تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې د کوچني دیني روزنه په دې پورې  اړوند ده، چې له دیني مسایلو سره یې مینه پیدا شي؛ په دې مانا کوچنی، چې په کورني چاپېریال کې منظم څه ویني؛ نو مینه ورسره پیدا کوي او همدا لومړنی مینه په راروسته پړاوونو کې پر دیني […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې د کوچني دیني روزنه په دې پورې  اړوند ده، چې له دیني مسایلو سره یې مینه پیدا شي؛ په دې مانا کوچنی، چې په کورني چاپېریال کې منظم څه ویني؛ نو مینه ورسره پیدا کوي او همدا لومړنی مینه په راروسته پړاوونو کې پر دیني فرایضو عمل کولو او روږدېدو ته لاره چاره چمتو کوي. موروپلار او مشرانې خویندې او مشران وروڼه، چې پینځه وخته نمونځونه کوي؛ نو دا چارې د کوچني په اروا کې دکاڼي کرښه کېږي او یو ډول روحي مینه ورسره پیدا کوي.

په کوچني کې د تقلید حس ته په پامنیوي، معمولاً لیدل کېږي، چې ماشوم له دوه کلنۍ په نمانځه کې د موروپلار د حرکاتو لاروي او پېښې کوي او ځینې کلیمې او اذکار مات مات  وايي . سوکه سوکه دا حرکتونه بشپړېږي او کوچنی کله کله د مور یا پلار تر څنګ پر نمانځه درېږي.

که مور وپلار یې دا کړنه وهڅوي؛ نو د کوچني مینه لا ورسره زیاتېږي او په ذهن کې یې خوږه خاطره پاتېږي. همدا روحي اغېزې او خوږې خاطرې د کوچني په ګانده او راروسته درېځونو کې ډېرې اغېزمنې دي او په واقع کې د کوچني د دیني او الهي روزنې د بنسټ لومړۍ ډبره په همدې کلونو کې ايښوولېږي؛ نو ځکه نباید د کوچني دا ډول کړنې او حرکات بې اهمیته وبولو یا احیاناً څه پاملرنه ورته و نه کړو.

په کوچني کې ایمان راغوړېدا ته د دې روحي فرصت راپنځېدنه یو ارزښتمن چار دی او کوم موروپلار چې د خپلو کوچنیانو دیني روزنې ته پر اهمیت قایل وي، کله هم دا فرصت له لاسه نه ورکوي.

له زیادښته ډډه کول

دلته د ټینګار یو ټکی دادی، چې نباید د موروپلار دیني مینه کوچنیان په دې هکله زیادښت ته اړ کړي، نباید موروپلار په دې پېر کې کوچنیان د ديني مکلفیتونو پر کولو ملزم کړي؛ بلکې د ځینو دیني مسایلو د کولو لپاره داوطلبانه زمینې چمتو کړي. په دې اړه هڅونې ډېرې ګتورې اغېزې لري او لاملېږي، چې د کوچني ړومبی دیني تجربې، مزه ناکې او خوندورې وي.

پر دیني مسایلو سوکه سوکه پوهېدل

کوچنی باید سوکه سوکه له دیني مسایلو سره اشنا شي. په دې باب په اسلامي ښوونو کې سپارښتنې شته .

امام صادق(رح) وايي:((چې ماشوم درې کلن شو، ورزده کړئ، چې ((لااله ـ الاالله)) اووه ځل ووايي. بیا یې پر خپل حال پرېږدئ، څو د درېیو کلونو، اوو میاشتو او شلو ورځو شي، پر دې مهال ورزده کړئ، چې اوه ځل ووايي: ((محمد رسول الله)) او روسته یې تر څلور کلنۍ ازاد پرېږدئ. په دې وخت کې ترې وغواړئ، چې اووه ځل (صلی الله علیه وآله)) ووايي او بیا تر پینځه کلنۍ تم شئ. په دې وخت کې که کوچني خپل ښی او کیڼ وپېژانده؛ نو قبلې ته یې ودروئ او سجده ورزده کړئ. په شپږ کلنۍ کې رکوع، سجده او د نمانځه نورې برخې ورزده کړئ، چې پوره اوه کلن شو، ورته ووایئ، چې خپل لاسونه او مخ ووینځي (او سوکه سوکه اودس زده کړي) او  ورته وواست، چې نمونځ وکړي. بیا نو کوچنی پر خپل حال پرېږدئ، چې پوره نهه کلن شي. پر دې مهال سم اودس کول ورزده کړئ او نمونځ کولو ته یې اړ کړئ….))

