تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په  نامه لنډ بېلابېل طبي معلومات شری یا سرخکان خوني اسهال د مور شیدې ورکونه  لیکنه : ډاکتر احمد علی اقبال  – ایم ډي شری یا سرخکان   شری یو ډیر ساري یا خپرېدونکی تنفسي انتان دی. د بدن پر ټول جلد یا پوستکي باندې دانې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په  نامه

لنډ بېلابېل طبي معلومات

شری یا سرخکان

خوني اسهال

د مور شیدې ورکونه

 لیکنه : ډاکتر احمد علی اقبال  – ایم ډي

شری یا سرخکان  

شری یو ډیر ساري یا خپرېدونکی تنفسي انتان دی. د بدن پر ټول جلد یا پوستکي باندې دانې راخېژوي او د زکام په شان ته علایم او نښې لري. شري ته ( ربیولا هم وايي ) ، چې د یو وایرس له کبله رامنځته کېږي او د دې لپاره هیڅ ځانګړې طبي درملنه نه شته دی. دا ویروس باید خپله موده یا کورس تېره کړي. هغه کوچنی چې ناروغه وي ؛ نو باید پرېمانه مایعات وڅښي ، ښه ډېر استراحت وکړي او دا چې دا انتان لا پسې خپور نه شي ؛ نو دا کوچنی باید ښوونځي یا وړکتون ته له تګ څخه ډډه وکړي.

د شري علایم او نښانې  

لنډ ، وچ او په مکرره توګه ټوخی ، پوزه به یې تل بهېږي، لوړه تبه او سرې سترګې د شري د انتان لومړۍ نښې او علایم دي. مخکې له دې څخه چې دانې پیل شي ؛ نو ښايي کوچنیان په خوله کې دننه د کوپلیک په نامه دانې ( کوچنۍ سرې دانې دي چې منځ یې شین دی) هم ولري.   

دانې د علایمو او نښو تر پېلېدو ۳-۵ ورځې وروسته پېلېږي ، کله نا کله ورسره تر 104°F (40°C) پورې  لوړه تبه هم موجوده وي. سرې یا سرې – نسواري رنګ دانې معمولاً پر تندي باندې د همواره سرو دانو په توګه پیلېږي. وروسته بیا دا دانې ټول مخ ته او ورپسې ورمېږ ، تنې ، لاسونو ، پښو او د پښو پنجو ته خپرېږي. تر څو ورځو وروسته تبه او دانې سوکه سوکه له منځه ځي. 

ایا شری ساری یا خپرېدونکی دی؟

شری ډېر ساري یا خپرېدونکی دی. په حقیقت کې هغه کسان چې د شري لپاره یې واکسین نه دي کړي ؛ نو که چېرته دوی له منتن شوي کس سره نږدي وي ؛ نو په ۱۰ کسانو کې ۹ به یې ورباندې ککړ شي.

خلک څرنګه پر شري باندې ککړيږي؟

شری هغه مهال خپرېږي ، چې کله خلک ساه اخلي یا دا چې پر وایرس له منتن شوي مایعاتو سره په مستقیم ډول په تماس کې وي. دا دهغو څاڅکو له لارې په هوا کې هم خپرېدلای شي ، چې کله پر شري باندې اخته کس ټوخی یا پرنجی کوي. هغه کس چې له دې ویروس سره مخامخ وي ؛ نو له ۷-۱۴ ورځو څخه وروسته معمولاً علایم او نښې راښکاره کوي.

هغه کسان چې پر شري باندې اخته دي ، نو مخکې له دې څخه چې سرې دانې ورباندې راوخېژي ؛ نو له دې څخه ۴ ورځې مخکې او تر دې څخه ۴ ورځې وروسته هم دا ناروغي خپرولای شي. دا هغه مهال ډېره ساري یا خپرېدونکي وي ، چې کله دا کسان تبه ، ټوخی او بهېدلي پوزه ولري. هغه کسان چې د نورو ناروغیو ( لکه  HIV  او AIDS ) له کبله کمزوري دفاعي سیستمونه لري ؛ نو دوی کولای شي ، چې د شري وایروس تر هغه وخت پورې خپور کړي ، ترڅو دوی ورغېږي یا شفا ومومي.   

د شري درملنه  

د شري لپاره ځانګړې طبي درملنه نه شته . د علایمو یا نښو له اداره کونې سره د مرستې لپاره لاندې کارونه کولای شو: 

  • خپل کوچني ته پرېمانه مایعات ورکړئ
  • لا ډېر استراحت ته یې وهڅوئ
  • که چېرته تبې ستاسې کوچنی ډېر نارآمه کړی وي ؛ نو د تبې لپاره یې د استامینوفین یا ایبوپروفین په شان غیرې اسپرین داره درمل ورکړئ. په ویروسي ناروغیو کې کوچني ته کله هم اسپرین مه ورکوئ ، ځکه چې د داسې درملو کارول ښايي ری سندروم رامنځته کړي.

هغه کوچنیان چې پر شري باندې اخته دي ؛ نو  دوی باید د ډاکتر له خوا نږدې وڅارل شي. په ځینو پېښو کې شری د نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل هم ګرځېدلای شي ، لکه :

  • د غوږ انتانات
  • کروپ
  • نس ناستی
  • سینه بغل یا نمونیا
  • انسفالیټس ( د مغزو خارښت او پړوسوب )

کله چې سرې دانې راڅرګندې شي ؛ نو پر شري باندې اخته کوچنیان باید تر ۴ ورځو پورې له نورو څخه لیرې وساتل شي. هغه کسان چې کمزروی دفاعي سیستم لري، نو دوی باید دې لېرې کېدنې ته تر هغه پورې ورته دوام ورکړي ترڅو دوی په پوره توګه روغ او جوړ شي او ټول علایم او نښې له منځه ولاړې شي.

شری تر څومره وخته پورې دوام مومي ؟

د شري انتان تر څو اوونیو پورې دوام موندلای شي. که یو څوک له دې وایرس سره مخامخ وي ؛ نو علایم یا نښې یې معمولاً ۷-۱۴ ورځې وروسته پېلېږي.

ایا د شري مخنیوي کېدلای شي ؟

دا چې خپل کوچنیان خوندي وساتئ ؛ نو تر ټولو څخه ښه لاره یې دا ده چې تاسې باید ډاډمن شئ ، چې دوی د شري پر ضد واکسین شوي وي .

د اکثرو کوچنیانو لپاره له شري څخه خوندیتوب د (MMR) واکسین یا (MMRV) واکسین یوه برخه ده ، چې دې کوچنیانو ته هغه مهال ورکول کېږي چې کله دوی له ۱۲ څخه تر ۱۵ میاشتو په موده کې وي او یو ځل بیا هغه مهال ورکول کېږي ، کله چې دوی له ۴ څخه تر ۶ کلونو په عمر کې وي.

دا د ټولو کوچنیانو لپاره مهم دي چې د مهالوېش له مخې واکسین وکړي. هغه خلک چې له خطر سره مخامخ دي ، ( د مثال په ډول هغه خلک چې کمزوري دفاعي سیستمونه لري) واکسین نه شي ترلاسه کولای او دوی د ” ټولنې په عمومي مصونیت” پورې تړاو لري. 

دا هغه مهال وي ، چې کله ډېری خلک د ناروغیو پر وړاندې واکسین شي ، چې دا یې له خپرېدا څخه مخنیوی کوي او د شیوع په مخنیوي کې مرسته کوي.  

یادداشت : که چېرته تاسې فکر کوئ ، چې ستاسې کوچنی شری لري ؛ نو سمدستي له ډاکتر سره اړیکه ونیسئ. همداراز بیا هم له ډاکتر سره اړیکه ونیسئ که چېرته ستاسې کوچنی د داسې یوه کس په شاوخوا کې وه ، چې دې کس شری درلوده ، په تېره بیا که چېرته ستاسې کوچني :

  • نوزیږی یا نوزاد وی
  • داسې درمل خوري چې دفاعي سیستم ځپي
  • توبرکلوز ، سرطان ، یا داسې ناروغۍ ولري چې دفاعي سیستم اغېزمنوي

