تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا ﴿۱﴾ هو! پر انسان د روزگار يو (داسې) وخت (پړاو) تېر شوى،چې د يادونې وړ كوم څېز نه و؟ (۱)   إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه

 

هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا ﴿۱﴾ هو! پر انسان د روزگار يو (داسې) وخت (پړاو) تېر شوى،چې د يادونې وړ كوم څېز نه و؟ (۱)

 

إِنَّا خَلَقْنَا الْإِنسَانَ مِن نُّطْفَةٍ أَمْشَاجٍ نَّبْتَلِيهِ فَجَعَلْنَاهُ سَمِيعًا بَصِيرًا ﴿۲﴾ په حقيقت كې انسان مو له یو ګډ شوي څاڅكي پيدا كړ،چې و یې ازمېيو (؛نو ځكه) هغه مو اورېدونكى او ليدونكى وګرځاوه . (۲)

 

إِنَّا هَدَيْنَاهُ السَّبِيلَ إِمَّا شَاكِرًا وَإِمَّا كَفُورًا ﴿۳﴾ په رښتینه كې موږ (سمه) لار وروښووه،كه منندوى وي (او ويې مني) يا نامنندوى (او ويې نه مني). (۳)

 

إِنَّا أَعْتَدْنَا لِلْكَافِرِينَ سَلَاسِلَا وَأَغْلَالًا وَسَعِيرًا ﴿۴﴾ په حقيقت كې كافرانو ته مو ځنځيرونه او غړوندي او سوځنده اور چمتو كړي دي! (۴)

 

إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِن كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا ﴿۵﴾ په حقيقت كې نېكان به (د شرابو) له داسې جامونو څښي، چې كافور (ښه عطر) ورسره ګډ شوي وي،، (۵)

 

عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا ﴿۶﴾ (هماغه) چينه،چې د الله [نېك] بندګان يې ترې څښي او پخپله خوښه يې هرې خوا ته بهولاى شي . (۶)

 

يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا ﴿۷﴾ دوى (نېكان) خپل نذرونه پوره كوي او له هغې ورځې وېرېږي،چې شر (او عذاب) یې خور وور دی . (۷)

 

وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا ﴿۸﴾ او (خپل) خواړه سره له دې چې خوښېږي یې (او اړتیا ورته لري) ((مسكين))، ((پلارمړي)) او ((بندي)) ته وركوي . (۸)

 

إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا ﴿۹﴾ (او وايي : ) تاسې ته يوازې د الله د رضا لپاره خواړه دركوو (او) هېڅ بدله او مننه درځنې نه غواړو. . (۹)

 

إِنَّا نَخَافُ مِن رَّبِّنَا يَوْمًا عَبُوسًا قَمْطَرِيرًا ﴿۱۰﴾ په حقيقت كې موږ له خپل پالونكي پر هغه ورځ وېرېږو، چې ډېره تریومخې او سخته ده. (۱۰)

 

فَوَقَاهُمُ اللَّهُ شَرَّ ذَلِكَ الْيَوْمِ وَلَقَّاهُمْ نَضْرَةً وَسُرُورًا ﴿۱۱﴾ نو الله (ددې ګروهې او كړنو له لامله) دوی د هغې ورځې له شره خوندي کړي او له ښېرازۍ او خوښۍ سره یې مخامخوي   . (۱۱)

 

وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا ﴿۱۲﴾ او د زغم په بدل كې دوی ته جنت او ورېښمينې [جامې] وركوي. . (۱۲)

 

مُتَّكِئِينَ فِيهَا عَلَى الْأَرَائِكِ لَا يَرَوْنَ فِيهَا شَمْسًا وَلَا زَمْهَرِيرًا ﴿۱۳﴾ هلته به پر تختونو ډډه وهلي ناست وي نه به د لمر [ګرمي] او نه (د ژمي) سخت ساړه ويني؛ (۱۳)

 

وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا ﴿۱۴﴾ او د جنت د ونو څانګې به پرې ورټيټې شوې سيورنې وي او د مېوو راشكول به يې ډېر اسان وي .(۱۴)

 

وَيُطَافُ عَلَيْهِم بِآنِيَةٍ مِّن فِضَّةٍ وَأَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِيرَا ﴿۱۵﴾ او ګرچاپېره به د سپينو زرو لوښي او بلورينې كوزې ترې ګرځول كېږي (چې له غوره خوړو او څښاکه به ډك وي). (۱۵)

 

قَوَارِيرَ مِن فِضَّةٍ قَدَّرُوهَا تَقْدِيرًا ﴿۱۶﴾ د سپينو زرو د بلورينو كوزو اندازه يې پوره سمه ټاكلې ده .     (۱۶)

 

وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنجَبِيلًا ﴿۱۷﴾ او هلته داسې جامونه ورباندې څښلېږي،چې (شراب) يې له سونډو سره ګډ شوي دي، (۱۷)

 

عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا ﴿۱۸﴾ [او دا څښاك] له [هغه] چينې [دى] چې هلته سلسبيل نومېږي؛ (۱۸)

 

وَيَطُوفُ عَلَيْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُونَ إِذَا رَأَيْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنثُورًا ﴿۱۹﴾ او (د مېلمستيا لپاره) ګرچاپېره ((همېشني هلكان)) پرې ګرځي راګرځي، چې و يې ويني (؛  نو) د شيندل شويو مرغلرو ګومان به پرې وکړې. (۱۹)

 

وَإِذَا رَأَيْتَ ثَمَّ رَأَيْتَ نَعِيمًا وَمُلْكًا كَبِيرًا ﴿۲۰﴾ او چې هلته (هرې خوا ته) وګورې (؛نو) پراخ نعمتونه او ستر سلطنت به دې تر سترګو شي . (۲۰)

 

عَالِيَهُمْ ثِيَابُ سُندُسٍ خُضْرٌ وَإِسْتَبْرَقٌ وَحُلُّوا أَسَاوِرَ مِن فِضَّةٍ وَسَقَاهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُورًا ﴿۲۱﴾ د جنتيانو پر تن به نرۍ او پرېړې ورېښمينې شنې جامې وي او د سپينو زرو په بنګړيو به سينګار وي او پالونكى به يې په پاکو څښاکو خړوبوي . (۲۱)

 

إِنَّ هَذَا كَانَ لَكُمْ جَزَاء وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا ﴿۲۲﴾ په حقيقت كې دا مو بدله ده او هڅې مو منل شوې دي . (۲۲)

 

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْقُرْآنَ تَنزِيلًا ﴿۲۳﴾ همدا موږ قرآن پر تا نازل كړى دى؛ (۲۳)

 

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا ﴿۲۴﴾ نو د خپل پالونكي د حكم (په تبليغ او عملي كولو كې) زغمناك (او ټينګ) وسه او له دوى د هيڅ يوه ګناهګار يا نامنندوى (كافر) خبره مه منه . (۲۴)

 

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۲۵﴾ او هر سبا و بېګا د خپل پالونكي نامه يادوه. (۲۵)

 

وَمِنَ اللَّيْلِ فَاسْجُدْ لَهُ وَسَبِّحْهُ لَيْلًا طَوِيلًا ﴿۲۶﴾ او د شپې په څه برخه كې (راپاڅه) او سجده ورته وكړه او اوږده شپه يې ستايه .(۲۶)

 

إِنَّ هَؤُلَاء يُحِبُّونَ الْعَاجِلَةَ وَيَذَرُونَ وَرَاءهُمْ يَوْمًا ثَقِيلًا ﴿۲۷﴾ په حقيقت كې دا خلک ژرتیری[ دنيوي ژوند] خوښوي او تر شا درنه ورځ [قيامت] پرېږدي . (۲۷)

 

نَحْنُ خَلَقْنَاهُمْ وَشَدَدْنَا أَسْرَهُمْ وَإِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَا أَمْثَالَهُمْ تَبْدِيلًا ﴿۲۸﴾ دوى خو موږ پيدا كړي او د بدن بندونه او اندامونه يې مو ورټینګ كړي او چې وغواړو (ټول له منځه وړاى شول) او پر ځاى يې په څېر راولو. (۲۸)

 

إِنَّ هَذِهِ تَذْكِرَةٌ فَمَن شَاء اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ سَبِيلًا ﴿۲۹﴾ په حقيقت كې دا يو پند دى؛  نو څوك چې غواړي (له ده نه په ګټنې) د خپل پالونكي پر لور لار خپلولای شي . (۲۹)

 

وَمَا تَشَاؤُونَ إِلَّا أَن يَشَاءَ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۳۰﴾ هېڅ څیز مو په خوښه نه كېږي؛خو دا چې الله يې وغواړي[؛ځكه] چې هغه پوه حكيم دى . (۳۰)

 

يُدْخِلُ مَن يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ وَالظَّالِمِينَ أَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۳۱﴾ چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) پخپل (پراخ) رحمت كې يې رانغاړي او ظالمانو ته يې دردناك عذاب چمتو كړى دى! (۳۱)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!