تبلیغات

عمومي لارښوونه پر وحې او نبوت ګروهه،انسان او نړۍ ته د “ليد” له څرنګوالي راولاړېږي؛ يعنې په ټوله هستۍ کې د عمومي لارښوونې اصل جاري دى،چې دا ډول ليد د “اسلامي توحيدي نړۍ ليد” غوښتنه ده.دا چې خداى بالذات واجب الوجود او واجب الوجود بالذات من جميع الجهات،فياض على الاطلاق دى او په يوه نه […]

عمومي لارښوونه

پر وحې او نبوت ګروهه،انسان او نړۍ ته د “ليد” له څرنګوالي راولاړېږي؛ يعنې په ټوله هستۍ کې د عمومي لارښوونې اصل جاري دى،چې دا ډول ليد د “اسلامي توحيدي نړۍ ليد” غوښتنه ده.دا چې خداى بالذات واجب الوجود او واجب الوجود بالذات من جميع الجهات،فياض على الاطلاق دى او په يوه نه يوه بڼه يې موجوداتو ته او څومره،چې موجودات يې وړ وي،د کمال پر لوري يې لارښوونه ورته کړې ده.دا لارښوونه ټول موجودات رانغاړي؛له وړوکې ذرې تر ستر ستوري او له بې ساه موجوده تر انسانه،چې تر ټولو عالي موجود دى؛نو ځکه قرآن د “وحې” ټکى؛لکه څنګه،چې د انسان لارښوونې ته کارولى؛ جماداتو،بوټيو او څارويو ته يې هم کارولى دى .

په نړۍ کې يو موجود هم ثابت نه دى؛تل منزل او ځاى بدلوي او د يو مقصد پر لوري روان دى . بلخوا دا ټولې نښـې ښيي،چې په هر موجود کې هغې لوري ته لېوالتيا ده،چې ور روان دى؛يعنې موجودات په يو پټ ځواک د خپل مقصد پر لوري راکښل کېږي او دا هماغه ځواک دى،چې “د الهي لارښوونې” په نامه يادېږي . قرآن حکيم د حضرت موسى بن عمران (ع) له خولې وايي،چې فرعون ته يې وويل:

((قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى (طه/٥٠)= ويې و يل : (( زموږ پالونكى هغه دى، چې هر څيز ته يې د هغه (له وړتيا سره سم) خپل جوړښت وركړ، بيا يې ورته لار وښووه . ))

زموږ نړۍ موخه لري؛يعنې په موجوداتو کې د کمالي موخې پر لوري لېوالتيا شته او موخه درلودل هماغه “الهي لارښوونه” ده.

د وحې ټکى څو ځل په قرآن کريم کې راغلى دى.ددې ټکي د کارولو بڼه او په بېلابېلو ځايو کې يې کارول راښيي،چې قرآن يې انسان ته ځانګړى نه ګڼي او په ټولو څيزونو او لږ تر لږه په ټولو ژونديو موجوداتو کې يې جاري ګڼي؛نو ځکه د شاتو موچۍ ته د “وحې” تعبير کاروي . د موجوداتو د تکامل له مخې،د وحې او لارښوونې درجې يې توپير لري.

تر ټولو لوړ پوړې وحې هماغه ده،چې د پېغمبرانو لړۍ ته راته . دا وحې د هغې اړتيا پر بنسټ ده،چې بشر يې الهي لارښوونې ته لري،چې يو خوا بشر له محسوساتو او مادياتو هاخوا مقصد ته هدايت کړي او بلخوا په ټولنيز ژوند کې قانون ته د انسان اړتيا تضمين کړي.

پېغمبران ټاکل شوي وګړي دي،چې له غيبو ددې پيغام د اخستو وړتيا او صلاحيت لري او په دې صلاحيت يوازې خداى پوهېږي او بس . قرآن کريم په دې هکله وايي:

((وَإِذَا جَاءتْهُمْ آيَةٌ قَالُواْ لَن نُّؤْمِنَ حَتَّى نُؤْتَى مِثْلَ مَا أُوتِيَ رُسُلُ اللّهِ اللّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ أَجْرَمُواْ صَغَارٌ عِندَ اللّهِ وَعَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا كَانُواْ يَمْكُرُونَ (انعام/١٢٤) = او چې كله ورته کومه نښه راشي؛ نو وايي : (( موږ تر هغه ايمان نه راوړو څو د هغه څيز په څېر رانه کړل شي،چې الهي استازيو ته ورکړل شوي ول .)) خداى ښه پوهېږي،چې خپل رسالت چا ته ورکړي، ډېر ژر به دا مجرمان (چې خلك يې له سمې لارې اړول)،د خپلو همېشنيو ټګيو په سزا كې د خداى په حضور كې په رسوايۍ اخته او له سخت عذاب سره به مخ شي . ))

که څه هم د وحې پديده-ښکارنده د بشر د حس او تجربې له واکه وتلى چار دى؛خو دا ځواک هم د ډېرى نورو ځواکونوپه څېر له آثارو يې پېژنداى شو.

“الهي وحې” د وحې پر حامل؛يعنې د پېغمبر پر شخصيت هېښنده او ستر اغېز لري؛په حقيقت کې هغه مبعثوي؛يعنې ځواک يې راپاروي او ستر پاڅون پکې رامنځ ته کوي؛دا پاڅون د بشر د خير او سمونې لپاره کېږي،د واقعيت له مخې عمل کوي او پېغمبر ته بې سارى پرېکندتوب ورکوي .تاريخ بېخي له چا د پېغمبرانو او په لاس يې د روزل شويو کسانو په څېر پرېکندتوب و نه ليد.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست