تبلیغات

عبادت او حکمت عبادت هغه وخت ارزښت لري،چې رغی- سطحي نه وي او انسان خپل اسماني مشر او واکمني يې پېژندلې وي او لمونځ په درناوۍ او خشوع وکړي . حضرت على (ک) د لمونځ کوونکيوله يوې ډلې سره مخ شو،چې په تاريخ کې د مارقينو او يا هم د خوارجو په نامه يادېږي .دې […]

عبادت او حکمت

عبادت هغه وخت ارزښت لري،چې رغی- سطحي نه وي او انسان خپل اسماني مشر او واکمني يې پېژندلې وي او لمونځ په درناوۍ او خشوع وکړي . حضرت على (ک) د لمونځ کوونکيوله يوې ډلې سره مخ شو،چې په تاريخ کې د مارقينو او يا هم د خوارجو په نامه يادېږي .دې کسانو به ډېر لمونځونه کول او د اوږدو سجدو له کبله يې تندو پوټکي اچولى و؛ خو د حضرت علي پر ضد راپاڅېدل. په روايتونو کې راغلي کله،چې مهدي اخر زمان راښکاره شي؛نو د ځينې جوماتونو خلک به يې پر ضد راپاڅېږي. ‏هغه کسان چې د امام حسين وژلو ته کربلا ته راغلى و،ټولوبه د يزيد او په پلارپسې يې په جمعه لمونځونه کول.

کوم عبادت چې له جهالت سره يوځاى وي ؛نو دا شان خلک دعبادت په محراب کې د خداى عابدين اونازوزلي وژني او دا کار ورته سترعبادت ښکاري .حضرت علي (ک)يې هم دعبادت پرمهال په محراب کې شهيد کړ.‏انسان بايد پرحقه مشر وپېژني او اطاعت يې وکړي.لمونځ او نور عبادتونه هم بايدله داسې پېژندنې سره يوځاى وي. په روايتونو کې راغلي: حج خداى؛ځکه فرض کړ،چې خلک يې په کور کې راټول شي او له امامانوسره اړيکې ټينګې کړي.نن په مليونونوکسان په کعبه کې راټوليږي ؛خو اۤسماني مشر نه لري مسلمانان خواره واره شوي،يو واحد مرکز نه لري ،د اقتصاد قوي ستنې نه لري؛نوځکه يوه ډله يهودان تل پرمسلمانانو واکمني او لوبې کوي.اسلام ‏ تجزيه کېدونکى ټولګه نه ده. د واکمنۍ يا ولايت له قبليدو پرته لمونځ نه قبلېږي. لکه څرنګه چې بې له لمانځه،انفاق نه قبلېږي،همداراز بې له زکات،لمونځ هم د قبلېدو وړ نه دى.

د اسلام احکام د بدن دغړيو په شان دي،يوغړى د بل ځاى نشي نيولاى. سترګه د غوږ کار نشي کړاى او غوږ د لاسونو کار نشي کړاى،لمونځ د زکات ځاى نشي نيولى او بيا دا دواړه د خداى په لار کې د جهاد ځاى نشي نيولى اسلام ددې ټولو يوه ټولګه ده .

 

لمونځ او مشري

که لمونځ د الهي مشرانو له لارې اقامه شي؛نو د زورمټۍ ‏او طاغوت ټغر به ټول شي .دعباسى خليفه مامون الرشيد په واکمنۍ کې د اختر لمونځ ته ډېر زيات خلک راغلل؛ځکه پوهيدل چې جمعه به امام رضا عليه اسلام ورکوي،مامؤن وويل که داجمعه پاى ته ورسېږي؛نو زموږ د واکمنۍ ستنې به له بېخه راوباسي؛نو امام رضا عليه اسلام يې له لارې بېرته ستون کړ او لمونځ ته يې پرېنښود. دا چې نن د مسلمانانو لمونځونه اغېز نه لري دليل يې دا دى،چې د قرآن په ځينو برخوعمل وشو او ځينې نورې يې هېرې شوې ؛ځکه‏ قرآن وآيي :

وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ( نور/٥٦ ) = ((اولمونځونه ودروئ او زكات وركړئ او د (خداى د) استازي اطاعت وكړئ، ښايي چې لورېينه در باندې وشي))

نن ځينې لمونځونه کوي؛خو زکات نه ورکوي ،زکاتونه ورکوي؛ خو لمونځونه نه کوي په بله وېنا پرخداى ايمان لرى؛خو پر طاغوتانو کفر نه وايي او دا ايمان نيمګړى دى، خداى وايي :

لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى‏ لاَ انفِصَامَ لَهَا وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ   (بقره /٢٥٦ ) = ((ددين په منلو كې زور او اړايستل نشته (؛ځكه ) سمه له كږې لارې روښانه او بېله شوې ده؛ نو ځكه څوك چې پر طاغوت [ =بوت، شيطان او هر سرغړوونكى موجود ] كافر شي او پر خداى ايمان راوړي؛ نو هغه داسې ټينګه كړۍ ونيوه چې بېخي ماتېدونكې نده او خداى اورېدونكى پوه دى.))

کوم کسان چې طاغوت ته ځي قرآن يې په هکله وايي :

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُروا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيداً ( نساء\٦٠) = ((ايا ته هغوى نګورې چې ګومان كوي، چې موږ پرهغه څه چې تا ته نازل شوي دي او څه چې له تا مخكې نازل شوي وو،ايمان راوړى دى؛ خو د پرېكړې لپاره طاغوت او باطلو واكمنو ته ځي ؟! حال دا چې هغوى ته له طاغوته د منكرېدو حكم شوى و او شيطان غواړي، چې هغوى خورا ډېر زيات بې لارې کړي.))

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست