تبلیغات

د منتخبو آیتونو شرح سورة البقرة (پر له پسې ۲ مه برخه) بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۴۸﴾ =  او (ځانونه مو) د هغې ورځې له (عذابه) وساتئ، چې هېڅوك نه له چا (الهي عذاب) لرې كولاى […]

د منتخبو آیتونو شرح

سورة البقرة (پر له پسې ۲ مه برخه)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَاتَّقُوا يَوْمًا لَا تَجْزِي نَفْسٌ عَنْ نَفْسٍ شَيْئًا وَلَا يُقْبَلُ مِنْهَا شَفَاعَةٌ وَلَا يُؤْخَذُ مِنْهَا عَدْلٌ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۴۸﴾ =  او (ځانونه مو) د هغې ورځې له (عذابه) وساتئ، چې هېڅوك نه له چا (الهي عذاب) لرې كولاى شي او نه يې سپارښتنه كولاى شي او نه يې تاوان منل كېږي، چې (په بدل كې يې پرېښوول شي) او نه مرسته ورسره كېداى شي.

 ۴۸ – د شفاعت د عملي كولو شرط: د آيت ددې برخې[ او شفاعت يې نه منل كېږي] له تفسيره معلومېږي، چې په قيامت كې به بې د الله  له اجازې د هيچا شفاعت ونه منل شي؛ خو الله  چې چاته د شفاعت اجازه وركړي؛ نو شفاعت كوي او الله  به يې هم شفاعت قبول كړي؛ لكه چې الله  د طه په 109 آیت كې ويلي: (( يَوْمَئِذٍ لَّا تَنفَعُ الشَّفَاعَةُ إِلَّا مَنْ أَذِنَ لَهُ الرَّحْمَنُ وَرَضِيَ لَهُ قَوْلًا))[1]. دا آيت – او په څير يې – كفارو او هغو وګړيو ته ځانګړى دى، چې د درنو ګناهونو له لامله له شفاعته بې برخې دي؛ ځكه د شفاعت له هغو آيتونو او ډېرى رواياتو سره څه منافات نلري، چې وايي: پېغمبر اکرم(ص) او نور معصومين او پاکلمني ددې امت د ګناهګارانو شفاعت كوي؛ البته ددې مطلب يادونه اړينه ده، چې شفاعت، نه ګناه ته هڅونه ده او نه د روسته پاتېدو لامل، او نه په اوسنۍ ټولنو كې ګوندي مارۍ كوم څيز دی؛ بلكې يو مهم روزنیز دود دى، چې له بېلابېلو لوريو مثبت او رغنده اغېز لري؛ لكه په ګناهګارانو كې هيله راټوكوي او له نهيلۍ سره د مبارزې اند تاندوي او اجازه نه وركوي،چې د ګناهونو د بښنې د نهيلۍ له لامله نور هم پكې ډوب شي. همدغسې څوك چې شفاعت ته هيلمن وي، هڅه كوي، په يو ډول له شفاعتګر سره اړيكه ونيسي او داسې يو چار وكړي،چې هغه پرې خوشحاله شي او همدا مانيزه اړيكه له شفاعتګره شفاعت شوي ته د ښو صفاتو د لېږد لاملېږي؛ لكه چې وويل شو: د شفاعت خورا مهم شرط د الله اجازه ده او بېشكه چې څوك شفاعت ته هليمن وي، بايد په يو ډول ددې اجازې سريزې چمتو كړي؛ يعنې داسې چارې وكړي، چې الله  پرې خوښېږي. پردې سربېره، په ځينو آيتونو كې راغلي، چې د ظالمانو شفاعت نه كېږي، په دې توګه د شفاعت هيلمن دې بايد ځان د ظالمانو له ليكې (په هرې مانا ظلم) وباسي. په ټول كې، دا لوري ددې لاملېږي، چې شفاعت ته هليمن په خپلو تېرو كړنو كې له سره كتنه وكړي او خپلې ګاندې- راتلونکې ته غوره هوډونه وکړي، چې دا هم پخپله يوه مثبته وجه او د روزنې مهم لامل دى[2].

 وَإِذْ نَجَّيْنَاكُمْ مِنْ آلِ فِرْعَوْنَ يَسُومُونَكُمْ سُوءَ الْعَذَابِ يُذَبِّحُونَ أَبْنَاءَكُمْ وَيَسْتَحْيُونَ نِسَاءَكُمْ وَفِي ذَلِكُمْ بَلَاءٌ مِنْ رَبِّكُمْ عَظِيمٌ ﴿۴۹﴾= او (همداراز درياد كړئ) هغه وخت، چې د فرعونيانو له منګولو مو وژغورلئ، چې تل يې په ناوړه توګه ځورولئ: ستاسې د زامنو سرونه يې پرېكول؛ او ستاسې ښځمنې يې (وينځيتوب يا خدمت ته) ژوندۍ ساتلې او په دې كې ستاسې د پالونكي له لوري ستر ازمېښت و.

 ۴۹- د بني اسرائيلو د زامنو د سرغوڅولو لامل: په دې كې ډېرې خبرې شوي، چې ولې فرعون د بني اسرائيلو د زامنو سرونه پرې كول؟ ځينو ويلي: فرعون خوب وليد، چې له بيت المقدسه يوه لمبه راپورته او د مصر له كورونو راتاوه شوه او د قبطيانو (فرعونيانو) كورونه يې وسوځول؛ خو د بني اسرائيلو كورونه روغ رمټ پاتې شول. د خوب له تعبيرونكيو يې تعبیر وغوښت. ورته وويل شول: د بيت المقدس له سيمې به يو تن راپاڅي، چې د فرعونيانو پاچايي او ځواك به له منځه يوسي. ځينو ويلي فرعون پاليانو (هغوى چې ادعا يې كوله له پيريانو سره په اړيكه كې دي او له ګاندې او غيبو خبر دي) له دې مطلبه خبر كړى و او ځينو ويلي: تېرو پېغمبرانو دا خبره كړې وه او فرعون ترې خبر و. په هر حال، هغه د بني اسرائيلو د زامنو په وژنې د دغسې يو تن د پاڅون مخه نيوه. ځينو مفسرانو ويلي: فرعونيانو د بني اسرائيلو د كمزورولو لپاره دا دسيسه جوړه كړې وه، نارينه يې چې د پاڅون او جګړې وس لري، وځپي او نجونې او ښځې چې په يوازې ځان د پاڅون او مبارزې وس نه لري، چوپړ ته ژوندۍ پرېږدي. په ترڅ كې د غافر سورت له ۲۵ آيته ګټنه كېږي، ان د حضرت موسى (ع) تر پاڅون روسته هم د بني اسرائيلو د زامنو وژنه او د ښځو ژوندي پرېښوول يې دوام درلود.((نو چې کله یې دوی ته زموږ له لوري حقیقت ورووړ، ویې ویل: دهغو کسانو زامن ووژنئ او ښځې (لوڼې) یې (چوپړ ته) ژوندۍ پرېږدئ چې له موسی سره یې (پر خدای) ایمان راوړی دی…[3])

 وَإِذْ فَرَقْنَا بِكُمُ الْبَحْرَ فَأَنْجَيْنَاكُمْ وَأَغْرَقْنَا آلَ فِرْعَوْنَ وَأَنْتُمْ تَنْظُرُونَ ﴿۵۰﴾ =  او (درياد كړئ) چې كله مو سمندر درڅيرې كړ او ومو ژغورلئ او كتل مو، چې فرعونيان مو ډوب كړل.

 ۵۰ – نيل د ستر سيند په څېر: په دې آيت كې له سمندره مراد، د نيل ستر سيند دى، چې د ستریا له لامله يې سمندر ورته ويل شوى دى[4].

 وَإِذْ قَالَ مُوسَى لِقَوْمِهِ يَا قَوْمِ إِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ أَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوبُوا إِلَى بَارِئِكُمْ فَاقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ عِنْدَ بَارِئِكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ إِنَّهُ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۵۴﴾ = او (درياد کړئ) چې كله موسى خپل قوم ته وويل :((زما قومه! په حقيقت کې تاسې په خوسي نمانځنې پر ځانونو زیاتی كړى! نو د خپل پنځګر درشل ته توبه وباسئ او خپل (بېلارې او مشرکان) ووژنئ، دا كار مو د خپل پنځګر پر وړاندې درته غوره دى)) بيا یې ستاسې توبه قبوله كړه؛ ځكه هغه ښه توبه منونكى (او) لوراند دى.

 ۵۴ – د خوسي پالۍ سخته سزا: په ځينو رواياتو كې راغلي، د حضرت موسى (ع) په امر په يو ګهيځ كې اويا زرو تنو خوسي پالو تورې  راوايستې او يو د بل پر وژنې لګيا شول، لس زره تنه يې وژل شوي وو، چې حضرت جبرييل راغى او موسى (ع) ته يې وويل: « ورته ووايه، چې له وژنې لاس واخلئ، چې الله مو توبه قبوله كړه[5]»  ځينو خوسي پالو ته د دغسې هېښنده او درنې سزا په اړه ويلي، پردې سربېره، چې خوسی پالنه يوه ستره ګناه وه، بيا خو د هغه قوم له لوري خورا ناوړه وه، چې هاغسې معجزې او نښې يې ليدلې وې او الله  هم دغسې سخته سزا وركړه، چې بيخي يې په ذهن كې بوت پالي تېره نشي[6].

وَظَلَّلْنَا عَلَيْكُمُ الْغَمَامَ وَأَنْزَلْنَا عَلَيْكُمُ الْمَنَّ وَالسَّلْوَى كُلُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا رَزَقْنَاكُمْ وَمَا ظَلَمُونَا وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۵۷﴾ = او (درياد کړئ) وريځ مو درسيورى كړ او ترنجبين او مړزان مو خواړه درته جوړ کړي وو (او ومو ويل) (( زما له لوري درکړای شوي پاک خوراک وخورئ)) (خو په خپلې ناشكري یې) پر موږ ظلم و نه کړ؛بلكې پر ځانونو يې زیاتی کاوه .

۵۷ – پر بني اسرائيلو الهي لورنې: ځينو مفسرانو ويلي، موسى(ع)، چې بني اسرائيل د نيل له ستر سينده تېر كړل؛ نو په يوې بيديا كې  يې واړول، حضرت موسى (ع) ته يې وويل: موسى هلاك دې كړو، موږ دې له خپل ښار او ابادې سيمې بېديا ته راوستوو، چې سيورى، ونه او اوبه پكې نشته، الله  ورېځ راولېږله، چې د ورځې پرې سيورى وي، د شپې يې «مَنّ» (احتمال لري يو ډول خوږه شيره وه) ورلېږله او پر بوټو، ونو او ډبرو يې ورته ايښووله. مازديګر به يې پر کوبی – دسترخوان « سلوى» (وريت چرګ) ايښوول شوى و او له موسى (ع) سره يوه ډبره وه، چې په کونټۍ يې وهله او (د بني اسرائيلو د ټبرونو په شمېر) دولس چينې ترې رابهېدې او هر ټبر به له خپلې چينې اوبه څښلې؛ لكه چې د همدې سورت په (60) آيت كې اشاره ورته شوې ده[7].

وَإِذْ قُلْنَا ادْخُلُوا هَذِهِ الْقَرْيَةَ فَكُلُوا مِنْهَا حَيْثُ شِئْتُمْ رَغَدًا وَادْخُلُوا الْبَابَ سُجَّدًا وَقُولُوا حِطَّةٌ نَغْفِرْ لَكُمْ خَطَايَاكُمْ وَسَنَزِيدُ الْمُحْسِنِينَ ﴿۵۸﴾ = (او درياد كړئ) هغه وخت،چې ومو ويل : ((دې ښار [= بيت المقدس] ته ورننوځئ او له (نعمتونو) يې، چې چېرې مو خوښه وي، په خوشحالۍ او پرېمانۍ وخورئ او (د بيت المقدس د عبادتځي) پر وره د سجدې په حال كې ننوځئ او ووايئ (( خدايه! ګناهونه مو ورژوه))، چې خطا ګانې مو دروبښم او ژر به د نېكچارو بدلې ورزیاتې كړو.))

۵۸ – د اهلبيتو ولايت د الهي بښنې ور: له امام صادق (رح) روايت شوى، چې ويې وويل: « نحن باب حطتكم » په دې مفهوم، چې موږ درته هاغسې ور يو، چې بايد بني اسراييل ورننووتي واى او « حطّة» يې ويلي واى، چې ګناهونه يې وبښل شي او الهي ثواب ومومي او كه مسلمانان هم غواړي الهي لورنې پرې ولورېږي، بايد د اهلبيتو  پر ولايت منښته وكړي او د مينې چاپېريال ته يې ور ننوځي[8].

فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَنْزَلْنَا عَلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ ﴿۵۹﴾ = خو ظالمانو كومه خبره چې ورته ويل شوې وه، په بله واړوله (او پر ځاى يې د ملنډو غونډله وویله)؛ نو ددې سرغړونو له لامله پر ظالمانو مو له اسمانه عذاب راکېيست.

۵۹ – د الله د حكم پر وړاندې د بني اسراييلو بې اعتنايي: د قرآن د وينا له مخې، اسراييل د بيت المقدس عبادتځي ته د ورننووتو پر مهال بايد « حطة» (خدايه! ګناهونه مو راوبښه) ويلي واى. ځينو مفسرانو ويلي، دا ویی – كلېمه يې په ملنډو او د الله  له امره يې په ناباندۍ – مخالفت كې واړوله او پر ځاى يې وويل: « حنطة» (غنم)[9].

وَإِذْ قُلْتُمْ يَا مُوسَى لَنْ نَصْبِرَ عَلَى طَعَامٍ وَاحِدٍ فَادْعُ لَنَا رَبَّكَ يُخْرِجْ لَنَا مِمَّا تُنْبِتُ الْأَرْضُ مِنْ بَقْلِهَا وَقِثَّائِهَا وَفُومِهَا وَعَدَسِهَا وَبَصَلِهَا قَالَ أَتَسْتَبْدِلُونَ الَّذِي هُوَ أَدْنَى بِالَّذِي هُوَ خَيْرٌ اهْبِطُوا مِصْرًا فَإِنَّ لَكُمْ مَا سَأَلْتُمْ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ وَالْمَسْكَنَةُ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ النَّبِيِّينَ بِغَيْرِ الْحَقِّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ ﴿۶۱﴾ = او (هغه وخت درياد كړئ ) چې ومو ويل :(( موسى! موږ پر همدې يو ډول خوړو بسنه نه كوو، له خدايه دې وغواړه، څه چې ځمكه راټوكوي؛ له سابو، بادرنګو، هوږې، نسكو او پياز راوباسي)) (موسى) ورته وويل: ((ايا د يوه غوره څیز پر ځاى ناڅيزه غواړئ؟ ( ښه نو چې داسې ده،له دې بيدیا) كوم ښار ته وركوز شئ، چې څه غواړئ، هلته به يې ومومئ)) او (خبره تردې راورسېده، چې) خواري او بېوزلي پرې ورغله او د الله پر غضب اخته شول؛ ځكه تل یې د الله له آيتونو نټه کوله او پېغمبران يې په ناحقه وژل؛ دا ځكه چئ ګناهګاران وو او پر له پسې (له الهي پولو) اوړېدل.

۶۱ – د يو ډول خوړو له لامله د بني اسراييلو نه زغم: له يوه خوړو مراد « من اوسلوى» دي او داچې دواړه يې په يوه خوړو شمېرلي، علت يې دادى، چې تنوع او ډولاډولي پكې نه وه او مشهوره ده،چې يو ډول خواړه كه څه  خوندور وي؛ خو كه تل وي ښه به نه ايسي[10].

۶۱ – هغه ښار، چې بني اسراييل پكې مېشت شول: د دوو څيزونو يا د دوو سيمو ترمنځ پولې ته « مصر » وايي او له دې امله، چې ښارونو ته يې پولې ټاكلي؛ نو «مصر» ونومول شول[11]. دې مطلب ته په پامنيوي په نظر رسي، چې په دې آيت كې له مصره مراد، د ښار ټوليز مفهوم دى [نه د مصر هېواد]؛يعنې اوس تاسې په دې بېديا كې د ځان جوړونې په ازمېښتي کړنلار كې ياست، دا د ډولاډولو خوړو ځاى نه دى. ښارونو ته ولاړ شئ، چې هلته دا ټول شته؛ خو د ځان جوړونې دا کړنلار پکې نشته[12].

۶۱– د يهودو پېغمبر وژنه: ويلي يې دي، يهودو ډېرى پېغمبران په بېلابېلو طريقو (سر پرېكونې، ژوندي په څاه كې اچول، په دېګ كې خوټول، سوځول او ….) وژلي دي او پردې سربېره، ډېرى پېغمبران يې د پاچايانو په امر او په كفارو او مشركانو وژلي دي[13].

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَالَّذِينَ هَادُوا وَالنَّصَارَى وَالصَّابِئِينَ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَعَمِلَ صَالِحًا فَلَهُمْ أَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْ وَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ﴿۶۲﴾ = په حقیقت کې هغوى چې (د اسلام پر پېغمبر) ايمان راوړى او هغوی چې د يهودو دين منلى وي او نصارى او صابئان [= د يحيى لارويان] كه (له دوی) هر چا پر الله او د آخرت پر ورځې ايمان راوړی او نېكې چارې یې كړې وي؛ نو اجر يې له پالونكي سره دى،چې هېڅ ډول وېره به پرې نه وي او نه به خوابدي شي. (د الهي اديانو لارويانو كه په خپله زمانه كې د خپل دين پر احكامو عمل كړى وي؛ نو بريالي دي)

۶۲ – ايا د هر ډول دين پلیوني د ژغورنې لامل دى؟ كله ليدل كېږي، چې ځينې ددې آيت له مخې، د نورو اديانو پر حقانيت استدلال كوي او ادعا كوي، د قرآن له نظره، چې څوك په دې آيت كې د هر يو ياد شوي دين پلیوني وكړي، په قيامت كې به وژغورل شي؛ خو بايد پام مو وي، چې په دې آيت كې د يهودو او نصاراوو ملتونو ځينو سستو اندونو ته ګوته نيول شوې ده. د قرآن د بې شمېره آيتونو له مخې، دوى ګروهن ول، چې پخپله همدوی غوره امت دى او داسې خېل او خلك دي، چې تر نورو ځانګړي او ښیون يې موندلى دی. ځانونه يې د الله زامن او دوستان ګڼل او ګروهن ول، آخرت يوازې د دوى كور دى او كه جهنم ته ولاړ هم شي؛ نو د ډېر لږ وخت لپاره به وي. دا آيت دې كږې ګروهې ته په ځواب كې په نړيوال غږ وايي: الله  ته ګرد انسانان يو شان دي او يوه ډله پر بلې غوراوى نه لري او تش په نامې مسلمانېدل، يهودي كېدل، نصراني كېدل او … د ژغورنې لامل نه كېږي؛ بلكې په قيامت كې د ژغورنې بنسټ دادى، چې انسان په رښتيا د زړه له كومې ايمان راوړي او نېک كړه وړه وكړي؛ ځكه دا آيت دا نه څاري، چې ګنې ټولې شرايع رسميت لري او بشر ددې هرې يوې لارې په ټاكنه كې ازاد دى؛ بلكې د آيت موخه د يهوديت او … په تشو الفاظو د ځان اوچت ګڼلو اندنه ردوي او باطله يې بولي؛ نو له دې آيته دا ګټنه كړاى نشو، چې ګنې ادعا وكړو د ګردو اديانو او مسلكونو پلیوني ژغورندويان دي او داچې وښوول شي، قرآن د كوم دين پلیوني د ژغورنې لامل بولي، بايد نورو آيتونه؛ لكه د آل عمران سورت 55 آيت ته مراجعه وكړو[14].

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَكُمْ وَرَفَعْنَا فَوْقَكُمُ الطُّورَ خُذُوا مَا آتَيْنَاكُمْ بِقُوَّةٍ وَاذْكُرُوا مَا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ ﴿۶۳﴾ = او (در ياد كړئ) چې كله مو ژمنه درنه واخسته او د طور غر مو درباندې راپورته كړ؛(او ومو ويل: ) څه (د الله آيتونه او فرمانونه) چې موږ دركړي؛ نو په ټينګه ساتنه یې واخلئ او څه (حكمونه او لارښوونې) چې پكې دي (ښه يې زده او) يادې كړئ (او عمل پرې  وكړئ) څو ځان مو ساتلی وي.

۶۳ – پر بني اسراييلو د غره د راپورته كېدو لامل: پر بني اسراييلو د غره د راپورته كېدو موخه دا وه، چې له الهي ستر ځواكه وډار شي او پر الهي لاربنۍ – لارښوونه عمل وكړي. البته په دې بلنه كې څه زورزياتى نه و او موخه يې د الهي ستر ځواک ورښوونه وه؛ ځكه كه د غره راپورته كېدل پرې د زور لاملېده؛ نو بايد د حضرت موسى (ع) ډېرې معجزې به لامل واى، چې خلك په زوره دين ومني، حال دا قرآن وايي، د هېښنده معجزو تر ليدو روسته يې بيا هم ايمان را نه ووړ؛ لكه چې په ورپسې آيت كې وايي: « دوى تردې پېښې روسته بيا هم پر شا شول[15]» . د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ: اعراف – ۱۷۱ آیت څرګندنه.

وَلَقَدْ عَلِمْتُمُ الَّذِينَ اعْتَدَوْا مِنْكُمْ فِي السَّبْتِ فَقُلْنَا لَهُمْ كُونُوا قِرَدَةً خَاسِئِينَ ﴿۶۵﴾ = او بېشکه تاسې خو د خپل قوم هغه ډله پوره پېژنئ، چې د شنبې د ورځې قانون يې مات كړی و، موږ ورته وويل ((رټل شوي (او سپک) بيزوګان شئ! ))

۶۵ – د « شنبوالو یا سبت اصحابو» معلوماتو ته وګورئ: د اعراف سورت 165 آيت څرګندنه.

قَالَ إِنَّهُ يَقُولُ إِنَّهَا بَقَرَةٌ لَا ذَلُولٌ تُثِيرُ الْأَرْضَ وَلَا تَسْقِي الْحَرْثَ مُسَلَّمَةٌ لَا شِيَةَ فِيهَا قَالُوا الْآنَ جِئْتَ بِالْحَقِّ فَذَبَحُوهَا وَمَا كَادُوا يَفْعَلُونَ ﴿۷۱﴾ = (موسى) وويل: (الله) وايي: ((په حقيقت کې داسې غوا ده، چې نه خواري کښه ده، چې ځمكه كولبه كوي او نه کرونده خړوبوي، روغه رمټه او بې داغه ده)) و یې ويل: ((اوس دې سمې نښې راوښوولې)) بيا يې (دغسې غوا پېدا كړه) او حلاله يې كړه؛خو خوښه يې نه وه، چې دا كار يې كړى واى .

۷۱ – پلمه او سخته نيونه: له امام رضا (رح) څخه په يوه روايت كې راغلي : يو اسراييلي خپل يو خپلوان وواژه او مړى يې د يوه ټبر پر لار وغورځاوه، بيا له يوې ډلې سره د همدې وژل شوي كسات لپاره موسى (ع) ته ورغى، چې وژونكى راوښيه. موسى (ع) وويل: غوا راولئ. ويې ويل: ملنډې راباندې وهې؟ موسى (ع) وويل: « زه له دې، خپل الله  ته پناه وړم، چې له ناپوهانو وسم» كه غوا یې راوستې واى، راروسته سختۍ پرې نه راکېوتې؛ خو سخته يې ونيوه او الله هم پرې سخته ونيوه. ويې ويل: له خدايه وغواړه، چې راوښيي څرنګه غوا وي؟ موسى (ع) وويل، چې الله  وايي: « نه زړه وي او نه وړه؛ بلكې نيمزالې وي …» [ د غوا ټولې ځانګړنې يې ورته وويلې] په پاى كې دا غوا يې له يو اسراييلي ځوان سره ومونده. ځوان وويل: غوا مې په يو ګوډي سرو پلورم، غوا يې وپېرله او د موسى (ع) په امر يې حلاله كړه او يوه بوټۍ غوښه يې پر مړي ووهله، وژل شوى راژوندى شو او خپل وژونكى يې وښود. موسى (ع) خپلو يارانو ته وويل: دغوا پېښه داسې ده، يو نېكچاري ځوان د خپل پلار خورا درناوی كاوه، يوه ورځ له ګټورې راكړې وركړې سره مخ او خپل پلار ته ورغى، چې د صندوق يا كوټې كونجي ترې واخلي؛ خو داچې پلار يې ويده و، راويښ يې نكړ او له معاملې يې لاس واخست. پلار يې چې له پېښې خبر شو، آفرين يې ورته ووايه او دا غوا يې ورډالۍ كړه. بيا موسى (ع) وويل: « نېكچارۍ ته ووينه، چې څرنګه خپل وړ او اهل ته وررسي.»