واکسین ولي مهم دي ؟

اکثریت هغه خلک چې پر شري باندې اخته شوي وي ؛ نو دوی واکسین شوي نه وي:

د شري په شیوع کې لاندې کسان تر ټولو څخه ډېر په خطر کې وي :

  • هغه نوزیږي یا نوزادان چې دومره موده پرې نه وي تېره شوي ، چې واکسین ترلاسه کړي
  • حامله دار مېرمنې
  • هغه خلک چې کمزوری غذايي رژیم لري یا د کمزوزي دفاعي سیستمونه ولري

د شري واکسین ښايي د هغو مېرمنو په ساتنه یا خوندیتوب کې مرسته وکړي چې لا حامله داره شوي نه وي ، او له هغو خلکو سره هم مرسته کوي چې د خطر په ډله کې نه وي که چېرته دوی له شري سره مخامخ شي او د ۷۲ ساعتونو په موده کې دا واکسین ترلاسه کړي.

خوني اسهال

انتقال

  • ککړ شوي خواړه او هغه اوبه چې د انسان په غایطه موادو ککړې شوې وي
  • له یو شخص څخه بل شخص ته
  • ډېر په اسانۍ سره انتقالېږي

علایم او نښانې

  • خوني یا وینه درلودنکی اسهال، چې له تبې او نس یا ګېډې له دردونو سره یوځای وي او/ یا ډي هایډریشن
  • په تنکي یا ځوانو کوچنیانو او غټانو کې ډېر بدتر وي
  • په یو روغتیايي مرکز کې مسلکي درملنې ته اړتیا لري

مخنیوی

  • پاکې اوبه ( د اوبو ښه سرچینې، په کورونو کې د اوبو پاکې ذخیرې)
  • د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې ښه امکانات (ښه تشنابونه یا د غایطه موادو اسانتیاوې)
  • پاک خواړه
  • مناسبه روغتیا ساتنه ( پر صابون د لاسونو وینځل)
  • ښه هستوګنه
  • د مور د شیدو ورکونې ته دوام ورکول
  • د روغتیا دودوالی

زیانمنېدونکي خلک

  • تر ۵ کلنې څخه کم کوچنیان
  • لوی کوچنیان او لویان چې خوارځواکي (سوء تغذي) وي
  • هغه ناروغان چې په شدید ډول ډي هایډریټ او په خطرناکه توګه ناروغه وي
  • مسن یا زاړه خلک

د ساري رنځ په حالت کې

  • د خوني اسهال د ناروغانو اولیه پېژندنه او روغتیايي مرکزونه ته یې ورلېږل
  • د پاکو یا تصفیه شویو اوبو برابرونه
  • د ښه روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې د امکاناتو برابرول
  • دهغو کسانو چټکه خښونه چې د خوني اسهال له کبله مړه شوي وي
  • د مړه شویو کسانو د اجسادو وینځل باید د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې د اقداماتو له مخې وي او لاسونه باید پر صابون باندې ووینځل شي.
  • د خولې له لارې د مایعاتو بېرته ورکول ( ری هایډریشن)
  • د روغتیا دودوالی
  • د مور شیدو ورکونې ته هڅونه

د مور شیدې ورکونه

عمومي کتنه

د اسهال په ساري رنځ کې د مور شېدې ورکونه د کوچنیانو ژوند ژغورلای شي.

دا د مېندو لپاره تل ګټوره ده چې په ساري رنځ کې د تې شيدې ورکولو ته دوام ورکړي، دا ځکه چې د تي شيدې پاکې، مغذي او د کوچنيانو لپاره ارزانه خواړه دي.

ولې د مور شېدې؟

  • د مور شېدې د کوچنیانو لپاره د دوی په لومړیو ۶ میاشتو کې تر ټولو ښه خواړه دي.
  • د مور شېدې تر زيږون یا ولادت سمدستي وروسته کوچنی له انتاتانو څخه خوندي ساتي او د مور شېدې باید قطع نشي.
  • د اسهال په شیوع کې تر ۶ میاشتو څخه په کم عمره کوچنیانو کې په ځانګړي ډول د مور شېدې ورکونه کولای شي، چې کوچنیان له وژونکي اسهال او کلورا ځنې وژغوري.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست