تبلیغات

د پېغمبر اکرم (ص) له سبط اکبر؛حسن بن علي رضي الله عنهما روایت شوې خبرې په بېلابېلو موضوعاتو کې حضرت امیرالمؤمنین علي (ک) او نورو سبط اکبر ابي محمد حسن بن علي – صلوات الله علیهما و رحمته و برکاته – پوښتلی او ځوابونه یې ورکړي دي : زهد څه دی؟ په ځانساتنې او پرهېزګارۍ […]

د پېغمبر اکرم (ص) له سبط اکبر؛حسن بن علي رضي الله عنهما روایت شوې خبرې

په بېلابېلو موضوعاتو کې حضرت امیرالمؤمنین علي (ک) او نورو سبط اکبر ابي محمد حسن بن علي – صلوات الله علیهما و رحمته و برکاته – پوښتلی او ځوابونه یې ورکړي دي :

زهد څه دی؟ په ځانساتنې او پرهېزګارۍ پورې زړه ورتړل او له دنیا زړه راشلول دي .

حلم او زغم څه دي؟ د غوسې تېرول او پر ځان لاسبري .

سداد ( راستي اودرستي =رښتينولي او سموالی) څه دی؟ په نېکیو د بدیو مخنیوی .

شرف څه دی؟ له خپل ټبر او خپلوانو سره احسان کول او ور اوښتي زیانونه او جرېمې یې پر غاړه اخستل.

مردانګي څه ده؟ له پناه ور وړي ملاتړ، په جګړو کې مقاومت او په بدو پېښو کې په اقداماتو لاس پورې کول.

سترتوب او بزرګواري څه ده؟ د غرامت ورکړه او له جرمه تېرېدنه.

مړانه ( او ځوانمردي ) څه ده؟ د دین ساتنه،د عزت نفس ساتنه، نرمخویي، تل نېکي کول، ( د ورونو) د حقوقو ورکول او له خلکوسره دوستي کول.

کرم څه دی؟ تر غوښتنې وړاندې ورکړه او په سوکړه کې د خوړو ورکول.

فرومایګي څه ده؟ خرد بیني ( یا خرده بیني) او د خورا لږو او بې ارزښته څيزونو د ورکړې سپمول .

پستي څه ده؟ کنجوسي او بد ژبي.

سخاوت څه دی؟ په سوکالۍ او اړ لاسۍ کې ورکړه.

کنجوسي څه ده؟ څه چې لرې شرف یې وبولې او څه چې ورکړې له منځه تللي یې وبولې.

وروري څه ده؟ په سختۍ او پراخۍ کې لاسنیوي ( او مساوات).

ډار څه دی؟ له دوست سره زړورتوب او له دښمنه پر شاتګ.

شتمني څه ده؟ پر قسمت خوشحالي که څه لږ وي.

نشتمني څه ده؟ په هر څه د نفس نه مړېدل .

جود څه دی؟ د وسې هومره ورکړه.

کرم څه دی؟ په اړلاسۍ او سوکالۍ کې د قوم او ټبر خیال ساتنه.

جرائت درلودل څه دي؟ له خپلو هم وزنو سیالانو سره غېږه نیول.

زړه ورتوب څه دی؟ له ځواکمنو سره مبارزه او جګړه کول.

ذلت څه دی؟ له رښتیا او حقیقت ویلو ډار.

حماقت څه دی؟ له خپل امیر سره مبارزه کول او هغه چې زیان در اړولای شي.

سرلوړي څه ده؟ د ښوچارو کول او د بد چارو پرېښوول.

لرلیدي څه ده؟ پرېمانه زغم، له واکمنو سره ګوزاره او پر ډېری خلکو په حساسو او د راز په مسایلو کې نه ډاډمنېدل.

شرف څه دی؟ له وروڼو سره همغږي او د ګاونډیانو د حقوقو مراعاتول.

بې برخېتوب څه دی؟ خپلې برخې ته شا کول.

بې عقلي څه ده؟ د پرېوتیو لاروي او د ورک لارو ملګرتوب.

په خبرو کې پاتې راتلل څه دي؟ د خبرو پر مهال په ږيره کې لاس وهل او ډېر ارغشي تازه کول.

شجاعت او مړانه څه ده؟ له سیالو سره مبارزه او د ستغې خبرې د اورېدو پر وخت له زغمه کار اخستل.

تکلیف څه دی؟ په هغو چارو کې د نظر ښکاره کول، چې اړه درپورې نلري.

څوک بې عقله دی؟ هغه چې په حماقت خپل مال له لاسه ورکوي او د پت څه پروا نلري.

ناکسي څه ده؟ د ځان ساتل او د خپلې مېرمنې پرېښوول ( هغه چې په شهوتپالنې پسې ګرځي؛ خو ښځه یې ځان د ده د ناپامۍ له امله نورو ته وروړاندې کوي)

 

سرچینه

د تحف العقول کتاب د حضرت امام حسن د ویناوو برخه

لیکوال :ابومحمد حسن حرانی یا حلبی په شعبی مشهور

ژباړه اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست