تبلیغات

  د ځمکې ګرځيدل مخور فرانسوي ریاضي پوه هانري پانکاره په ١٩١٢ زيږيز کې په اته پنځوس کلنۍ کې مړ شو.د مړيني تاريخ يې هم دا ښايي چې شلمه پيړۍ یې درک کړى و،همدى مخور دانشمند به ويل زه يقين نه لرم چې ځمکه به په خپل شاوخوا کې وګرځي. چې کله يو مخور او […]

 

د ځمکې ګرځيدل

مخور فرانسوي ریاضي پوه هانري پانکاره په ١٩١٢ زيږيز کې په اته پنځوس کلنۍ کې مړ شو.د مړيني تاريخ يې هم دا ښايي چې شلمه پيړۍ یې درک کړى و،همدى مخور دانشمند به ويل زه يقين نه لرم چې ځمکه به په خپل شاوخوا کې وګرځي.

چې کله يو مخور او پوه دانشمند هانري پانکاره د شلمي پيړۍ په پيل کې شک لري،چې ځمکه په خپل شاوخوا کې ګرځي او که نه؛نو څرګنده ده چې دا ولى. او د دويمې لېږدیزې-هجري پيړۍ خلکو خو به بالکل د ځمکې ګرځيدل نشو منلاى .له خپل ځان څخه د ځمکې  چورليدل لا په محسوسه او غوڅه توګه نه و ثابت شوي؛خو کله چې انسان سپوږمۍ ته وخت او له هغه ځايه يې ځمکه وليده،چې ګرځي ان د فضا الوتني په لومړيو کلونو کې هم فضا الوتونيکو ونشو کړای،چې د ځمکې ګرځيدل په خپلو سترګو وويني؛ځکه په هغو کلنو کې فضا الوتونکيو يوه ثابته اډه نه درلوده او دوى په يوه داسې سفينه کې و،چې هر نوى (٩٠) دقيقه يا لږ څه ډېر به دا سفينه په يوځانګړي سرعت د ځمکې تر شاوخوا ګرځيده او فضا الوتونکیو به د ځمکې وضعى ګرځيدل نشو ليدلای.

خو چې په سپوږمۍ کې یې ځانګړې اډه ومونده ؛نو د فلم اخستنې د کمرو له لارې يې وليدل چې ځمکه په قراره له خپل ځآن څخه چورلي او پر دې ورځ د ځمکې  ګرځيدل ثابت شول.

ګاليله (د ايتاليا مخور، رياضي پوه، منجم او د نجومي دوربين مخترع ١٥٦٥-١٦٤٢ زيږدي) په دې ښه پوهيده،چې ځمکه لکه د نورو شمسي سيارو په څېر د لمر په شاوخوا کې ګرځي؛نو ښايي حدس يې کړى وي،چې ځمکه هم لکه د نورو سيارو په شان له خپل ځان څخه چورلي ؛خو د هغه په اثارو کې داسې حدث نه ليدل کېږي.ګاليله نه يوازې په خپل ژوند کې د ځمکې د ګرځېدو په اړه کومه خبره نه ده کړى؛بلکې تر مړيني وروسته يې په ليکنو کې هم څه داسې نه تر سترګو کېږي، چې وښيي هغه د ځمکې له ګرځېدو خبر و.

 په شپاړسمى زېږدي پيړۍ کې په ډنمارک کې يو نجومي دانشمند د لمر له شاوخوا څخه د ځمکې  پر ګرځېدو عقيده درلوده.

نوم يې تيکو براهه و. په يوه شتمني کورنۍ کې اوسيده او په ١٦٠١ زيږدي کال کې مړ شو. څېړنو يې له الماني کپلر (د المان مخور منجم او رياضي پوه) سره خورا مرسته وکړه. کپلر له تيکو براهه پرته نشو کړای،چې د سياراتو د حرکت په اړه خپل درې مشهور نجومي قوانين کشف کړي.

تيکو براهه د ځمکي پر ګرځيدو باندي پوه نشو او که پوه شوى هم وای؛نو ويلي به یې واى. کپلر په ١٦٣٠ زېږدي کې مړ شو. د سياراتو د حرکت په اړه يې درې قوانين کشف کړل. په هغه وخت کې کپلر ډېر وستايل شو او که څوک نن هم د هغه درې ګوني قوانين ولولي؛ نو وبه يې ستايي. دې دانشمند د دى درې ګوني قوانينو پر کشف خپل نبوغ ثابت کړل؛خو د ځمکې  پر حرکت باندي پوه نشو.

خو جعفر صادق (رح) له دى څخه دولس پيړۍ مخکې پوه شوى و،چې ځمکه له خپل ځان څخه چورلي او هغه څه چې  د شپې او ورځى لړى يې رامنځ ته کړى د ځمکې  له شاوخوا څخه د لمر ګرځيدل نه؛بلکې ځمکه له خپل ځان څخه چورلي او د ځمکې  دا چورليدل شپه او ورځ رامنځ ته کوي او تل پر نيمه ځمکه تياره او شپه وي او بله نيمه يې روښانه او ورځ وي.

پخوانيو خلکو د ځمکي پر ګردوالي عقيده درلوده پوهيدل، چې تل نيمه ځمکه شپه او بل نيمه يې ورځ ده؛خو د شپې او ورځې لړى يې د ځمکې  پر شاوخوا د لمر گرحيدل بلل.

جعفر صادق (رح)  دولس پيړۍ مخکې پوه او خبر و،چې ځمکه ګرځي او له کبله يې شپه او ورځ رامنځ ته کېږي

د پنځلمسې او اوولسمې زيږدي پېړو دانشمندانو چې نومونه يې مخکې ذکر شول د نجومي مکانيک يو لړ قوانين هم کشف کړل؛خو پردې نه و پوه شوى چى ځمکه له خپل ځان څخه چورلي.

دا څرنګه کېداى شي،چې جعفر صادق پردې پوه شوی وه،چې ځمکه له خپل ځان څخه چورلي.

د دنیا پيدايښت:

جعفرصادق (رح)  د دنيا د پيدايښت په هکله داسې وايي: جهان له يوى جرثومى پيدا شو.دې جرثومى دوه متضاد قطبونه پيدا کړل .دې دوو متضادو قطبونو يو ذره پيدا کړه او تر دى وروسته ماده پيدا شوه او مادې تنوع پيدا کړ او د مادې تنوع دهغې د ذراتو د کموالي او زياتوالي له کبله ده.

دا تئورى د جهان د پيدايښت په هکله له نننۍ اتمي تئورى سره هيڅ توپير نه لري.

دوه متضاد قطبونه د اتم په دننه کې دوه مثبت او منفى چارجونه دي او دې دوه چارجونه اتم پشپړ کړ او اتم هم ماده پيدا کړه. کوم توپيرونه چى په عناصرو کې ليدل کېږي؛نو لامل يې د عناصرو په دننني اتم کې زياتوالى او کموالی دى.

 کومه پوهه چى جعفر صادق د جهان د پيدايښت،نجوم، فيزيک، کيميا او رياضياتو په اړه درلوده؛نو دا یې لدني علم و.

په فيزيک کې جعفر صادق داسى څه ويلي،چې تر هغه مخکې به چا هم نه وي ويلى او د اتلسمې زېږدي پيړۍ تر نيمې او د نوولسمې او شلمې زېږدي پيړۍ پورې د چا په عقل کې هم نه راتلل.

سرچینه : امام جعفر صادق، د استراسبورګ اسلامي مرکز څېړنه

    ټیګونه:
له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!