تبلیغات

تاويل د اسلام له صدره په تېره بيا تر څلورمې پېړۍ وروسته په مهم بحث،چې مطرح و،چې په مفسرانو او څېړونکيو کې د تاويل علم دى،چې په دې باب بېلابېل نظريات مطرح شوي دي . تاويل؛يعنې څه ؟ د تاويل په باب ډول ډول نظريات دي،چې موږ يې لاندې نظر راوړى دى : د الفاظو […]

تاويل

د اسلام له صدره په تېره بيا تر څلورمې پېړۍ وروسته په مهم بحث،چې مطرح و،چې په مفسرانو او څېړونکيو کې د تاويل علم دى،چې په دې باب بېلابېل نظريات مطرح شوي دي .

تاويل؛يعنې څه ؟

د تاويل په باب ډول ډول نظريات دي،چې موږ يې لاندې نظر راوړى دى :

د الفاظو د باطن مفهوم ته تاويل وايي،چې د ” اول” له ټکي څخه اخستل شوى دى.

تاويل؛يعنې د يو آيت مانا او مفهوم يې لومړني،بشپړ او واقعي مفهوم ته رسول دي .

له تاويله ناوړه ګټنه

د يو آيت حقيقي مفهوم ته د رسېدو لپاره وسايلو ته اړتيا لرو او پردې سربېره بايد له غرض،تعصب،مادي ګټو او دنياغواړۍ ډډه وشي .

د اسلام په لومړيو کې دوو ډلو د اسلام له تاويله ناوړه ګټنه کوله:

لومړۍ ډله :هغوى چې بسيا پوهه يې نه درلوده؛ځو ځانونه يې پوهان ګڼل؛نو ځکه د قرآن د تفسير پر مهال به تېروتل او پر کږه به تلل.

دويمه ډله : هغوى چې بې له ناپوهۍ يې سياسي او دنيوي موخې درلودې او د خپلو غوښتنو له مخې يې قرآن تفسير او توجيه کاوه،چې د خوارجو او نهروا ډلې په دې شمېر کې دي .

خوارج څوک وو ؟

خوارج هغه مسلمانان وو،چې لمونځ،روژه،او ان د شپې لمونځونه يې نه قضا کول؛خو په خواشينۍ،چې ناپوهه عابدان او ناپوهه زاهدان وو،چې تعصب او ځانمنۍ يې د بصيرت سترګې ړندې کړې وې او د پېغمبر اکرم (ص) د خليفه او ځايناستي د لاروۍ پر ځاى يې ځانونه د راى خاوندان وګڼل،ځانونه يې د قرآن مفسران او تر ټولو غوره ګڼل او ددې بې لارې مسلمانانو خبره تردې راورسېده،چې حضرت علي (ک) يې پر بې لارۍ او له دينه پر وتو تورن کړ او له هغه يې وغوښتل،چې توبه دې وباسي،چې بالاخره ددې کوږپوهه،بې عقله او دنيا غواړې ډلې کار دې ته راورسېد،چې په حضرت علي (ک) پسې راپاڅېدل او حضرت علي يې اړ ايسته،چې له ځان د دفاع ورسره وجنګېږي او څه نا څه څلور تنه يې له هغوى ووژل؛البته ددې خبرې يادول اړين دي،چې رسول الله (ص) دداسې مغرضې ډلې خطره خلک له پخوا خبر کړي وو .

رسول الله (ص) وويل : علي ! زه د قرآن د تنزيل لپاره جنګېږم او ته به د قرآن د تاويل لپاره جنګېږې.))

له تنزيله مطلب يې تحت الفظي او روښانه مانا ده. رسول الله (ص) به الهي احکام خلکو ته تشريح کول؛خو مشرکينو،کفارو او منافقينو به ورسره نه منله؛نوځکه پېغمبر اکرم،علي (ک) ته وويل : ستا په وخت کې ډېرى خلک مسلمانان وي او د الهي احکامو او اخلاقي مسلو سره به ستونزه نه لري؛خو يوه فرصته طلبه،سودجو،دنيا غواړې او مغرضه ډله به آيتونه په خپله خوښه تاويلوي،چې يوه ډله به هم ځان سره بې لارې کړي.

 د تفسير او تاويل ترمنځ توپير

و مو ويل،چې تاويل هغه ته وايي،چې پېچلتيا او ابهام پکې وي  او د آيت ظاهر مفهوم له باطن سره توپير ولري او د ظاهر او باطن ترمنځ يې واټن وي او يوازې  خداى،پېغمبر او په علم کې راسخون او اهلبيت د داسې آيتونو تاويل کولاى شي .

خو تفسير داسې نه دى؛بلکې له قرآن علومو په ګټنه؛لکه :

١- شان نزول .٢- له وحې سره اشنايي .٣- له محکم او متشابه سره اشنايي .٤- د قرآن پر ظاهر او باطن احاطه .٥- له عربي ادبياتو سره اشنايي ….. کولاى شو،چې د آيت پر مفهوم پوه شو،چې د لاندې آيت تفسير اوتاويل ته پام وکړئ :

(يخرج الحى من الميت)

د آيت لومړنى او ساده تفسير داسې دى : خداى له مړيو ژوندي راباسي (لکه چورګوړى،چې له هګۍ راوځي)؛خو د آيت تاويل داسې دى : خداى د ځمکې له  زړه (قبرونو)  نه انسانان راپاڅوي او ژوندي به يې کړي،چې د حشر ميدان ته راشي او کېداى شي د آيت نور مفاهيم هم وي،چې پر تاويل يې يوازې خداى،پېغمبر اکرم،امامان او د بصيرت خاوندان پوهېږي .

 قرآن مو تفکر او تعقل ته رابولي

په قرآن کې ډېرى داسې آيتونه دي،چې تفکر،تعقل او تدبر ته مو رابولي؛لکه :

((والکتاب والمبين انا جعلناه قرآن عربيا لعلکم تعقلون و انه فى ام الکتاب لدنيا لعلى حکيم =دا کتاب مو پر عربي درولېږه،چې تعقل او تدبر پکې وکړئ او د آيتونو مفهوم په ام الکتاب کې له حکيم خداى سره دى .))

سره له دې،چې د ځينو آيتونو تاويل روښانه نه دى او حقايق يې خداى ته معلوم دي؛خو سره له دې ټولو خبرو قرآن د ژوند کتاب دى او تل مو تفکر ته رابولي .قرآن يو غير قابل فهم او نه حل کېدونکې معما نه ده،چې څوک يې حل نه کړاى شي. قرآن د ويلو،پوهېدو او عمل کولو کتاب دى .

راسخون فى العلم څوک دي ؟

راسخون فى العلم د نبوي کورنۍ امامان دي،چې د معارفو او الهي حقايقو سرچينې دي،چې د قرآن تاويل او تفسير ورسره دى،چې خداى تعالى په قرآن کې سپېڅلي ګڼلي دي .

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (احزاب/٣٣) = بېشكه خداى يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي .))

((إِنَّهُ لَقُرْآنٌ كَرِيمٌ . فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ . لَّا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ = بېشکه چې هغه (قرآن) عزتمن لوستونى دى،(د الهي علم) په پټ کتاب کې ، چې يوازې پاکان لاس وروړاى او پرې پوهېداى شي .)) 

 د قرآن سورتونه

په نهمو او لسمو زده کړو کې مو وويل،چې د قرآن سورتونه پر دوو برخو ويشل شوي دي؛يعنې ١- مکي .٢-مدني سورتونه .

د اوږدوالي او لنډوالي له اړخه د قرآن سورتونه :

هغوى چې وايي؛نو ليدلي به يې وي،چې د قرآن ځينې آيتونه اوږده او ځينې يې لنډ دي؛د بېلګې په توګه : د قرآن تر ټولو اوږد سورت د بقرې سورت دى،چې ٢٨٦ آيتونه لري او د قرآن لنډ سورتونه “والعصر،نصر او کوثر دي،چې هر يو درې آيتونه لري .اهل فن د سورتونو د لنډوالي او اوږدوالي په پامنيوي د قرآن سورتونه څلور برخې کړي دي.

١- سبع الطول (اوه اوږده سورتونه) :

د قرآن اوه سورتونه؛لکه :١-بقره .٢-آل عمران .٣-نساء.٤- مائده .٥- اعراف .٦-انعام  او اعراف اوږده سورتونه دي .

٢- سور المثالي (نه اوږده او نه لنډ سورتونه) :

دا سورتونه نه د بقرې او آل عمران په څېر اوږده او نه د والعصر او کوثر په څېر لنډ دي؛بلکې منځني دي او ډېرى خلک همدا سورتونه په خپلو لمونځونو کې وايي .

٣-سور المضعلات (لنډ سورتونه او د فصل سورتونه)

داسې سورتونه په قرآن کې د فصل فصل په بڼه ليدل کېږي .

 د قرآن د سورتونو په باب توضيح

د قرآن ځينې آيتونه په (حم) پيل شوي دي،چې دې سورتونو ته “حواميم” ويل کېږي . هغه سورتونه،چې په (الف،لام،ميم) پيل شوي وي ورته د(الف،لام،ميم) سورتونه ويل کېږي ،چې دادي :١- بقره .٢-آل عمران .٣-اعراف .٤-عنکبوت .٥-روم .لقمان او سجده .

هغه سورتونه،چې پر (سبح) او يا  (يسبح) پيل شوي دي،ورته (مسبحات) ويل کېږي،چې دادي :١-اسراء .٢-حديد .٣-حشر .٤_صف  . ٥- جمعه .٦- تغابن .٧-اعلى .

هغه سورتونه،چې په (الف،لام ،را) پيل کېږي،ورته د (الف،لام ،را) سورتونه ويل کېږي،چې دادي : ١-يونس .٢-هود .٣-يوسف .٤-رعد .٥- ابراهيم .٦-حجر .

د غدايم سورتونه :

هغه سورتونه،چې واجبه سجده لري : ١-سجده .٢-فصلت .٣-علق .٤-نجم .

په دې سورتونو کې مو چې له آيت سره د سجدې ټکى وليد؛نو بايد سجده يې پر ځاى کړو .

د څلور قل سورتونه :

په قرآن کې څلور سورتونه دي ،چې د (قُل)په ټکي پيل شوي دي ،چې د “څلورقُل”سورتونه ورته ويل کېږي،چې دادي :١-کافرون .٢-توحيد .٣- فلق .٤-ناس .

د طواسين سورتونه :

هغه سورتونه،چې په پيل کې يې “طس” يا “طسم” راغلي وي،چې دادي : ١- شعراء.٢- نمل .٣-قصص .

د معوذتين سورتونه :

د “فلق” او “ناس” سورتونه پر “قل اعوذ” پيل شوي دي،چې معوذتين ورته ويل کېږي؛يعنې انسان ددې سورتونو په ويلو له خدايه پناه غواړي .

ناسخ او منسوخ

د قرآن پر ناسخو او منسوخو آيتونه پوهېدنه په قرآن پوهنه کې خورا ونډه لري .

د ناسخ او منسوخ مانا :

که د قرآن په آيتونو کې تدبر او تفکر وشي؛نو داسې آيتونه به پيدا کړو،چې نور آيتونه يې “نسخ” کړي دي او د هغه پخوانى حکم يې يا بدل کړى او يا يې له منځه وړى دى او نوى حکم يې د هغه ځايناستى کړى دى،چې په داسې وخت کې هغه آيت ته حکم يې منسوخ يا بدل شوى دى او پر ځاى يې يو بل حکم راغلى وي،”منسوخ” او نوي آيت ته چې پخوانى  حکم يې نسخ کړى،”ناسخ” وايي .

لاندې مثالونو ته پام وکړئ :

١- له بيت المقدس نه کعبې ته د قبلې رااوړېدل

((قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاء فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوِهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ (بقره/١٤٤) = په يقين،چې (د وروستۍ قبلې د ټاكلو لپاره) موږ د اسمان خواته ستا بيا بيا مخ اوښتل وينو!،دادى موږ تا د هغې قبلې لوري ته ګرځوو،چې ستا خوښېږي (؛نو د مسجدالحرام خواته مخ وګرځوه او چېرته،چې واست،مخ هماغې لوري ته واړوئ او په حقيقت کې چا ته،چې اسماني كتاب وركړ شوى، ښه پوهېږي،چې(د قبلې بدلېدل ) د خداى له لوري (پرځاى او) سم دي او په خپلو كتابونو كې يې لوستي دي،چې دا سلام پېغمبر به دوو قبلو ته لمونځ كوي او خداى ( ددې آيتونوپه پټولو كې ) له كړنو يې ناخبره نه دى .))

د مسلمانانو لومړۍ قبله “بيت المقدس” و؛يهودانو او د پېغمبر اکرم (ص) دښمنانو پېغمبر اکرم ته پېغورونه ورکول،چې تاسې مسلمانان قبله نه لرئ او مجبور ياست،چې زموږ د قبلې پر لور لمونځ وکړئ،چې پېغمبراکرم دې پېغورونو خورا خپه کړ،چې خداى تعالى ددې آيت په رالېږو قبله له بيت المقدسه کعبې ته راواړوله او په قرآن اصطلاح په هغه آيت کې،چې بيت المقدس پکې قبله معرفي شوې وه،منسوخ شو او دا آيت،چې نوى حکم يې راوړى دى ناسخ دى .

٢- د ښځې د عدې د وخت بدېدل،چې له يوه کاله څلور مياشتو او لسو ورځو ته راټيټه شوه

((وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِّأَزْوَاجِهِم مَّتَاعًا إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِيَ أَنفُسِهِنَّ مِن مَّعْرُوفٍ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ (بقره/٢٤٠)= او له تاسې چې څوك ومري او كونډې ترې  پاتې شي،هغوى بايد خپلو كونډو ته دا وصيت وكړي،چې تر يوه كال پورې دې د هغوى لګښت وركړ شي،په دې شرط،چې هغوى ( د مېړه له كوره ) و نه وځي (او بل واده  ونه کړي) او كه (په خپله خوښه) ووتلې (؛نو پر تاسې د لګښت حق نه لري؛خو هغوى چې ) د خپل ځان په برخه كې په ښه توګه هر څه كوي،پر تاسې يې ګناه نشته او خداى ناماتى حکيم دى .))

د بقرې سورت د ٢٤٠ آيت د څرګند نص له مخې د هغې ښځې،چې مېړه ومړ؛نو تر يوه کاله بل مېړه نشي کولاى؛خو په همدې آيت کې (بقره/٢٣٤) کې د ٢٤٠ آيت حکم نفې شو او له يوه کاله څلور مياشتې شو.اړوند آيت ته پام وکړئ :

((وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِي أَنفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (بقهر/٢٣٤)= او له تاسې چې څوك مړه شي او كونډې يې پاتې وي؛ نو بايد څلور مياشتې او لس ورځې ( په عدت كې ) تېرې كړي؛خو که دا موده يې پوره كړه؛نو بيا پر تاسې ګناه نشته،چې كه څه غواړي،هغوى دې په خپله خوښه په ښه توګه وكړي (او د خپلې خوښې له سړي سره دې واده وكړي)او خداى ستاسې له كړنو خبر دى .))

٣- د شپې فرض لمونځ مستحب شو

د زمر د لومړيو آيتونو له مخې د شپې لمونځ پر پېغمبر اکرم او نورو مؤمنانو فرض و؛خو د همدې آيت په پاى کې (٢٠ آيت) خداى دا لمونځ مستحب کړ،وايي،چې څومره او د شپې په هر وخت کې کې مو چې خوښه وه؛لمونځ وکړئ .

٤-د نجوا حراموالى او د صدقې ورکول

قرآن کريم له پېغمبر اکرم سره نجوا او په غوږ کې خبرې،چې پېغمبر اکرم به يې زوراوه او د مسلمانانو په منځ کې يې د نااعتمادۍ فضا رامنځ ته کوله،حرامه کړه او داچې ځينو نجواوو او پسپسکيو ته اړتيا وه او پېغمبر اکرم بايد د جګړې په باب ځينې مسايل ورسره په غوږ کې وکړي؛نو خداى تعالى پخوانى حکم (مجادله/١٢) له منځه يووړ،و يې ويل :که څوک له رسول الله سره نجوا کول غواړي؛نو بايد صدقه ورکړي .پخوانى حکم،چې نجوا پکې حرامه وه،نسخ شوه او د صدقې ورکول حکم يې پر ځاى راغى .

٥- له کتابيانو سره د  سوله اييز چلن حکم يې پر وژلو بدل شو

د بعثت په پيل کې خداى د ځينو مصلحتونو په پامنيوي خپل استازي ته حکم وکړ،چې له کتابيانو (يهود او نصاراوو) سره سوله اييز چلن ولري؛خو په اوسنيو شرايطو کې،چې هغوى د مسلمانانو پر خلاف دسيسې کوي؛نو خداى تعالى د يو آيت په رالېږلو يو نوى حکم وکړ،چې وايي : که هغوى هغه څه چې خداى او رسول يې حرام کړي دي،حلال وګڼي او له درسره جګړې ته ملاوتړي؛نو تاسې هم ورسره جګړه وکړئ او د حق دين منلو ته يې اړ کړئ او که داسې يې و نه کړل؛نو و يې وژنئ .))

د نسخ ګټې

کله دا پوښتنه ذهن ته راځي،چې ولې خداى تعالى خپل ځينې احکام پرېکنده او ثابت کړي نه دي،چې نوي حکمونو ته پکې اړتيا نه وي؛نو په احکامو کې دا دوه ګوني د څه لپاره ده ؟

ځواب : داچې پالونکى څښتند ټولو موجوداتو ښوونکى دى او ټول موجودات د کمال پر لور روانوي او د هستۍ تر ټولو بشپړ موجود هم بايد په دې بهير کې حرکت وکړي او هره شېبه د تکامل او روزنې لار ووهي .

اسلام د خلکو د روزنې او لارښوونې لپاره راغلى دى،چې د اسلام ځينې موضوعات په ګروهو،زړه او عقل پورې اړوند دي،چې له ټولنيزو پېښو سره هېڅ تړاو نه لري او تل يې ډېرى خلک مني،چې هر وخت پر يوه بڼه ابلاغ شي او حکم يې ثابت او قطعي دى .

خو عبادتونه،معادلې،شرعي احکام  او ټولنيز مسايل د وخت او په ټولنه کې د پېښو تابع دي او خداى هم ددې ټولنيزو شرايطو په پامنيوي خلکو ته لارښوونه کوي؛نو الهي احکام د اصلاح او روزنې لپاره د نوون اود زماني شرايطو په پامنيوي صادرېږي؛لکه څنګه چې انسانان د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې بېلابېلې غوښتنې لري؛نو ټولنه هم په هر وخت کې له هماغه وخت سره سم د روزنې او سمونې لپاره قوانينو ته اړتيا لري؛نو وروستۍ خبره داچې د آيتونو ناسخ او منسوخ والى د ټولنې د سمونې او روزنې لپاره دي؛ځکه يو حکم تللى او پر ځاى يې بل راغلى دى او د خداى ټولې چارې د حکمت له مخې دي .

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!