البته  دا دستور هلکانو ته دی که نه نجونې ژر د مکلفیت عمر ته ور رسي؛ نو باید تر نهه کلنۍ وړاندې نمونځ زده کړي او تر وسې وسې ټینګار پرې  وکړي، چې د مکلفیت پر وخت نمونځ کول ورته ستونزمن نه وي؛ ځکه:

[د روږدو چارو کول راته سخت نه دي.]

په دې ټولو پړاوونو کې، په تېره نجونې چې باید تر هلکانو ژر پر عبادي مکلفیتونو عمل وکړي؛ نو لازم دي، دوی ګرد سره (هلکان او نجونې) د دې مکلفیتونو کولو ته په نرمۍ، مهربانۍ او هڅونې اړ کړای شي؛ خو سخت مکلفیتونه ترې و نه غوښتل شي؛ خو په عین حال کې موروپلار دې په دې باب له جدیته کار واخلي؛ داسې چې کوچنی و نه ننګېري، چې دیني مکلفیتونه جدّی یا اړینې چارې نه  دي.

د موروپلار هنر دادی، چې دا دواړه په ظاهر کې متضاد اړخونه سره یو ځای کړي؛ یعنې هم جدّیت او هم لورنه، چې کوچنی د دیني فرایضو کولو ته اړ کړای شي.

د روژې نیوو په باب  وضع په همدې ډول ده. غوره ده کوچنی مخکې تر دې چې د مکلفیت پړاو ته ورسي ،سوکه سوکه له روژې سره اشنا شي، چې  د مکلفیت پر مهال د روژې نیول ورته اسان وي. پر کوچنیانو د پېشمني خوړل او روژو نیوو ته یې هڅول او انعام ورکول ډېر ورته ګټور دي. تجربې ښوولې، چې معمولاً کوچنیان له دې کړ نلارو خوند اخلي او په مینه یې هر کلی کوي .

په هر حال:

[نباید د بلوغ تر وخته د دیني مکلفیتونو کول وځنډو؛بلکې له مخکې مخکې پکې مینه او لازم عادت را دبره کړو، چې د بلوغ پر مهال څه ستونزه ورته راولاړه نشي.]

کومې کورنۍ، چې د دې موخې لپاره له وړوکتوبه ګټنه نه کوي؛ نو معمولاً په بلوغ او ژڼیتوب کې له جدّي ستونزو سره مخېږي؛ ځکه چا چې د دیني مکلفیتونو ترسره کول د زلمیتوب یا ځوانۍ یا تر غټ عمرۍ پورې ځنډولي وي، که څه پر دیني کچو ګروهن هم وي، د عملي بوختیا او روحي چمتووالي د نشتون له امله په اسانه دیني احکام عملي کولای نشي. اغلب لوړ عمري، چې عبادي چارې نه ترسره کوي، داسې نه ده، چې دوی پر دیني بنسټونو بې ګروهې دي؛ بلکې دوی له مخکې لازمې تیارۍ ترلاسه کړې نه دي؛ نو ځکه یې اراده د ګروهو اېل نه ده؛ یعنې د ګروهې او کړنې ترمنځ یې واټن دی؛ خو دا چې له خورا ټینګ  ایمان او پیاوړې ګروهې برخمن شي؛ خو په سرسري ایمان او عادي ګروهه پر ځاني او دننني مقاومتونو لاسبري څه اسان چار نه دی؛ نو ځکه:

[د هغوی استدلال بیخي سم نه دی، چې ګروهن دي  کوچنی د ځوانۍ منګ ته تر ورسېدو روسته، باید پخپله خپله لار وټاکي او نباید له مخکې پکې د ځینو چارو؛ لکه دیني مکلفیتونو عادات وپنځوو.]

که دا استدلال سم وي؛ نو باید روزنه بلوغ ته د وررسېدو تر وخته وځنډوو؛ حال دا چې روزنه په یوې مانا په کوچني کې د عاداتو پنځول دي. دا عادتونه له دننني مقاومتونو ځنې د انسان اراده آزادوي او اراده یې د عقل تابع کوي؛لکه پېشمني ته د راوېښېدو عادت. څوک چې پېشنمي ته په راوېښېدو روږدی وي، که نیت یې وکړي، په اسانۍ ورته راپورته کېږي؛ خو که ځان یې روږدی کړی نه وي، راپاڅېدل ورته ستونزمن دي او کېدای شي اراده یې د عقل تابع نشي او د دغسې چار توفیق ترلاسه نکړي؛ په تېره د لومړني ښوونځي پېر، چې د مطلوبو عاداتو د پنځولو وخت دی، چې نباید له دې چاره غفلت وکړو.

د کوچنیانو د دیني عواطفو پالل

بله مساله، په دیني غونډو او مراسمو کې د کوچنیانو ګډون کول دي. جومات ته د کوچنیان بیول، که څه د جماعت نمونځ ونکړي، د کوچني او لوی اختر نمونځو ته یې بوتلل، د پېغمبر اکرم(ص) د زوکړې په غونډو او نورو دیني مراسمو کې یې ورګډول، د کوچنیانو د دیني مینې او عواطفو د پالنې لپاره ډېر ګټور دي، که څه دقت دې وکړو، چې دا کړ لارې یې تر وسې پورته نه وي، چې ستړي یې نه کړي، له بیخه مو دې پام وي چې:

[دیني احساس په انسان کې له فطري او ژورو ننګېرونو ځنې دی او که غوړېدا ته یې لاره چاره برابره شي؛ نو په بیړه وده کوي.]

د حمد، نعت او په ښه غږ د قرآن کریم د آیتونو په تېره لنډو سورتونو یادول د کوچني د دیني روحیې په پاللو کې اغېزمن دی. له آره که د کورنۍ فضا له مانيزو ارزښتونو ډکه وي او موروپلار هم په خپلو چارو او ژوند کې الهي ارزښتونه او دیني مکلفیتونه په ټینګه مراعات کړي؛ نو کوچنیان هم د دې وضع په کتو او غیر مستقیم ډول له دې مانیزې فضا اغېزمنېږي او په طبیعي توګه پکې دیني مینه پالل کېږي.

د اولادونو په روزنه کې د ایمان ونډه

په وړوکتوب کې د ایمان غوړېدا په زلمیتوب کې یې ودې ته زمینه برابروي او ژڼۍ له ډېرو روحي، اخلاقي او ټولنیزو آفتونو او زیانونو بچوي.

[افسوس چې یو شمېر کوچنیان دیني مکلفیتونو او الهي ارزښتونو ته بې اعتنايي له موروپلاره زده کوي.]

دا ډول کوچنیان داچې په خپله روزنه کې د دیني اډانې له نه  درلودو بې برخې دي؛ نو غالباً له سختو ستونزو سره به مخ وي؛ ځکه له ایمانه برخمنېدل او له خدای سره زړګنۍ اړیکه او پر الهي احکامو عمل کول یوه ارزښتمنه اډانه ده، چې د انسان له مخې ډېرې ستونزې لرې کوي، ان هغه ستونزې، چې په راوروستو وختونو کې د موروپلار او اولادونو ترمنځ رامخې ته کېږي او کله پر موروپلار روزګار ډېر ورتریخوي، معمولاً په هغو اولادونو کې نه رامخې ته کېږي، چې له دیني پوهې، معرفت او روزنې برخمن وي؛ ځکه پر دیني بنسټونو ایمان او ګروهه د دغسې ستونزو د راپیداکېدو مخه نیسي؛ نو ځکه:

[که د اولاد او کورنۍ یوازې د دې نړۍ نېکمرغي په پام کې ونیسو؛ نو د اولادونو د یني رزونه ډېر حیاتي او ټاکوونکی عامل دی؛]

حال دا چې له دنیوي نېکمرغۍ هاخوا، د بنیادم همېشنۍ نېکمرغي هم د الهي احکامو په لاروۍ کې نغښتې ده.

هغوی چې د خپلو اولادونو له ښوونې او روزنې دغه اوچته او دنننۍ اداڼه لرې کوي؛ نو کوم غوره څیز یې ځایناستی کوي؟ ایا نباید  د سرغړاندو انسانانو په روزنه کې له دې بې ساري او بنسټیز لامله کار واخلو؟

په وروستیو کلونو کې په صنعتي هېوادونو کې : د کوچنیانو ادبیاتو دین او خدای ته ور مخه کړې او راښيي، چې بشر دین او دیني ګروهې ته بل ځایناستی پیدا کړای نشو او له ناچارۍ شلېدلی رسۍ بېرته غوټه کوي او ماته ژمنه بیا له سره کوي.

لومړی جذب بیا ښوونه

که څه د لومړني ښوونځي پر مهال کوچنی پر دې وسمن دی، چې د خپلو ګروهو د ټینګښت لپاره پر ساده استدلال پوه شي؛ خو نباید هېر کړو چې:

[په دې پېر کې هم د کوچني د دیني روزنې چار له دین سره د مینې پر پیاوړېدو ولاړ دی]

له دې امله باید هڅه وکړو، چې کوچنیان په دې پېر کې له دین سره خپله زړګنۍ مینه ټینګه  او ښه ورمات شي. ددې موخې لپاره باید له بې ځایه سختګېرۍ او سختۍ ډډه وکړو او په نرمۍ او ګوزاره ورسره وچلو. په دې باب ډېری اسلامي سپارښتنې شته. کوم پلار، چې خپله نوې پېغله لور د ګهیځ نمانځه ته راپاڅوي او پر تندي لاس ورکاږي او په مینه یې د سهار له خواږه خوبه راویښوي؛ نو د لور یې پلرنۍ مینه نه هېرېږي او په خوند عبادت کوي او لا ورته هڅېږي.

په اسلامي ښوونو کې موروپلار ته دستور ورکړای شوی، که پر هڅونې او د لازمو پړاوونو تر تېرېدو روسته بیا هم کوچني په لس کلنۍ کې فرض عبادات په تېره له نمانځه یې یو مخې سرغړونه کوله؛ نو موروپلار دې د اړتیا په برید کې له تنبیه کار واخلي، چې د کوچني پر ځاني مقاومت لاسبري شي او اولاد اړ کړي، چې دیني ښوونو ته غاړه کېږدي.

البته پوه موروپلار تر تنبیه روسته په مینه ورسره چلي، چې له ذهنه یې د تنبیه  ترخه خاطره له ولاړه شي او  تنبیه یې یوازې د وګړې په جوړښت کې ونډه ولري.

له دیني مفاهیمو د کوچنیانو پوهېدنه له لویانو سره یو رنګ نه ده،

کوچنی معمولاً د  دیني ګروهو په منلو کې له څه ستونزو سره مخ نه دی او که په دې برخه کې څه استدلال کوي؛ نو په ساده دلایلو، چې کوچنی پرې پوه شي، پوښتنې یې ځواب، راضي او قانع یې کړو او نه ښايي ذهن یې له پوهې پر ور هاخوا استدلالونو ور ډک کړو.

بلخوا، پام مو وي چې له دیني مفاهیمو د کوچني پوهېدنه له لویانو سره یو رنګ نه ده. علمي څېړنو ښوولې : کومې پوهېدنې او اخستنې، چې کوچنی له خدای، قیامت، مرګ، معجزې او… لري له هغه څه  سره توپیر لري، چې موږ یې ترې لرو. کوچنیان د خپل ذهني ظرفیت په برید کې پر دې مفاهیمو پوهېږي او له مخې یې خپل ((نړۍ لید)) جوړوي.

له  دیني مفاهیمو یې پوهېدنه  توکیز او له انساني نړۍ سره اړخ لګوونکې ده. هغوی چې د کوچنیانو د دیني زده کړو په اړه فعالیت کوي؛ لکه ښوونکي، د دیني مضامینو ښوونکي، روزنپوهان او …. باید ځان پر دې مطلب پوره پوه کړي، چې پوه شي  کوچنیانو ته څه د یني مطالب، په کومو ادبیاتو، په کوم دود او د ودې په کوم پړاو کې ورزده کړي، چې هم پرې پوه شي او هم ورته  ویل شوي مطالب، پر زیانمنو پوهېدنو وانه وړي.

بلخوا، نباید له کوچنیانو سره په آخرت کې د ګناهکارانو د سزا په باب ډېرې خبرې وکړو.  دوی حساس او کمزوری روح لري، چې دا ډول ښوونې زغملای نشي. دا ښوونې غټانو ته دي، چې خپل سر غړاند نفس ته یې غاړه ایښودې ده او له پولو ور اوښتي دي. دې ډول خلکو ته د خدای د لورنې په اړه خبرې کول څه پایله نلري او نور یې هم سپین سترګي کوی. دوی ته باید د خدای د قهر او غوسې آیتونه ولوستل شي، چې ویجاړونکي هوسونه یې دړې  وړې او د ځانمنۍ اور یې مړ کړي؛ خو پاکلمني کوچنیان، چې د خپل پالونکي د اشنایۍ په درشل کې دي،  باید د خپل پالونکي له رحمت، پېرزوینې او احسان سره  آشنا شي، چې زړه یې د خدای په مینه کې راښکېل او په ژوند کې یې خپل ملاتړی وبولي.

په روایاتو کې راغلي، چې حضرت موسی(ع)  ته  وحې وشوه، چې ((زما د بندګانو په زړونو کې زما مینه واچوه)) ویې پوښتل : څنګه؟ ویې  ویل: ((زماد نعمتونو په وریادلو ))؛ ځکه د انسان ځان ښه ایسي او څوک چې ورسره نېکي کوي، هغه یې هم ښه ایسي.

د الهي نعمتونو یادول او له کوچنیانو سره د خدای د احسان او نېکۍ یادول، خورا مناسبه لار ده، چې زړونه یې له خپل پالونکي سره اشنا شي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!