تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوران او لورین الله په نامه غررالحکم د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه  د لنډغونډلو زرینو ویناوو پوهنغونډ لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي پرله پسې ۴مه برخه     ۱۹۷-قیامت نژدې دی. ۱۹۸-منافق شکمن دی. ۱۹۹-مرسته غوښتل، لراندنه ده. ۲۰۰-نېکچاري، غنیمت دی. […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوران او لورین الله په نامه

غررالحکم

د باب العلم؛ علي کرم الله وجهه 

د لنډغونډلو زرینو ویناوو

پوهنغونډ

لیکوال: قاضي شیخ ابي الفتح عبدالواحد بن محمد محفوظ بن عبدالواحد آمدي

پرله پسې ۴مه برخه

 

 

۱۹۷-قیامت نژدې دی.

۱۹۸-منافق شکمن دی.

۱۹۹-مرسته غوښتل، لراندنه ده.

۲۰۰-نېکچاري، غنیمت دی.

۲۰۱-عدالت منځلاري ده.

۲۰۲-قناعت، پاکلمني ده.

۲۰۳-تسلیمېدونی، ساتل شوی دی.

۲۰۴-ځانمنی، ایله شوی دی.

۲۰۵-مرګ، ډال دی.

۲۰۶-بریا، د الله تعالی لورنه ده.

۲۰۷-پوهیالیتوب، عزتمني ده.

۲۰۸-ناپوهي، بې لارېتوب دی.

۲۰۹-فرصتونه، په بیړه تېرېږي.

۲۱۰-د فرصت له لاسه ورکول، انسان غوسناک کوي.

۲۱۱-ډار، نهیلي ده.

۲۱۲-رښتیا، سرلوړي ده.

۲۱۳-زغم، ډال او ساتونکی دی.

۲۱۴-کمزوري، ورکېدنه ده.

۲۱۵-سسته خوځېدنه، نیمګړتیا ده.

۲۱۶-قناعت، نعمت دی.

۲۱۷-خوندیتوب، تېروتل دي.

۲۱۸-(له الله تعالی) ډار، ښه ملاتړ دی.

۲۱۹-نصیحت منل، ځیرکي ده.

۲۲۰-ويښتیا، سترګورتوب دی.

۲۲۱-ګواښګرندي، عذر غوښتل دي.

۲۲۲-(له ګناه) پښېماني، توبه ده.

۲۲۳-افراط او له بریده اوړېدل، زړه تنګي ده.

۲۲۴-سلامشوره کول، ملاتړ پیدا کول دي.

۲۲۵-د شتمنۍ پوښتنه کېږي.

۲۲۶-ظلم، عذاب دی.

۲۲۷-هیلې، وژوونکي دي.

۲۲۸-پوهه، ژوند کوي.

۲۲۹-ایمان، ژغورنه ده.

۲۳۰-نهیلي، خواشینوونکې ده.

۲۳۱-(ګناه) نه کول، پرهېزګاري ده.

۲۳۲-ناوړګوماني، اندېښمني ده.

۲۳۳-تمه، انسان ذلیلوي.

۲۳۴-دنننۍ تقوا، انسان ستروي.

۲۳۵-د نېکچاري ملاتړ شوی دی.

۲۳۶-بدچاری خوار دی.

۲۳۷-غولوونکی، شیطان دی.

۲۳۸-ګوزاره کول، لراندنه ده.

۲۳۹-وخت موندنه، غنیمت دی.

۲۴۰-نېکچاري، غوراوی دی.

۲۴۱-احسان، ستریا ده.

۲۴۲-ناپوهي، بې لارېتوب دی.

۲۴۳-تېروتل، ناپوهي ده.

۲۴۴-(نورو ته) هیلمنېدل، خیانتوونکې ده.

۲۴۵-ناپوه، لالهانده دی.

۲۴۶-هیله، غولوونکې ده.

۲۴۷-سرغړونه، انسان پر ځمکه راګوزاروي.

۲۴۸-دنیا زیانمنه ده.

۲۴۹-ظلم، د کړنو پایله ده.

۲۵۰-هوسپالنه، آفت دی.

۲۵۱-پوهه، سرلوړي ده.

۲۵۲-ناپوهي، بېلارېتوب دی.

۲۵۳-شر، خواري ده.

۲۵۴-عقل، شفا ده.

۲۵۵-حماقت، بدمرغي ده.

۲۵۶-صدقه ورکول، زېرمه ده.

۲۵۷-(د الله تعالی لپاره) اخلاص، بریا ده.

۲۵۸-بې ګناه، بې باکه دی.

۲۵۹-صدقه، انسان له کړاوونو بچوي.

۲۶۰-دین، رڼا ده.

۲۶۱-(پر الله تعالی) ډاډ، خوشحالي ده.

۲۶۲-صبر و زغم، بریا ده.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!