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذَلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللَّهِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۷۴﴾ = بيا تردې پېښې روسته، زړونه مو د تيږې په څېر سخت شول؛ بلكې تر تيږو هم سخت؛ځكه ځينې تيږي چوي او ويالې ترې بهېږي، ځينې چول كېږي او اوبه ترې راوځي او ځينې د الله له وېرې (د غره له سره) رارغړي (؛خو ستاسې زړونه نه د الله له وېرې تپېږي او نه د پوهې او انساني عواطفو سرچينه ده) او الله مو له كړنو ناخبره نه دى .

۷۴ – له الله  تعالى څخه د موجوداتو تكويني اطاعت: شونې ده، چې د آيت شريف دا برخه [= ځينې تيږې د الله  له ډاره (د غره له سره) را لوېږي] ذهن ته دا ستونزې رامنځ ته كړي، چې په غرونو كې د تيږو رالوېدل طبيعي علتونه[؛لكه زلزله يا په اوړي او ژمي كې پراخوالى (انبساط) او را غونجوالى (انقباض)] لري؛ خو قرآن يې رالوېدنه د الله  ډار ګڼي. په ځواب كې بايد ووايو، په پاى كې ټول اسباب او علتونه الله  ته رسي او د تيږې رالوېدل هم د هغو قوانينو له مخې دي، چې الله  په هستۍ كې ايښي، داچې ډبره له غره رالوېږي؛ نو په حقيقت كې الهي قانون پلي شوى او داچې ډبره د الله  د حكم د اطاعت او نافرمانۍ له ډاره رالوېدلې ده؛ نو د همدې سورت په 116 آيت كې راغلي: « بلكې څه چې په اسمانونو او ځمكې كې دي، يوازې دهغه دي (او) ګرد يې د امر منوونكي دي»[16].  ښايي له دې خبرې د الله  مراد دا وي، چې ټول ژوي ان تيږې هم د الله  امر مني؛ خو د انسان زړه دومره سخت دى، چې الهي لارښوونو ته هېڅ پام نه کوي.

[1] ( اخستل شوى له: الميزان، 1 /154)

[2] ( اخستل شوى له: پيام قرآن، 6 / 508 – 525)

[3] ( نمونه، 16 / 12)

[4] ( نمونه، 8 /375)

[5] (الميزان، 1 / 190)

[6] ( اخستل شوى له: نمونه تفسیر 1 / 255)

[7] ( اخستل شوى له : الميزان، 1 /191)

[8] ( اخستل شوى له: اطيب البيان، 2 / 41)

[9] (مجمع البيان، 1 / 230)

[10] ( اخستل شوى له نمونه تفسیر1 / 269)

[11] (اطيب البيان: 2 / 44)

[12] (قاموس قرآن، 6 / 26)

[13] ( اطيب البيان، 2 / 46)

[14] ( منشور جاويد تفسير، 3 / 217)

[15] (اخستل شوى له: الميزان، 1 /197 مخ او اطيب البيان، 2 /)

[16] ( اخستل شوى له: الميزان 1 / 202)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!