تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه شور و غوغا وكړئ، چې د قرآن غږ وانه ورئ وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ ﴿ فصلت۲۶﴾ = او كافران وايي: ((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر مهال يې ګړپړ جوړ کړئ، ښايي لاسبري […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

شور و غوغا وكړئ، چې د قرآن غږ وانه ورئ

وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ ﴿ فصلت۲۶﴾ = او كافران وايي: ((دې قرآن ته غوږ مه ږدئ او د لوستو پر مهال يې ګړپړ جوړ کړئ، ښايي لاسبري شئ.))

په ځينو رواياتو كې راغلي، چې كله پېغمبر (ص) په مكه كې قرآن په لوړ غږ لوسته؛ نو مشركانو ترې خلك لرې كول او ويل يې: چكچكې او شپېلي وهئ او په لوړ غږ شعرونه وايئ، چې خبرې یې وا نه ورئ.

په ټوليز ډول دا د حق د نفوذ پر وړاندې يو لرغونى دود دى، چې نن هم په پراخ او خطرناكه بڼه دوام لري، چې د خلكو د اندونو اړولو او د حق او عدالت د بلونكيو د بلنې تتولو ته، چاپېريال دومره له شور او غوغا ډكوي، چې هېڅوك یې غږ وا نه وري؛ كله په شور او غوغا، چكچكو او شپېلي وهلو، كله په خرافي او دروغجنو داستانونو او كله په عشقي او هوسي افسانو، كله د خبرو له پړاوه وځي، د بوختياوو او فساد مركزونه او ډول ډول کرغېړن فيلمونه، بې منځپانګې مطبوعات، سياسي دروغجنې بوختياوې او دروغجنې راپارونې، لنډه داچې داسې څيزونه رادبره كوي، چې د حق له چورليزه د خلكو افكار اړوي.

 تر ټولو بدتره داچې كله د يو قوم په پوهانو كې چټي ويينې اوڅاروي او دومره يې تا ويلو او ما ويلو ته اړ باسي، چې د بنسټيزو مسايلو په باب یې له فكر كولو اوباسي؛ خو ايا مشركانو په دې كړنو پر قرآن لاسبري پيدا كړاى شوه؟ نه! شيطانتونه يې پوپنا شول او د قرآن نفوذ ورځ تر بلې پراخ او اغېزمن شو او په ګرده نړۍ كې وځلېد.( نمونه تفسیر، 20 ټ: 264 مخ.) دا آيت د قرآن د بلنې پر وړاندې د كافرانو پر روستۍ بېوسۍ ښكاره دليل دى؛ ځكه ويې بلل، چې په څېر يې خبره راوړئ يا عقلي او سم دليل راوړاندې كړئ، چې له قرآن سره په ټكر كې وي؛ خو له سولیز- منطقي دود دومره بېوسي شول، چې يو بل ته یې وويل: د قرآن پر وړاندې چوپ نشئ او د پېغمبر د قرآن لوستو پر مهال چټي خبرې وكړﺉ، چې لوست يې ګډوډ شي او خلك يې وانه وري او اغېز يې له منځه ولاړ شي او له نظره يې دا يوه بريا ګڼل كېده. (الميزان تفسیر، 17 ټ: 388 مخ)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!