تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ  ( العصر/۳) ژباړه : بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى  إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (العصر/۴) ژباړه : خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ  ( العصر/۳)

ژباړه : بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى 

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ (العصر/۴)

ژباړه : خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

 

 له قرآني آيتونو ګټنه كېږي، چې انسان د تلپاتې ژوند خاوند دى، چې نه پرې كېږي؛ بلكې له يوې نړۍ بلې ته لېږد مومي. قرآن څرګندوي، ددې تلپاتې ژوند يوه برخه، چې دنيوي ژوند دى، يو ازمېښتي ژوند دى، چې د بل ژوند (چې د انسان تلپاتې ژوند دى) څرنګوالى په ګوته كوي. هو، دنيوي ژوند، يوه سريزه ده، چې پكې د انسان نېكمرغي يا بدمرغي په خپل واك ټاكل كېږي. نو له ټول لنډون سره يې، د راوروسته ژوند په پرتله، ډېره ارزښتمنه اوګرانه بيه ده او د حقيقي نېكمرغۍ د لاس ته راوړو لپاره د انسان آريزه پانګه همدا دنيوي ژوند دى. خو انسان كه غواړي يا ونه غواړي، د وخت په تېرېدو، دا پانګه له لاسه وركوي. يوه ډله د عمر او ژوند ښكلې پانګه له لاسه وركوي او په مقابل كې يې، لږه يا ډېره شتمني يا خټين كور يا ښكلې ماڼۍ چمتو كوي. يو شمېر دا ټوله پانګه مقام ته د وررسېدو لپاره له لاسه وركوي. او ځينې يې مېلو چړچو ته له لاسه وركوي. بېشكه دا يو هم ددې سترې پانګې بيه نه ده. بيه يې يوازې او يوازې د خداى رضا او د قرب مقام دى. قرآن دې موخې ته د ور رسېدو لپاره، د همدې سورت پپه درېيم آيت كې، يوه څلور ماده ييزه کړلار ښوولې ، چې د هغه ستر زيان مخه نيواى او د عمر پانګه په ستره ګټه اړولاى شي، چې ارزښتمنه او ګرانبيه پانګه تر لاسه كړي، چې نه يوازې یې تش ځاى ډك شي؛ بلكې دا لاس ته راوړنه، په لس ګونه، سل ګونو او زرګونو ګرايه ترې ډېره او غوره و. كړلار داده: 1_ ايمان، چې د انسان د ګردو فعاليتونو بيخ بنا ده. 2_ صالحې كړنې، چې د ايمان د ونې مېوه ده؛ ځكه د انسان د زړه په كور كې، چې د ايمان ډيوه بله شي، رڼا يې د انسان له غړيو راخېژي. د طبيعي زيان د مخنيوي لپاره بايد پر ټولو صالحو كړنو منګولې ښخې كړو، نه يوازې پرځينو يې! 3_ يو بل ته د حق سپارښتنه؛ ځكه هغوى هغه راڼه زړي دي، چې ټولنه د حق په رڼا رڼا كوي او د باطلو له تيارو يې وباسي، څو حق په هر ځاى كې خپور او لاروي ترې وشي. 4_ يو بل ته د صبر سپارښتنه او له ګناهونو څخه ډډه كول، د عبادت په سختيو، كړاوونو او د ژوند د سختيو پر وړاندې د زغم درلودل. هو، كه مسلمان په رښتيا په دې څلور ګونو آرونو عمل وكړي، په ډېر لږ وخت كې يې ستونزې هوارېږي او ماتې يې پر بريا اوړي.

 

 

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!