تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (نور/۲۱) ژباړه : مؤمنانو! د شيطان پر پلونو مه ځئ او څوك چې د شيطان پر […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (نور/۲۱)

ژباړه : مؤمنانو! د شيطان پر پلونو مه ځئ او څوك چې د شيطان پر پلو ولاړ شي (؛نو بېلارې كوي يې)؛ځكه [چې] هغه (شيطان) په فحشاوو او بدو [چارو] امر كوي او كه الهي فضل او لورنه درباندې نه واى؛نو هېڅ كله مو يو هم پاک زړی کېدای نشو؛خو د خداى چې چاته خوښه شي پاك زړی کوي يې او خداى (دى چې) پوه اورېدونكى دى .

 

بېشكه د څښتن درښتن – فضل او لورنه ده، چې له ګناهونو د انسانانو د ژغورنې لاملېږي؛ ځكه خداى، هم عقل را پيرزو كړى او هم يې د پيغمبر نعمت راكړى او هغه احكام، چې په وحې رالېږل شوي دي. پر دې پيرزوينو سربېره، ځانګړي توفيقات يې، غيبي مرستې يې، چې وړ او ورته چمتو انسانان پكې رانغاړېږي، د پاكۍ او تزكيه خورا مهم لاملونه دي. د (( مَن يَشَاءُ )) (چې چا ته یې خوښه شي) غونډله – جمله د بې دليله مشيت او خوښې پر مانا نه ده؛ بلكې د بندګانو له لوري، چې هڅه نه وي، د خداى له لوري ښيون – هدایت او پېرزوينه نه كېږي. چې څوك دا لار غواړي، پكې ګام ږدي او جهاد كوي خداى يې لاسنيوى كوي او د شيطان له وسوسو يې بچوي او مطلوبې موخې ته يې رسوي. په بل تعبير، درښتن – فضل او الهي لورنه، كله تشريعي بڼه لري او د پيغمبرانو د بعثت، د ايماني كتابونو د نزول، د احكامو تشريع، زېري او ګواښونو له لارې وي او كله تكويني اړخ لري، چې د مانيزو او الهي مرستو له لارې وي. دلته يې دويم ډول په پام كې دى(نمونه تفسیر، 14 ټ 413 مخ). له رسول اكرم (ص) څخه په يو روايت كې لولو: ((… هيڅوك (په يوازېتوب) په خپلو كړنو ژغورل كېداى نشي)) د حديث راوي وپوښتل: ان تاسې يا رسول الله )ص(؟! ويې ويل: ((ان زه؛ خو دا، چې خداى مې په خپلې لورنې كې راونغاړي)) (نمونه تفسیر، 27 ټ: 323 مخ).

سرچینه : شرح منتخب آیات قرآن کریم ، شیخ ناصر مکارم شیرازي

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!