لا زیاتو حقوقو ته اړتیا پیدا کوي او دې ته اړ کېږي،چې خپلې ژمنې لږې ترسره کړي.دا په انسان پورې ځانګړې نه ده،ټول ساکښ،چې د جوړې په بڼه ژوند کوي دا شان دي .په ټولو ساکښو کې نر د غریزې په حکم د مادې ملاتړی دی .

د ښځې او سړي طبیعي او فطري وضع او په انسان توب کې یې تساوي او د انسانانو ګډو حقوقو ته پاملرنه،ښځه له مناسبې وضع سره مخوي،چې نه خپله ماته شي او نه یې شخصیت .

ښځه او سړی دوه ستوري دي،چې په خپلو دوو بېلابېلو مدارو کې روان دي .” لاَ الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلاَ اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ(یس/۴۰)- نه د لمر په وس كې ده، چې سپوږمۍ ونيسي او نه شپه پر ورځې مخكې كېداى شي او دا هر يو په خپل مدار كې لامبو وهي. “

د ښځې او سړي او په حقیقت کې د بشري ټولنې د نېکمرغۍ اصلي شرط دا دی،چې هر جنس دې په خپل مدار کې روان وي . آزادي او تساوي هله ګټوره وي،چې هر یو یې له خپل فطري او طبیعي لارې او مداره ونه وځي . په ټولنه کې،چې کوم څیز پرېشانۍ رامنځ ته کړي، د فطرت او طبیعت پر ضد پاڅون دی؛نه بل څه .

دا چې موږ مدعي یو : په کور او ټولنه کې د ښځې حقوقي نظام له هغو مسئلو ځنې ده،چې بیا دې له سره وکتل شي او په تېرو ارزونو بسیا ونشي،په دې مانا دی،چې لومړی طبیعت خپل لارښود کړو او دویم دا چې د (پخوانیو او اوسنیو) خوږو او ترخو پېښو له تجربو ګټنه وکړو او یوازې په همدې وخت کې د ښځې حقوقي خوځښت په رښتیني مانا لاس ته راوړل کېدای شي .

د دوست او دښمن په وینا : قرآن کریم د ښځې د حقوقو راژوندى کوونکی دی . مخالفین لږ تر لږه دومره منښته-اعتراف کوي،چې قرآن د خپل نزول پر مهال د ښځې او انساني حقوقو په اړه یې ستر ګامونه پورته کړل؛خو قرآن کله هم د ښځې د بیا راژوندي کېدو په نامه او د انسان او په انسانیت او انساني حقوقو کې د سړي د شریک باڼي په نامه د ښځې،ښځې توب او د سړي،سړي والی هېر نه کړ. په بله وینا : قرآن ښځه هماغسې ولیده؛لکه چې په طبیعت کې ده؛ نو له دې مخې، د قرآن د حکمونو او د طبیعت د حکمونو تر منځ پوره همغږي ده.په قرآن کې ښځه،هماغه په طبیعت کې ښځه ده،دا دوه ستره الهي کتابونه( یو تکویني او بل تدویني) يو له بل سره اړخ لګوي .

په دې کتاب کې که ګټور او تاند کار شوی وي؛نو ددې انطباق – اړخ لږونې توضیح ده .

څه چې اوس ستاسې په چوپړ کې دي، هغه مقالې دي،چې پر ۱۳۴۵ ل او ۱۳۴۶ ل د دنننۍ ښځې د مجلې(مجله روز زن) په ګڼو کې د “ ښځه په اسلامي حقوقو کې” په نامه خپرې شوې وې .

 

۲۸/۶/۱۳۵۳

۲/ رمضان المبارک/ ۱۳۹۴ س

مرتضی مطهري

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست