تبلیغات

عمومي لارښوونه پر وحې او نبوت ګروهه،انسان او نړۍ ته د “ليد” له څرنګوالي راولاړېږي؛ يعنې په ټوله هستۍ کې د عمومي لارښوونې اصل  جاري دى،چې دا ډول ليد د “اسلامي توحيدي نړۍ ليد” غوښتنه ده.دا چې خداى بالذات واجب الوجود او واجب الوجود بالذات من جميع الجهات،فياض على الاطلاق دى او په يوه نه […]

عمومي لارښوونه

پر وحې او نبوت ګروهه،انسان او نړۍ ته د “ليد” له څرنګوالي راولاړېږي؛ يعنې په ټوله هستۍ کې د عمومي لارښوونې اصل  جاري دى،چې دا ډول ليد د “اسلامي توحيدي نړۍ ليد” غوښتنه ده.دا چې خداى بالذات واجب الوجود او واجب الوجود بالذات من جميع الجهات،فياض على الاطلاق دى او په يوه نه يوه بڼه يې موجوداتو ته او څومره،چې موجودات يې وړ وي،د کمال پر لوري يې لارښوونه ورته کړې ده.دا لارښوونه ټول موجودات رانغاړي؛له وړوکې ذرې تر ستر ستوري او له بې ساه موجوده تر انسانه،چې تر ټولو عالي موجود دى؛نو ځکه قرآن د “وحې” ټکى؛لکه څنګه،چې د انسان لارښوونې ته کارولى؛ جماداتو،بوټيو او څارويو ته يې هم کارولى دى .

په نړۍ کې يو موجود هم ثابت نه دى؛تل منزل او ځاى بدلوي او د يو مقصد پر لوري روان دى . بلخوا دا ټولې نښـې ښيي،چې په هر موجود کې هغې لوري ته لېوالتيا ده،چې ور روان دى؛يعنې موجودات په يو پټ ځواک د خپل مقصد پر لوري راکښل کېږي او دا هماغه ځواک دى،چې “د الهي لارښوونې” په نامه يادېږي . قرآن حکيم د حضرت موسى بن عمران (ع) له خولې وايي،چې فرعون ته يې وويل:

((قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/٥٠)= ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې  د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))

زموږ نړۍ موخه لري؛يعنې په موجوداتو کې د کمالي موخې پر لوري لېوالتيا شته او موخه درلودل هماغه “الهي لارښوونه” ده.

د وحې ټکى څو ځل په قرآن کريم کې راغلى دى.ددې ټکي د کارولو بڼه او په بېلابېلو ځايو کې يې کارول راښيي،چې قرآن يې انسان ته ځانګړى نه ګڼي او په ټولو څيزونو او لږ تر لږه په ټولو ژونديو موجوداتو کې يې جاري ګڼي؛نو ځکه د شاتو موچۍ ته د “وحې” تعبير کاروي . د موجوداتو د تکامل له مخې،د وحې او لارښوونې درجې يې توپير لري.

تر ټولو لوړ پوړې وحې هماغه ده،چې د پېغمبرانو لړۍ ته راته . دا وحې د هغې اړتيا پر بنسټ ده،چې بشر يې الهي لارښوونې ته لري،چې يو خوا بشر له محسوساتو او مادياتو هاخوا مقصد ته هدايت کړي او بلخوا په ټولنيز ژوند کې قانون ته د انسان اړتيا تضمين کړي.

پېغمبران ټاکل شوي وګړي دي،چې له غيبو ددې پيغام د اخستو وړتيا او صلاحيت لري او په دې صلاحيت يوازې خداى پوهېږي او بس . قرآن کريم په دې هکله وايي:

((وَإِذَا جَاءتْهُمْ آيَةٌ قَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ حَتَّى نُؤْتَى مِثْلَ مَا أُوتِيَ رُسُلُ اللّهِ اللّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُواْ صَغَارٌ عِندَ اللّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُواْ يَمْكُرُونَ (انعام/١٢٤) = او چې كله ورته کومه نښه راشي؛ نو وايي : (( موږ تر هغه ايمان نه راوړو څو د هغه څيز په څېر رانه کړل شي،چې الهي استازيو ته ورکړل شوي ول .)) خداى ښه پوهېږي،چې خپل رسالت چا ته ورکړي، ډېر ژر به دا مجرمان (چې خلك يې له سمې لارې اړول)،د خپلو همېشنيو ټګيو په سزا كې د خداى په حضور كې په رسوايۍ اخته او له  سخت عذاب سره به مخ شي . ))

که څه هم د وحې پديده-ښکارنده د بشر د حس او تجربې له واکه وتلى چار دى؛خو دا ځواک هم د ډېرى نورو ځواکونوپه څېر له آثارو يې پېژنداى شو.

“الهي وحې” د وحې پر حامل؛يعنې د پېغمبر پر شخصيت هېښنده او ستر اغېز لري؛په حقيقت کې هغه مبعثوي؛يعنې ځواک يې راپاروي او ستر پاڅون پکې رامنځ ته کوي؛دا پاڅون د بشر د خير او سمونې لپاره کېږي،د واقعيت له مخې عمل کوي او پېغمبر ته بې سارى پرېکندتوب ورکوي .تاريخ بېخي له چا د پېغمبرانو او په لاس يې د روزل شويو کسانو په څېر پرېکندتوب و نه ليد.

 د پېغمبرانو ځانګړنې

پېغمبران،چې په وحې د هستۍ له مبداء او جرړې سره په اړيکه کې دي؛ځانګړې ځانګړنې لري،چې دادي :

 ١-اعجاز :

هر پېغمبر،چې خداى مبعوثوي؛نو له ځانګړي ځواکه برخمن وي،چې په دې خارق العاده ځواک د بشر له ځواکه هاخوا يو يا څو اغېزې ښيي،چې له الهي خارق العاده ځواکه يې د برخمنۍ ښکاروندى ده او د خبرې او د اسماني بلنې پر رښتينولۍ يې ګواه دى .

قرآن کريم دې خارق العاده ځواک ته “آيت” وايي،چې پېغمبران يې د خداى په اجازه  د خپلې خبرې پر رښتينولۍ ګواه نيسي؛يعنې د “نبوت نښه” ورته وايي . اسلامي متکلمين ورته ځکه “معجزه” وايي،چې د نورو وګړيو بېوسي ښيي .

قرآن کريم وايي،چې د هر پېغمبر د وخت خلکو به له خپل پېغمبره د “آيت” او “معجزې” غوښتنه کوله او هغو پېغمبرانو به يوازې د هغوى معقولو او سوليزو-منطقي غوښتنو ته -ځکه دا غوښتنې حقيقت پلټونکيو درلودې او بې له دې به يې د پېغمبرانو د پېژندو بله لار نه درلوده_ مثبت ځواب ورکاوه؛خو که له معجزې غوښتو به يې حقيقت پلټنه موخه نه وه- د بېلګې په توګه : معامله يې ورسره کوله،چې که پلانى کار وکړې؛نو نبوت دې منو_؛نو پېغمبرانو به يې غوښتنو ته منفي ځواب ورکاوه.

قرآن کريم د پېغمبرانو خورا معجزې بيان کړي؛لکه د مړي ژوندي کول، په زانګو کې خبرې،د همسا پر مار اوړېدل او له راتلونکي خبر ورکول .

  ٢-عصمت

عصمت؛يعنې له ګناه او تېروتنې خونديېنه-مصونيت؛يعنې پېغمبران نه د ځاني غوښتنو تر واک لاندې راځي او نه ګناه کوي او نه په خپل کار کې تېروځي . له ګناه او تېروتنې يې خونديېنه،پرې د ډاډ د وړتيا د تر ټولو لوړې درجې ښکارندوى ده.

اوس بايد پوه شو،چې دا خونديېنه په کومه بڼه ده؟ د بېلګې په توګه : آيا داسې ده،چې کله ګناه کوي؛نو له غيبو يو مامور راځي او لکه څنګه،چې پلار  خپل اولاد  له تېروتنې ژغوري،د دوى مخه هم نيول کېږي؟

 يا د پېغمبرانو خټه او فطرت داسې دى،چې نه پکې ګناه شونې ده او نه تېروتنه؛لکه څنګه چې پرښته ځکه زنا نه کوي،چې شهوت نه لري او يا د حساب ماشين نه تېروځي؛ځکه ذهن نه لري؟

يا دا چې د پېغمبرانو ګناه نه کول او نه تېروتل يې د ليد د څرنګوالي، د يقين او ايمان د درجې پايله ده؟

 البته همدا وروستۍ خبره سمه ده.

 ðله ګناه خونديېنه :

انسان مختار دى او خپلې چارې د ګټې،تاوان،مصالحو او مفاسدو په پامنيوي ټاکي؛نو ځکه “تشخيص” په اختيار او ټاکنه  کې مهمه وڼده لري او ناشونې ده،چې انسان داسې چار وټاکي،چې نه يوازې ګټه يې پکې نه وي؛بلکې تاوان يې هم پکې وي؛د بېلګې په توګه : هوښيار او ژوند ته لېوال انسان کله هم ځان له غره نه راګوزاروي او يا وژونکي زهر نه خوري .

“وګړيز ايمان” او د ګناه آثارو ته پام له “ليد لوري” سره توپير لري؛ څومره،چې يې ايمان پياوړى او د ګناه آثارو ته يې پام ډېر وي؛ هومره به له ګناه ډډه کوي او ګناه به يې لږه وي . که د ايمان درجه “شهود” او “عيان” ته ورسي،تردې چې د ګناه کولو پر مهال ځان په هغه حالت کې وويني،چې له غره ځان راګوزاروي او يا وژونکي زهر څښي؛ نو په داسې حالتو کې د ګناه د اختيار احتمال صفر ته رسي؛يعنې هېڅکله د ګناه پر لور نه ځي،چې دې حالت ته “له ګناه عصمت” وايي .

نو له ګناه عصمت،د ايمان د کمال او د تقوا د مضبوطۍ پايله ده . اړينه نه ده،چې انسان له ګناه “خونديېنې” او “عصمت” ته د رسېدو لپاره، بهرني جبري ځواک ته اړمن وي او يا دا چې د معصوم بدن داسې وي، چې ګناه کول پکې ناشوني وي .

 که انسان د ګناه ځواک و نه لري او يو جبري ځواک يې تل له ګناه ژغوري؛نو دا ګناه نه کول ورته کمال نه ګڼل کېږي؛ځکه په بند کې د بندي انسان په څېر دى،چې د سرغړونې  وس و نه لري . د داسې انسان سرغړونه نه کول يې په سړيتوب او امانت ساتۍ کې نه شمېرل کېږي .

 ð له تېروتنې خونديېنه :

له تېروتنې خونديېنه هم د پېغمبرانو د ليد د څرنګوالي زوکړه ده. تېروتنه هغه مهال رامنځ ته کېږي،چې انسان په بهرني او يا دننني حس له يو واقعيت سره په اړيکه کې شي او يو لړ ذهني بڼې يې په خپل ذهن کې چمتو کوي او په عقل يې شننه او يو ځاى کوي او ډول ډول تصرفات پکې کوي؛نو هله له بهرني واقعيتونو سره د ذهني بڼو په اړخ لګولو او اوډون کې تېروځي؛خو هغه مهال،چې انسان په ځانګړي حس له عيني واقعيت سره نېغ په نېغه مخ وي او د واقعيت ادراک عين له واقعيت سره نښلون وي؛نه ذهني بڼه يې؛نو دلته تېروتنه مانا نه لري .

الهي پېغمبران له دنننه د هستۍ له واقعيت سره اړيکه او اتصال لري . د واقعيت په متن کې تېروتنه نه فرضېږي . د بېلګې په توګه : که موږ د تسبيح سل دانې په لوښي کې واچوو او بيا سل دانې واچوو او دا کار سل ځل وکړو؛نو شونې ده،چې ذهن مو تېروځي او وانګېري،چې دا کار مو نهه نوي ځل کړى دى او يا دا چې تر سلو اوچت شمېر وښيي .

 هغه انسانان،چې د پوهې له پلوه د واقعيتونو په متن کې وي؛نو په خپل وجود له بهيرونو سره يو ځاى کېږي او له هر ډول تېروتنې خوندي  کېږي او له ګناه معصومېږي .

 د پېغمبرانو او نابغو توپير

نوابغ هغه وګړي دي،چې د فکر،تعقل او حساب غښتلى ځواک لري؛ يعنې په حواسو له څيزونو سره اړيکه نيسي او د خپل عقل په حسابګر ځواک د خپل ذهن په محصولاتو کار کوي او پايلې ته رسي او شونې ده،چې تېر هم وځي .

الهي پېغمبران د فکر،تعقل او حساب پر غښتلي ځواک سربېره، د وحې په ځواک هم سمبال دي،چې نابغې ترې بې برخې دي؛نو ځکه هېڅکله نه شو کړاى نابغې له پېغمبرانو سره پرتله کړو؛ځکه پرتلنه هغه مهال سمه ده،چې د دواړو ډلو کار يو ډول وي؛خو که دوه ډوله وي؛نو پرتلنه ناسمه ده. د بېلګې په توګه : آيا سمه ده،چې د دوو کسانو د ليدو،اورېدو او يا فکري ځواک پرتله کړو او ووايو،چې کوم يې غښتلى دى .

د نابغو نبوغ د تفکر او انساني فکر په ځواک پورې اړوند دى؛خو د پېغمبرانو فوق العادګي په وحې او د هستۍ په مبداء پورې د تړاو له امله دى؛نو دا دواړه پرتله کول غلط چار دى .

 ٣_مشري :

سره له دې،چې “پېغمبري” د خداى پر لور له مانيز لوري او د خداى ذات ته له ورنږدېدو او له خلکو له ځان شلولو (سير من الخلق الى الحق)نه پيلېږي،چې غوښتنه يې بهر تا شا کول او دنننه ته مخ کول دي؛ خو بالاخره د خلکو د ژوند د سمونې او سمې لارې ته د انسانانو د لارښوونې په موخه بهر او خلکو ته په راستنېدو (سير بالحق فى الخلق) پاى ته رسي .

په عربي کې “نبي” د “خبرراوړونکي” په مانا دى او “رسول” د “استازي” په مانا دى .

پېغمبر د خداى پيغام د خداى مخلوقاتو ته ابلاغوي او ځواکونه يې راويښوي او نظم ورکوي او د خداى او د هغه څه پر لور يې وړي،چې د خداى خوښي ده؛يعنې سولې،مينې،سمونپالۍ،د نورو نه ځورولو،له “غيرالله” ازادي،عدالت او ښه خويونو ته يې رابلي او له ځاني غوښتنو او د ډول ډول بوتانو او طاغوتانو له لاروۍ يې ژغوري .

علامه محمد اقبال لاهوري؛ پېغمبران او هغه نور وګړي،چې د خداى پر لور مانيز بهير لري (عارفان)؛خو د پېغمبرۍ رسالت نه لري او علامه ورته “باطني انسان” وايي،داسې توپيروي :

(( “باطني انسان” نه غواړي په مانيز بهير کې د باطني ډاډ او هوساينې تر پيدا کېدو وروسته د نړۍ ژوند ته راستون شي؛خو د  اړتيا له مخې؛ نو راستنېدل يې بشريت ته دومره ګټه نه لري؛خو د پېغمبر راستنېدل له نوښت او ګټه رسونې سره وي؛راستنېږي او په دې هوډ د زمانې په بهير ورننوځي،چې د تاريخ بهير تر واک لاندې کړي او له دې لارې له مطلوبو کمالونو نوې نړۍ جوړه کړي . “باطني انسان” ته هوساينه وروستى پوړ دى؛خو د پېغمبر لپاره د روحي ځواکونو راوېښېدل يې دي،چې نړۍ وخوځوي او دا ځواکونه دومره منظم او د حساب له مخې دي،چې ټوله بشري نړۍ به بشپړه بدله کړي .))

وګ : (احياى فکر ديني در اسلام،١٤٣ مخ،د احمد آرام ژباړه .

 د خداى خوښي او د بشريت سمونې ته د خلکو مشري او د انساني ځواکونو منظمول او پر حرکت کول يې له پېغمبرۍ څخه نه بېلېدونکې غوښتنه ده .

 ٤_د نيت سوچه کول :

داچې پېغمبران الهي ډډه لري او الهي رسالت او دنده يې هډو هېرېږي نه؛ نو په خپل کار کې خلوص لري؛يعنې بې د بشر له لارښوونې،بله هېڅ موخه نه لري او له خلکو د “رسالت” اجر نه غواړي  .

قرآن کريم د الشعراء په سورت کې په لنډه د ډېرى پېغمبرانو ويناوې راخستي،چې له خپلو امتونو سره د مخېدو پر مهال يې ورته کړې وې؛ البته هر پېغمبر به د خپل وخت د ستونزو له مخې،خپل قوم ته ځانګړى پيغام درلود؛خو يو مطلب،چې د ټولو پېغمبرانو په پيغام کې تکرار شوى،چې : (( زه له تاسې د خپل رسالت اجر  نه  غواړم ))؛نو خلوص او بې سارى توب د پېغمبرانو يوه ځانګړنه ده؛نو ځکه د پېغمبرانو پيغام له بې ساري پرېکندتوب سره يو ځاى دى .

دا چې پېغمبران ځان “مبعوث” احساسوي او د خپل رسالت، په ګټورتوب او ورته په اړتيا کې يې پوټى اړنګ –شک هم نه لري؛نو په بشپړ پرېکندتوب خپل رسالت  تبليغوي او دفاع ترې کوي .

حضرت موسى بن عمران (ع) له خپل ورور؛حضرت هارون (ع) سره په داسې حال فرعون ته ورغلل،چې  ساده جامې يې پر تن وې  او يوه همسا ورسره وه او ټولې وزلې يې همدا وې او به بشپړ پرېکندتوب يې راوباله او ورته يې وويل :((که بلنه مو و نه منې؛نو د واکمنۍ ړنګېدل دې حتمي دي او که و يې منې او پر هغه لار راسره ولاړ شې،چې موږ پرې روان يو؛نو موږ دې عزت تضمينوو.))

فرعون په خورا حيرانتيا وويل  : ((دوى ته وګوره! که ورپسې ولاړ شم؛نو عزت مې تضمينوي،که نه؛نو د واکمنۍ ړنګېدل مې هرومرو دي!!!)) وګ : نهج البلاغه/١٩٠ خطبه .

د اسلام پېغمبر د بعثت په لومړيو کلونو کې،چې د مسلمانانو شمېر د ګوتو هومره و، د “يوم الانذار” په غونډه کې د بني هاشمو مشرانو ته په پشپړ پرېکندتوب وويل : (( دين به مې نړيوال شي او نېکمرغي مو په دې کې ده،چې بلنه مې ومنئ.))

 دا خبره اورېدونکيو ته دومره درنه او د نه باور وړ وه،چې ټولو يو بل ته وکتل،هېڅ يې هم و نه ويل او ووتل .

“قريش”،چې د پېغمبر اکرم تره؛ “ابوطالب” ته راغلل او غوړه ژمنه يې ورسره وکړه،چې که وراره دې له تبليغه لاس واخلي؛نو چې څه غواړي،ور به يې کړو؛خوغوڅ ځواب يې ورکړ :

(( قسم پر خداى ! که لمر راته په يوه لاس او سپوږمۍ راته په بل لاس کې کېږدي،چې له خپل رسالته لاس واخلم؛نو هېڅکله به دا کار و نه کړم او خپل رسالت به پرېنږدم .))

هو ! لکه څنګه،چې د انسانانو مشرۍ ته له ګناه او تېروتنې عصمت د وحې پايله ده؛خلوص او پرېکندتوب هم د پېغمبرۍ غوښتنه ده.

 ٥_ رغاونه :

پېغمبران يوازې د وګړي او ټولنې جوړولو لپاره ځواکونو ته نظم او حرکت ورکوي؛په بله وينا: دا کار د بشر نېکمرغۍته کوي او ناشونې ده،چې د وګړي يا انساني ټولنې فساد ته يې وکړي .

  که د يو چا بلنه،چې د پېغمبرۍ دعوا کوي،د ټولنې او انسانانو فاسدول وي؛نو په خپله همدا بلنه يې پر دروغجنۍ ستر ګواه ده . علامه محمد اقبال لاهوري دلته هم ارزښتمنه خبره لري، وايي :

(( د يو پېغمبر د ديني تجربې د ارزښت ( د  رسالت حقيقت او  له دنننه له خداى سره اړيکه يې) د ارزونې لپاره بله لار داده،چې هغه انسانيت وارزول شي،چې رامنځ ته کړى يې دى او همداراز هغه  فرهنګ او تمدن ته پام کول دي،چې دده له رسالته راولاړ شوى دى .))

وګ : احياى فکر ديني در اسلام :١٤٤ مخ .

 ٦_ مبارزه :

له شرکونو،خرافاتو،ناپوهيو،خيالپلونو او زورمټيو-تېريو سره مبارزه د پېغمبرۍ د دعوا کوونکي د خبرې د رښتينولۍ نښه ده؛يعنې ناشونې ده،چې څوک د خداى استازى وي او په پيغام کې يې له شرک، زورمټۍ او بې عدالتۍ سره مبارزه نه وي او  يا د شرکونو، خرافاتو، ناپوهيو، خيالپلونو او زورمټيو پر وړاندې چوپ کېني.

د ټولو پېغمبرانو د بلنې اصول “توحيد”،”عقل” او “عدل” دي او يوازې د هغو بلنه ته غوږ ايښوداى شو،چې بلنه يې په همدې بهير کې وي؛يعنې که څوک په خپله بلنه کې د “توحيد”،”عقل” او “عدل” پر ضد خبره وکړي؛نو پيغام يې د لوستو وړ نه دى او پر نبوت يې هم دليل کېداى نشي . همداراز د هغه بلنه د غوږ ايښودو وړ نه ده او پر نبوت يې دليل کېداى نشي،چې ګناه وکړي،تېروځي يا د خلکو د مشرۍ وس و نه لري (که څه هم ددې بېوسۍ لامل جسمي او يا داسې رنځ؛لکه جذام وي،چې د خلکو ترې کرکه وشي) يا دا چې بلنه يې د رغاونې لپاره نه وي؛نو که څه هم خورا معجزې راوړاندې کړي؛عقل يې لاروي نه مني .

 بشري اړخ

سره له دې،چې پېغمبران خارق العاده اړخونه(؛لکه معجزه،له ګناه او تېروتنې عصمت،بې سارې مشري،بې سارې رغاونه،له شرک،خرافاتو او زورمټيو سره بې سارې مبارزه لري)؛خو بيا هم پېغمبران بشر دي؛ يعنې د بشريت ټولې اړتياوې لري : د نورو په څېر خوري،ويده کېږي،ګرځي،واده کوي،اولاد زېږوي او بالاخره مري؛يعنې ټولې چارې، چې د بشريت غوښتنه ده.

پېغمبران مکلف دي،چې پر هغه څه په خپله هم عمل وکړي، چې نورو ته يې وايي؛حلال ورته حلال او حرام ورته حرام دي او په ځينو چارو کې د پېغمبرانو پر غاړه ستونزمنې دندې هم وي؛لکه څنګه چې د شپې لمونځ پر پېغمبر اکرم فرض و.

پېغمبران هېڅکله ځانونه له احکامو استنثاء نه ګڼي؛د نورو په څېر او تر نورو ډېر له خدايه وېرېږي؛تر نورو ډېر د خداى عبادت کوي،لمونځ کوي،روژې نيسي،جهاد کوي،زکات ورکوي،له خلکو سره نېکي کوي، د ځان،کورنۍ او خلکو ژوند ته هڅاند دي او په ژوند کې پر نورو پېټى نه دي .

له نورو سره د پېغمبرانو توپير په وحې او د وحې په سريزو او غوښتنو کې دى . وحې پېغمبران له بشريته نه وباسي؛بلکې بشپړ انسانان او  نورو ته يې غوره بېلګه کوي؛نو ځکه د نورو لارښود او مشران دي .

 د شريعت خاوند پېغمبران

په ټوليزه توګه پېغمبران دوه ډلې دي : يوه ډله يې لږګي-اقليت دي،چې په خپلواکه بڼه د يو لړ قوانينو او احکامو وحې ورته شوې او دنده ور پر غاړه شوې،چې دا قوانين او احکام خلکو ته تبليغ کړي او د دې قوانينو او احکامو پر بنسټ ورته لارښوونه وکړي . دې پېغمبرانو ته د قرآن په څرګندنه-اصطلاح “اولوالعزم” ويل کېږي .

 موږ دقيقاً نه پوهېږو،چې “اولوالعزم پېغمبران” څو ول؛په تېره بيا، چې قرآن کريم هم په ډاګه کوي،چې يوازې د ځينو پېغمبرانو کيسې يې کړې دي (که قرآن د ټولو پېغمبرانو کيسې کړې واى او يا لږ تر لږه مدعي و،چې ټول مهم پېغمبران په قرآن کې ياد شوي دي؛نو شونې وه،چې د قرآن له مخې د “اولوالعزم” پېغمبرانو پر شمېر پوهېدلي واى)؛خو دومره خبر يو،چې حضرت نوح، حضرت حضرت ابراهيم، حضرت موسى،حضرت عيسى او حضرت محمد (صلوات الله عليه و عليهم) ټول الوالعزمه او د شريعت خاوندان ول او دې هر يو ته د يو لړ قوانينو او احکامو وحې شوې ده،چې تبليغ يې کړي او پر بنسټ يې خلک وروزي  .

دويمه ډله هغه پېغمبران دي،چې خپل شريعت او قوانين يې نه درلودل؛ يعنې د هغه شريعت او قوانينو د تبليغ دنده يې درلوده،چې په هغه خت کې ول او ډېرى پېغمبران په دې ډله کې دي؛لکه “هود”، “صالح”، “لوط”،”اسحاق”،”اسماعيل”،”يعقوب”،”يوسف”،”يوشع”،

“شعيب”،”هارون”،”زکريا” او “يحيى” عليهم السلام .

د پېغمبرانو تاريخي ونډه

آيا پېغمبرانو د تاريخ په بهير کې منفي يا مثبته ونډه درلوده که نه يا يې بېخي نه درلوده؟ که ونډه يې درلوده؛نو څه وه؟مثبت وه که منفي؟

پر دې د دين مخالفان هم منښته-اعتراف کوي،چې پېغمبرانو په تاريخ کې ګټوره وڼده درلودلې او بې اغېزې وګړي نه ول .

پخوا پېغمبران د ستر ملي ځواک ښکارندوى ول

په دې کې څه خبره نشته،چې پېغمبران په ديني ملاتړ يو ځواک و؛خو خبره ددې ځواک د کړنو په لوري کې ده او له همدې ځايه بېلابېلې څرګندونې راولاړې شوې دي .

الف-  ځينو په ليکنو کې ډېر په اسانه ويلي : پېغمبرانو منفي ونډه درلوده، وايي :

((د پېغمبرانو دريځ نيونه،مانيزه-معنوي او د دنيا ضد وه؛د پېغمبرانو د ويناوو چورليد دنيا ته شا، اخرت ته مخه،بهر پرېږده،سر په ګرېوان کې ښکته کړه،ذهنيت ته پام او عينيت ته شاکول دي؛نو ځکه دين او پېغمبران،چې ددې ځواک ښکاروندى ول،د بشر د پرمختګ په مخ کې خنډ او له ژونده زړه تورونکي ول؛نو ځکه په تاريخ کې د پېغمبرانو ونډه منفي ده .))

ب – بله ډله په بله بڼه د دين د خاوندانو ونډه ښيي؛دوى د لومړۍ ډلې پر عکس؛د دين خاوندانو ته دنيا ته د لېوالتيا پر لوري دريځ نيونه قايل دي او مانيزه دريځ نيونه يې دې چارو ته پوښښ او د خلکو تېرايستل او درغلي ښوولې او مدعي دي،چې دنيا ته د لېوالتيا دا دريځ د موجوده حالاتو د ساتنې او د برلاسې ټولنې په ګټه او د لاس لاندې ټولنې پر تاوان او د ټولنې له پرمختګ سره د مبارزه لپاره ده . مدعي دي،چې تاريخ د هرې ښکارندې په څېر ديالکتيکي حرکت لري؛يعنې له دننني تضاده راولاړ حرکت . د مالکيت په رامنځ ته کېدو؛ټولنه پر دوو دښمنو ډلو وويشل شوه : واکمنه او زبېښوونکې او بله بې برخې او زبېښل شوې . واکمنه ډله د خپلو ګټو د خونديېنې لپاره تل د موجوده حالاتو پلوې وه او د توليد د اوزارو د جبري تکامل سره سره غواړي،چې ټولنه په يو حال کې وساتي؛خو بې برخې او د توليد له اوزارو سره همغږې ټولنه غواړي موجوده حالات واړوي کړي او ښه حالات يې ځايناستي کړي : واکمنه ټولنه په درې څېرو کې خپله ونډه ترسره کوي : دين ،دولت او شتمني په بل  وينا : د زور،زر او  درغلۍ لاملونه .

 د دين د خاوندانو ونډه د ظالمانو او زبېښوونکيو په ګټه د خلکو غولول او ورسره درغلي ده . د دين د خاوندانو آخرتپالي واقعي نه وه؛ بلکې د خپلې دنياپالۍ د پټولو او د بېوزليو د غولونې لپاره يو چل دى؛ نو د دين د خاوندانو تاريخي ونډه ځکه منفي وه،چې تل  دودپالي د موجوده حالاتو ساتونکې؛يعنې د زر،زور او تزوير پلويان ول .

تاريخ ته په مخونه کې د مارکسيسم تز همدا دى؛د مارکسيسم له ليد لوري د دين،دولت او شتمنۍ درې لاملونه،په تاريخ  کې د مالکيت له اصل سره غبرګ او د خلکو ضد لاملونه ول .

ج_ځينې تاريخ بل ډول او د پورتنۍ څرګندونې پر ضد تفسيروي؛خو ورسره د دين او پېغمبرانو ونډه منفي ګڼي . دوى مدعي دي،چې د طبيعت او د تاريخ د تکامل قانون د زورورو د غښتلېدو او د کمزرويو په له منځه وړو دى؛زورور د تاريخ د پرمختګ او کمزوري يې د پر شا تګ او درېدو لامل ول او دي؛کمزوريو دين راوايست،چې د زورورو مخه پرې ونيسي .

 د دين خاوندانو هم د عدل،آزادۍ،رښتينولۍ، انصاف، مينې، لورنې، مرستې او… په بله وينا : د مرينې اخلاق يې د کمزوريو په ګټه او د زورورو په تاوان راوايستل او د زورورو وجدان يې له  ځانه اغېزمن کړ او د کمزوريو د له منځ تلو او د بشر د خېل د سمونې او د سترو انسانانو د رامنځ ته کېدو لامل شول؛نو د دين او پېغمبرانو ونډه ځکه منفي ده،چې د زورورو د اخلاقو پر ضد، د “مرينې د اخلاقو” پلويان ول .

المانى توکيزپال فيلسوف؛ “نيچه” هم ددې څرګندونې پلوى دى .

د-نورې ډلې ان له دينه منکران هم په تاريخ کې د پېغمبرانو او اديانو ونډه مثبته ګڼي؛دې ډلې له يوه اړخه د پېغمبرانو اخلاقي او ټولنيزو منځپانګې ته پام کړى او ورسره يې د تاريخ عيني واقعيتونو ته هم اشاره کړې او دې پايلې ته رسېدلي،چې پېغمبرانو د بشريت د سمونې او پرمختګ لپاره اغېزمن مثبت ګامونه اخستي دي .

 د بشر تمدن دوه اړخه لري : توکيز او مانيز.

 د تمدن توکيز اړخ فني او صنعتي اړخ يې دى،چې پېر په پېر پرمخ تللى او تردې ځايه رارسېدلى دى .

 د تمدن مانيز اړخ د انسانانو تر منځ د انساني اړيکو دى .  د تمدن مانيز اړخ د پېغمبرانو د غورځو پورځو پايله ده او د تمدن د مانيزو وړانګو په رڼا کې توکيز اړخ يې هم د ودې ساه واخسته؛نو د بشري تمدن د مانيز اړخ په تکامل کې د پېغمبرانو ونډه نېغ په نېغه ده او په توکيز اړخ کې يې غير مستقيمه ده .

ددې ډلې له ليد لوري : په تېر وخت کې د پېغمبرانو له مثبتې وڼدې څوک منکرېداى نشي؛خو په دوى کې ځينې ډلې د پېغمبرانو او اديانو مثبته ونډه په تېر وخت پورې ځانګړې بولي،وايي : نن ددې ډول ښوونو وخت نه دى او ديني ښوونو ارزښت له لاسه ورکړى دى او په راتلونکې کې به يې نور هم له لاسه ورکړي؛خو ځينې ګروهمن دي،چې د ديني مفکورې او ايمان ونډه هغه ونډه ده،چې علمي پرمختګونه يې ځايناستېداى نشي؛لکه څنګه چې فلسفي ښوونځيو هم و نه شو کړاى، چې  ځايناستي يې شي .

 په هغو بېلابېلو ونډو کې،چې پېغمبرانو په تېر وخت کې درلودې،احياناً داسې موارد پکې پيدا کېږي،چې د بشر د ټولنيز تکامل شعور، بشر له ديني ښوونو مړه خوا کوي؛خو تر ټولو بنسټيزې ونډې يې هماغه دي،چې په تېر وخت کې وې او په راتلونکې کې به هم له بشپړ ځواک سره پر خپل ځاى وي .

 په تاريخي تکامل کې د پېغمبرانو د ښوونو د اغېزو بېلګې :

١_ ښوونه او روزنه

په تېر وخت کې ښوونې او روزنې ديني انګېزه درلوده . په تېر وخت کې ديني انګېزه د ښوونکيو او موروپلار مرستندوى وه او دا هغه چار دى، چې د ټولنيز شعور تکامل، ديني انګېزې ته اړتيا له منځه يووړه.

 ٢_ د ژمنو ټينګول

د بشر ټولنيز ژوند د ژمنو او تړونونو د درناوي پر بنسټ دى . د ژمنې او تړون درناوى د بشري تمدن  له انساني اړخونو ځنې دى . دا ونډه تل دين درلوده او تر اوسه يې هم لري او تراوسه يې هم ځايناستى نه دى پيدا کړى .سره له دې،چې “ويل دورانت” يو ديني ضد عنصر دى؛خو د “تاريخ د زده کړو” په کتاب (٥٥ مخ) کې منښته کوي،وايي:

(( دين د خپلو احکامو په مرسته وکړاى شول،چې بشري تړونونه او ژمنې د خداى او انسان د نږدېدو لامل وښيي او په دې چار يې ثبات او ټيکاو رامنځ ته کړ.))

په ټوليزه توګه  دين د اخلاقي ارزښتونو کلکه ډډه ده . له اخلاقي ارزښتونو،چې دين لرې کړې؛نو د هغه بې ملاتړه پيسو مثال به ولري،چې اعتبار  نه لري .

 ٣- له ټولنيزو بندونو ازادي

پېغمبرانو له استبدادونو او ټولنيزو زنديو سره په مبارزه کې بنسټيزه ونډه درلوده . قرآن کريم هم د پېغمبرانو په دې ونډه خورا ټينګار کوي : لومړى داچې عدل راوستل د پېغمبرانو د بعثت او رسالت موخه ښيي دويم داچې په خپلو کيسو کې يې له مستبدانو سره د پېغمبرانو مبارزې راوړي دي او په ډاګه کوي،چې همدا ډله وه،چې تل به له پېغمبرانو سره په جګړه کې وه .

د “مارکس” او پلويانو يې دا خبره بېځايه او د تاريخي حقايقو پر خلاف  ده،چې وايي: دين،دولت او شتمني د بې برخې طبقې پر خلاف د واکمنې طبقې درې څېرې دي .

داکتر “اراني” د “مارکس”  څرګندونې ته مخونه ورکوي :

 (( دين د بېوزلې طبقې د مغلوبولو لپاره د واکمنې طبقې د لاس آله ده؛ تل تسبېح، صليب او سرنېزه په يوه ليکه کې حرکت کوي .))

تاريخ ته د داسې مخونو او د تاريخ د فلسفو د منلو لپاره يوازې يوه لار شته :سترګې له تاريخي واقعيتونو پټول .

حضرت علي (ک) د تورې او تسبېح مېړنى دى؛هم د تورې سړى دى او هم د تسبېح؛خو د کومې طبقې د مغلوبولو لپاره؟ د محکومې طبقې يا واکمنې طبقې؟ د حضرت علي شعار څه و؟ شعار يې دا و: تل د ظالم دښمن او د هغه ملګرى وسئ،چې تېرى پرې شوى دى .

وګ : نهج البلاغه/٤٧ ليک.

حضرت علي (ک) په خپل ټول عمر کې د تسبېح او تورې ملګرى؛خو د زرو دښمن و . توره يې د زر او زور د څښتنانو پر خلاف کارېده او د “مهزلة العقل البشري” په کتاب کې د “علي الوردي” د وينا له مخې: ((حضرت علي په خپل شخصيت د مارکس فلسفه له منځه يووړه.))

تردې خبرې د “نيچه” خبره چټي ده-بېخي د مارکس د څرګندونې پر عکس-  ((دا چې زورور د ټولنې د تکامل او پرمختګ يوازېنۍ طبقه ده او دين د کمزوريو په ملاتړ رامنځ ته شوى؛نو د پرشا تګ لامل دى .))

ته وا بشري ټولنه هغه مهال د تکامل په بهير کې په ځغاسته ده،چې د ځنګل قانون پرې واکمن وي .

د “مارکس” له نظره بې برخې طبقه د تکامل لامل دي او پېغمبران ددې طبقې پر ضد دي او د “نيچه” له نظره، زورور د تکامل لامل دي او پېغمبران يې پر ضد دي .

“مارکس” وايي : دين زورورو او شتمنو راايستلى او “نيچه” وايي: کمزوريو او بې برخو را ايستلى دى .

د “مارکس” يوه غلطي په دې کې ده،چې تاريخ ته يې يوازې د طبقاتي ګټو د تضاد پر بنسټ مخونه ورکړې او د تاريخ انساني اړخ يې ناليدى ګڼلى دى .

[په دې مطلب لا پوهېدو ته “د تاريخ د فلسفې له ليد لوري د امام  مهدي پاڅون” کتاب ته مراجعه وکړئ،چې ډاکټر محمد طارق اقبال په پښتو ژباړلى دى .]

بله غلطي يې په دې کې ده،چې د تکامل لامل يې يوازې او يوازې بې برخې طبقه ګڼلې؛درېمه غلطي يې په دې کې ده،چې پېغمبران يې د واکمنې طبقې په ټلواله کې راوړي دي .

د “نيچه” غلطي په دې کې ده،چې د “زور لامل” يې د تاريخ د تکامل لامل ګڼلى؛په دې مانا، چې “غوره” انسان يې له “زورور” انسان سره يو شان ګڼلى او هغه انسان يې د تاريخ پرمخ وړونکى ګڼلى،چې غښتلى او زورور وي  .

د پېغمبرۍ او بعثتونو موخې

د تاريخ په تکامل کې د پېغمبرانو ونډه روښانه شوه . اوس بايد پوه شو،چې د پېغمبرانو او د اسماني کتابو له راتګه اصلي موخه څه ده؟

شونې ده،چې وويل شي : اصلي موخه يې د خلکو لارښوونه،نېکمرغي، ژغورنه،خير،سمونه او هوساېنه ده.

اړنګ نشته،چې پېغمبران د خلکو لارښوونې،نېکمرغۍ، ژغورنې، خير، سمونې او هوساېنې ته راغلي دي .

 خبره په دې کې نه ده؛خبره په دې کې ده،چې دا نېغه لار به بالاخره چېرته رسي؟ ددې ښوونځي له پلوه د خلکو نېکمرغي په څه کې ده؟ په دې ښوونځي کې کوم ډول اسارتونه خلکو ته تشخيص کړاى شوي دي،چې خلک ترې راخلاصلول غواړي؟ دا ښوونځى د خلکو خير،سمونه او وورستۍ هوساېنه څه ګڼي ؟

په قرآن کريم کې سره له دې،چې دې ټولو ماناوو ته اشاره شوې او په ډاګه کړي يې دي؛دوه مانا او مفهوم په ځانګړې توګه ښوول شوي،چې د پېغمبرانو اصلي موخې وې؛يعنې د ټولو پېغمبرانو ټولې ښوونې ددې دوو چارو سريزې دي : د خداى پېژندنه او ورته نږدېدل او بل په بشري ټولنه کې د عدل اوقسط راوستل .

((يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا . وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِاجازههِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا (احزاب/٤٦_٤٥)= پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد او زېرى وركوونكى او وېروونكى لېږلى يې؛ او(ته) مو د هغه په حكم د خداى لوري ته بلونكى او روښانه څراغ لېږلى يې.))

په دې آيت کې د ټولو راغليو اړخونو په منځ کې ښکاره ده،چې د خداى پر لور بلنه يوازېنى چار دى،چې اصلي موخه شمېرل کېږي .

بلخوا د ټولو پېغمبرانو په هکله وايي:

((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ (حديد/٢٥)= په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او ورسره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل،چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه،چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي،چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.))

دا آيت په ډاګه وايي،چې د پېغمبرانو د راتګ موخه بشري ټولنې ته د عدل او قسط راوستل دي .

خداى ته بلنه او پېژندل يې او ورنږدېدل؛يعنې نظري او “وګړيز عملي توحيد” ته رابلنه؛خو په ټولنه کې د “عدل” او “قسط” راوستل؛يعنې “ټولنيز عملي توحيد” جوړول.

 آيا د پېغمبرانو اصلي موخه خداى پېژندنه او خداى نمانځنه ده او نورې ټولې چارې؛لکه ټولنيز عدل يې سريزه ده يا داچې اصلي موخه د عدل او قسط راوستل دي او د خداى پېژندل او نمانځل يې سريزه او وسيله ده؟ آيا اصلي موخه “وګړيز عملي او نظري توحيد” دى يا اصلي موخه “ټولنيز عملي توحيد” دى؟ دلته څو ډوله څرګندونه کړاى شو :

١- پېغمبرانو د موخې له پلوه ثنوي ول؛يعنې دوه خپلواکې موخې يې درلودې،چې له يو دې په اخروي ژوند او نېکمرغۍ پورې اړوند ده (وګړيز نظري او عملي توحيد) او بل يې په دنيوي نېکمرغۍ پورې اړوند ده (ټولنيز توحيد).

دا چې پېغمبران د بشر د دنيوي نېکمرغۍ په فکر کې ول؛نو په ټولنيز توحيد بوخت شول او داچې د بشر اخروي نېکمرغي خوندي کړي؛نو په وګړيز نظري او عملي توحيد بوخت شول.

٢- اصلي موخه ټولنيز توحيد دى او وګړيز نظري او عملي توحيد يې سريزه ده.نظري توحيد په خداى پېژندنې پورې اړوند دى. انسان في حد ذاته هېڅ اړتيا نه لري،چې خداى وپېژني او که و يې نه پېژني؛د اروا د حرکت يوازېنى لامل يې خداى وي او که زر نور څيزونه-لکه څنګه،چې په اولى طريقه خداى ته توپير نه کوي،چې انسان يې وپېژني او که و يې نه پېژني،و يې نمانځي او که و يې نه نمانځي_؛خو ددې خبرې په پامنيوي،چې کمال په ((موږ)) کېدو او ټولنيز توحيد کې دى او دا چار بې له وګړيز نظري او عملي توحيده ناشونى دى؛نو خداى خپل معرفت او عبادت فرض کړى،چې ټولنيز توحيد پلى شي.

٣_اصلي موخه د خداى پېژندل،ورنږدېدل او وررسېدل دي .

ټولنيز توحيد دې عالي موخې ته د رسېدو سريزه او وسيله ده؛ځکه په “توحيدي نړۍ ليد” کې نړۍ له ((هغه)) او ((د هغه پر لور)) منځپانګه لري؛نو د انسان کمال د هغه پر لور په تګ او ورنږدېدو کې دى.

 انسان له يوه ځانګړي امتيازه برخمن دى او هغه دا چې ((وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي(حجر/٢٩)= او له خپل ( ښكلي او ستر) روح نه مې په هغه كې پوكړ)) واقعيت يې خدايي واقعيت دى؛فطرت يې خداى پلټونکى فطرت دى؛نو ځکه نېکمرغي،کمال ،ژغورنه ،سمونه او هوساېنه يې، د خداى په پېژندنه،نمانځنه او ورنږدېدنه کې ده؛خو ددې خبرې په پامنيوي،چې انسان ټولنيز موجود دى او که له ټولنې يې بېل کړو؛نو نور انسان نه دى او که پر ټولنه “منځلاري ټولنيز نظامونه” واکمن نه وي؛ نو د خداى انسان پلټونکى حرکت ناشونى چار دى؛نو پېغمبران د عدل په راوستو او د ظلمو او تبعيض پر نفې بوخت شول .

نو ټولنيز ارزښتونه؛لکه “عدل”،”ازادي”،”مساوات”،”ولسواکي” او همداراز ټولنيز خويونه؛لکه “جود”،”بښنه”،”مينه” او “احسان” ذاتي ارزښت نه لري او بشر ته کمال نه ګڼل کېږي؛ټول ارزښت يې سريزي او د وسيله په توګه دى او که سريزه يې نه واى؛نو شتون او نشتون يې يو شان دى؛دا کمال ته د رسېدو شرايط دي؛نه پخپله کمال؛د ژغورنې وسايل دي؛نه په خپله ژغورنه.

٤- د انسان غايت او د انسان کمال؛بلکې د هر موجود واقعي کمال د خداى پر لور په حرکت کې لنډېږي او بس او دا نه بښل کېدونکى شرک دى، چې څوک ادعا وکړي،چې پېغمبرانو ثنوي موخې درلودې؛لکه څنګه چې که څوک ووايي: د پېغمبرانو وروستۍ موخه دنيوي فلاح ده او دنيوي فلاح دې ته وايي،چې د “عدل”،”ازادۍ”،”برابرۍ” او “ورورۍ” ترسيوري لاندې له دنيوي نعمتونو برخمن شې؛نو دا توکيز پالي ده؛خو د درېمې څرګندونې پر خلاف، ټولنيز او اخلاقي ارزښتونه سره له دې، چې اصيل ارزښت (؛يعنې خداى پېژندنې او خداى نمانځنې) ته سريزه ده؛خو داسې هم نه ده،چې بېخي ارزښت نه لري.

د سريزې او ذى المقدمې اړيکې دوه ډوله دي : په يو ډول کې د سريزې ارزښت يوازې په دې کې دى،چې ذى المقدمې ته مو رسوي او ذى المقدمې ته تر رسېدو وروسته شتون او نشتون يې يو شان دى.د بېلګې په توګه :انسان غواړي له يوې سترې ويالې ټوپ ووهي او د ويالې په منځ کې له پرتې ډبرې نه ټوپ وهلو ته ګټنه کوي؛نو څرګنده ده،چې تر ټوپ وهلو وروسته د ډبرې شتون او نشتون يو شان دى .

بل ډول داسې دى،چې سره له دې،چې سريزه ذى المقدمې ته د رسېدو وسيله ده او سره له دې،چې د اصلي او يوازېنۍ ارزښت خاونده ذى المقدمه ده؛ذى المقدمې ته تر رسېدو وروسته شتون او نشتون يې يو شان نه دى او ذى المقدمې ته تر رسېدو وروسته شتون يې هماغومره پکار دى؛لکه تر رسېدو د مخه . د بېلګې په توګه : د لومړي،دويم او درېم ټولګي معلومات د پورتنيو ټولګيو معلوماتو لپاره سريزه ده؛خو داسې نه ده،چې پورتنيو ټولګيو ته تر رسېدو د مخه نور دې معلوماتو ته اړتيا نه وي او که فرضاً ټول يې هېر شي؛نو کوم ځاى ته يې تاوان و نه رسي او زده کوونکى وکړاى شي،چې پورتنيو ټولګيو ته دوام ورکړي؛ بلکې د هغو معلوماتو په درلودو او په له لاسه نه ورکولو يې کړاى شي،چې پورتنيو ټولګيو ته دوام ورکړي.

د مطلب راز په دې کې دى،چې کله کله سريزه له ذى المقدمې په ټيټه درجه کې وي او کله نه وي . پوړۍ د بام په مراتبو او درجو کې نه شمېرل کېږ؛لکه څنګه چې په وياله کې تيږه له وياله بهر په درجو کې نه ده؛خو د لاندې ټولګيو معلومات او د پورتنيو ټولګيو معلومات د يو حقيقت درجې دي .

د حق پېژندنې او نمانځنې ته ټولنيز او اخلاقي ارزښتونه له دويم ډوله دي. داسې نه ده،چې که انسان د حق بشپړې پېژندنې او نمانځنې ته ورسېد؛نو د “عدل”،”احسان” او “رښتينولۍ” شتون او نشتون ورته يو شان دى؛ځکه د انسان عالي اخلاق يو ډول خداى ډولي دي (تخلقوا باخلاق الله) (وګ :سيد حيدر آملي؛جامع الاسرار :٣٦٣ مخ) او په حقيقت کې د خداى پېژندنې او خداى نمانځنې له درجو يوه درجه ده؛که څه هم په ناځانخبرې بڼه وي؛يعنې دې ارزښتونو ته د لېوالتيا جرړه، خدايي ځانګړنو ته د انسان په فطري لېوالتيا کې ده، که څه هم انسان يې له فطري جرړې ناخبره وي او احياناًپه خپل “ځان خبري شعور” کې ترې منکر وي .

 اسلامي ښوونې وايي : که د فاضله خويونو؛لکه عدالت،احسان او… خاوندان مشرک هم وي؛نو کړنې يې په هغه نړۍ کې بې اغېزې نه دي. ددې ډول خلکو کفر او شرک که د عناد له مخې نه وي؛نو په هغه نړۍ کې يې اجر ورکول کېږي؛په حقيقت کې دا ډول خلک بې له دې،چې خبر وي،د خداى نمانځنې يوې درجې ته رسېدلي دي.

دين که اديان؟

معمولا ديني علماء او ديني تاريخپوهان د “اديانو” په نامه ويينه کوي؛د بېلګې په توګه وايي : د حضرت ابراهيم (ع) دين،د يهود دين،د مسيح دين او د اسلام دين او د شريعت هر يو خاوند پېغمبر د يو دين راوړونکى ګڼي.په خلکو کې خپره څرګندنه همدا ده.

خو قرآن کريم ځانګړې څرګندنه لري،چې له ځانګړي ليده يې سرچينه اخلي. د قرآن له پلوه له “آدمه” تر “خاتمه” د ټولو دين يو دى؛ټولو پېغمبرانو که د شريعت خاوندان ول که نه؛يو ښوونځي ته بلنه کوله.د انبياوو د ښوونځي اصول،چې “دين” نومېږي يو دي. د آسماني شرايعو توپيرونه په يو لړ فرعي مسايلو کې ول،چې د وخت د غوښتنې،د چاپېريال د ځانګړنو او د خلکو د ځانګړنو پر بنسټ ول او ټول په بېلابېلو بڼو د يو حقيقت او د يوې موخې پر لور ول او بل توپير يې د ښوونو په کچه کې و،چې وروستيو پېغمبرانو د بشر له تکامل سره سم په لوړه کچه ښوونې کولې،چې ټول په يوه زمينه کې ول.د بېلګې په توګه: د معاد او د نړۍ د مبداء په هکله د اسلام او د مخکېنيو اديانو د ښوونو کچه له ځمکې تر اسمانه توپير لري . په بله وينا: د انبياوو په ښوونو کې بشر د زده کوونکي په څېر و،چې له لومړي ټولګي تر وروستي ټولګي پورې اوچت شوى دى.دا د دين تکامل دى؛ نه د اديانو اړپېچ.

 قرآن کريم هېڅکله د دين ټکى د جمع په بڼه (اديان) نه دى راوړى . د قرآن له پلوه، څه چې ول،دين و؛نه اديان.

د پېغمبرانو،نابغو او سترو فيلسوفانو يو توپير په دې کې دى،چې فيلسوفانو هر يو ځان ته ځانګړى ښوونځى درلود؛نو ځکه تل په نړۍ کې “فلسفې” وې؛نه “فلسفه”؛خو تل الهي پېغمبران  يو د بل تاييدونکي او تصديقوونکي ول او يو بل يې نه نفې کاوه.که هر يو پېغمبر د بل پېغمبر په چاپېريال او وخت کې و؛نو د هماغه په څېر قانون به يې راوړ.

قرآن ټينګار کوي،چې د پېغمبرانو لړۍ يوه ده او پخوانيو پېغمبرانو د راتلونکيو پېغمبرانو د راتګ زېرى ورکړى و او وروستي پېغمبران د تېرو پېغمبران تاييدونکي ول او هم په دې خبره ټنيګار کوي،چې له ټولو پېغمبرانو کلکه ژمنه اخستل شوې،چې يو د بل تاييدونکي به وي .

((وَإِذْ أَخَذَ اللّهُ مِيثَاقَ النَّبِيِّيْنَ لَمَا آتَيْتُكُم مِّن كِتَابٍ وَحِكْمَةٍ ثُمَّ جَاءكُمْ رَسُولٌ مُّصَدِّقٌ لِّمَا مَعَكُمْ لَتُؤْمِنُنَّ بِهِ وَلَتَنصُرُنَّهُ قَالَ أَأَقْرَرْتُمْ وَأَخَذْتُمْ عَلَى ذَلِكُمْ إِصْرِي قَالُواْ أَقْرَرْنَا قَالَ فَاشْهَدُواْ وَأَنَاْ مَعَكُم مِّنَ الشَّاهِدِينَ (آل عمران/٨١)=  او ( درياد كړه) چې کله خداى له پېغمبرانو ( او له لارويانو يې ) ټينګه ژمنه واخسته، چې كله مې تاسې ته كتاب او حكمت دركړ او بيا كوم پېغمبر درغى  او هغه ( لار ښوونې) يې تصديق كړې،چې له تاسې سره وې؛نو ايمان پرې راوړئ او ملا تړ به يې كوئ . بيا (خداى) ورته وويل : (( ايا پردې موضوع مو اقرار وكړ او په دې مو له ما سره ټينګه ژمنه ده؟)) هغوى وويل: (( (هو) اقرار مو وكړ .)) ( خداى ورته ) وويل: (( نو شاهدان او سئ او زه هم درسره شاهد يم .))

قرآن کريم،چې د خداى دين له آدمه تر خاتمه يو پرله پسې بهير ښيي؛ نه څو؛يو نوم پرې ږدي او هغه “اسلام” دى؛البته مراد دا نه دى،چې په ټولو وختونو کې د خداى دين په همدې نامه يادېده او په دې نامه په خلکو کې مشهور و؛بلکې مراد دادى،چې دين يوه منځپانګه لري،چې غوره معرفي کوونکى يې د “اسلام” لفظ دى؛وايي:

((إِنَّ الدِّينَ عِندَ اللّهِ الإِسْلاَمُ(آل عمران/١٩)= په  حقيقت كې  د خداى پر وړاندې (خو يوازېنى)  دين همدا اسلام ( او د حق  پر وړاندې تسلېمېدل) دي.))

يا دا چې وايي:

((مَا كَانَ إِبْرَاهِيمُ يَهُودِيًّا وَلاَ نَصْرَانِيًّا وَلَكِن كَانَ حَنِيفًا مُّسْلِمًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ (آل عمران/٦٧)= ابراهيم نه يهودى و،نه نصراني؛بلكې سپېڅلى مؤحد او مسلمان و او هېڅكله له مشركانو نه و .))

 د نبوت پاى

و مو ويل : پېغمبران له ټولو فرعي اړپېچونو سره په يو ښوونځي پورې د اړوند پيغام راوړونکي ول . دا ښوونځى د انساني ټولنې د استعداد له مخې راوړاندې شوى دى. تردې،چې بشر داسې ځاى ته ورسېد،چې دا ښوونځى ورته جامع او بشپړ راوړاندې کړاى شو او دې ټکي ته،چې راورسېد؛نو نبوت پاى ته ورسېد؛هغه چې دا ښوونځى د هغه په واسطه بشپړ راوړاندې شو؛حضرت محمد بن عبدالله صلى الله عليه و آله وسلم دى؛لکه څنګه چې قرآن کريم وايي:

((وَتَمَّتْ كَلِمَتُ رَبِّكَ صِدْقًا وَعَدْلاً لاَّ مُبَدِّلِ لِكَلِمَاتِهِ وَهُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (انعام/١١٥)= د رښتينولۍ او عدالت له مخې د پالونکي وينا دې (بيخي په تول) پوره ده،هېڅوك يې خبرې بدلولاى نشي او هغه اورېدونكى (او) پوه دى .))

اوس بايد پوه شو،چې ولې پخوا په يو بل پسې پېغمبران راتلل، که څه هم ټول يې د قانون او شريعت خاوندان نه ول او د شته شريعت د پلي کولو لپاره به مبعوثېدل ؟ او ولې تر حضرت محمد مصطفى (ص) وروسته نه يوازې تشريعي (د شريعت خاوند) پېغمبر را نه غى او نه به راځي؛بلکې ان تبليغي پېغمبر هم رانه غى او را به نشي؟ ولې؟

 د پېغمبرۍ دنوي کېدو لاملونه

سره له دې،چې نبوت يو پرله پسې بهير دى او د خداى پيغام؛يعنې دين يو حقيقت دى؛نو د تشريعي او تبليغي پېغمبريو نوي کېدنه او د پېغمبرانو پرله پسې راښکاره کېدل او د حضرت محمد (ص) تر راتګ  وروسته د ټولو د تمېدنې لاملونه  دادي :

لومړى داچې پخوانى بشر د فکري بلوغ او ودې د نشتوالي له امله بېوسه و،چې خپل اسماني کتاب خوندي وساتي؛معمولاً په اسماني کتابو کې اړونې کېدې او يا به په ټوليزه توګه له منځه ته؛نو پکار وه،چې پيغام نوى شي.

 د قرآن د نزول وخت(؛يعنې څه له پاسه څوارلس پېړۍ مخکې)؛بشريت د ماشومتوب پېر  تېر کړى و او کړاى يې شول،چې خپل ديني او علمي ميراثونه وساتي؛نو ځکه په وروستي اسماني کتاب(قرآن )کې اړونه نه ده شوې .

 د قرآن د نزول له ړومبيو ورځو نه مسلمانانو د قرآن هر آيت پخپلو زړونو،ذهنونو او ليکلې بڼه ساته،چې د ورکېدو،اړونې او له منځه تلو امکان يې صفر شي؛نو په دې اسماني کتاب کې اړونه او له منځه تلل و نه شول او دا يو هغه علت دى،چې د نبوت نوې کېدنه يې منتفي کړه .

[ژباړن :له اړونې نه د قرآن د خونديتوب په هکله وګ : د عراقي ستر عالم ابوالقاسم خويي د “البيان” کتاب،چې ښاغلي اجرالدين اقبال د “قرآن پوهنه” په نامه ژباړلى دى.]

دويم :په مخکې پېر کې بشريت د فکر د نه ودې او نه بلوغ له امله بېوسه و،چې د خپل بهير لپاره ټوليزه نقشه تر لاسه کړي،چې پرې خپلې لارې ته دوام ورکړي؛پوړ په پوړ او منزل په منزل يې لارښوونې ته اړتيا درلوده او بايد تل ورسره لارښوونکي وي؛خو د رسالت د پاى ته رسېدو په پېر کې او وروسته ترې په بشر کې دا وسمني وه،چې د خپل بهير لپاره ټوليزه نقشه تر لاسه کړي او د پوړ په پوړ او منزل په منزل د نقشې د تر لاسه کولو پوړ پاى ته رسېدلاى و او ددې امکان او استعدادپه رامنځ ته کېدو، ټوليزه او هر اړخيزه نقشه د بشريت په واک کې کړاى شوه او په همدې علت د پېغمبرۍ د نوي کېدو خبره منتفي شوه .

 د امت علماء هغه کارپوهان دي،چې د اسلام د لارښوونې د ټوليزې نقشې په ګټنه د لنډمهاله قوانينو په تدوين او تنظيم خلکو ته لارښوونه کوي .

درېم : ډېرى پېغمبران تبليغي ول؛نه تشريعي . د تبليغي پېغمبرانو دنده دا وه،چې هغه شريعت پلى او تفسير کړي،چې په خپل وخت کې يې واکمن و.

د خاتميت په پېر کې،چې د پوهې پېر دى، د امت علماء وسمن دي،چې  د اسلامي ټوليزو اصولو او د وخت او ځاى د شرايطو په پامنيوي کې هغه کليات د وخت او ځاى له غوښتنو او شرايطو سره تطبيق کړي او الهي احکام ترې استنباط او استخراج کړي،چې ددې عمل نوم  “اجتهاد” دى .

د اسلامي امت غوره علماء ډېرى هغه دندې ترسره کوي،چې تبليغي پېغمبرانو ترسره کولې او بې له دې،چې په خپله “مشرع” وي، د تشريعي پېغمبرانو يو لړ دندې هم په اجتهاد او د امت د مشرۍ په ځانګړې دنده ترسره کوي؛نو سره له دې،چې دين ته اړتيا شته او د نبوت نوي کېدنه او د اسماني کتاب د راتګ خبره منتفي ده او د پېغمبرانو لړۍ پاى ته رسېدلې؛خو څومره،چې بشريت د تمدن پر لوري ځي؛دين ته يې اړتيا ډېرېږي  .

څه مو،چې وويل روښانه يې کړل،چې د بشر د فکر او ټولنيزې ودې  او بلوغ، د نبوت په پاى ته رسېدو کې ونډه درلوده او دا ونډه په څو اړخو کې ده :

١- خپل اسماني کتاب يې له اړونې خوندي ساتلى دى .

٢_ داسې پوړ ته رسېدلى،چې خپله تکاملي برنامه يو ځاى تر لاسه او ګټنه ترې وکړي .

٣_فکري بلوغ او ټولنيزه وده يې اجازه ورکوي،چې د دين د خپرولو، تبليغ او “پر نېکيو امر او له بديو د منع” دنده پر غاړه واخلي او له دې لارې له تبليغي پېغمبرانو مړه خوا کېږو او دا اړتيا د امت نېک علماء پوره کوي .

٤-دومره يې فکر وده کړې،چې کړاى شي د “اجتهاد” په رڼا کې د وحې کليات تفسير کړي او په بېلابېلو مکاني او زماني شرايطو کې يې له اصل سره تطبيق کړي .

روښانه شوه،چې د نبوت پاى ته رسېدل په دې مانا نه دي،چې الهي ښوونو ته د بشر اړتيا،چې د وحې له لارې پوره کېده،پوره شوې ده او داچې بشر فکري بلوغ ته رسېدلى؛نو دې ښوونو ته اړتيا لري او نبوت پاى ته رسېدلى؛نه ! وحې او د پېغمبرۍ نوې کېدنې ته اړتيا پوره شوې؛نه دين او ديني ښوونو ته .

ستر او مشهور اسلامي انديال؛علامه محمد اقبال لاهوري،چې ډېرى اسلامي مسايل يې روښانه کړي او ما هم په ډېرى کتابو کې له لارښوونو يې ګټنه کړې؛خو “د ختم نبوت” د فلسفې په تفسير او مخونې کې سخت تېروتى دى.نوموړي خپله خبره د څو اصلونو پر بنسټ ايښې ده.

١_وحې،چې لغوي مانا يې په ورو او په نجوا خبرې کول دي،په قرآن کې پراخ مفهوم مومي،چې ډول ډول مرموزې لارښوونې،د جماد،بوټي او څاروي له لارښوونې نيولې د انسان تر لارښوونې په ځان کې رانغاړي . وايي:

(( د وجود له جرړې سره دا نښلون هېڅکله په انسان پورې ځانګړى نه دى . په قرآن کې د “وحې” د ټکي د کارولو بڼه ښيي،چې دا کتاب يې د ژوند ځانګړنه ګڼي او البته دا شته،چې ځانګړنې او بڼه يې د ژوند د پړاوونو د تکامل له مخې توپير لري . بوټى،چې په ازاده په خپل ځاى کې وده کوي،څاروى،چې د ژوند له نوي چاپېريال سره د تطابق لپاره د نوي غړي خاوندېږي او انسان،چې د ژوند له دننني تله تازه رڼا تر لاسه کوي؛ټول د وحې بېلابېل حالات دي،چې د وحې د منلو د ظرفيت د ضروروت له مخې يا د هغه اړتياوو پر بنسټ بېلابېلې بڼې لري،چې دا لوښى ورپورې اړوند دى.))

 وګ : احياى تفکر ديني در اسلام١٤٤-١٤٥ مخونه .

٢_وحې غريزه ډوله چار دى او د وحې لارښوونه هم غريزي لارښوونه ده.

٣-له جمعي نظره وحې د انسان لارښوونه ده؛يعنې دا چې انساني ټولنه يو واحد دى او د تلو لار او حرکتي قوانين لري؛نو اړينه ده،چې لارښوونه ورته وشي.نبي هغه راديو ده،چې په غريزي بڼه هغه څه تر لاسه کوي،چې ورته اړتيا لري . وايي:

(( نړيوال ژوند (حيات جهاني) په اشراقي توګه خپلې اړتياوې ويني او په کړکېچنه شېبه کې د خپل حرکت امتداد او لورى ټاکي او دا هماغه څه دي،چې د دين په ژبه کې ورته :”پېغمبر ته د وحې د راتلو”نوم ورکوي.

٤-ساه کښو ته په لومړنيو پوړونو کې په غريزه لارښوونه کېږي او څومره،چې د تکامل درجې يې لوړېږي او “حس”،”تخيل” او “فکر” يې وده کوي؛غريزي ځواک يې لږېږي او په حقيقت کې حس او فکر يې ځايناستى کېږي؛حشرات تر ټولو غښتلې غريزه او انسان تر ټولو لږه غريزه لري .

٥- له ټولنيز پلوه انساني ټولنه تکاملي لار وهي او؛لکه څنګه،چې څاروي په لومړنيو درجو کې غريزې ته اړمن ول او په تدريج يې،چې د حس،تخيل او تفکر  ځواک وده وکړه؛نو حسي او فکري ځواکونه يې د غريزي لارښوونې ځايناستي کېږي؛انساني ټولنه هم په خپل تکاملي بهير کې داسې ځاى ته رسي،چې د تفکر ځواک پکې وده کوي؛نوځکه د غريزې (وحې) د کمزورۍ لامل شوى دى.

اقبال د احياى فکر ديني په ١٤٥ مخ کې دې موضوع ته اشاره کړې ده.

٦- بشري نړۍ دوه بنسټيز پېرونه لري : د وحې د لارښوونې پېر او په تاريخ او طبيعت کې د تعقل او تفکر د لارښوونې پېر.که څه هم په پخوانۍ نړۍ کې د فلسفې څو سترې کارخانې (؛لکه يونان او روم) وې؛ خو دومره ارزښت يې نه درلود او بشر لا تر اوسه د ماشومتوب په پېر کې و. وايي :

((اړنګ نشته پخوا،چې انسان د اوس په پرتله لومړنى حالت درلود او څه نا څه د تلقين تر واک لاندې و؛د فلسفې څو سترې کارخانې يې جوړې کړې وې؛خو هېر مو نشي،چې په پخوانۍ نړۍ کې دا کارخانې جوړول يوازې د فکر کار و،چې نه يې شو کړاى،چې له دودونو او مبهمو ديني ګروهو هاخوا ولاړې شي او موږ ته يې د ژوند د عيني اوضاع په هکله هېڅ ډډه نه ده رامنځ ته کړې.))

٧-پېغمبراکرم،چې پېغمبري پرې پاى ته رسېدلې؛هم په پخوانۍ نړۍ پورې اړوند دى او هم په نوې نړۍ پورې. د الهام د سرچېنې له پلوه،چې وحې ده_ نه د طبيعت او تاريخ تجربي مطالعه_ په پخوانۍ نړۍ پورې اړوند دى او د ښوونو د روحيې له پلوه،چې تفکر،تعقل او د طبيعت او تاريخ مطالعې ته رابلل دي او ددې چارو په زوکړه د وحې کار تمېږي،په نوې نړۍ پورې اړوند دى. وايي:

((نو که مسئلې ته له دې پلوه وکڅل شي؛بايد وويل شي : لکه څنګه چې ښيي پېغمبراکرم د پخوانۍ او نوې نړۍ ترمنځ ولاړ دى . تر هغه،چې د الهام په سرچينې پورې يې اړه لري؛په پخوانۍ نړۍ پورې اړوندېږي او هلته،چې د الهام د اروا خبره وي؛نو په نوې نړۍ پورې اړوند دى. ژوند په هغه کې د معرفت (طبيعت او تاريخ) نورې سرچينې رابرسېروي،چې له نوې لارې سره يې وړ دي . د اسلام راښکاره کېدل او زوکړه د “استقرايي برهاني عقل” زوکړه او راښکاره کېدل دي.د اسلام په راښکاره کېدو او د رسالت د پاى د رسېدو د اړتيا په رابرسېرنه،رسالت د کمال بريد ته ورسېد او دا پخپله ددې چار ځيرکانه لاس ته راوړنه ده،چې نشي کېداى ژوند تل په ماشومتوب او له بهر په مشرۍ کې پاتې شي. په اسلام کې د پالۍ او ميراثي سلطنت له منځه تلل او په قرآن کې همېشني عقل او تجربې ته توجه کول او (همداراز) کوم ارزښت،چې دې سپېڅلي اسماني کتاب طبيعت او تاريخ ته د بشري معرفت د سرچينې په نامه ورکړى؛دا ټولې د رسالت د پېر د پاى ته رسېدو د واحد فکر بېلابېلې څېرې دي.))

وګ:علامه محمد اقبال؛احياى تفکر ديني در اسلام: ١٤٦مخ . ))

دا و د علامه محمد اقبال لاهوري له ليد لوري “د ختم نبوت” د فلسفې اصول او ارکان.

که دا فلسفه سمه وي؛نو يوازې نوې وحې او پېغمبرۍ ته اړتيا نشته؛ بلکې مطلقاً د وحې له لارښوونې مړه خوا يو؛ځکه د تجربي عقل لارښوونه د وحې د لارښوونې ځايناستې ده.که دا فلسفه سمه وي؛نو دا د “ختم ديانت” فلسفه ده؛نه د “ختم نبوت” او د اسلامي وحې دنده د دين د پېر د پاى او د عقل او عمل د پېر د پېل اعلانول دي.

دا مطلب نه يوازې د اسلام د اړتيا خلاف دى؛بلکې په خپله د علامه اقبال د څرګندونې مخالف هم دى.د علامه اقبال ټولې غورځې پورځې ددې لپاره وې،چې علم او عقل بشري ټولنې ته پکار دي؛خو بسيا نه دي او بشر د علم هومره دين او ايمان ته اړتيا لري.

 علامه اقبال پخپله په ډاګه کوي،چې ژوند ثابتو اصولو او بدلېدونکيو فروعو ته اړتيا لري او پر اصولو د فروعو انطباق د”اسلامي اجتهاد” دنده ده. وايي:

((دې نوي فرهنګ (اسلامي فرهنګ) د نړيوال يووالي بنسټ د توحيد پر آر کېښود.اسلام د واکمنۍ د غونډال-دستګاه په نامه يوه وسيله ده، چې د توحيد آر د بشر په عقلي او عاطفي ژوند کې “ژوندى ساتى لامل” کړي . اسلام خداى ته وفاداري غواړي؛نه استبدادي حکومتونو ته او دا چې خداى د هر ژوند روحاني او نهايي بنسټ دى؛نو خداى ته وفاداري عملاً پخپله د انسان مثالي طبيعت (د ارمان غواړي طبيعت او د مطلوب لټونې کمال) ته وفاداري ده.

کومه ټولنه،چې له واقعيته په داسې انګېرنه جوړه شوې وي؛بايد په خپل ژوند کې د “ابديت” او “بدلون” مقولې سره همغږې کړي؛بايد د خپل ټولنيز ژوند د تنظيم لپاره ابدي اصول په واک کې ولري؛څه چې ابدي او همېشني دي،د همېشني بدلون په دې نړۍ کې راته د پښې کلک ځاى پرېږدي؛خو که ابدي اصول په دې مانا وپېژندل شي،چې له بدلون سره په ټکر کې دي؛يعنې له هغه څه سره په ټکر کې دي،چې قرآن يې د خداى يو له ستر “آيتونو” ګڼي؛نو هغه مهال به ددې لامل شي او هغه څيز به له حرکته وغورځېږي،چې ذاتاً متحرک دى. په سياسي او ټولنيزو علومو کې د “اروپا” د ماتې لومړى اصل انځوروي (ليکوال : د هر ډول ابدي اصل نفې او د ژوند له اصلي اصولو همېشنۍ نمښته-انکار) او په دې  وروستيو پينځه پېړيو کې د اسلام بې حرکتي دويم اصل (ليکوال: د بدلون له اصله نمښته او پر تلپاتېتوب ګروهه) انځوروي. په اسلام کې د حرکت اصل څه دى؟هماغه اصل دى،چې په اسلام کې “اجتهاد” نومېږي.))

وګ :هماغه سرچينه :١٦٨_١٦٩ مخونه.

د پورتنۍ وينا له مخې،د وحې لارښوونې ته تل اړتيا وي او د تجربي عقل لارښوونه نشي کړاى ځايناستې يې شي. پخپله علامه اقبال هم سل په سلو کې د تل لپاره د لارښوونې د اړتيا د اصل پلوى دى؛حال دا چې کومه فلسفه،چې هغه “د ختم نبوت” لپاره وويله؛غوښتنه يې داده،چې نه يوازې وحې او نوي رسالت ته اړتيا نشته؛بلکې د وحې لارښوونې ته اړتيا هم پاى ته رسي او په حقيقت کې نه يوازې نبوت؛ بلکې ديانت هم پاي ته رسي.

“ختم نبوت” ته د علامه اقبال دا ناسمه مخونه ددې لامل شوه،چې ناسمه پايله ترې واخستل شي او و انګېرل شي،چې “د ختم نبوت” پېر؛يعنې له وحې د بشر د خپلواکۍ پېر.

 د پېغمبرانو ښوونو او روزنو ته د بشر مثال د هغه زده کوونکي دى،چې هر کال پورته ټولګي ته ځي او ښوونکى بدلوي؛بشر هم پېر په پېر پورته پوړ ته ختلى او قانون او شريعت يې بدل شوى دى؛ماشوم له ښوونځي فارغېږي او له ښوونځي برى ليک ورکول کېږي او تردې وروسته له ښوونکي او لارښود خپلواکه خپله څېړنه کوي.

د ختم نبوت د پېر بشر هم له کلاسيکې زده کړې د فارغېدو برى ليک اخستى او په خپله خپلواک په تاريخ او طبيعت کې څېړنه کوي او دې ته “اجتهاد” وايي؛نو د ختم نبوت پېر؛يعنې ((ځان بسياېنې)) ته د بشر رسېدل .

اړنګ نشته،چې د نبوت له پاى ته رسېدو داسې تفسير، غلط دى.د نبوت له ختمېدو دا ډول تفسير هغه څه نه دي،چې نه يې پخپله علامه اقبال مني او نه يې هغه مني،چې له دې تفسيره دې پايلې ته رسېدلى دى.

دويم :که د علامه اقبال تفسير سم وي؛نو بايد د تجربي عقل په زوکړه، چې علامه اقبال ورته ((دنننۍ تجربه)) وايي، (د اولياء الله مکاشفات) هم پاى ته ورسي؛ځکه فرض پر دې دى،چې دا چارې غريزي دي او د تجربي عقل په زوکړه،غريزه _له بهره لارښوونکې  ده _ لاندې کېني؛حال دا چې پخپله علامه اقبال په ډاګه کوي،چې باطني تجربه تلپاتې ده او د اسلام له پلوه دنننۍ تجربه د معرفت له درې ګونو سرچينو ده . (دوه نورې يې  طبيعت او تاريخ دي).

علامه اقبال پخپله عرفان ته کلکه لېوالتيا لري او په مانيزو الهاماتو کلک ګروهمن دى.وايي:

(( دا فکر په دې مانا نه دى،چې ((باطني تجربه)) د څرنګوالي له پلوه له ((پېغمبرانه تجربې)) سره توپير و نه لري او اوس نور له دې پرې شوى وي،چې حياتي واقعيت شي. قرآن کريم ((انفس=انا=خود)) او ((آفاق=نړۍ)) د علم او معرفت سرچينې ګڼي. خداى خپلې نښې هم په دنننۍ تجربه کې څرګندوي او هم په بهرنۍ تجربه کې او د انسان دنده داده،چې د تجربو د ټولو انځورونو د پوهه ورکونې په هکله ورمند-قضاوت وکړي.د خاتميت فکر نبايد په دې مانا ونيول شي،چې د ژوند وروستى برخليک د عقل پر ځاى د بشپړې عاطفې ځايناستېدل دي. داسې چار نه  شونى ده او نه مطلوب. ددې فکر عقلاني ارزښت په دې کې دى،چې د دنننۍ تجربې پر وړاندې خپلواک شنونکي حالات رامنځ ته کړي او دا چار ددې ګروهې په زوکړه لاس ته راځي،چې د وګړيو د ادعاوو حجيت او اعتبار،له طبيعت هاخوا سره په تړاو کې په بشري تاريخ کې پاى ته رسېدلى دى ….؛نو باطني او عارفانه تجربې ته- څومره هم که غيرعادي او غير متعارف وي_ اوس بايد د يوې سوچه طبيعي تجربې په سترګه وکڅل شي او د بشري نورو تجربو د انځورونو په څېر يې کره کتنه او شننه وشي.))

وګ:هماغه سرچينه:١٤٦-١٤٧ مخ.

د علامه اقبال د وروستۍ خبرې مطلب دادى : په ختم نبوت ، الهامونه، مکاشفات او د اولياء الله وو کرامت پاى ته نه دى رسېدلى؛ خو پخوانى حجيت او اعتبار يې پاى ته رسېدلى دى.

 پخوا چې لا تجربي عقل نه و زيږېدلى؛معجزه او کرامت يو سوچه او د منلو وړ سند و؛خو وده کړي او عقلاني کمال ته رسېدلى بشر ( د خاتميت د پېر بشر) ته دا چارې حجيت او سنديت نه لري او د هرې پېښې او ښکارندې په څېر بايد عاقلانه تجربه پرې وشي.

 تر خاتميت مخکې پېر د معجزې او کرامت پېر و؛يعنې معجزې او کرامت عقلونه تر خپل واک لاندې کړي ول؛خو د خاتميت پېر د عقل پېر دى.

عقل؛د کرامت ليدل د څه دليل نه ګڼي؛خو دا چې په خپلو کچو يې د الهام له لارې  د يو برسېره شوي حقيقت صحت او اعتبار برسېره کړي.

د علامه اقبال دا خبره هم جړه پړه ده؛که د خاتميت تر پېر مخکې يې وکڅې او که د خاتميت تر پېر وروسته يې وکڅې،چې موږ پرې په راتلونکيو څپرکيو کې ويينه کړې ده.

درېم داچې علامه اقبال وحې غريزي ډوله ښوولې،چې په دې خبره کې هم تېروتى دى او همدې اړخ نور هم تېرايستي دي؛لکه څنګه چې پخپله علامه اقبال هم پوهېږي،چې غريزه سل په سلو کې طبيعي (غير اکتسابي)،ناځانخبرى او تر حس او عقل ټيټه درجه لري،چې د خلقت قانون د حيوان (حشرات او تر حشراتو ټيټ) د ژوند په لومړني پوړ کې ايښى دى. د پورتنيو درجو د لارښوونې (حس او عقل) په وده غريزه کمزروېږي او لاندې کېني؛نو انسان چې د فکر له پلوه تر ټولو غني حيوان دى؛د غريزې له پلوه تر ټولو کمزورى دى.

خو وحې پرعکس، له حس او عقل هاخوا لارښوونه ده او پردې سربېره، تر ډېره بريده اکتسابي ده او تر دې پورته د ځانخبرۍ په لوړه درجه کې ده. د وحې ځانخبريتوب د حس او عقل تر درجو دومره لوړه ده،چې په خوله نه راځي او په وحې،چې کومه فضا برسېرېږي، تر هغې فضا خورا پراخه ده،چې تجربي عقل يې پر برسېرنې وسمن وي.

د انسان د و ګړيزو او ټولنيزو استعدادونو د ټولګې،د ټولنيزو اړيکو د پېچلتيا او د انسان د تکاملي سير نه مشخصېدو ته په پام بايد ومنو، څه چې فيلسوفانو او انديالانو د ايديولوژۍ په نامه جوړ کړي؛ يوازې بې لاري او لار ورکي ده. انسان ته د ايديولوژۍ درلودو له پلوه يوازې يوه لار ده او هغه هم د وحې له لارې ايديولوژي درلودل دي؛که د وحې له لارې ايديولوژي و نه منو؛نو بايد ومنو،چې انسان بې ايديولوژۍ دى.

ننني انديالان وايي،چې د بشر راتلونکي ته په ايديولوژيو  بهير ټاکل، يوازې منزل په منزل شونى دى؛يعنې يوازې په هر منزل کې بل منزل مشخصولاى شو؛خو داچې تردې وروسته منزل چېرته دى او وروستى سرمنزل چېرته دى،آيا اساساً کوم سرمنزل شته که نه؟ هېڅ معلومه نه ده.دداسې ايديولوژيو برخليک روښانه دى.

څومره به ښه وه،چې علامه اقبال د نورو عارفانو په تېره بيا د مولانا جلال الدين بلخي شعرونه په ځير لوستي واى؛نو د ختم نبوت په اړه به غوره ځاى ته رسېدلى واى. عارفان دې ټکي ته رسېدلي،چې نبوت ځکه پاى ته ورسېد،چې د انسان ټول وګړيز او ټولنيز پوړونه او هغه لار،چې بايد انسان پرې ولاړ شي،يو ځاى رابرسېره شول؛تر هغه وروسته هر بشر څه،چې ومومل؛تر هغه به ډېر نه وي؛نو له ناچارۍ به لاروي وي .

((خاتم هغه دى،چې ټول پوړونه يې وهلي وي او “نه وهل شوى” پوړ ورته نه وي پاتې.))

دا د ختم نبوت کچه ده؛ نه د ټولنې د تجربي عقل وده. که اقبال د هماغه عارفانو؛لکه مولانا جلال الدين بلخي په آثارو کې،چې ارادت هم ورته لري،لږه نوره ځيرنه هم کړې وه؛نو پوه شوى به و،چې وحې غريزه  ډولې نه ده او تر عقلاني  ژونده او روح غوره ژوند او روح دى. مولانا وايي:

غير فهم جان که در گاو و خر است

آدمى را عقل و جانى ديگر اســــت

باز غير عقــــل و جــــــان آدمـــــــــــى

هــــست جانى در نبــــــي و در ولـــى

×××

 جــــــسم ظــاهر،روح مــــــخفي آمــــــده اســـت

جسم همچون آستين است،جان همچو دست

بـــــــاز عقــــــل از روح مخـــــــــفى تـــــــر بــــــود

حــــــس بـــه ســـــــــوى روح،زودتـــــــر ره بـــــــرد

روح وحــــــــې از عقـــــــــــــــــل پنهـــــان تــر بـــود

زانــــکه او غيــــــــب اســــت و او زان ســـر بــود

عقـل احمــــد از کســــــــى پنهـــــــــان نشـــــــــــد

روح وحــــــــــيش مــــــــــدرک هـــــــر جــــان نشد

روح وحيــــــى را مـــــناســــــبهاســــــت نيــــــــــــز

در نيـــــــــــــــــــابـــــــــــد عقــــــل کـان آمـد عــزيز

×××

لـوح مـــحفــــــــوظ اســــت او را پيشــــــــوا

از چـــه محفوظ است؟محفوظ از خــــــطا

نى نجوم است و نه رمل است و نه خـواب

وحــــــــــــى حـــــــــق و الله اعــلم بالصـواب

څلورم؛ته وا علامه اقبال هماغه غلطي کړې،چې لوېديځ کړې ده؛يعنې علم د ايمان ځايناستول؛البته علامه اقبال په کلکه د علم د ځايناستولو مخالف دى؛خو په کومه لار،چې د ختم نبوت په فلسفه کې تللى؛همدې پايلې ته رسي.اقبال وحې يو ډول غريزه ښيي او مدعي دى،چې د عقل او فکر په کار اچولو د د غريزې دنده پاى ته رسي او په خپله غريزه مړه کېږي.دا خبره سمه ده؛خو په هغه چار کې،چې فکر پر هماغې لار ولاړ شي،چې غريزه پرې تله؛خو که فرض کړو،چې غريزه يوه دنده لري او فکر بله دنده؛نو دليل نشته،چې د فکر د کار په پېل غريزه له پښو لوېږي؛نو که فرضاً وحې غريزه ډولې وګڼو او ددې غونډال دنده د يو ډول نړۍ ليد او ايديولوژۍ جوړول وي،چې د عقل او فکر غونډال يې نشي جوړولاى؛نو هېڅ دليل نشته،چې (د علامه اقبال د وينا له مخې) د “استقرائي برهاني” عقل په وده د غريزې کار پاى ته ورسي.

علامه اقبال سره له دې،چې نابغه او پر اسلام زړه سواند و؛خو زده کړې يې په لوېديزو علومو کې وې او يوازې په اسلامي فرهنګ کې يې څېړنې درلودې؛په تېره بيا فقهې،عرفان او فلسفه کې ډېرې لږې؛خو کله کله سخت تېروځي او ما په ژورو فلسفي مسايلو کې تېروتنو ته يې په ” اصول فلسفه و روش رياليزم” د پينځم ټوک په سريزه  کې اشاره کړې ده؛نو ځکه د اقبال پرتلنه له علامه سيدجمال الدين افغاني سره سمه نه ده. پردې سربېره، چې د شخصي نبوغ له اړخه اقبال ورسره پرتله کېداى نشي. د سيدجمال الدين افغاني لومړى او اصلي فرهنګ اسلامي و او غربي يې دويمنى و. سيدجمال اسلامي نړۍ ته خورا سفرونه درلودل، چې له وضع سره يې تر اقباله نژدې اشنا و؛نو ځکه اقبال د ځينو هېوادو د خوځښتونو؛لکه ايران او ترکيه تېروتى؛سيد نه دى تېروتى.

پېغمبر اکرم (ص)

پېغمبر اکرم حضرت محمد بن عبدالله صلى الله عليه آله وسلم،چې نبوت پرې پاى ته رسېدلى، پر٥٧٠ ز وزيږېد؛په څلوېښت کلنۍ کې مبعوث شو.په مکه يې ديارلس کاله خلک اسلام ته راوبلل او په دې لار کې يې خورا سختۍ وګاللې او په دې موده کې يې تکړه وګړي وروزل او بيا يې مدينې ته هجرت وکړ او هغه ځاى يې خپله پلازمېنه کړه . لس کاله يې په مدينه کې خلک اسلام ته راوبلل او د عربو له سرکښو سره يې مبارزه وکړه او ټول يې غوسه کړل . تر لسو کالو وروسته د عربستان ټوله ټاپووزمه مسلمانه شوه.په دې دروېشت کلو کې په تدريج ورته د قرآن حکيم آيتونه راغلل . مسلمانانو له قرآن کريم او رسول اکرم سره هېښنده مينه او لېوالتيا درلوده.پېغمبر اکرم پر يوولسم هجري کال،چې د بعثت درويشتم کال او د عمر يې درې شپېتم کال و، ومړ او نوې او له اروايي خوشحالۍ ډکه ټولنه يې جوړه کړه،چې په رغنده مفکورې مؤمنه وه او نړيوال مسووليت يې احساساوه.

دوه څيزونو دې نوې ټولنې ته روحيه او يووالى  ورکړى و: قرآن کريم، چې تل به لوستل کېده او الهام يې ورکاوه او بل د رسول اکرم ستر شخصيت، چې ټول فکرونه يې ځان ته راکښلي او لېواله کړي ول.دلته د رسول اکرم پر شخصيت ويينه لرو.

 د ماشومتوب پېر

لا نه و زيږېدلى،چې پلار يې له شام نه مدينې ته په سوداګريز سفر کې ومړ او نيکه يې عبدالمطلب پالنه پر غاړه واخسته.له ماشومتوبه يې په څېره، کړنو او ويناوو کې د ستروالي او فوق العادګۍ نښې ليدل کېدې او  عبدالمطلب ته د لمر په څېر روښانه وه،چې لمسى يې روڼ راتلونکى لري.

اته کلن و،چې نيکه يې ومړ او د نيکه د وصيت له مخې،تره يې ابوطالب پالنه پر غاړه واخسته.ابوطالب هم د محمد (ص) کړنو ګوته په خوله حيران و؛ځکه کړنو يې نورو ماشومانو ته بېخي ورته والى نه درلود.

هېڅکله يې و نه ليدل،چې د نورو ماشومانو په څېر خوړو ته لېوالتيا وښيي؛لږه يې خوړه او له ډېر خورۍ يې ډډه کوله.د نورو ماشومانو د روږد پر خلاف يې ويښتان ګومنځول او مخ يې مينځه او پاک و.

ابوطالب وايي :

(( هېڅکله مې ترې دروغ،بېځايه خندا او ناوړه کار و نه ليد،ماشومانه لوبو ته يې لېوالتيا نه درلوده؛يوازېتوب او خلوت يې خوښ و او په هر حال کې خاکسار او متواضع و.))

 له بېکارۍ او لټۍ کرکه

له بېکارۍ او لټۍ سخت کرکجن و،ويل يې : (( خدايه ! له لټۍ، ناغېړۍ ،کمزورۍ او سستۍ له تا پناه غواړم.))

 وګ:الجامع الصغير١/٥٨

مسلمانان يې کار ته هڅول،ويل يې :

((عبادت اويا برخې دى،چې خورا غوره يې حلال کسب دى.))

وګ :کافي٥/٧٨

 امانت

تر بعث مخکې حضرت خديجې _چې بيا يې مېرمن شوه_ ته د سوداګرۍ په موخه شام ته ولاړ .په دې سفر کې يې امانت ساتي،استعداد او سمچاري روښانه شوه؛په خلکو کې په امانت ساتنه کې دومره مشهور و، چې د “محمد امين” لقب يې ورکړى و.تر بعثت وروسته سره له دې، چې قريشو ورسره دښمني پيدا کړه؛خو بيا يې هم خپل امانتونه ورسره ايښوول؛نو ځکه تر خپل هجرت وروسته يې حضرت علي (ک) څو ورځې په مکه کې پرېښود،چې د خلکو امانتونه يې اصلي خاوندانو ته ورکړي.

 له تېري سره مبارزه

پېغمبراکرم د جاهليت په پېر کې د “حلف الفضول” په تړون کې هم ژمنى و.دا تړون هغې ډلې د “عبدالله بن جدعان” په کور کې رامنځ ته کړى و، چې له تېري او زورمټۍ پوزې ته راغلي ول.پېغمبراکرم به تر رسالت وروسته دا تړون ياداوه او ويل يې،چې چمتو نه يم دا تړون مات شي او اوس هم چمتو يم،چې په داسې تړون کې هم ژمنى شم.

 کورني خويونه

په کور کې لوراند و؛له مېرمنو سره يې هېڅ ډول تاوتريخوالى نه کاوه، چې دا چار د مکې د خلکو د دود پر خلاف و. له ښځو سره پر ښه چلن ټينګار کاوه،ويل يې :((هر څوک ناوړه او ښه خويونه لري؛سړي نبايد يوازې د خپلې مېرمنې ناوړه خويونه په پام کې ونيسي او خوشې يې کړي او هر مهال،چې د مېرمنې يوې ځانګړنې خپه کړې؛نو بله داسې ښه ځانګړنه پکې شته،چې خوشحاله دې کړي او بايد دا دواړه ځانګړنې  په پام کې ونيول شي.))

له اولاد او لمسو سره په مينه چلېده؛په غېږ کې يې کېنول،پر اوږو يې سپرول او ښکلول يې،چې دا ټول خويونه د هغه وخت د دودونو پر خلاف ول. يوه ورځ يې امام حسن ښکلاوه،چې يو سړي ورته وويل: (( دوه زامن لرم،چې تر اوسه مې يو هم نه دى ښکل کړى.)) رسول اکرم ورته وويل: ((څوک چې پر نورو و نه لورېږې؛نو خداى به پرې و نه لورېږي.))

وګ : الفقيه٤/٢٧٢.

د مسلمانانو پر اولاد هم خورا لوراند و؛پر زنګانه يې کېنول او پر سر يې ورته د مينې لاس راکښوده.ميندو به خپل ماشومان دعا ته رسول اکرم ته راوستل.کله به پېښېدل،چې ماشومانو به د رسول اکرم په غېږ کې متيازې کولې،چې په دې کار به ميندې خپه او ماشومانو ته غوسه کېدې؛ خو رسول اکرم به ويل : له متيازو کولو يې مخنيوى مه کوئ؛ خير دى که جامې مې چټلې شوې؛و به يې مينځم.

 له مريانو سره چلن

پر مريانو خورا لوراند و،خلکو ته يې ويل: (( دوى مو ورونه دي؛کوم خواړه،چې پخپله خورئ،پر دوى يې هم وخورئ،د ځان په څېر جامه ورکړئ، تر وسې پورته کار پرې مه کوئ او پخپله ورسره په چارو کې مرسته وکړئ؛ورته د وينځې او مريي په نوم غږ مه کوئ؛ځکه موږ ټول د خداى مملوک يو او د ټولو حقيقي مالک خاوند خداى دى او په ځوانه ! يا ځوانې ورته غږ کوئ.))

اسلامي شريعت ټول هغه امکانات رامنځ ته کړل،چې د مريانو ازادول يې اسانول.”نخاسي”؛يعنې د مريانو پلورل يې خورا ناوړه چار ګاڼه،ويل يې:(( د خداى په نزد خورا ناوړه خلک انسان پلوري دي.))

 وګ:وسايل ١٢/٩٧

 پاکوالى او ښه بوى

له پاکوالي او ښه بوى سره يې هېښنده مينه درلوده؛هم يې پخپله د پاکوالي خيال ساته او هم يې نورو ته سپارښتنه کوله،چې خپل کورونه او بدنونه پاک وساتئ. ټول يې هڅول،چې د جمعې پر ورځ غسل وکړي او عطر پورې کړي او له ښه بوى او پاک بدن سره د جمعې لمونځ ته ولاړ شئ.

 چلن

په ورين تندي له خلکو سره مخېده.په سلام اچولو کې ان پر ماشومانو او مريانو مخکېکېده و.د چا په مخ کې يې پښې نه غځولې او پر چا يې ډډه نه وهله.ډېرى په زنګنو کېناسته.د غونډو د ناستو بڼه يې ګرده وه، چې لاندې باندې پکې نه وي او ټول يو شان ځاى ولري. د اصحابو پوښتنه يې کوله؛که په درې ورځو کې به يې و نه ليد؛نو پوښتنه يې کوله؛که ناروغ به و؛نو پوښتنې ته يې ورته او که ستونزه يې درلوده؛نو په هواري که يې ورسره مرسته کوله. په غونډو کې يې يوازې يوه ته نه ليدل او له يوه سره يې خبرې نه کولې؛بلکې ټولو ته يې کتل او ځان يې پر غونډه ويشه . ښه يې نه ايسيدل،چې کله غونډې ته راننوځي څوک ورته له ځايه پاڅي او په کارونو کې يې ونډه اخسته،وايي :

(( د خداى نه خوښېږي،چې خپل بنده په نورو بندګانو کې داسې وويني، چې د نورو په پرتله ځان ته پر امتياز قايل وي.))

وګ:کحل البصر/٦٨ مخ.

 پرېکنده نرم خويه

په وګړيزو او هغو مسايلو کې خورا نرم چلنه او مهربان و،چې پخپله په همده پورې يې اړه درلوده،چې سترې او تاريخي بښنې يې د پرمختګ لامل دى؛خو په اصولي،عمومي او قانوني مسايلو کې پرېکنده او سخت چلنه و او په دې چارو کې له چا هم نه تېرېده. سره له دې،چې قريشو پرې خورا تېري کړي ول؛خو د مکې تر سوبې وروسته يې ټول وبښل .د خپل ګران تره حضرت “حمزه سيدالشهداء” د وژونکي توبه يې ومنله؛خو پر هماغه ورځ يې يوې ښځې ته د کړي جرم سزا ورکړه،چې ټول قريش يې بښلي ول .کيسه يې داسې وه: د “بني مخزوم” د ټبر يوې ښځې غلا کړې وه او جرم يې جوت شوى هم و. د ټبر خلکو پر ښځه د حد جاري کېدل، د خپل ټبر سپکاوى ګاڼه او له رسول اکرم يې وغوښتل،چې د حد له جاري کولو ډډه وکړي او ډېر ستر اصحاب يې هم رسول اکرم ته واسطه کړل؛خو رسول اکرم په غوسه وويل: دا د واسطې ځاى نه دى! نه شم کړاى د خلکو لپاره د خداى قانون پلى نه کړم او د هماغې ورځ پر مازيګر يې خلکو ته وينا وکړه:

(( تېر خلک او قومونه ځکه ورک شول،چې د الهي قانون په پلي کولو کې يې تبعيض کاوه؛که واکمنو او زورورو بل جرم وکړ؛نو بښل کېده به او که کمزوري به جرم وکړ؛نو قانون پرې پلي کېده؛ قسم پر خداى ! د عدالت په پلي کولو کې به له چا سره سستي و نه کړم که څه هم نږدې خپلوان مې وي.)) وګ :صحيح مسلم٥/١١٤ .

 عبادت

د شپې ډېرى برخه يې په عبادت تېروله .سره له دې،چې ټوله ورځ يې – په  تېره بيا په مدينه – کار و کوښښ کاوه؛خو د عبادت وخت يې نه لږېده.هوساېنه او ارام يې د حق په عبادت کې ليده؛عبادت يې جنت ته د تمې او يا د دوزخ د اور له وېرې نه و؛بلکې د مينې،ستاينې او مننې و. يوه ورځ يوې مېرمنې يې ورته وويل : ته خو بښل شوى يې؛نو ولې دومره عبادت کوې؟ پېغمبر اکرم وويل:(( آيا بايد منندوى بنده و نه وسم؟))

ډېرې روژې يې نيوې. پر رمضان او شعبان سربېره؛ ورځ ترمنځ روژه و.د رمضان په وروستيو لسو شپو کې يې بستره بېخي ټولوله او په جومات کې اعتکاف ته کېناسته؛خو خلکو ته يې ويل: ( بسيا ده،چې په هره مياشت کې يوازې درې ورځې روژه شئ.)) ويل يې: (( د خپلې وسې هومره عبادت کوئ او تر خپلې وسې ډېر عبادت پر ځان مه پېټى کوئ، چې پرعکس اغېز لري.)) له رهبانيت،ګوښه ناستۍ او کورنۍ ته له شاکولو سره مخالف و او هغه اصحاب يې په کلکه ورټل،چې داسې هوډ يې نيولى و. ويل يې : (( بدن،مېرمن،اولاد او ملګري مو درباندې يو لړ حقوق لري،چې بايد رعايت شي.)) ځان ته لمونځ يې اوږداوه او کله به ساعتونه ساعتونه د تهجدو پر لمانځه بوخت و؛خو د جمعې لمونځ يې لنډاوه او د کمزوريو،ښځمنو،بوډاګانو او ماشومانو پر حقوقو او درناوي يې خورا ټينګار کاوه.

 زهد او ساده ژوند

زهد او ساده اوسېدل يې د ژوند اصول ول. ساده خواړه يې خوړل،ساده جامې يې اغوستې او ساده حرکت يې کاوه. پر پوزي او ځمکه کېناسته. په خپله يې اوزې لوشلې او پر بې کتې سپرلۍ به سپرېده.ډېرى خواړه يې روټه او کجورې وې.خپلې جامې او پڼې يې په خپله پيوندولې. د سادګۍ پلوى و؛خو د بېوزلۍ د فلسفې نه؛ شتمني يې د ټولنې ګټې او په مشروعو لارو کې لګولو ته پکار ګڼله،ويل يې:

((څومره ښه ده هغه شتمني،چې له حلالو لاس ته راشي او خاوند يې پوه شي،چې په کوم ځاى کې يې ولګوي.)) وګ :محجة البيضاء٦/٤٤.

((شتمني تقوا ته ښه مرسته ده.)) وګ:وسائل١٢/١٦.

 اراده او استقامت

بې سارې اراده او استقامت يې درلود،چې يارانو يې ترې هم زده کړې وه. د رسالت درويش کلن پېر يې د ارادې او استقامت له زده کړو ډک دى. کله به داسې پېښېدل،چې ټول به نهيلي شول؛خو هغه يوه شېبه هم نهيلى نه شو او ماته يې ذهن ته نه راته او د يوې شېبې لپاره يې هم پر بري ايمان لږ نه شو.

 مشري،مديريت او سلامشوره

سره له دې،چې اصحابو يې بې ځنډه حکم پلي کاوه او تل يې اصحابو ويل: ((دا چې بشپړ ايمان درباندې لرو؛که حکم وکړې،چې ځان سيند ته واچوئ او يا په اور کې وسوځوئ؛نو دا کار به وکړو.))

خو پېغمبراکرم د  زورواکانو په څېر نه و او په هغو چارو کې يې له يارانو سره سلامشوره کوله،چې په هکله يې وحې او الهي حکم نه و راغلى او تر مشورې وروسته يې د ورکړ شوې مشورې درناوى هم کاوه او له دې لارې يې خپلو يارانو ته شخصيت ورکاوه. په “بدر” کې يې د جګړې کولو او نه کولو لپاره له ملګرو سره مشوره وکړه. د “اُحُد” په جګړه کې داچې په مدينه کې پاتې شي که ووځي؛هم يې له يارانو سره مشوره وکړه او همداراز د “احزاب” او “تبوک” په جګړه کې.

د پېغمبراکرم نرمي،لورنه،بښنه، د اصحابو او امت د تېروتنو بښلو ته لېوالتيا،پر يارانو يې شمېرل،ورسره مشوره او شخصيت ورکول يې هغه لاملونه دي،چې پر اصحابو او امت يې خورا ګران کړى و. قرآن کريم په دې هکله وايي:

((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لاَنفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ(آل عمران/١٥٩) = خلكو ته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل نو له هغوى تېرشه او بښنه ورته وغواړه او په چارو كې ور سره مشوره وكړه؛خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده اوسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه چې توكل كوونكي د خداى خو ښېږي.))

 نظم او انضباط

پر چارو يې نظم او انضباط واکمن و. مهال ويش يې درلود او ددې کار سپارښتنه يې هم کوله او اصحابو يې هم په پلوۍ همدا کار کاوه.پکار وه، چې ځنې هوډونه ښکاره نه کړي،چې دښمن ترې خبر نشي؛نو نه يې ښکاره کول؛خو يارانو يې هوډ هرومرو پلي کاوه.د بېلګې په توګه : حکم يې کاوه : تيار شئ ! سبا حرکت کوو. بې له دې،چې له نهايي مقصده خبر وي،ټول به سبا پر هغه لور تلل،چې رسول اکرم حکم کړى و او په وروستيو شېبو کې به خبرېدل،چې چېرته ځوو.کله به يې يوې ډلې ته د تګ حکم کاوه او يو ليک يې ورکاوه او ورته ويل يې،چې تر درې شپو او ورځو مزله وروسته ليک ولولئ او پکې ليکل شوي حکمونه پلي کړئ او هغوى به همداسې کول او نهايي مقصد ته تر رسېدو د مخه نه پوهېدل،چې چېرته روان دي او له دې لارې يې دښمن او د ښمن جاسوسان بې خبره پرېښوول.

 نيوکه يې اورېده او له غوړه مالۍ کرکجن و

کله به پرې ځنې يارانو سختې او بېځايه نيوکې کولې؛خو پېغمبر اکرم به  د نيولي هوډ د فلسفې او حکمت په بيانولو خپل هوډ ته راماتول . له ستاينې او غوړه مالۍ کرکجن و،ويل يې(بحارالانوار٣/٢٩٤) :((د چاپلوسانو او غوړه مالونو پر مخ خاورې وشيندئ))

له ډاډ سره کار يې ښه ايسيده.حضرت سعد بن معاذ (رض)،چې ومړ او پېغمبراکرم په خپله په لحد کې کېښود او چې کله يې د لحد تيږې ايښودې،ويل يې:((پوهېږم،چې څو ورځې وروسته نړېږي؛خو خداى خوښېږي،چې بنده يې کوم کار کوي،ډاډمن او کلک يې وکړي.))

له کمزوريو ټکيو سره مبارزه

د وګړيو له کمزوريو ټکيو او ناپوهيو يې ناوړه ګټنه نه کوله؛پر عکس ورسره يې مبارزه کوله او خلک يې له خپلو ناپوهيو خبرول . اتلس مياشتېنى زوى يې ابراهيم،چې ومړ؛نو پر هغه ورځ لمر تندر ونيو. خلکو و انګېرل،چې لمر د پېغمبراکرم د زوى په وير کې تندر نيولى؛خو پېغمبر اکرم د خلکو ددې جاهلي آند پر وړاندې چوپ پاتې نه شو او د خلکو له دې کمزوري ټکي يې ناوړه ګټنه و نه کړه؛پر ممبر کېناست،و يې ويل: (( خلکو ! لمر و سپوږمۍ دوه الهي آيتونه دي او د چا د مړينې په پار يې تندر نه نيسي.))

 د مشرۍ شرايط

د مشرۍ شرايط يې درلودل؛لکه تشخيص،پرېکندتوب،مړانه، وړاندوينه، لرليد، د نيوکو زغم،د وګړيو پر وړتياوو پوهېدل او د وړتيا له مخې دنده ورسپارل،په شخصي چارو کې نرمي او په اصولي او قانوني چارو کې سختي،پر لارويانو او يارانو شمېرنه،شخصيت ورکول او د هغوى د عاطفي،عقلي او عملي استعدادونو روزنه،له استبداده ډډه کول، له خاکسارۍ،پت،امانت ساتنې او په تشکيلاتو کې د انساني ځواکونو له تنظيم سره يې خورا مينه درلوده، ويل يې : ((که درې تنه يو ځاى سفر کوئ؛نو يو مو مشر وټاکئ.))

په مدينه کې يې ځانګړي تشکيلات درلودل او هرې ډلې به ځانګړې دنده درلوده :ځنې د وحې کاتبان ول او قرآن يې ليکه،ځينو د پېغمبر اکرم د ځانګړيو ليکونو ليکوالان ول،ځينو به د خلکو تړونونه او معاملې ثبتولې،ځينو د صدقو او مالياتو حساب و کتاب کاوه.

د تاريخ په کتابو؛لکه د يعقوبي تاريخ،د مسعودي التنبيه و الاشراف او د بلاذري معجم البلدان او ابن سعد په طبقات کې دا ټول ليکل شوي دي.

د تبليغ کړنلار

د اسلام په تبليغ کې يې سختي نه کوله او تر وېرې او ګواښنې ډېر يې پر زېري او هيلې ډډه وه.خپل يو يار يې،چې يمن ته د تبليغ لپاره لېږه،ورته يې وويل :(( اساني کوه او سختي مه کوه زېرى ورکړه (خوښې راهڅوه) او خلک مه توري کوه.)) وګ:دلائل النبوة٥/٤٠١.

د اسلام د تبليغ په چار کې يې خوځښت درلود،طائف ته يې سفر وکړ،د حج په موسم کې به پر ټبرونو ګرځېده او بلنه يې ورکوله.يو ځل يې حضرت علي (ک) او بل ځل يې حضرت معاذ بن جبل (رض) يمن د تبليغ لپاره ولېږه.مدينې ته د راتګ تر مخه يې حضرت مصب بن عمير (رض) تبليغ ته استولى و.يوه ډله يې حبشې ته ولېږل،چې په دې سفر هم د قريشو له کړاوونو خلاص شول او هم يې په حبشه کې اسلام ته تبليغ کاوه. پر شپږم هجري کال يې پاچايانو ته ليکونه واستول او اسلام ته يې راوبلل،چې تاريخ د سلو په شاوخوا کې ليکونه يې ثبت کړي دي.

 پوهې ته هڅونه

خلک يې پوهې او ليک لوست ته يې هڅول.د اصحابو اولاد يې هڅاوه، چې ليک لوست زده کړي.ځنې اصحابو ته يې حکم وکړ،چې  د “سرياني” ژبه زده کړي، ويل يې: (( د علم زده کړه پر هر مسلمان او مسلمانې فرض ده.)) وګ: بحارالانوار١/١٧٧

(( حکمت لاس ته راوړئ ان که له مشرک او منافقه وي.))

وګ:بحارالانوار٢/٩٩-٩٧

(( علم زده کړئ ان که په چين کې وي.)) وګ: بحارالانوار١/١٧٧.

د علم پر زده کړې دا دومره سپارښتنې او ټينګار ددې لامل شو،چې مسلمان د علم زده کړې ته ملا وتړي او له ډېرو ژبو يې ګټور علمي آثار وژباړل او په خپله هم پر څېړنو بوخت شول او په دې کار نه يوازې د پخوانيو يوناني،رومي،ايراني،مصري،هندي او…تمدنو ترمنځ ارتباطي کړۍ شوه؛پخپله يې هم تر ټولو ستر او پرمختلى اسلامي تمدن رامنځ ته کړ.

خوى يې د وينا او دين په څېر هراړخيز او پراخ بنسټه و.تاريخ يې په څېر شخصيت نه دى ليدلى،چې په ټولو انساني اړخونو کې کمال ته رسېدلى و او هغه په رښتيا،چې بشپړ انسان و.

سرچینه : وحی او نبوت، لیکوال استاد مرتضی مطهری

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!